مفرده عمره

د wikishia لخوا

مُفرَده عُمْره د عمرې له ډولونو ده او هغو مناسکو ته وایي چې د کعبې د زیارت لپاره ترسره کیږي. مفرده عمره د حج د عملونو برخه نه ده او له دې امله د تمتع عمرې په مقابل کې راځي چې د تمتع حج یوه برخه ده.

د مفرده عمرې عملونه دا دي: احرام، طواف، د طواف لمونځ، د صفا او مروه ترمینځ سعي، تقصیر یا حلق، طواف نساء او د طواف نساء لمونځ. د فقیهانو د حدیثونو او خبرو مطابق، د رجب د میاشتې مفرده عمره په نورو میاشتو کې تر مفرده عمرې زیات فضیلت لري.

عمره

اصلي مقاله: عمره

عمره د شرعي عملونو یوې ټولګې لکه احرام، طواف او د صفا مروه تر مینځ سعي ته وایي[۱] چې د خدای د کور د زیارت په هدف ترسره کیږي.[۲] عمره دوه ډوله لري. تَمَتُّع عمره او مُفرَده عمره.[۳] تمتع عمره له حچ سره یو ځای کیږي او یوه برخه یې ده.[۴] مفرده عمره له تمتع حجه جدا ترسره کیږي.[۵]

فقیهان د عمرې ترسره کول د حج په شان په هر هغه مسلمان چې شرایط یې ولري، په عمر کې یو ځل واجبه[۶] او تر یو ځل زیات مستحبه ګڼي.[۷]

نوم کېښودل او قسمونه

مفرده عمرې ته له دې امله « مفرده»وایي چې د حج برخه نه ده او له هغه جدا ترسره کیږي.[۸] له همدې امله هغې ته مبتوله (پرې شوې) عمره هم ویل کیږي.[۹]

قِران عمره او افراد عمره د مفرده عمرې له قسمونو څخه دي. قِران عمره د هغه کس عمره ده چې باید قِران حج ترسره کړي. اِفراد عمره د هغه چا عمرې ته وایي چې د اِفراد حج فریضه یې په غاړه وي.[۱۰]

د مفرده عمرې اعمال

مفرده عمره له اوو عملونو جوړه ده چې په دې ترتیب دي:


  1. احرام
  2. طواف
  3. د طواف لمونځ
  4. سعی
  5. تقصیر یا حلق
  6. طواف نساء
  7. د طواف نساء لمونځ[۱۱]

د تمتع له عمرې سره یې فرق

مفرده عمره او تمتع عمره په څو مسالو کې له یو بل سره فرق لري چې په لاندې ډول دي:

تر ټولو فضیلت لرونکې مفرده عمره

د فقې د کتابونو په اساس، د بزرګې میاشتې عمره د نورو میاشتو په پرتله زیات ثواب لري.[۱۴] په روایتونو کې هم دا خبره بیان شوې ده. په وسایل الشیعه کې له پېغمبر(ص) او امام صادق (ع) یو حدیث نقل شوی چې د رجب د میاشتې عمره تر ټولو فضیلت لرونکې مفرده عمره ده.[۱۵]

اړونده لیکنه

فوټ نوټ

  1. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۵.
  2. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۲۹۶؛‌ نجفی، جواهرالکلام، بیروت، ج۲۰، ص۴۴۱.
  3. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۷۹.
  4. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۱.
  5. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۵.
  6. د بېلګې په توګه وګورئ: محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۴؛ نجفی، جواهرالکلام، بیروت، ج۲۰، ص۴۴۱.
  7. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۲۹۷؛ گروه پژوهش بعثه مقام معظم رهبری، منتخب مناسک حج، ۱۴۲۶ق، ص۵۹.
  8. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۵.
  9. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۵.
  10. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۵.
  11. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۵.
  12. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۵و۲۷۶.
  13. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲، ج۵، ص۴۸۸.
  14. د بېلګې په توګه وګورئ: شهید اول، الدروس الشرعیه، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۳۷؛ محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۶.
  15. حر عاملی، وسایل‌الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۱۴، ص۳۰۲.

سرچينې

  • حر عاملی، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعه الی تحصیل مسائل الشریعه، قم، مؤسسه آل‌البیت، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی العاملی، الدروس الشرعیه فی الفقه الامامیه، قم، نشر اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۷ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی الفقه الامامیه، تحقیق و تصحیح سیدمحمدتقی کشفی، تهران، المکتبة المرتضویه لاحیاء الآثار الجعفریه، چاپ سوم، ۱۳۸۷ق.
  • گروه پژوهش بعثه مقام معظم رهبری، منتخب مناسک حج، تهران، نشر مشعر، چاپ دوم، ۱۴۲۶ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تحقیق و تصحیح عبدالحسین محمدعلی بقال، قم، اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • مؤسسه دایرة‌المعارف فقه اسلامى، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بيت عليهم‌السّلام، قم، مؤسّسه دائرة المعارف فقه اسلامى، چاپ اول، ۱۳۹۲ش.
  • نجفى، محمدحسن، جواهر الكلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.