حد ترخص

د wikishia لخوا
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

حَدِّ تَرَخُّص هغه فاصله ده چې مسافر باید د هغې له وهلو وروسته لمونځ قصر(څلور رکعتي لمونځونه دوه رکعته) وکړي او کولی شي روژه ماته کړي. د حدیثونو مطابق دغه مقام هغه ځای دی چې د ښار اذان وانه اورېدی شي یا یې دېوالونه ونه لیدلی شي.

د مسافت او حد ترخص فرق

په سفر کې د لمونځ د قصر کېدو یو شرط دا دی چې مسافر اراده ولري له خپل استوګنځایه بهر شي او تګ راتګ یې لږ تر لږه اته شرعي فرسخه (له ۴۰ تر ۴۵ کلومیټرو وي) اتو فرسخو ته شرعي مسافت وايي.[۱]

مسافر باید هغه وخت لمونځ نیم یا قصر وکړي یا کولی شي روژه ماته کړي چې د لارې یو خاص حد فاصله یې وهلې وي. دغه ټاکلی حد، حد ترخص نومیږي. همدا معیار وطن ته د رسېدو او یا هغه ځای ته د رسیدو په وخت هم دی چې غواړي هلته تر لسو ورځو زیات پاتې شي.[۲]

د حد ترخص اندازه

د تهران-قم په لویه لاره د قم ښار د حد ترخص نښه نصبول

د شیعه امامانو د حدیثونو مطابق، حد ترخص هغه ځای دی چې د ښار یا کلي اذان وانه اورېدی شي او دیوالونه یې ونه لیدی شي.[۳] شیعه فقیهان په دې خبره کې چې دواړه شرطونه باید یو ځای موجود وي یا یې یو کافي دی د نظر اختلاف لري.[۴] د ایران په ځینو سړکونو کې د ښارونو د حد ترخص ښودلو لپاره بورډونه لګول شوې دي.[۵]

د دیوالونو د لیدل کیدو یا نه لیدل کېدو لپاره د فقیهانو معیار په هواره ځمکه کې معمول او عادي ودانۍ دي. له هغه وخته چې لوی ښارونه جوړ شوي او اذانونه له رسنیو خپریږي د حد ترخص ټاکل سخت شوې دي. ځینې فقیهان په دې باور شوي چې په بلاد کبیره کې د حد ترخص معیار د محلې اخري دیوالونه دي نه د ښار دیوالونه.[۶]

احکام

  • د ډېرو شیعه فقیهانو په فتوا، که روژتي د خپل سفر په پېل کې د حد ترخص له رسېدو مخکې روژه ماته کړي، باید د هغه روژې پر قضا نیولو سربېره کفاره یې هم ورکړي.[۷]
  • د تقلید د ځینو مراجعو په فتوا، د هغه ځای چې مسافر پکې لس ورځې اقامت کړی له حد ترخصه د هغه وتل د لمانځه د قصر کېدو سبب کیږي. البته ځینې کسان په ورځې کې د یو یا دوو ساعتونو لپاره یا په لسو ورځو کې د څو ساعتونو لپاره وتل جایز ګڼي او ځینې نورو بیا د دغه اندازې معلومول عرف ته پرېښې دي.[۸]

فوټ نوټ

  1. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۴۱۴.
  2. مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۰ش، ج۳، ص۲۴۵.
  3. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۸، ص۴۷۰.
  4. مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۰ش، ج۳، ص۲۴۵.
  5. وګورئ:«تابلوی حد ترخص در ۵ محور قم نصب نشده است»، خبرگزاری مهر.
  6. طباطبایی یزدی، العروه الوثقی، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص ۴۶۳.
  7. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۶۲۴.
  8. بنی‌‌هاشمی خمینی، رساله توضیح المسائل مراجع، بی‌تا، ج۱، ص۷۱۹.

سرچينې

  • بنی‌هاشمی خمینی، محمدحسن، رساله توضیح المسائل مراجع، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، بی‌تا.
  • «تابلوی حد ترخص در ۵ محور قم نصب نشده است»، خبرگزاری مهر، درج مطلب ۳ آذر ۱۳۹۷ش، مشاهده ۱ اسفند ۱۴۰۱ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسايل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت لاحیا التراث، ۱۴۱۶ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروه الوثقی مع تعلیقات عده من الفقهاء‌ العظام، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۲۰ق.
  • مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت علیهم‌السلام، تحت اشراف سید محمود هاشمی شاهرودی، قم، ۱۳۹۰ش.