منځپانگې ته ورتلل

ایټمي وسله

د wikishia لخوا


د جاپان په ناګاساکي کې د اټومي بم د چاودنې له امله د د سماروغ (مرخیړي) په بڼه ورېځ جوړېدل

ایټمي وسله یا اتومي بم د ډله ییزې وژنې له وسلو څخه شمېرل کېږي چې د شیعه فقهې له نظره یې کارول حرام دي. آیت‌الله خامنه‌اي په ۱۳۸۹ل کې د ایټمي وسلې د جوړولو او کارولو د حرمت فتوا صادره کړه. له همدې امله ایران تل اعلان کړی چې ایټمي فعالیتونه یې سوله‌ییز ماهیت لري؛ خو سره له دې، دغه هېواد له نړیوالو بندیزونو او همداراز د خپلو ایټمي پوهانو له ترور سره مخ شوی دی.

په ۱۴۰۴ل کې اسرائیل او امریکا، د دې په پلمه چې ګواکې ایران د ایټمي وسلې د ترلاسه کولو په لټه کې دی، د ایران پر اتومي تأسیساتو بمبار وکړ؛ هغه بریدونه چې د نړیوالې ټولنې له پراخ غبرګون او غندنې سره مخ شول.

پېژندنه او ځایګی

ایټمي وسله یا اتومي بم د ایټمي وېش (فیشن) او څېرلو یا هم د څېرلو او یوځای کېدو (فیوژن) د ګډو غبرګونونو محصول دی.[۱] دا وسله پراخ تخریبي ځواک او د ډله‌ییزې وژنې وړتیا لري.[۲] د نورو هېوادونو د یرغل مخنیوی او د هېوادونو د حیاتي ګټو ساتنه د ایټمي وسلې له ګټو څخه بلل کېږي.[۳] امریکا یوازینی هېواد دی چې په ۱۹۴۵ز کال کې یې ایټمي بم وکاراوه. دغه هېواد د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي ښارونو د دوو اتومي بمونو په غورځولو سره شاوخوا ۱۳۰۰۰۰ کسان ووژل.[۴]

د ایټمي وسلو د نه خپرېدو تړون

د ایټمي وسلو د نه خپرېدو تړون (NPT) له مخې، هغه هېوادونه چې ایټمي وسله نه لري، ژمن دي چې د هغې د ترلاسه کولو هڅه به نه کوي؛ خو هغه هېوادونه چې ایټمي وسله لري، کولای شي وسلې وساتي، البته ژمن دي چې د سوله‌ییزې انرژۍ په پراختیا کې له نورو هېوادونو سره مرسته وکړي. دا تړون په ۱۹۶۸ز کال کې هېوادونو ته وړاندې شو او تر ۱۴۰۳ل پورې ۱۸۶ هېوادونه چې ایران هم پکې شامال و ورسره یوځای شوي وو. وروسته شمالي کوریا ترې ووتله، او پاکستان، کیوبا، هند او اسرائیلي رژیم د غړیتوب غوښتنه ونه کړه.[۵]

د اسلامي هېوادونو له ډلې یوازې پاکستان دی چې د ۱۹۹۸ز کال د مې په ۲۸مه یې د بریالۍ ایټمي ازموینې له ترسره کولو وروسته د اتومي وسلې لرونکو هېوادونو په کتار کې شامل شو.[۶] دغه ورځ په پاکستان کې د «یوم تکبیر» په نوم نومول شوې ده.[۷] امریکا، روسیه، انګلستان، فرانسه، چین، هند، اسرائیلي رژیم او شمالي کوریا هم ایټمي وسلې لري.[۸]

د ایټمي وسلې د کارولو حرمت

ایټمي وسله د ډله‌ییزې وژنې د وسلو له مصادیقو شمېرل شوې ده[۹] او د یوې څېړنې له مخې، ټول شیعه فقیهان د دغسې وسلو ابتدایي کارول حرام بولي.[۱۰] د ایټمي وسلې د جوړولو او کارولو د حرمت فتوا هم د اسرائیلي رژیم د هغو ادعاوو په ځواب کې چې ایران د ایټمي وسلې د جوړولو په هڅه کې دی، د اسلامي جمهوري نظام د رهبر آیت‌الله خامنه‌اي له خوا صادره شوې ده.[۱۱] ځینې نور مراجع لکه مکارم شیرازي، نوري همداني، جعفر سبحاني او جوادي آملي هم همدا نظر لري.[۱۲]

