حزین دعا

د wikishia لخوا

حَزین دعا په امام سجاد(ع) پورې منسوب مناجات دي چې د شپې له لمانځه وروسته یې د لوستلو سپارښتنه شوې ده.[۱] په دغه لمنځ کې، ځینې مفاهیمو لکه د خدای د بخښنې او سترتوب په وړاندې په خپلې ګناه او بدو کارونو پښیمانۍ، له مرګه وروسته له یوازې والي وېرې او له خدایه د بخښنې غوښتلو ته اشاره شوې ده.[۲] ځینې څېړاندي باوري دی چې د دغه دعا مضامین، د شیعه په نړۍ لید کې د ځینې بنسټیزو مفاهیمو لکه د انسان غم او کړاو، له نورو انسانانو د هیلې غوڅول او یوازیتوب او خدای ته د پناه وړلو منعکسوونکي دي.[۳]

د شپږمې پېړۍ د محدث فضل طَبرسي په وینا، امام سجاد دغه دعا د شپې (تهجدو) له لمانځه وروسته ویله[۴] خو شیخ طوسي (وفات ۴۶۰ق) په مِصباحُ المُتَهَجِّد کې امام سجاد ته د دغه دعا د انتساب په اړه څه نه دي ویلې.[۵] دغه دعا په صحیفه سجادیه کې نه ده راغلې او د ځينې څېړاندو په باور، د صحیفه سجادیه په هیڅ مستدرک کې چې له څوارلسمې قمري پېړۍ مخکې لیکل شوی، هم نه ده ذکر شوې.[۶]

شیخ بهایي په مِفتاح الفَلاح، کې د دغه دعا ځینې برخې د وَتر لمونځ د ادابو په ترڅ کې تشریح کړې دي.[۷] هندي فقیه سید عباس شوشتري لکهنویي (وفات :۱۳۰۶ق) هم په خپلو شعرونو کې د دغه دعا ځینې لمنځونه راوړې دي.[۸]

حزین دعا
متن ترجمه
اُناجیکَ یا مَوْجُوداً فی کُلِّ مَکانٍ لَعَلَّکَ تَسْمَعُ نِدائی

فَقَدْ عَظُمَ جُرْمی وَ قَلَّ حَیآئی

مَوْلایَ یا مَوْلایَ اَیَّ الاَهْوالِ اَتَذَکَّرُ وَ اَیَّها اَنْسی

وَ لَوْلَمْ یَکُنْ اِلا الْمَوْتُ لَکَفی

کَیْفَ وَ ما بَعْدَ الْمَوْتِ اَعْظَمُ وَ اَدْهی

مَوْلایَ یا مَوْلایَ حَتّی مَتی وَ اِلی مَتی اَقُولُ لَکَ الْعُتْبی

مَرَّةً بَعْدَ اُخْری ثُمَّ لا تَجِدُ عِنْدی صِدْقاً وَ لا وَفاءً

فَیاغَوْثاهُ ثُمَّ واغَوْثاهُ بِکَ یا اَللَّهُ

مِنْ هَویً قَدْ غَلَبَنی وَ مِنْ عَدُوٍّ قَدِ اسْتَکْلَبَ عَلَیَّ

وَ مِنْ دُنْیا قَدْ تَزَیَّنَتْ لی

وَ مِنْ نَفْسٍ اَمّارَةٍ بِالسُّوءِ اِلاّ ما رَحِمَ رَبّی

مَوْلایَ یا مَوْلایَ اِنْ کُنْتَ رَحِمْتَ مِثْلی فَارْحَمْنی

وَ اِنْ کُنْتَ قَبِلْتَ مِثْلی فَاقْبَلْنی

یا قابِلَ السَحَّرَةِ اقْبَلْنی یا مَنْ لَمْ اَزَلْ اَتَعَّرَفُ مِنْهُ الْحُسْنی

یا مَنْ یُغَذّینی باِلنِّعَمِ صَباحاً وَ مَسآءً

اِرْحَمْنی یَوْمَ اتیکَ فَرْدَا شاخِصا اِلَیْکَ بَصَری

مُقَلِّداً عَمَلی قَدْ تَبَرَّءَ جَمیعُ الْخَلْقِ مِنّی

نَعَمْ وَ اَبی وَ اُمّی وَ مَنْ کانَ لَهُ کَدّی وَ سَعْیی

فَاِنْ لَمْ تَرْحَمْنی فَمَنْ یَرْحَمُنی

وَ مَنْ یُونِسُ فِی الْقَبْرِ وَحْشَتی وَ مَنْ یُنْطِقُ لِسانی

اِذا خَلَوْتُ بِعَمَلی وَ سآئَلْتَنی عَمّا اَنْتَ اَعْلَمُ بِهِ مِنّی

فَاِنْ قُلْتُ نَعَمْ فَاَیْنَ الْمَهْرَبُ مِنْ عَدْلِکَ

وَ اِنْ قُلْتُ لَمْ اَفْعَلْ قُلْتَ اَلَمْ اَکُنِ الشّاهِدَعَلَیْکَ فَعَفوَکَ عَفْوَکَ یا مَوْلایَ

قَبْلَ سَرابیلِ الْقَطِرانِ

عَفْوَکَ عَفْوَکَ یا مَوْلایَ قَبْلَ جَهَنَّمَ وَ النّیران

عَفْوَکَ عَفْوَکَ یا مَوْلایَ قَبْلَ اَنْ تُغَلَّ الاَیْدی اِلَی الاَعْناقِ

یا اَرْحَمَ الرّاحِمینَ وَ خَیْرَ الْغافِرینَ.[۹]

راز وایم تا ته ای چې په هر ځای کې موجود یې شاید فریاد مې واورې.

