۲ هجري قمري کال

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

۲ هجري قمري کال د هجري قمري کالهندارې دویم کال دی. د دغه کال لومړۍ ورځ یعنې د محرم لومړۍ نیټه برابره ده د سه شنبې له ورځې د ۲ لمریز کال د چنګاښ له شپاړلسمې، او د ۶۲۳ میلادي کال د ژولاي له اتمې سره. د دغه کال وروستۍ ورځ یعنې د ذي الحجې دېرشمه برابره ده د شنبې له ورځې د ۳ لمریز کال د چنګاښ له پنځمې او د ۶۲۴ میلادي کال د جون له شپږ ویشتمې سره.[۱]

د بدر په جنګ کې د مسلمانانو بریا، له مسجد الاقصی څخه کعبې ته د قبلې بدلول و د علی(ع) او فاطمه(س) واده د دغه کال له پېښو څخه دي.

پېښې

  • د قبلې بدلول له مسجد الاقصی څخه کعبې ته په ۱۵ رجب [۲] یا ۱۵ شعبان
  • د روژې د وجوب پیل (۲۸ شعبان).[۴]
  • د خمس د وجوب پیل(۱۷ رمضان) او د زکات د وجوب پیل .[سرچينه ته اړتیا]
  • د علی(ع) او فاطمه(س) واده (۱ ذی‌الحجه).[۵]
  • د پیغمبر(ص) لخوا امام علی(ع) ته د ابو تراب لقب ورکول [۶] .
  • د خزیمه بن ثابت اسلام قبولول چی له پیغمبر صحابه او د امام علی(ع) له ملګرو څخه و[7]

د جګړې پیښې

  • د اَبواء جنګ، د پیغمبر(ص) لومړنی جنګ چې له جګړې پرته د ضمره له قبیلې سره د سولې په تړون پای ته ورسېده.[۸]
  • د عبدالله بن جحش سریه، د مکې د مشرکانو په سوداګري کاروان باندې د رسول الله (ص) له اجازې پرته د مسلمانانو د حملې لړۍ.[۹]
  • د مشرکانو پر ضد د حمزه بن عبدالمطلب سریه چې له جګړې پرته پای ته ورسېده [۱۰]
  • د بدر په جنګ کې د مکې په مشرکانو باندې د مسلمانانو بریا (۱۷ رمضان)[۱۱].
  • د بني قینقاع جنګ د مدینې له یهودانو سره د پیغمبر(ص) لومړۍ جګړه.(۱۵ شوال).[۱۲]
  • د عبیدة بن حارث بن مطلب سریه له مشرکانو سره د مقابلې لپاره چې تمه کیده چی هغوی د مدینې په شاوخوا سیمو باندې برید وکړي[۱۳] طبري دا سریه په لومړي قمري کال کې ګڼلې ده.[۱۴]
  • د سَویق جنګ د هغو مشرکانو د تعقيبولو لپاره چې د بدر له جګړې وروسته يې د غچ اخيستلو د مدینې په شاوخوا برید وکړ.(۴ ذی‌الحجه)[۱۵]

زوکړې او وفاتونه

  • په کوفه کې د اموي واکمن عمرو بن حریث مخزومي زیږون[۱۶]
  • د پیغمبر د لور رقیه مړینه (۱۷ رمضان).[۱۷]
  • د پیغمبر(ص) د صحابي عثمان بن مظعون وفات.[۱۸]
  • د ابولهب وفات (د روژې په ۲۴ مه)، د اسلام له سختو دښمنانو څخه[۱۹]
  • د امام علی(ع) د ورور طالب بن ابی طالب مړینه.[۲۰]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌اسحاق، محمد بن اسحاق بن یسیر، سیره ابن‌اسحاق (کتاب السیر و المغازی)، تحقیق سهیل زکار، بیروت، دارالفکر، چاپ اول، ۱۳۹۸ق.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمدبن علی، الإصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق-۱۹۹۵م.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، تصحیح مصطفی السقا و دیگران، بیروت، دار صادر، بی‌تا.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب، قم، انتشارات علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الإستیعاب فی معرفة الأصحاب، تحقیق علی محمد بجاوی، بیروت، دار الجيل، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویة، تصحیح مصطفی السقّا و دیگران، بیروت، ‌دارالمعرفة،‌ بی‌تا.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، به کوشش محمد حمید الله، قاهره، ۱۹۵۹م.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الاعملی، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری (تاریخ الأمم و الملوک)، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق.
  • واقدی، محمد بن عمر، المغازی، الاعلمی، بی‌تا.
  • یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ یعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.