د ایټمي وسلې د حرمت دلایل

د ایټمي وسلې د حرمت لپاره د ډله‌ییزې وژنې د وسلو د حرمت په دلایلو استناد شوی دی. آیت‌الله خامنه‌اي د دې د تولید او کارولو د حرمت دلیل دا بولي چې د اسلام اعتقادي مباني د دغسې وسلو له کارولو سره په ټکر کې دي. د هغه په نظر، د دغسې وسلې کارول د «حرث» (کرنه) او «نسل» نابودي ده چې د بقرې سورت په ۲۰۵ آیت کې ورته اشاره شوې ده.[۱۳] ابوالقاسم علیدوست د بندګانو اصلاح، که له خدای سره په اړیکه کې وي او که له یو بل سره، د شریعت له مقاصدو ګڼي، او وايي چې اصلاح د فساد او د ډله‌ییزې وژنې د وسلو په کارولو نه شي تأمینېدلی.[۱۴]

د دغو وسلو د حرمت لپاره د قرآن په آیتونو لکه د بقرې سورت په ۲۰۵ آیت او ۱۹۰مه آیتاو د مائده سورې په ۸ او ۳۲ آیتونو[۱۵]، فقهي قواعدو لکه د وزر قاعدې، د اثم قاعدې، د فساد د خپرولو د حرمت قاعدې[۱۶] او روایاتو[۱۷] ـ لکه هغه روایتونه چې د دښمن په اوبو کې د زهرو اچول حرام ګڼي ـ باندې استناد شوی دی.

د ضرورت په حالت کې د ډله‌ییزې وژنې د وسلو حکم

ځینې شیعه فقیهان، لکه محقق حلي (وفات: ۶۷۶ق)، شیخ طوسي (وفات: ۴۶۰ق) او شهید ثاني (وفات: ۹۵۵ یا ۹۶۵ق)، باور لري چې د ضرورت په حالت کې، یا کله چې د مسلمانانو بریا پرې متوقفه وي، د ډله‌ییزې وژنې د وسلو کارول جایز دي؛[۱۸] خو آقا ضیاء عراقي (وفات: ۱۳۶۱ق) د زهرو کارول ـ چې د هغه وخت د ډله‌ییزې وژنې وسله بلل کېده ـ حتی که بریا پرې متوقفه هم وي، منع بولي.[۱۹]

د ایران ایټمي دوسیه

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان په ۱۳۵۳ل کې تأسیس شو او له انقلاب مخکې یې د ایټمي بټیو د جوړولو او کارولو په اړه فعالیتونه درلودل. له انقلاب وروسته هم د ایران اسلامي جمهوریت د بېلابېلو دلایلو له مخې ـ لکه د پراختیايي پروګرامونو لپاره د انرژۍ اړتیا، د پرمختللو ټکنالوژیو ترلاسه کول، تنوع رامنځته کول، د انرژۍ خوندیتوب، د پاکې انرژۍ تولید، چاپېریالي ملاحظات او تخنیکي او اقتصادي ګټې ـ د ایټمي بټیو د پراختیا په برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.[۲۰]

«هغوی چې ګومان کوي که موږ د ایټمي انرژۍ په مسئله کې شاتګ وکړو، د امریکا دښمني به پای ته ورسېږي، له دې حقیقته ناخبره دي. د دوی ستونزه د ایټمي مسئلې نه ده. داسې هېوادونه شته چې ایټمي وسلې لري، زموږ په سیمه کې هم شته، خو هغوی ته یې هېڅ پروا نه لري! موضوع نه ایټمي وسله ده او نه ایټمي صنعت؛ موضوع د بشر حقونه هم نه دي؛ موضوع اسلامي جمهوریت دی چې د زمري په څېر د دوی پر وړاندې ولاړ دی. که اسلامي جمهوریت هم د سیمې د ځینو رژیمونو په څېر چمتو وای چې له خپل ملت سره خیانت وکړي او د دوی پر وړاندې تسلیم شي، نو دوی به ورسره کار نه درلود. د دوی مسئله استکباري زیاته‌غوښتنه ده؛ همدا د ایران له ملت سره د دوی دښمني ده.»[۲۱]

