منځپانگې ته ورتلل

د ایټمي وسلو د جوړولو او کارولو د حرمت فتوا

د wikishia لخوا

د ایټمي وسلو د جوړولو او کارولو د حرمت په اړه فتوا د ایت الله خامنه اي فقهي نظر دی، چې د اسراییلو د دې ادعا په غبرګون کې بیان شوه چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو پریکړه کړې ده. ایت الله خامنه ای د ډله ایزې وژنې وسلې د انسانیت لپاره یو ګواښ او حرام ګڼي.

ځینو څیړونکو د دې حکم د حرمت د څرګندولو لپاره پر غیر نظامي وګړو باندې د برید د منعې په اړه د قرآن کریم آیتونه او روایات نقل کړي دي. د ابوالقاسم علی دوست په وینا، د شیعه فقهاوو لخوا د پراخو وژلو د وسلو د کارولو د حرمت تاریخ لږ تر لږه لس پیړۍ وړاندې دی.

دې فتوا د سیاسي شننو په مرکزونو او نړیوالو فکري مرکزونو کې انعکاس ودرلود او په ملګرو ملتونو کې د رسمي سند په توګه ثبت شوه. د لیکوالانو د یوې ډلې لخوا «فقه هسته­ای؛ ایټمي فقه» کتاب او د جابر سیوانيزاد لخوا د «فتوای هسته‌ای از منظر حقوق بین‌الملل؛ د نړیوال قانون له لید څخه ایټمي فتوا» کتاب کې د اټومي وسلو د جوړولو او کارولو د حرمت دلیلونه او اړخونه څیړلي دي.

اهمیت

د ایټمي وسلو د پراختیا او استعمال د حرمت په هکله فتوا د اسرائیلو د پلوي رسنیو د ادعا په ځواب کې، چې ویلي وو چې ایران ایټمي وسله جوړوي، د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر ایت الله خامنه ­ای له خوا صادره شوې ده[۱] دا فتوا په رسمي ډول په ۱۳۸۹ کال کې په ایران کې په لومړي ځل «بې وسلې کولو او د ایټمي وسلو د نه خپراوي په نړیوال کنفرانس» کې ولوستل شوه.[۲]

د ایران د ایټمی انرجۍ د ادارې د هغه وخت مشر علی اکبر صالحي، د هغو پوښتنو په ځواب کې چې د اټومي انرژۍ د جوړولو په لور د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام حرکت، وویل: د ایران صلاح په دې کې ګڼلی چې خپل شان وساتي او د ایټمي وسلو د جوړولو او کارولو د حرمت د دغه فتوا پیروي وکړي.[۳] د امریکې د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر هیلاري کلینټن، هم ۱۳۹۱ کال په وري میاشت کې، امریکې سره د مذاکرې سریزې د برابرولو په غرض، د رهبر دغه فقهي نظر ته اشاره وکړه.[۴] د امریکې د هغه وخت ولس مشر بارک اوباما، د ۱۳۹۲ کال د تلي په میاشت کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د دغه فتوا په دلیل سره، د نړیوالو رسنیو د پام وړ وګرځید.[۵]

انعکاس

د ایت الله خامنه اي فتوا په ټوله نړۍ کې تود هرکلی سره مخ شوه.[۶] او په سیاسي تحلیلي مرکزونو او نړیوالو فکري پوهنځیو کې یې پراخ انعکاس درلود.[۷] د خبري اژانسونو د راپور له مخې، د ایټمي بې وسلې کولو نړیوال کنفرانس ته د آیت الله خامنه ای پیغام چې د ایټمي وسلو د جوړولو او کارولو د حرمت فتوا یې درلودله، په ملګرو ملتونو کې د رسمي سند په توګه ثبت شو.[۸] په امریکا کې د نړیوال امنیت انسټیټیوټ مشر جاناتان ګرانف، په یوه مرکه کې د ایران له رهبر څخه وغوښتل چې د نړۍ مذهبي مشرانو ته په یوه لیک کې، په هر ډول شرایطو کې د ایټمي وسلو کارولو بندیز اعلان کړي ترڅو هغوي هم ورسره یوځای شي.[۹]

