د بني قینقاع غزوه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

بنی‌قَینُقاع غزا د مدینې له یهودیانو سره د پېغمبر(ص) لومړی جنګ و. بني قینقاع قبیلې د عربو یو ډېر مشهور بازار په لاس کې لره او د مدینې اقتصادي طاقت د هغوي په واک کې و. په مدینه کې د پېغمبر (ص) په پیاوړې کېدو سره، بیني قینقاع خپل موقعیت په خطر کې ولید او له مسلمانانو سره مقابلې ته پاڅېدل. هغوي د مدینې د تړون په ماتولو سره په یوې مسلمانۍ ښځې تیری وکړ. پېغمبر په هغوي له غاړې خلاصولو وروسته، د هجرت په دوهم کال د شوال په ۱۵ د هغوی په خلاف د جنګ اعلان وکړ او د هغوي کلا یې محاصره کړه.له محاصرې د پینځلسو ورځو په تېرېدو سره، د بني قینقاع یهودیان د پېغمبر په وړاندې تسلیم او د پېغمبر په امر شام ته جلاوطن شول.

ځينو تاریخ څېړاندو د بني قینقاع غزا د خزرجیانو لپاره یو ازمېښت ګڼلی دی؛ ځکه چې په دې جنګ کې ځينو خزرجیانو لکه عبادة بن صامت له پیغمبر سره خپل تړون ته له بني قینقاع سره پر خپل تړون ترجیح ورکړه خو ځینې نور لکه عبدالله بن ابی د پېغمبر د جنګي اوامرو په وړاندې ودرېدل.

د بني قینقاع په ماتې سره، مسلمانانو ډېرې ولجې لاسته راوړې. ویل شوي چې د خمس حکم په لومړي ځل په دې جنګ کې اجرا شو. د بني قینقاع له جلاوطنۍ وروسته، په مدینه کې سیاسي مذهبي یووالی واکمن شو او د مدینې مطلق اکثریت د مسلمانانو لاس ته ولوېد.

په اسلامي تاریخ کې د بني قینقاع د غزا اهمیت

بني قینقاع غزا د پېغمبر اومه غزا [۱] او له یهودیانو سره د هغه حضرت لومړی جنګ و.[۲] د بني قینقاع په ماتې سره چې د مدینې ډېر میړني یهودیان وو، نور یهودیان د پېغمبر (ص) له طاقته ووېرېدل او تر یوې مودې یې پر مسلمانانو له تیري ډډه وکړه.[۳] مسلمانانو هم دغه پیاوړې یهودۍ ډلې ته په ماته ورکولو سره په ځان لا باور پېدا کړ او وېره او شک یې څنګ ته کړ.[۴]

له مدینې د بني قینقاع یهودیانو په ویستلو سره، په مدینې کې سیاسي- مذهبي یووالی ټینګ شو او د مدینې مطلق اکثریت د مسلمانانو لاس ته ولوېد.[۵] د بني قینقاع په جنګ سره،پېغمبر (ص) د حکومت په چاره کې خپل پرېکندوالی وښود او د یهودیانو دا خیال یې چې د پېغمبر ګوزاره کول یې د هغه د وېرې له امله ګڼل، غلط ثابت کړ.[۶] ځينې څېړاندي په دې باور دي چې بني قینقاع غزا د مدینې د خلکو په تېره بیا خزرجیانو لپاره یو ازمېښت و چې د قبیله ای تړونونو په وړاندې له اسلام او پېغمبر سره د هغوي پابندي وتلل شي او په دې ازمېښت کې اکثرو ( بې له یو څو کسانو لکه عبدالله بن ابۍ) په اسلام خپله پابندي وښودله.[۷]

بني قینقاع قبیله

اصلي مقاله: بني قینقاع

بني قینقاع قبیله د یهودیانو یوه قبیله وه چې د اسلام په لومړیو کې په مدینې کې اوسیدله.[۸] په ځینو راپورو کې بني قینقاع قبیله د مدینې لومړي استوګن بلل شوي[۹] سره له دې ځینو تاریخ لیکونکو، عمالقه د مدینې لومړي استوګن ګڼلي او بني قینقاع یې دوهمه استوګنه قبیله بللې ده.[۱۰] بني قینقاع له خزرج قبیلې سره هم تړونې وه.[۱۱] بني قینقاع بازار د عربو یو ډېر مشهور بازار و.[۱۲] چې په کال کې به څو ځله جوړېده او خلکو به پرې ویاړ کاوه.[۱۳] هغوي په مدینه کې کرهڼه او د خرما باغونه نه لرل او کار یې زرګري[۱۴] او پښتوب و.[۱۵] د فروغ ابدیت کتاب مولف جعفر سبحاني، په دې باور دی چې د مدینې اقتصادي طاقت د بني قینقاع په لاس کې و.[۱۶] ویل شوي چې بني قینقاع قبیله له مسلمانانو له ماتې او شام ته له جلاوطنۍ وروسته له یوې لنډې مودې (یو کال) پس [۱۷] له مینځه لاړه.[۱۸]

