حبل الله

د wikishia لخوا

حَبْل‌ُ لله، د الهي پړي په معنا، داسې قرآني تعبیر چې خدای په اعتصام ایت کې مسلمانانو ته امر کوي چې ټول په حبل الله منګولې ښخې کړئ او خواره واره او ډلې ډلې مه کیږئ.[۱]

تفسیر عیاشي (وفات: ۳۲۰ق) ځینې روایتونه نقل کړي چې آل محمد یا امام علي(ع) یې د حبل الله مصداق معرفي کړی دی.[۲] علامه طباطبايي هم باوري دی چې په وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِیعًا،کې له حبل الله مطلب قرآن او پېغمبر(ص) دي. هغه همداراز د آل عمران سورې په ۱۰۱ ایت کې د «و مَنْ یعْتَصم بالله» عبارت مطلب هم په الهي ایتونو او پېغمبر (کتاب او سنت) تمسک ګڼلی دی.[۳] د اهل سنت عالم سیوطي (وفات ۹۱۱ق) په تفسیر الدُرُّ المَنْثور کې هم ځینې روایتونه نقل شوي چې جماعت، قرآن، او د پېغمبر عترت، عهد او د خدای اطاعت د حبل الله له مصداقونو ګڼل شوې دي.[۴] د اهل سنت له تفسیرونو څخه المنار تفسیر، حبل الله د امربالمعروف او نهي عن المنکر په معنا تفسیر کړی دی.[۵]

د فَضل بن حسن طَبْرِسی (وفات: ۵۴۸ق) په وینا، مفسران د حبل الله په اړه مختلف نظرونه لري. ځینې هغه قرآن، ځینې یې اسلام دین او ځینې یې د پېغمبر اهل بیت ګڼي. طبرسي په ټولو مواردو حمل کول غوره ګڼلې دي. هغه د دغه نظر د تایید لپاره په ثقلین حدیث استناد کړی چې پکې قرآن او اهل بیت(ع) د دوو حبلونوپه توګه معرفي شوي دي. د هغه په نقل کې د ثقلین په ځای د حبلین [یادونه۱] له ټکي استفاده شوې ده.[۶]

د ایت الله مکارم شیرازي په وینا د حبل الله لپاره مطرح شوي احتمالات له یو بل سره اختلاف نه لري، ځکه چې له الهي پړي یا رسۍ مطلب له خدای سره د ارتباط هر ډول وسیله ده. دغه اړیکي ممکن په قرآن، پېغمبر(ص)، اهل بیتو(ع) یا نورو څیزونو سره حاصل شي.[۷] هغه همداراز باوري دی چې حبل الله دې مسالې ته اشاره لري چې انسان د جهل او ناپوهۍ له تیارو د ژغورنې لپاره یو لارښود یا رسۍ ته اړتیا لري چې د هغه په وسیله د غفلت له کوهي راووځي.[۸]

فوټ نوټ

  1. سوره آل‌عمران، آیه ۱۰۳.
  2. عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۱۹۴.
  3. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۳، ص۳۶۹.
  4. سیوطی، الدر المنثور، دارالفکر، ج۲، ص۲۸۴-۲۸۸.
  5. رشیدرضا، تفسیر القرآن الحکیم، ۱۹۹۰م، ج۴، ص۳۹.
  6. طبرسی، مجمع البیان، دارالمعرفه، ج۲، ص۸۰۵.
  7. مکارم‌ شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۳-۱۳۷۴ش، ج۳، ص۲۹.
  8. مکارم شیرازی، تفسیر‌ نمونه، ۱۳۷۳-۱۳۷۴ش، ج۳، ص۳۲.

سرچينې

  • رشیدرضا، محمد، تفسیر القرآن الحکیم (تفسیر المنار)، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۹۰م.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، الدرالمنثور، بیروت، دارالفکر، بی‌تا.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، الطبعة الثالثه، ۱۳۹۳ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن،‌ دار المعرفة، بی‌تا.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشی، تصحیح سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، المطبعة العلمیة، چاپ اول، ۱۳۸۰ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴–۱۳۷۳ش.