په ۱۳۹۲ کال کې د شپږو امریکایی کشیشانو او کارپوهانو یوې ډلې په قم کې له شیعه عالمانو سره د دې لپاره ملاقات او خبرې وکړې چې د دغه فقهی نظر اعتبار وارزوي. هغوي په شیعه فقه کې د ایټمي وسلو ممنوعیت او د خپل سفر پایلې د امریکې حکومت ته راپور کړې څو له ایران سره د لویدیځ په ایټمي خبرو اترو کې په پام کې وساتل شي.[۱۰] په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د بي بي سي فارسۍ ټلویزیون د یو مستند په خپرولو سره «یوه ایټمي فتوا» په یو پروګرام کې دا حتمال ورکړی چې د آیت الله خامنه ­اي دا فتوا موقتي وي او کیدی شي بدله شي؛[۱۱] خو د فقهې څیړونکو دا احتمال او د دې فتوا په صادرولو کې د وخت او ځای د دخالت رد کړ.[۱۲]

تاریخي ملاتړ

ایټمي وسلې د ډله ییزې وژنې له وسلو څخه ګڼل کېږي.[۱۳] د ابوالقاسم علي دوست په وینا په 1393 کال کې، شیعه فقهاوو لږ تر لږه لس پېړۍ مخکې د هغو وسلو او وسیلو د کارولو د حرمت په اړه فتوا صادره کړې ده چې د انسان د پراخې وژنې لامل کېږي، ژوندی موجودات له منځه وړي او د چاپیریال د خرابیدو سبب کیږي.[۱۴] ایت الله خامنه اي له ۱۳۸۸ د سلواغې له ۳۰ نیټې څو څو ځله د اټومي وسلو د کارولو او جوړولو د حرمت خبره کړې او فتوا او خپل نظر یې بیان کړې دی.[۱۵]

د فتوا متن او نورو د تقلید مراجعو سره د نظر اتفاق

د بې وسلې کولو او د ایټمي وسلو د نه خپریدو د نړیوال کنفرانس لوګو

د ایران د اسلامی جمهوریت د رهبر سید علی خامنه ­اي د فتوا متن، د علی اکبر ولایتي له خوا د ۱۳۸۹ کال د وري په ۲۸ نیټه د «ایټمی بې وسلې کولو او نه خپریدو لومړۍ نړیوال کنفرانس» ته په خپل رسمی پیغام کښې ولوستل شو.[۱۶] په دې پیغام کې راغلي:

«زموږ په باور د ایټمي وسلو سربیره، د ډله ایزې وژنې نورې وسلې لکه کیمیاوي وسلې او بیولوژیکي وسلې هم د انسانیت په وړاندې یو جدي ګواښ ګڼل کیږي... موږ د دې وسلو کارول حرام... ګڼو».[۱۷]

ویل شوي دي چې د ۱۳۹۰ لمیریز کا د لومړۍ لسیزې په نیمايۍ کې د ځينې مراجع تقلید نظرونه او فتواګانو لکه مکارم شیرازي، نوري همداني، جعفر سبحاني او جوادي آملي هم د ایت الله خامنه­ اي د فقهي نظر تایید او ټینګار وکړ.[۱۸] ابوالقاسم علی دوست، د ایټمي فقهې د ملي کنفرانس منشي، او د مجلس خبرګان رهبري د مجلس استازي احمد مبلغي هم دا نظریه د خپلو دلیلونو پر اساس یو الهی او ابدي حکم ګڼلی دی چې د بدلیدو او معامله کیدو وړ نه دي.[۱۹]

دلیلونه

د ایټمي وسلو د جوړولو او کارولو د حرمت لپاره مختلف فقهي دلایل بیان شوي دي. ایت الله خامنه ای د اټمي وسلو د تولید او استعمال د حرمت دلیل د ډله ایزې وژنو د وسلو کارول د اسلام د اساساتو خلاف ګڼي. د هغه په ​​اند د داسې وسلې کارول هماغه د کښت او نسل له منځه وړل دي، چې د بقرې سوره په ۲۰۵ آیت کې راغلي دي.[۲۰] په دې اړه ابوالقاسم علی دوست، خدای سره په اړیکه کې او یو بل سره په تړون کې د بندګانو د حالت اصلاح، د شریعت له اهدافو څخه ګڼلی او وضاحت یې کړی دی اصلاح هیڅ کله د فساد او د ډله ایزو وژونکو وسلو په کارولو سره سمون نه لري.[۲۱]