د جنګ د کېدو اسباب

د جعفر سبحاني په وینا په مدینه کې د پېغمبر په پیاوړې کېدو سره بني قینقاع خپل موقعیت په خطر کې ولید او ځکه یې د سپکاوونکو شعرونو په خپرولو سره د پېغمبر او مسلمانانو د کمزورولو هڅه وکړه.[۱۹] د دریمې پېړۍ د مورخ واقدي په راپور پېغمبر (ص) د مدینې عهدنامې په تړلو سره له یهودیانو سره سوله وکړه په دې شرط چې د مسلمانانو په خلاف له چا سره مرسته ونه کړي.[۲۰] بني قینقاع د مدینې لومړۍ قبیله وه چې دغه تړون یې مات او جنګ ته یې مخه کړه.[۲۱] ځینې مورخان په دې باور دي چې د بني قینقاع ځینې کسان په مسلمانانو کې د فتنې او اختلاف په جوړولو پسې وو او هڅه یې کوله د اوس او خزرج په مینځ کې اختلاف پېدا کړي.[۲۲]

په بدر غزا کې د مسلمانانو له کامیابۍ وروسته، بني قینقاع د مسلمانانو له بري سره حسد وکړ او له پېغمبر سره یې خپل تړون مات کړ.[۲۳] پېغمبر د غاړې خلاصولو لپاره د بني قینقاع په لوی بازار کې حاضر شو [۲۴] او هغوي ته یې په تړون د پابندۍ یادونه وکړه؛ خو هغوي د پېغمبر خبرو ته په بې پامۍ سره هغه حضرت وګواښه.[۲۵] د اتمې پېړۍ د مورخ ابن خلدون په خبره له دغه چلنده وروسته خدای د انفال سورې د ۵۸ ایت په نازولو سره پېغمبر ته د جهاد امر وکړ.[۲۶]البته په یو بل راپور کې، د دغه ایت نزول له مسلمانې ښځې سره د یهودیانو په سپکاوونکي چلند پورې اړوند ګڼل شوی دی.[۲۷] ویل شوي چې یوه مسلمانه ښځه د بني قینقاع یهودیانو په بازار کې د زرګر یو دکان ته لاړه. یهودي زرګر د هغې د جامې یوه برخه پورته کړه او د هغې سپکه یې وکړه.[۲۹] یو مسلمان د ښځې مرستې ته ودانګل او هغه یهودی یې وواژه.[۳۰] نورو یهودیانو په دغه مسلمان برید وکړ او هغه یې وواژه. له دې پېښې وروسته له یهودیانو سره د مسلمانانو لانجه زیاته شوه.[۳۱]

د جنګ د واقع کېدو وخت

د زیاتره مورخانو په وینا بني قینقاع غزا له بدر غزا وروسته [۳۲] د هجرت په دوهم کال د شوال په ۱۵ پېل شوه او د ذی القعدې په لومړۍ پای ته ورسید.[۳۳] په یو بل راپور کې، دغه پېښه د هجرت په دریم کال په صفرې میاشتې کې وشوه.[۳۴] په یو بل راپور کې راغلي چې کله پېغمبر په بني قینقاع بریالی شو او مدینې ته ستون شو، لوی اختر (د ذی الحجې لسمه) و او په لومړي ځل یې له خلکوسره د اختر لمونځ وکړ.[۳۵] همداراز ویل شوي چې بني قینقاع او بني نضیر په یو ځای جلا وطن کړی شوي دي.[۳۶]د تاریخ څېړاندو په وینا د دغه پېښې د وخت په اړه د راپورونو اختلاف د دغه پېښې د کره نېټې ټاکل سخت کړې دي.[۳۷]

