منځپانگې ته ورتلل

تمتع عمره

د wikishia لخوا

تَمَتُّع عمره، د عمرې یو قسم دی چې له تمتع حج سره یو ځای ترسره کیږي. تمتع عمره د مفرده عمرې په مقابل کې استعمالیږي چې له تمتع حجه جدا ترسره کیږي. تمتع عمره له پینځو عملونو جوړه شوې چې په ترتیب سره دا دي: احرام، طواف، د طواف لمونځ، سعي او تقصیر.

عمره

عمره د شرعي اعمالو لکه احرام، طواف او د صفا مروه تر مینځ د سعي[۱] په شان د شرعي اعمالو ټولګه ده چې د خدای د کور د زیارت په وخت ترسره کیږي.[۲] عمره په دوو ډولونو تَمَتُّع او مُفرَده عمره وېشل کیږي.[۳] تمتع عمره د تمتع حج د عملونو یوه برخه ده او له هغه سره یوځای ترسره کیږي.[۴] مفرده عمره بیا له تمتع حجه جدا او مستقل عمل دی.[۵]

د فقیهانو په فتوا، د عمرې ترسره کول د حج په شان، که شرایط یې موجود وي، په ټول عمر کې یو ځل واجب[۶] او تر یو ځل زیات مستحب دي.[۷]

د تمتع د عمرې عملونه

تمتع عمره له پینځو عملونو جوړه ده چې په ترتیب سره په دې ډول دي:

  1. له پینځو میقاتونو په یو میقات کې احرام تړل[۸] او د حج په میاشتو کې،[۹] په دې ډول چې د عرفې د ورځې له ماسپښینه مخکې د عمرې اعمال پای ته ورسیږي.[۱۰]
  2. طواف
  3. د طواف لمونځ
  4. په صفا مروه کې سعي
  5. تقصیر ( د ویښتو یا نوکونو یو څه پرې کول)[۱۱]

له مفرده عمره سره یې فرق

د تمتع عمرې مناسک د مفرده عمرې له مناسکو سره یو څه فرقونه لري. دا فرقونه په دې ډول دي:

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. ↑ محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۵.
  2. ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۲۹۶؛‌ نجفی، جواهرالکلام، بیروت، ج۲۰، ص۴۴۱.
  3. ↑ مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۷۹.
  4. ↑ مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۱.
  5. ↑ مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۵.
  6. ↑ برای نمونه نگاه کنید به محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۴؛ نجفی، جواهرالکلام، بیروت، ج۲۰، ص۴۴۱.
  7. ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۲۹۷؛ گروه پژوهش بعثه مقام معظم رهبری، منتخب مناسک حج، ۱۴۲۶ق، ص۵۹.
  8. ↑ امام خمینی، تحریر الوسیلة، مؤسسه مطبوعات دار العلم، ج۱، ص۴۱۱.
  9. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۸، ص۳.
  10. ↑ فلاح‌زاده، مناسک حج ویژه بانوان، ۱۴۲۸ق، ص۳۲.
  11. ↑ محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۵.
  12. ↑ محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۵و۲۷۶.
  13. ↑ مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۸.

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح الله، تحریر الوسیلة، قم، مؤسسه مطبوعات دار العلم، چاپ اول، بی‌تا.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی الفقه الامامیه، تحقیق و تصحیح سیدمحمدتقی کشفی، تهران، المکتبة المرتضویه لاحیاء الآثار الجعفریه، چاپ سوم، ۱۳۸۷ق.
  • فلاح‌زاده، محمد حسین، مناسک حج ویژه بانوان، قم، نشر مشعر چاپ دوازدهم، ۱۴۲۸ق.
  • گروه پژوهش بعثه مقام معظم رهبری، منتخب مناسک حج، تهران، نشر مشعر، چاپ دوم، ۱۴۲۶ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تحقیق و تصحیح عبدالحسین محمدعلی بقال، قم، اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • مؤسسه دایرة‌المعارف فقه اسلامى، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بيت عليهم‌السّلام، قم، مؤسّسه دائرة المعارف فقه اسلامى، چاپ اول، ۱۳۹۲ش.
  • نجفى، محمدحسن، جواهر الكلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.