مطهرات
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
مُطَهِّرات، د پاکوونکو په معنا دا یوه فقهي اصطلاح ده چې د هغه شیانو لپاره کارول کیږي چې د نجاست د پاکوالي لامل کیږي. د مطهرات مختلف ډولونه دي او هر یو یې د فقهې په کتابونو کې د ذکر شوي شرایطو سره سم د نجسو شیانو د پاکوالي لامل کیږي.
ځینې مطهرات دا دي: اوبه، ځمکه، لمر، استحاله (د نجسو شیانو ماهیت بدلیدل)، انقلاب (د شرابو په سرکه بدلیدل)، انتقال، مسلمانیدل، تبعیت، او د عین نجاست له منځه تلل.
د مُطَهِّر فقهي تعریف
مُطَهِّرات هغه څه ته وايي چې د نجاست د له منځه وړلو سبب ګرځي[۱] د مطهرات بېلابېل ډولونه لري او فقهاوو يې شمېر تر شلو پورې ويلي دي.[۲]
د مطهراتو ډولونه
په توضیحالمسائل کتابونو کې، لاندیني څیزونه مُطَهِّرات معرفی شوي دي:
اوبه، مځکه، لمر، استحاله، انقلاب، انتقال، اسلام راوړل، تبعیت، د عین نجاست لری کیدل، د مسلمان غایبیدل، د انګورو د اوبو دوه پر دريمه برخه کمیدل، له ذبح شوي څاروي څخه د عادت مطابق وينه وتل، د نجاست خور ځناور استبرا.[۳]
د مطهراتو حکمونه
په مطهراتو کې هریو خپل حکمونه لري او له شرطونو سره د نجاست د پاکوالي سبب ګرځي. لاندې د پاکوالي ځینې حکمونه دي:
اوبه
اصلي مقاله: اوبه
اوبه هر هغه څه پاکوي چې نجس وي[۴] په دې شرط چې په خپله پاکې وي، مضافې نه وي، له مينځلو وروسته ترې عین نجاست تلی وي. او اوبه مضافې نه شي.[۵] اوبه ځینې ډولونه لکه جاري، کر، قلیل لري چې ځینو حکمونه یې په خپلو کې اختلاف لري.[۶]
ځمکه
که ځمکه پخپله پاکه وي او هم وچه وي، نجس څيزونه لکه د پښو تلوې او د بوټانو تلوې پاکوي. البته، په دې شرط چې د ذکر شوي شیانو نجاست په ځمکه باندې ګرځیدو سره، مږلو سره او داسې نورو سره لیرې شي.[۷]
لمر
لمر، ځمکه او ودانۍ او هغه شیان لکه دروازه او کړکۍ چې په ودانۍ کې کارول کیږي په شپږو شرطونو سره پاکوي.[۸]
استحاله او انقلاب
استحاله په دې معنی چې د نجس څیز ماهیت بدل شي او بل څه ترې جوړ شي؛ لکه کله چې لرګي په ایرې او لوګي بدل شي.[۹] په فقه کې انقلاب په دې معنا دی چې شراب په سرکې بدل شي.[۱۰] ځينو فقهاوو انقلاب يو ډول استحاله ګڼلې ده[۱۱]
د انګورو اوبه له دریو څخه دوه برخې کمیدل
فقهاء د خوټکیدلو انګورو اوبه څښل حرام بولي. ځينې وايي چې دا نجسې هم دي.[۱۲] په هر صورت که د انګورو اوبه په اور باندې شي تر دې چې له دریو څخه یې دوه برخې اوبه کمې شي نو پاکېږي او خوړل يې روا دي. په دې شرط چې نشه په کې نه وي.[۱۳]
انتقال
انتقال په دې معنی دی چې د انسان یا هغه ځناور وینه چې جهنده (که رګ یې پرې کړې نو زور سره وځي) وینه لري، د یو بل ځناور بدن ته ننوځي چې وینه یې نجسه نه ده. تر څو د دې بل ځناور وينه حساب شي. په دې حالت کې، دا وینه پاکه ده؛ لکه هغه وینه چې یو ماشی د انسان له بدن څخه څښلی وي او د هغه د بدن برخه ګرځیدلی وي. نو هغه پاکه ده.[۱۴]
اسلام
کافر، په مسلمانیدو سره پاکیږي.[۱۵]
تبعیّت
تبعیّت د ناپاک څيز د یو بل څیز په واسطه د پاکوالي په معنا دی. د بېلګې په توګه که يو کافر مسلمان شي، زوی يې د پلار په تبعیت کې پاکیږي. همدارنګه که شراب په سرکه بدل شي، نو د هغې لوخې هم ورسره پاکیږي.[۱۶]
د نجاست لری کیدل
اصلي مقاله: د نجس لری کیدل
له یوه څیز څخه د عین نجاست د لیری کولو په معنی دی. د نجاست لیری کیدل، په ځینو مواردو کې پاکونکی دي. د بېلګې په توګه که د یو ځناور بدن نجس شي، کله چې له هغه څخه هغه نجاست لیری شي، نو پاکېږي. د انسان د خولې او پوزې دننه هم داسې دي که عین نجس ترې لیری شي نو کافی دی او د مینځلو اړتیا یې نشته.[۱۷]
د نجاست خور ځناور استبرا