د مسلمانانو کامیابي

د بنِ قینقاع جنګ په پېلېدو سره یهودیان خپلو کلاګانو ته لاړل او پېغمبر هغوي پینځلس ورځې په کلاګانو کې محاصره کړه.[۳۸] د څلورمې پېړۍ مورخ مسعودي د محاصره شویو یهودیانو شمېر څلور سوه تنه ګڼلی دی.[۳۹] پېغمبر ابولُبابة بن عَبدالمُنذِر په مدینه کې خپل ځای ناستی کړ.[۴۰] ویل شوي چې د پېغمبر تور بېرغ په دې جنګ کې سپین او د پېِغمبر د تره حمزه بن عبدالمطلب په لاس کې و.[۴۱] خو د الصَحیح مِنْ سیرَةِ النّبیِّ الْاَعْظَم، کتاب د مولف سید جعفر عاملي په وینا په دې جنګ کې د پېغمبر (ص) بېرغ تور او په ټولو جنګونو په تېره بیا دغه غزا کې د پېغمبر بېرغوال امام علي (ع) و.[۴۲] بني قینقاع هم شام ته جلاوطن کړی شول او په اِذرعات سیمه کې استوګن شول.[۴۴]

د بني قینقاع د هم تړونو رول

د څلورمې پېړۍ د مورخ طبري په وینا، پېغمبر اراده لرله د بني قینقاع څټونه ووهي؛ خو عبدالله بن ابی (د بني قینقاع هم تړونی او د مدینې یو منافق) هغه له دې کار واړوه.[۴۵] پېغمبر اول د عبدالله بن ابي غوښتنه ونه منله خو کله چې د هغه له ډېر ټینګار سره مخ شو نو غوښتنه یې ومنله؛ خو په هغه او یهودیانو یې لعنت ووایه او امر یې وکړ چې د بني قینقاع یهودیان دې جلاوطن کړی شي.[۴۶] سید جعفر مرتضی په دې باور دی چې د پېغمبر (ص) له خوا د عبدالله بن ابی د غوښتنئې منل له دې امله وو چې له یوې خوا د عبدالله بن ابی د پیروانو زړونه پېغمبر ته نزدې شي او له اسلامي ټولنې سره د هغوي د یو ځای کېدو زمینه برابره شي او له بلې خوا د اسلامي ټولنې توان او طاقت یوازې په اصلي دښمنانو ولګیږي.[۴۷] له مدینې د بني قینقاع د جلاوطنۍ په اړه د پېغمبر له حکمه وروسته، عبدالله بن ابی یو ځل بیا غوښتل پېغمبر اړ کړي چې له دغه حکمه هم تېر شي خو دا ځل مسلمانانو پرې نه ښوده چې پېغمبر ته ورشي. [۴۸]

عباده بن صامت هم چې د بني قینقاع له هم تړونو و، د عبدالله بن ابی په اپوټه، له هغوي بېزاري ښکاره کړه او له هغوي سره یې جنګ وکړ.[۴۹] هغه د پېغمبر له خوا مامور شو چې هغوي له ښاره بهر کړي.[۵۰]

لاسته راغلي ولجې او د خمس د حکم راتلل

د بني قینقاع له کلاګانو ډېرې وسلې او د زرګرۍ سامان د مسلمانانو په برخه شو.[۵۱] د څلورمې پېړۍ د مورخانو طبري او مسعودي په وینا، پېغمبر (ص) لاسته راغلې ولجې په اصحابو کې ووېشلې او په لومړي ځل یې د هغې خمس واخسته.[۴۲] سید جعفر مرتضی په دې کې چې په لومړي ځل د خمس حکم په دغه جنګ کې راغلی وي، شک څرګند کړی دی.[۵۳] همداراز هغه باوري دی چې په دې جنګ کې لاسته راغلي مالونه فیء وو چې ټول د پېغمبر کېدل؛ خو پېغمبر سرښندنه وکړه او مالونه یې په مسلمانانو کې ووېشل.[۵۴] پېغمبر د صَفْوُ الغنائم (دغنایمو یوه برخه چې کوماندان یې ځانته اخلي) [۵۵] په توګه درې لیندۍ، دوه زغرې درې تورې او درې نیزې واخیستې او دوه زغرې یې محمد بن مسلمه او سعد بن معاذ ته وبخښلې.[۵۶] ویل شوي چې په دغو دوو کې یوه هغه زغره وه چې داوود پېغمبر د جالوت د وژلو په وخت اغوستې وه.[۵۷]

فوټ نوټ

سرچينې