د قران آیتونه

شیعه فقیه احمد مبلغي، د دې نظر فقهي دلیلونه ډېر ګڼلي او د قرآن دریو قاعدو ته یې اشاره کړې ده؛[۲۲]

  • د وزر قاعده؛ د وِزر در قاعدې پر اساس نباید بې ګناه کسان د مجرمانو په سزا کې شریک شي. د ایټمي وسلو کارول د بې ګناه خلکو د ډله ایزې وژنې او مجازاتو لامل کیږي او حتی راتلونکي نسلونو ته هم زیان رسوي.
  • د فساد لپاره د هڅه کولو د حرمت قاعده؛ د فساد لپاره د هڅه کولو د حرمت د قاعدې پر اساس هر هغه کار چې په ځمکه کې د فساد او د حَرث (کښت او دام) او نسل د نابودۍ سبب کیږي، حرام دی.
  • د اثم قاعده؛ قاعده اثم[یادونه ۳] هر هغه کار چې بدي او فساد یې له ګټې زیات وي، حرام دی. د مبلغي په وینا، په دې کې شک نشته چې د ایټمي وسلو فساد د هغې له احتمالي ګټو څخه زیات دی.

ناصر قربان ­نیا د بقرې ۱۹۰ او ۲۰۵ آیتونه او د مائده ۸ او ۳۲ آیتونه د ایټمي وسلو د استعمال مطلق ممانعت ګڼي.[۲۳]

روایتونه

د فقه هسته‌ای کتاب انځور

د ایټمي وسلو د منع کولو په فقهي څیړنه کې چې دا د ډله ایزو وژلو د وسلو یوه بیلګه ده، ځینې روایتونو سره استدلال شوی:

  • ابوالقاسم علی دوست او محمد جواد فاضل لنکراني په هغه حدیثونو سره دلیل راوړی دی چې د دښمن په اوبو کې له زهرو اچولو منعه کوي.[۲۴]
  • ځینې څیړونکیو هغه حدیثونو سره دلیل راوړی دی چې په کې غیر فوځي کسانو (ماشومانو، ښځو، بوډاګانو، لیونو او ځناورو) ته له زیان رسولو منعه شوې ده.[۲۵]

کتاب پيژندنه

د ایټمي وسلې د جوړولو او استعمالولو د حرمت د فتوا په هکله ځینې کتابونه لیکلي شوي دي:

  • «فتوای هسته‌ای از منظر حقوق بین‌الملل» (د ایټمي وسلې فتوا د نړیوالو حقونو له نظره) کتاب چې جابر سیواني زاد لیکلی او د امریکې د خپرندویې «سوپریم سنچري» له خوا خپور شوی دی. ویل شوي دي دا کتاب د نړیوالو حقونو له نظره د آیت الله خامنه­ اي د فتوا د مقام بیانوي.[۲۶]
  • «فقه هسته­ ای» ایټمي فقه کتاب چې ابوالقاسم علیدوست په هڅه لیکلی شوی چې د ایټمي وسلې د جوړولو او کارولو او ډله اییز قتل د حرمت په هکله لس مقالې لري. دا کتاب په ۱۳۹۲ کال کې خپور شو. د دې کتاب مینځپانګه هغه مقالې دي چې د ایټمي فقه په سمینار کې په 1392 کال کې په قم او تهران کې ولیکلی شوې.[۲۷]
  • مایکل آیزِنِشتات او مهدی خلجي د «فتوای هسته‌ای؛ سیاست و مذهب در استراتژی منع تکثیر ایران» کتاب په لیکلو او د په نږدې ختیځ کې واشنګټن موسسې له خوا د هغې په خپرولو سره، دا فتوا څیړلې ده.[۲۸]