د حلال غوښې ځناور تشې او ډکې متیازې چې د انسان د ډکو متیازو په خوړلو عادت دی نو د دې لپاره چې پاک شي. باید استبرا یې وشي؛ یعنې تر یوې مودې یې نجاست خوړلو ته پریږنه دی چې پاک شي. دا موده په مختلفو ځناورو کې توپیر لري.[۱۸]
د مسلمان غیبیدل
که د يو مسلمان بدن يا کالي او يا د هغه څه چې په اختیار کې یې دي که نجس وي او د څه مودې لپاره هغه کس ونه وينو، که دا اټکل کولی شو چې هغه به دا پاک کړی وي، نو په دې باندې بنسټ هغه څیز پاک ګڼلی شو.[۱۹]
له حلال شوي ځناور څخه د عادت مطابق وینه وتل
که د یو حلال غوښي ځناور له حلالولو وروسته له د هغه له رګونو په دومره اندازه وینه وځي لکه څومره چې له نورو وځي نو کومه وینه چې یې په رګونو کې باقي پاتی ده هغه پاکه ده.[۲۰]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ مشکینی، مصطلحاتالفقه، ۱۳۹۲ش، ص۵۲۸.
- ↑ مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ج۵، ص۲۳۹.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیحالمسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۹۹.
- ↑ امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۳۲.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیحالمسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۹۹.
- ↑ امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۳۲-۱۳۳.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیحالمسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۱۱۴.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیحالمسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۹۹.
- ↑ مشکینی، مصطلحاتالفقه، ۱۳۹۲ش، ص۷۰.
- ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۷۴۲.
- ↑ مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۷۴۲.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیحالمسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۱۲۲.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیحالمسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۱۲۲.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیحالمسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۱۲۵.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیحالمسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۱۲۶.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیحالمسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۱۲۷.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیحالمسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۱۲۹.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیحالمسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۱۳۱.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، توضیحالمسائل مراجع، ۱۳۸۱، ج۱، ص۱۳۲.
- ↑ یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۴۶.
سرچينې
- امام خمینی، سیدروحالله، تحریرالوسیله، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۹۲ش.
- بنیهاشمی خمینی، سیدمحمدحسن، توضیحالمسائل مراجع، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۸۱ش.
- مشکینی اردبیلی، علی، مصطلحاتالفقه، قم، دارالحدیث، ۱۳۹۲ش.
- مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق با مذهب اهلبیت علیهمالسلام، قم، مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهلبیت ۱۳۸۷ش.
- یزدی، سیدمحمدکاظم، العروة الوثقی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.