ثقلین
دا مقاله د ثقلین د ټکي په هکله ده. له حدیث ثقلین سره د بلدتیا لپاره د ثقلین حدیثو مدخل وګورئ.
ثَقَلَیْن یا ثِقْلَیْن، قرآن او اهل بیتو ته اشاره لري. پېغمبر(ص) په ثَقَلَین حدیث کې خپل امت ته له هغوي د پېروۍ سپارښتنه کړې ده. دغه ټکی له یاد حدیثه اخستل شوی دی.
ثِقْل په لغت کې د بار په معنا[۱] ثِقَل د دروندوالي په معنا[۲] او ثَقَل د ارزښتمن شي په معنا دی[۳] له دې امله ثَقَلین د دوو ارزښتناکو شیانو په معنا دی. د«ثَقَلان» ټکي د الرحمن سورې په ۳۱ ایت کې راغلی دی او مفسرانو له هغې مطلب د پېریانو او انسانانو دوه ډلې اخستی دی.[۴] په عین حال کې ځینو له ثقلان مطلب قرآن او عترت (د پېغمبر اهل بیت) اخستی دی،[۵]
د اسلام پېغمبر په ثقلین حدیث کې خپل امت ته سپارښتنه کړې چې دوه ګرانبیه شیان (قرآن او اهل بیت) چې د هغوي په مینځ کې یې پرېږدي، خپل لاسوند وګرځوئ او ټینګ یې ونیسئ چې هیڅکله ګمراه نه شئ.[۶] د دغه حدیث په ځینو نقلونو کې پېغمبر(ص) قرآن ثقل اکبر او اهل بیت یې ثقل اصغر معرفي کړې دي.[۷]
فوټ نوټ
- ↑ ابن منظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ج۱۱، ص۸۵.
- ↑ ابن منظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ج۱۱، ص۸۵.
- ↑ قرشی، قاموس قرآن، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۰۷-۳۱۰.
- ↑ ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۴۴۷؛ ابوالفتوح رازی، تفسیر روض الجنان، ۱۳۸۷ش، ج۱۰، ص۳۹۶.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۳۴۵؛ بحرانی، البرهان، ۱۳۳۴ق، ج۴، ص۲۶۷.
- ↑ نسائی، السنن الکبری، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۴۵؛ کلینی، الکافی، دارالکتب الاسلامیه، ج۱، ص۲۹۴.
- ↑ عیاشی، تفسیرالعیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۵.
سرچينې
- قرآن کریم
- ابن کثیر، تفسیرالقرآن العظیم، چاپ علی شیری، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۱۵ق.
- ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، تصحیح: احمد فارس، بیروت، دار الفکر للطباعه و النشر و التوزیع، ۱۴۱۴ق.
- ابوالفتوح رازی، تفسیر روض الجنان و روح الجنان، تصحیح و تعلیق ابوالحسن شعرانی و علی اکبر غفاری، تهران، بی نا، ۱۳۸۷ش.
- بحرانی، هاشم بن سلیمان، البرهان فی تفسیرالقرآن، تصحیح محمود بن جعفر موسوی زرندی، تهران، چاپخانه آفتاب، ۱۳۳۴ش.
- عیاشی،محمّد بن مسعود، تفسیرالعیاشی، تحقیق: سید هاشم رسولی محلاتی، چاپخانه علمیه، تهران، ۱۳۸۰ق.
- قرشی، سید علی اکبر، قاموس قرآن، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۱۲ق.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیرالقمی، تصحیح طیب موسوی جزائری، قم، دارالکتاب، ۱۴۰۴ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، بیتا.
- نسائی، احمد بنشعیب، السنن الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۱ق.