ایران له انقلاب وروسته، په ۱۳۷۴ل کې یو ځل بیا د NPT تړون غړیتوب او له هغه سره همکاري ومنله. خو له دې سره سره، نه د ایټمي ټکنالوژۍ لرونکو هېوادونو او نه هم د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ایران د ایټمي صنعت د پرمختګ لپاره کوم اقدام وکړ.[۲۲] د ایران له اعلان سره سم، دغه هېواد د ۱۳۸۱ل د مني په موسم کې ایټمي ټکنالوژۍ ته ورسېد. له هغې وروسته، د اروپا او لویدیځ د تبلیغاتي جګړې له امله، د ایران ایټمي دوسیه د اټومي انرژۍ ادارې د حکامو شورا ته ولېږدول شوه او د ایران پر ضد د پرېکړه‌لیکونو د صادرېدو لامل شوه.[۲۳] په راتلونکو کلونو کې، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ادعايي راپورونو له خپرېدو وروسته، چې ګواکې د ایران ځینې فعالیتونه منحرف دي، پر ایران یو لړ نړیوال محدودیتونه ولګول شول.[۲۴]

بندیزونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، اروپایي ټولنې او امریکا د ایران د سوله‌ییزو ایټمي فعالیتونو د انحراف د ادعا په غبرګون کې، اقتصادي او ایټمي بندیزونه ولګول. دغو بندیزونو د ایټمي ټکنالوژۍ ترڅنګ، سوداګري او بېلابېل اقتصادي سکتورونه هم په نښه کړل او ځینې حقیقي او حقوقي اشخاص یې هم رانغاړل.[۲۴] د بېلګې په توګه، د ایراني شرکتونو د شتمنیو کنګلول، د ۱۳۸۶ل راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا پر ایران د درنو وسلو د صادراتو او وارداتو بندیز، او د ۱۳۹۱ل راهیسې د اروپا له لوري له ایران څخه د نفتو(تېلو) پر وارداتو بندیز د دغو محدودیتونو له نمونو څخه دي.[۲۵]

د ایراني ایټمي پوهانو ترور

د اسرائیلو استخباراتي سازمان (موساد) د دې ادعا په پلمه چې ګواکې د ایران د ایټمي وسلې ترلاسه کېدو مخه نیسي، له ۱۳۸۸ل څخه تر ۱۳۹۹ل پورې د ایران پنځه ایټمي پوهان ترور کړل.[۲۶] همداراز اسرائیل په ۱۴۰۴ل کې له ایران سره د جګړې پر مهال، د ایټمي صنعت ۱۳ تنه پوهان او فعالان لکه فریدون عباسي، محمدمهدي طهرانچي، امیرحسین فقهي او منصور عسګري هم ترور کړل.[۲۷]

د «فقه هسته‌ای» د کتاب انځور

له ایران سره د اسرائیلو د جګړې د پیل پلمه

اسرائیلي رژیم په ۱۴۰۴ل کې د دې ادعا په پلمه چې ایران د ایټمي وسلې ترلاسه کولو ته نږدې شوی[۲۸] او د ایران د ایټمي پروګرام د بشپړ له منځه وړلو په موخه،[۲۹] د ایران پر ځینو ایټمي تأسیساتو برید وکړ او د دغه هېواد یو شمېر ایټمي پوهان یې ترور کړل.[۳۰] دغو بریدونو د ایران غبرګون راوپاراوه او د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړه پیل شوه.[۳۱] امریکا هم د اسرائیل په ملاتړ د ایران ایټمي تأسیسات بمبار کړل.[۳۲] د هغه وخت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه چې د ایران د یورانیمو د غني کولو اصلي تأسیسات په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.[۳۳] د ایران وسله‌والو ځواکونو د دې اقدام په ځواب کې، د «بشارت فتح» عملیاتو په ترڅ کې د قطر د العدید امریکایي هوايي اډه په توغندیو وویشته.[۳۴] همداراز د ۱۴۰۵ل د کب په ۹مه، امریکا او اسرائیل بیا هم په همدې پلمه پر ایران برید وکړ چې وروسته د رمضان جګړې په نوم مشهوره شوه.

