استحاله

د wikishia لخوا

استحاله، په فقهه کې، د یو نجس څیز په پاک څیز باندې د بدلیدو په معنا ده. فقیهان استحاله له مُطَهِّراتو ګڼي. د دې فتوا مطابق که یو نجس څیز خپل ماهیت بدل کړي، هغه پاکیږي. د بیلګه په توګه که یو سپی مړ شي او خاوره ترې جوړه شي، هغه خاوره پاکه ده. همدارنګ د نجس لرګي ایره پاکه ده.

د فقهي لیدتوګې پر اساس، که غنم په اوړو بدل شي یا ترې ډوډۍ جوړه شي او همدارنګ له شودو نه پنیر جوړ شي نو دې ته استحاله نه ویل کیږي، او د استحالې حکمونه نه لري.

د استحالې فقهي تعریف او مثالونه

استحاله په فقه کې د یو عین نجس یا هغه شي چې د ناپاک څیز سره د ملاویدو له سببه نجس شوي وي، ماهیت بدلول؛ د بېلګې په توګه، کله چې لرګي په ایرې يا لوګي بدل شي، يا د حيوان يا انسان جسد په خاورې بدل شي، نو ويل کيږي چې استحاله واقع شوې ده.[۱]

د فقهې په کتابونو کې د استحالې نورې بېلګې چې يادې شوې دي هغه دا دي: د ډکو متیازو په خاوره بدلیدل، د متیازو يا ناپاک مايع په بخار بدلیدل، د سپرم په حيوان بدلیدل، د ناپاک خوراک د حلال غوښې حيوان د بدن په يوه برخه بدلیدل.[۲]

د یو څه د ځانګړتیاوو بدلیدل یا د یو څه د اجزاو خپریدل استحاله نه ګڼل کیږي؛ د مثال په توګه، غنم په اوړو یا ډوډۍ بدلیدل یا شیدې په پنیر بدلیدل.[۳]

د استحالې مطهر شونه

د فقهاوو د فتوا له مخې استحاله د مطهراتو له ډولونو څخه ده.[۴] مطهرات هغه څیزونو ته ویل کیږي چې د نجاست د لری کیدو سبب کیږي.[۵]

د استحالې او انقلاب تر مینځ توپیر

اصلي مقاله: انقلاب (په فقهه کې)

انقلاب، په فقهه کې په دې معنې دی چې شراب په سرکې بدل شي.[۶] د انقلاب او استحالې د یو شونې په هکله د فقیهانو تر مینځ د نظر اختلاف دی؛ ځینې فقیهان انقلاب یو ډول استحاله ګڼي او د استحالې په بحث کې يې د انقلاب بحث هم کړی دی،[۷] خو ځینو کسانو انقلاب ځانته بیل عنوان سره راوړی دی.[۸]

د سید ابوالقاسم خویی (۱۲۷۸-۱۳۷۱ش) په وینا، انقلاب د استحالې له ډولونو دی، ځکه چې په انقلاب کې، له عرفي لحاظه، د شرابو ماهیت بدلیږي.[۹]

د استحالې حکمونه

د استحالې ځینې حکمونه، د توضیح المسائل په اساس په لاندې ډول دي:

  • که عین نجس څيز يا هغه څه چې نجس شوي وي په داسې ډول بدل شي چې د پاک شي په شکل شي، نو پاکيږي.
  • هغه ناپاک لرګي چې وسوځول شي او په ايرو بدل شي پاک دی.
  • که سپی د مالګې په ځمکه کې ولویږي او مالګه شي، پاکیږي.
  • که ناپاک غنم په اوړو بدل شي یا ترې ډوډۍ پخه شي نو نه پاکيږي.
  • د خټين لوښي او داسې نور چې له ناپاکو خټو څخه جوړ شوي وي نجس دي.
  • نجس څيز چې معلومه نه وي چې استحاله یې شوې ده او که نه، نجس دى.[۱۰]

فوټ نوټ

  1. مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۳۹۲ش، ص۷۰؛ یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۳۲.
  2. یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۳۲-۱۳۳.
  3. یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۳۲-۱۳۳.
  4. امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۳۲-۱۳۳؛ یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۳۲.
  5. مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۳۹۲ش، ص۵۲۸.
  6. یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۳۳.
  7. مثال په توګه وګورئ: امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۳۷.
  8. مثال په توګه وګورئ: یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۳۳.
  9. وګورئ: خویی، موسوعة الامام خویی، ۱۴۱۸ق، ج۱۴، ص۱۵۹.
  10. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۱۲۰-۱۲۱.

سرچينې

  • امام خمینی، سیدروح‌الله، تحریرالوسیله، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۹۲ش
  • بنی‌هاشمی خمینی، سیدمحمدحسن، توضیح‌المسائل مراجع، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۸۱ش..
  • خویی، سیدابوالقاسم، موسوعة الامام الخویی، قم، مؤسسة احیاء آثار الامام الخویی، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • مشکینی اردبیلی، علی، مصطلحات‌الفقه، قم، دارالحدیث، ۱۳۹۲ش.
  • یزدی، سیدمحمدکاظم، العروة الوثقی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.

بهرنۍ لینک