بني قینقاع

د wikishia لخوا
(له بنی قینقاع نه مخ گرځېدلی)
دا لیکنه د بني قینقاع په اړه ده. د دې نوم د غزوې په اړه د زده کړې لپاره، د بني قینقاع غزوه وګورئ.
په مدینه منوره کې د بني قینقاع قبيلې موقعیت

بني قینقاع د مدینې د یهودانو لومړنۍ قبیله وه چې له پیغمبر(ص) سره یې خپل تړون مات کړ[۱] پیغمبر(ص) په هغوی باندې له حجت تمامولو وروسته[۲] د هجرت د دوهم کال د شوال په ۱۵ نیټه له هغوی سره د جنګ اعلان وکړ.[۳] د ځینو راپورونو له مخې دا پیښه هغه وخت وشوه کله چې یو یهودي سړي د یوې مسلمانې ښځې ته لاس واچوه او د بدن یوه برخه یې ورته لغړه کړه.[۴] بیا یو مسلمان سړی د ښځې مرستې ته ورغی او هغه یهودي یې وواژه.[۵] نورو يهودو هم پر هغه مسلمان بريد وکړ او هغه يې وواژه او له دې پېښې وروسته د مسلمانانو او يهودیانو ترمنځ شخړه زياته شوه.[۶]

د بني قينقاع د جګړې له پيل سره يهودیان خپلو کلاګانو ته ولاړل او پېغمبر(ص) تر پنځلسو ورځو هغوي په خپلو كلاګانو كې محاصره كړل.[۷] له پينځلسو وروځو تیریدو وروسته د بینی قینقاع یهودیان پيغمبر(ص) ته تسلیم شول.[۸] د رسول الله(ص) په حکم، بني قینقاع د شام یوې سیمې ته جلاوطن شول او د اِذرات په سیمه کې میشت شول[۹] ویل شوي دي له دې پیښې وروسته، د بنی قینقاع قبیله لږه موده وروسته له منځه لاړه.[۱۰]

د اسلام په پیل کې بني قینقاع په مدینه منوره کې اوسېدل.[۱۱] ځینو د دوي د یهودي شونې په هکله شک کړی دی؛ خو څیړونکي د دوي د یهودي ریښو په اړه هیڅ شک نه لري.[۱۲] په یوه راپور کې د بني قینقاع قبيله د مدینې د سیمې د لومړنیو اوسیدونکو په توګه معرفي شوې ده.[۱۳] د دې راپور له مخې کله چې بنی اسرائیل، حضرت موسی(ع) سره د حج د ادا کولو لپاره تللي وو، نو په بیرته ستنیدو کې په لاره کې یوې داسې سیمې ته ورسیدل چې د هغه سیمې ځانګړتیاوې یې د وروستي پیغمبر د استوګنې له ځانګړنو سره ورته وې (چې په تورات کې یې یادونه شوې ده). له همدې امله هلته مېشته شوو او د عربو يوه ډله هم ورو ورو له هغوى سره يوځاى شوه.[۱۴] خو ځينې مورخين عَمالَقه د مدينې لومړني اوسېدونکى او بني قينقاع دويمه قبيله ګڼي چې په مدينه کې مېشت وو.[۱۵]

د بنو نضیر او بنو قریظه (د مدینې په سیمه کې د یهودانو دوه قبیلې) برعکس چې د اوس له قبیلې سره یې تړون وکړ، بنو قینقاع د خزرج له قبيلې سره اتحاد وکړ.[۱۶] د تاریخي روایتونو له مخې د بنی قینقاع، بنو قریظه او بني نضیر تر منځ ځینې سیالۍ روانې وې. او په ځلونو له یو بل سره جنګیدلي وو.[۱۷] په ځینو تاریخي منابعو کې مُخَیْریق د دې قبیلې له مشهورو کسانو (او حتی د قبیلې مشر[۱۸]) هم یاد شوی دی چې د احد په جګړه کې شهيد شو.[۱۹] د بني قينقاع بازار د عربو له مشهورو بازارونو څخه و.[۲۰] چې په ټول کال کې به څو ځله لګیده او خلکو به پرې وياړکاوه.[۲۱] هغوي په مدينه کې ځمکې او د خرما باغونه نه درلودل او د هغوی کسب زرګري[۲۲] او لوارکاري وه[۲۳] جعفر سبحاني چې د فروغ ابدیت کتاب ليکوال دی، په دې باور دی چې د مدينې اقتصادي ځواک د بني قينقاع قبيلې په لاس کې و.[۲۴]

فوټ نوټ

  1. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۷۷.
  2. سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۵۱۳.
  3. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۷۶؛ مسعودی، التنبیه و الاشراف، ص۲۰۶.
  4. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۷۶.
  5. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۷۷.
  6. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفه، ج۲، ص۴۸.
  7. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۷۷.
  8. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۴۸۰.
  9. بلاذری، انساب الأشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۰۹.
  10. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۰۹؛ ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۱۳۸.
  11. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۴۱۶ق، ج۴، ص۴۲۴.
  12. فرهانی منفرد، «بنی‌قینقاع»، ص۴۷۰.
  13. سمهودی، وفاء الوفاء، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۲۶.
  14. سمهودی، وفاء الوفاء، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۲۶.
  15. سمهودی، وفاء الوفاء، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۲۶.
  16. ابن‌هشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ج۱، ص۵۴۰.
  17. خالد، مجتمع المدینه قبل الهجرة و بعدها، ۱۴۰۶ق، ص۳۹.
  18. طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۶۹.
  19. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۹۹۰م، ج۱، ص۳۸۹؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۹۶م، ج۱، ص۳۲۵.
  20. جواد علی، المفصل فی تاریخ العرب، ۱۴۲۲ق، ج۱۴، ص۵۹.
  21. سمهودی، وفاء الوفاء، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۹۵.
  22. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۴۸۱.
  23. بلعمی، تاریخنامه طبری، ۱۳۷۸ش، ج۳، ص۱۵۱.
  24. سبحانی، فروغ ابدیت، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۵۱۲.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علی بن ابی‌الکرم، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویه، بیروت، دار المعرفه، بی‌تا.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الأشراف، قاهره، دار المعارف، ۱۹۵۹م.
  • بلعمی، محمد بن محمد، تاریخنامه طبری، تهران، انتشارات البرز، ۱۳۷۳ش.
  • جواد علی، المفصل فی تاریخ العرب قبل الاسلام، بیروت، دار الساقی، ۱۴۲۲ق.
  • خالد، حسن، مجتمع المدینه قبل الهجرة و بعدها، بیروت، دار النهضة العربیه، ۱۴۰۶ق.
  • سبحانی، جعفر، فروغ ابدیت، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.
  • سمهودی، علی بن عبدالله، وفاء الوفاء بأخبار دار المصطفی، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۹ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری باعلام الهدی، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۰ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق.
  • فرهانی منفرد، مهدی، «بنی‌قینقاع»، در جلد ۴ دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۷۵ش.
  • مسعودی، علی بن حسین، التنبیه و الاشراف، قاهره، دار الصاوی، بی‌تا، چاپ افست قم، مؤسسة نشر المنابع الثقافة الاسلامیه.
  • واقدی، محمد بن عمر، المغازی، بیروت، مؤسسة الأعلمی، ۱۴۰۹ق.
  • یاقوت حموی، ابن‌عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دار صادر، ۱۴۱۶ق.