منځپانگې ته ورتلل

د ډله ییزې وژنې وسله

د wikishia لخوا


د ډله ییزې وژنې وسله هغه وسله ده چې که وکارول شي نو د عامو وګړو د وژنې او د چاپیریال د نه جبرانیدونکي ویجاړۍ لامل کیږي. د شیعه فقهاوو په اند، د دې وسلو لومړنی استعمال، یعنې مخکې له دې چې دښمن یې وکاروي، حرام دی؛ خو که په په بیړني حالتو کې، عین کله چې په دښمن باندې بری د همدې په کارولو پورې تړلی وي نو په دې وخت کې په کارولو کې مختلف نظرونه دي، ځینو ویلي دي چې کارول یې جایز دي، او نورو د دې کار په حرام شونې باندې فتوا ورکړې ده.

دې ته په پام چې د ډله ییزې وژنې وسلې نوي ډولونه، لکه اټومي او کیمیاوي وسلې، تولید شوي، نو ځینو فقهاوو د هغوي په اړه ځانګړې فتواګانې صادرې کړې دي. له هغو ځنې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر سید علي خامنه اي او د شیعو ځینې د تقلید مراجع، د اټومي وسلو د تولید او کارولو په حرمت باندې فتوا ورکړی او دا وسلې یې د انسانیت لپاره ګواښ ګڼلي دي او د دې وسلو تولید او ساتنه یې حرام اعلان کړې ده.

تعریف او اهمیت

د ډله ییزې وژنې وسلې هغه وسلې دي چې کله د پوځي موخو لپاره کارول کیږي، نو د عامو وګړو د مړینې او د چاپیریال د نه جبرانېدونکي زیان لامل کیږي.[۱]

د هغو وسلو مسله چې د کارولو په وخت کې یې عام وګړي، ماشومان، ښځې، بوډاګان او مسلمان بندیان وژلی شي، د اسلام په لومړیو وختونو کې د پیغمبر(ص) په وخت کې هم وه او شیعه روایتونو ورته پام کړی دی.[۲] د قم په علمي مدرسه کې د فقهې او اصولو د خارج د درس استاد، ابوالقاسم علیدوست راپور کړی چې شیعه فقهاو لږترلږه لس پیړۍ راهیسې په دې مسله بحث کړی دی.[۳]

په ۱۴مه او ۱۵مه لمریزې پیړۍ کې، د ډله ییزې وژنې وسلو نوې ډولونه، لکه اټومي او کیمیاوي وسلې، راڅرګندې شوې.[۴] او داسې پایلې یې درلودې چې په تیرو وختونو کې نه وې؛ له همدې امله، دا مسله یوه نوې فقهي مسله ګڼل شوې ده.[۵]

د ډله ییزې وژنې وسلو په اړه شرعي حکم

شیعه فقهاوو د ډله ییزې وژنې وسلو مسله له څو اړخونو څېړلې ده: لومړنی استعمال (مخکې له دې چې دښمن یې وکاروي)، تولید او ساتنه، او د اړتیا په وخت کې د هغوي کارول:

د یوې څېړنې له مخې، ټول شیعه فقها د ډله ییزې وژنې وسلو لومړنی استعمال حرام ګڼي.[۶] ابو القاسم علیدوست ویلي دي چې لږ تر لږه له لسو پیړیو راهیسې، شیعه فقهاوو د هغو وسلو او وسایلو د کارولو د حرمت فتوا ورکړې ده چې د انسانانو د پراخې وژنې، د ژوندیو موجوداتو له منځه وړلو او د چاپیریال د ویجاړولو لامل کیږي.[۷]