فوټ نوټ

  1. ↑ «ثبت پیام رهبر انقلاب به‌عنوان سند در سازمان ملل»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  2. ↑ «آشنایی با کنفرانس بین‌المللی خلع سلاح و عدم اشاعه سلاح‌های هسته‌ای»، سایت همشهری آنلاین.
  3. ↑ «صالحی:‌ تنها رهبر انقلاب می‌توانند درباره ساخت سلاح هسته‌ای نظر صائب بدهند»، خبرگزاری فارس.
  4. ↑ «فتوایی که بعد از ۱۰سال به سازمان ملل رسید»، خبرگزاری مهر.
  5. ↑ «فتوایی که بعد از ۱۰سال به سازمان ملل رسید»، خبرگزاری مهر.
  6. ↑ «بازنگاهی بر صدور فتوای حرمت سلاح‌های هسته‌ای از سوی رهبر معظم انقلاب»، سایت بصیرت.
  7. ↑ محمدپور، «فتوا به مثابه یک منبع حقوق بین الملل»، ص۱۳۴.
  8. ↑ «پیام رهبر انقلاب به کنفرانس تهران به عنوان سند رسمی سازمان ملل ثبت شد»، روزنامه کیهان.
  9. ↑ «رهبران مذهبی جهان به آیت‌الله خامنه‌ای بپیوندند»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  10. ↑ «به قم رفتیم تا فتوای هسته‌ای آیت الله خامنه‌ای را بررسی کنیم/ گزارش سفرمان را به کاخ سفید ارسال کردیم/ مسلماً دولت آمریکا این گزارش را مدنظر قرار می‌دهد»، سایت مشرق.
  11. ↑ «یک فتوای هسته‌ای - بین سطور»، سایت BBC News فارسی.
  12. ↑ «آیا حرمت سلاح هسته‌ای قابل تغییر است؟»، خبرگزاری فارس.
  13. ↑ «تولید و استفاده از سلاح‌های کشتار جمعی از دیدگاه فقه اسلامی»، سایت مرکز فقهی ائمه اطهار.
  14. ↑ «بررسی تحریم سلاح کشتار جمعی در تاریخ تشیع»، پایگاه اطلاع‌رسانی آیت الله علیدوست.
  15. ↑ برای نمونه نگاه کنید به؛ «بیانات در دیدار دست‌اندرکاران ساخت ناوشکن جماران»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت الله خامنه‌ای؛ «بیانات رهبر معظم انقلاب اسلامی در دیدار مسؤولان و کارگزاران نظام»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت الله خامنه‌ای؛ «فتوایی که بعد از ۱۰سال به سازمان ملل رسید»، خبرگزاری مهر.
  16. ↑ «پیام به نخستین کنفرانس بین‌المللی خلع سلاح هسته‌ای و عدم اشاعه»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  17. ↑ «پیام به نخستین کنفرانس بین‌المللی خلع سلاح هسته‌ای و عدم اشاعه»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  18. ↑ «تحریم سلاح کشتار جمعی در تاریخ تشیع»، خبرگزاری ایسنا.
  19. ↑ «لوازم چهارگانه فتوای رهبر انقلاب درباره حرمت داشتن سلاح هسته‌ای»، سایت تسنیم؛ «آیا حرمت سلاح هسته‌ای قابل تغییر است؟»، خبرگزاری فارس.
  20. ↑ «بیانات در دیدار دست‌اندرکاران ساخت ناوشکن جماران»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  21. ↑ جمعی از نویسندگان، فقه هسته‌ای، ۱۳۹۷ش، ص۱۱۳.
  22. ↑ «دلائل فقهی تحریم سلاح‌های اتمی»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  23. ↑ جمعی از نویسندگان، فقه هسته‌ای، ۱۳۹۷ش، ص۱۸۲-۱۸۴.
  24. ↑ جمعی از نویسندگان، فقه هسته‌ای، ۱۳۹۷ش، ص۸۷ و ۱۱۲.
  25. ↑ جمعی از نویسندگان، فقه هسته‌ای، ۱۳۹۷ش، ص۸۵-۸۷ و ۱۸۵ و ۲۳۱ و ۳۴۳.
  26. ↑ «کتاب فتوای هسته‌ای رهبر انقلاب از منظر حقوق بین‌الملل در آمریکا منتشر شد»، خبرگزاری فارس.
  27. ↑ «عرضه کتاب فقه هسته‌ای در نمایشگاه کتاب سی‌و‌دوم»، سایت پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی.
  28. ↑ محمدپور، «فتوا به مثابه یک منبع حقوق بین الملل»، ص۱۳۴-۱۳۳.

سرچينې

بهرنۍ لینک