فوټ نوټ

  1. «آشنایی با تاریخچه علمی تولید سلاح‌های هسته‌ای»، همشهری آنلاین ویب پاڼه.
  2. احسانی‌فر و علیدوست، «ممنوعیت فقهی استفاده از سلاح هسته‌ای در شرایط اضطرار جنگی»، مخ۱۲۰.
  3. ایزدی، «بازدارندگی در حوزه سلاح‌های اتمی»، مخونه۶۴ ـ ۶۵.
  4. «ماجرای بمباران هیروشیما و ناکازاکی؛ آمریکا چگونه هزاران نفر را با بمب اتمی از بین برد؟»، میزان خبري آژانس.
  5. «NPT چیست و خروج از آن چه عواقبی دارد؟»، فرارو ویب سایټ.
  6. «تنها کشور مسلمان صاحب بمب هسته‌ای»، پایداری ملی ویب پاڼه.
  7. «تنها کشور مسلمان صاحب بمب هسته‌ای»، پایداری ملی ویب پاڼه.
  8. «تنها کشور مسلمان صاحب بمب هسته‌ای»، پایداری ملی ویب پاڼه.
  9. «تولید و استفاده از سلاح‌های کشتار جمعی از دیدگاه فقه اسلامی»، د ائمه اطهار فقهي مرکز وېبپاڼه.
  10. رستمی و دیگران، «جرم بودن اقدام علیه بشریت به‌وسیله سلاح‌های هسته‌ای از نگاه فقه»، مخ۱۱۰.
  11. «ثبت پیام رهبر انقلاب به‌عنوان سند در سازمان ملل»، د آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو دفتر.
  12. «تحریم سلاح کشتار جمعی در تاریخ تشیع»، ایسنا خبري آژانس.
  13. «بیانات در دیدار دست‌اندرکاران ساخت ناوشکن جماران»، د آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو دفتر.
  14. جمعی از نویسندگان، فقه هسته‌ای، ۱۳۹۷ش، مخ۱۱۳.
  15. جمعی از نویسندگان، فقه هسته‌ای، ۱۳۹۷ش، مخونه۱۸۲-۱۸۴.
  16. «دلائل فقهی تحریم سلاح‌های اتمی»، د آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو دفتر.
  17. جمعی از نویسندگان، فقه هسته‌ای، ۱۳۹۷ش، مخ۸۷ و ۱۱۲.
  18. محقق حلّی، شرائع‌الاسلام، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۲۸۳؛ طوسی، المبسوط، ټوک۲، مخ۱۱؛ شهید ثانی، مسالک‌الافهام، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخ۲۵.
  19. آقاضیاء عراقی، شرح تبصرة المتعلمین، ۱۴۱۴ق، ټوک۴، مخ۴۰۴.
  20. «معرفی کوتاهی از سازمان انرژی اتمی ایران»، د ایران د ایټومي انرژۍ سازمان.
  21. «بیانات در حرم رضوی در آغاز سال ۹۱»، د آیت‌الله خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو دفتر.
  22. اشکوری و روزبهانی، ایران و انرژی هسته‌ای، ۱۳۸۴ش، مخ۱۲۴.
  23. اشکوری و روزبهانی، ایران و انرژی هسته‌ای، ۱۳۸۴ش، مخ۱۲۵.
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ «تحریم‌های هسته‌ای از آغاز تا پایان»، جمهوری اسلامی خبري آژانس.
  25. «تحریم‌های هسته‌ای از آغاز تا پایان»، جمهوری اسلامی خبري آژانس.
  26. «ویژه‌نامه شهدای دانشمند هسته‌ای ایران»، حوزه وېبپاڼه.
  27. «شهدای هسته‌ای ایران در جنگ ۱۲ روزه»، میزان خبري آژانس.
  28. «دلیل واقعی حمله اسرائیل به ایران/نتانیاهو سال‌ها برای حمله برنامه‌ریزی کرده بود»، د جمهوری اسلامی خبري آژآنس.
  29. «اکسیوس: اسرائيل از آمریکا درخواست کرد به حملات علیه ایران بپیوندد»، یورونیوز.
  30. «جزییات ۵ موج عملیات موشکی ایران علیه اسراییل از شب گذشته تاکنون + تصاویر»، نورنیوز.
  31. «وعده صادق ۳؛ اصابت موشک‌های ایرانی به تل‌آویو و حیفا»، تسنیم خبري آژانس.
  32. «حمله آمریکا به تاسیسات هسته‌ای ایران؛ ترامپ: یا صلح می‌شود یا شدید‌ترعمل می‌کنیم»، یورونیوز.
  33. «حمله آمریکا به تاسیسات هسته‌ای ایران؛ ترامپ: یا صلح می‌شود یا شدید‌ترعمل می‌کنیم»، یورونیوز.
  34. «عملیات بشارت فتح/ پاسخ مقتدرانه سپاه به تجاوز آمریکا به خاک ایران/ حمله به پایگاه‌ العدید قطر، بزرگترین دارایی راهبردی ارتش تروریستی آمریکا در منطقه»، جهان‌نیوز.

سرچينې