ځکه چې جرم او ګناه مې لویه او شرم مې کم دی

زما مولا ای زما مولا خپله کومه ترهه دریاده کړم او کومه یوه هېره کړم

او که نه وي بل څه بې له مرګه نو همدا ماته بس دی

څنګه! سره له دې چې له مرګه وروسته نړۍ لویه او لا سخته ده

زما مولا ای زما مولا تر کوم وخت او تر کومه ووایم چې (زه ګناهکار یم او) ته مې د بازخواست حق لرې

نه یو ځل بلکې په ځلونو خو بیا هم ته له ما راستي او وفا ونه وینې،

نو ای فریاد او بیا هم ای فریاد ستا در ته ای خدایه

له نفساني خواهشه چې پر ما لاسبری شوی او له هغه دښمنه چې پر ما یې یرغل کړی

او له هغه دنیا چې ځان یې ماته سینګار کړی

او بدیو ته له بلونکي نفسه مګر دا چې پالونکی مې رحم وکړي

زما مولا ای زما مولا که زما په شان په بل چا دې رحم کړی نو په ما هم رحم وکړه

او که زما په شان کس دې قبول کړی نو ما هم قبول کړه

ای د ساحرانو قبلوونکیه ما هم ومنه ای چې له ازله مې له هغه نیکي لیدلې ده

ای چې خواړه دې راکړل په خپلو نعمتونو سره هر سهار او ماښام

رحم وکړه په ما په هغه ورځ چې ستا په نزد درشم یوازې په داسې حال کې چې سترګې مې ستا درته پورته کړې وي

او عملنامه مې په غاړه کې پرته وي او ټول خلک له ما بیزاري ښکاره کړي

حتی مور او پلار مې او حتی هغه څوک چې هڅې او کړاوونه مې د هغه لپاره وو

نو که ته هم په ما رحم ونه کړې نو څوک به په ما رحم کوي

او څوک دي چې د قبر د وېرې مونس او غمخوار مې وي او څوک دي چې ژبه مې ویانه کړي

هغه وخت چې له خپل عمل سره یوازې شم او له ما وپوښتې د هغو شیانو چې تر ما پرې زیات ښه خبر یې

نو که ووایم چې هو نو ستا له عدله چرته تښتېدلی شم

او که ووایم چې نه مې دي کړې نو ځواب به راکړي چې ایا زه دې ګواه نه یم نو ستا عفوه ستا بخښنه غواړم ای زما مولا

د اورین کمیس له اغوستلو مخکې

ستا د عفوې ستا د عفوې غوښتونکی یم ای زما مولا په دوزخ او په سوزنده اور له اخته کېدو مخکې

ستاعفوه ستا عفوه غواړم ای زما مولا مخکې له دې چې لاسونه په زنځیرونو سره په څټونو پورې وتړل شي

ای تر مهربانانو زیات مهربانه او تر ټولو ښه بخښونکیه

فوټ نوټ

  1. قمی، مفاتیح‌الجنان، بخش ملحقات، در ذکر نمازهای مستحبی، ص۸۷۳.
  2. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ص۱۶۰.
  3. مهروش، «حزین، دعا»، ص۴۴۲.
  4. طبرسی، مکارم‌الاخلاق، ۱۳۷۹ش، ص۲۹۵.
  5. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ص۱۶۰.
  6. مهروش، «حزن، دعا»، ص۴۴۲.
  7. شیخ بهایی، مفتاح الفلاح، ۱۴۱۵ش، ص۷۰۱.
  8. نوشاهی، کتابشناسی آثار شبه‌قاره، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۱۹۶۵.
  9. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ص۱۶۰.

سرچينې

  • شیخ بهایی، محمد بن حسین، مفتاح الفلاح فی عمل الیوم و اللیلة، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجد، طوسی، بیروت، مؤسسه فقه‌الشیعه، ۱۴۱۱ق.
  • طبرسی، حسن بن فضل، مکارم الأخلاق، قم، الشریف الرضی، ۱۳۷۰ش.
  • قمی، شیخ عباس، مفاتیح‌الجنان، چاپ مرکز تحقیقات حج.
  • مهروش، فرهنگ، «حزین، دعا» در دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ج۲۱، تهران، مرکز دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۹۱ش.
  • نوشا‌هی‌، عا‌رف‌، کتاب شناسی آثار فارسی چاپ شده در شبه قاره (هند، پاکستان، بنگلادش)،تهران، ۱۳۹۱ش.