انقلاب (په فقهه کې)

د wikishia لخوا


په علم فقه کې انقلاب د شرابو په سرکې بدلیدل دي.. فقهاء انقلاب له مطهراتو(پاکوونکیو) څخه ګڼي؛ د دوي د فتوا له مخې که شراب په خپله په سرکې بدل شي او یا د سرکې او مالګې په څیر شیانو په کې وراضافه شي د شریعت له مخې پاکیږي.

مفهوم پوهنه

د فقهاوو په اصطلاح کې انقلاب د شرابو په سرکې بدلېدلو ته ویل کېږي، چې په شرابو کې د مالګې او سرکې ورزیاتولو یا د شرابو د خوټکولو په پایله کې منځ ته راځي.[۱] فقهاء انقلاب له مُطَهِّرات(پاکوونکیو) ګڼي.[۲] مُطَهِّر هغه شي ته ویل کیږي چې د هغې په وسیله یو نجس څیز له شرعي نظره پاکیږي.[۳]

د انقلاب او استحالې توپير

اصلي مقاله: استحاله

د انقلاب او استحالې تر منځ د توپیر په اړه د شیعه فقهاوو ترمنځ دوه نظرونه دي. ځینې ​​لکه سید کاظم یزدي چې د العروة الوثقی کتاب لیکوال دی، په دې باور دی چې د دواړو ترمنځ توپیر شته؛ ځکه چې په استحالې کې د یو شی ماهیت بدلیږي؛ په دې مانا چې دا په بل څه بدلیږي؛ خو په انقلاب کې یوازې د یو شي ظاهري بڼه بدلیږي.[۴] د دې په مقابله کې سید ابوالقاسم خوئی انقلاب د استحالې له ډولونو ګڼي؛ ځکه چې په دې کې د شرابو ماهیت په دودیزه(عرفي) توګه بدلیږي.[۵]

حکمونه

د انقلاب فقهي حکمونه، د توضیح المسائل کتاب په نقل دا دي:

که شراب په خپله یا د یو څه لکه سرکې او مالګې په ورزیاتولو سره په سرکې بدل شي نو پاکیږي.[۶]

هغه شراب چې له نجسو انګورو جوړیږي، د ځینې فقیهانو په نږد انقلاب سره نه پاکیږي.[۷]

فوټ نوټ

  1. وګورئ: یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۲۵۸.
  2. وګورئ: امام خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۵۳.
  3. امام خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۲۳.
  4. وګورئ: یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۲۶۱.
  5. وګورئ: خویی، موسوعة الامام خوئی، ۱۴۱۸ق، ج۱۴، س۱۵۹؛ مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۷۴۲.
  6. توضیح المسائل مراجع، بخش مطهرات، مسئله ۱۹۸.
  7. وګورئ: امام خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۵۳.

سرچينې

  • امام خمینی، توضیح المسائل مراجع مطابق با فتاوای شانزده نفر از مراجع معظم تقلید، تنیظم سیدمحمدحسن بنی‌هاشمی خمینی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۲ش.
  • توضیح المسائل مراجع، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۸۵ش.
  • خویی، سیدابوالقاسم، «موسوعة الامام الخوئی»، قم، مؤسسة احیاء آثار الامام الخوئی، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق با مذهب اهل بیت علیهم السلام، ج۱، چاپ اول، ۱۳۹۰ش.
  • یزدی، سیدمحمدکاظم، العروة الوثقی (المُحَشّیٰ)، تحقیق احمد محسنی سبزواری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.