د ډله ییزې وژنې وسلو د نوي ډولونو راڅرګندېدو ته په پام، د دې د ساتلو او تولید په هکله،[۸] د فقهاوو یوې ډلې فتوا صادره کړې ده؛ له هغو ځنې، ایت الله خامنه اي د اټومي وسلو د تولید او کارولو په حرمت باندې فتوا ورکړی او دا وسلې یې د انسانیت لپاره ګواښ ګڼلي دي.[۹] ځینو تقلید مراجع لکه مکارم شیرازي، نوري همداني، جعفر سبحاني، او جوادي آملي، د دې فقهي نظر تایید او ورباندې یې ټینګار کړی دی.[۱۰] مکارم شیرازي د دې وسلو تولید او ساتل د انساني طبیعت سره په ټکر کې ګڼلي دي.[۱۱]

کله د مسلمانانو بریا د ډله ییزې وژنې وسلو په کارولو پورې تړلی وي نو د شیعه فقهاوو نظرونه مختلف دي: ځینې شیعه فقها، لکه محقق حلي (۶۰۲-۶۷۶ هجري)، شیخ طوسي (۳۸۵-۴۶۰ هجري)، او شهید ثاني (۹۱۱-۹۵۵ یا ۹۶۵ هجري)، په دې باور دي چې په داسې قضیو کې د دې وسلو کارول جایز دي؛[۱۲] برعکس، آقا ضیا‌ء عراقي (۱۳۶۱-۱۲۷۸هجري) د زهر کارول، چې په هغه وخت کې د ډله ییزې وژنې وسله ګڼل کیده، منعه ګڼلي دي، حتی که بریا پر هغې پورې تړلي وي هم.[۱۳]

فوټ نوټ

  1. رستمی نجف‌آبادی، فرهادیان، «جرم بودن اقدام علیه بشریت به‌وسیله سلاح‌های هسته‌ای از نگاه فقه با رویکرد فتوای مقام معظم رهبری»، ص۱۰۳؛ عبدی و دیگران، «بررسی تحلیلی مفهوم سلاح‌های کشتار جمعی و تطبیق آن بر دیدگاه اسلامی با تأکید بر آرای مقام معظم رهبری»، ص۷۲۰.
  2. طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۱۸ق، ج ۸، ص۷۰.
  3. «بررسی تحریم سلاح کشتار جمعی در تاریخ تشیع»، پایگاه اطلاع‌رسانی آیت الله علیدوست.
  4. عبدی و دیگران، «بررسی تحلیلی مفهوم سلاح‌های کشتار جمعی و تطبیق آن بر دیدگاه اسلامی با تأکید بر آرای مقام معظم رهبری»،ص۷۱۷؛ ربانی و دیگران، بررسی ادله جواز یا حرمت تولید و انباشت سلاح‌های کشتار جمعی، ص۹۰.
  5. باقرزاده مشکی‌باف، «عناصر تعیین کننده در حل مسائل مستحدثه»، ص۵۰.
  6. رستمی و دیگران، «جرم بودن اقدام علیه بشریت به‌وسیله سلاح‌های هسته‌ای از نگاه فقه»، ص۱۱۰.
  7. «بررسی تحریم سلاح کشتار جمعی در تاریخ تشیع»، پایگاه اطلاع‌رسانی آیت الله علیدوست.
  8. عبدی و دیگران، «بررسی تحلیلی مفهوم سلاح‌های کشتار جمعی و تطبیق آن بر دیدگاه اسلامی با تأکید بر آرای مقام معظم رهبری»،ص۷۱۷؛ ربانی و دیگران، بررسی ادله جواز یا حرمت تولید و انباشت سلاح‌های کشتار جمعی، ص۹۰.
  9. «پیام به نخستین کنفرانس بین‌المللی خلع سلاح هسته‌ای و عدم اشاعه»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  10. «تحریم سلاح کشتار جمعی در تاریخ تشیع»، خبرگزاری ایسنا.
  11. مکارم شیرازی، «مبانی تحریم سلاح‌های کشتار جمعی از منظر معظم له»، بلیغ نیوز.
  12. محقق حلّی، شرائع‌الاسلام، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۲۸۳؛ طوسی، المبسوط، ج۲، ص۱۱؛ شهید ثانی، مسالک‌الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۲۵.
  13. آقاضیاء عراقی، شرح تبصرة المتعلمین، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۴۰۴.

سرچينې