استغفار

د wikishia لخوا

استغفار په لفظي ډول د «استغفرالله» په کلمه ویلو سره او په عملي ډول له الله تعالی د ګناهونو د بخښلو غوښتنه ده. په قرآن او احادیثو کې د بخښنې د هڅولو او حکم کولو ډېر مثالونه شته چې له دې جملې څخه د قرآن کریم ۳۰ آیتونه د پیغمبرانو د استغفار په اړه دي. د الهي عذابونو مخنیوی، د ګناهونو بخښنه او په رزق کې زیاتوالی د استغفار له اغیزو څخه بیان شوی دي.

استغفار کول تر ټولو غوره دعا او عبادت ګڼل کیږي او د ترسره کول یې مستحب دي، کله کله په ځینو مواردو کې، دا د محرم کس لپاره د کفارې په توګه واجب کیږي. د قرآن د لارښوونو له مخې د مشرکانو لپاره د پیغمبر(ص) استغفار روا نه دي.

امام علی(ع) له تېرو ګناهونو توبه، ګناهونو ته د بیا نه ورګرځېدلو پرېکړه، د خلکو د حقوقو پوره کول او د واجباتو پوره کول د استغفار له شرطونو ذکر کړي دي.

په هر وخت او هر ځای کې د استغفار سپارښتنه شوې ده. خو ډېر ټینګار ورباندې د سحر په وخت کې شوی دی. استغفار کله د شخصي ګناه او په ځان باندې د ظلم له امله، کله کله پر نورو باندې د تېري له امله او کله کله هم د اجتماعي ګناهونو له امله ترسره کېږي.

مفهوم پیژندنه

د استغفار کلمه له الله تعالی څخه د ګناهونو د بخښنې لپاره لفظي یا عملي[۱] غوښتنه ده او موخه یې د ګناه[۲] او د الهي عذاب له ناوړه اغیزو څخه د معافیت غوښتنه ده.[۳]

استغفار یا لفظی او ژبنی دی لکه «استغفر الله» ویل او یا عملی او فعلي دی لکه یو داسې عمل ترسره کول چې د انسان د مغفرت سبب وګرځی.[۴] د ژبني استغفار ذکر په ځینې بابونو لکه طهارت، صلاة، روژه، حج، تجارت، ظهار او کفارې په بابونو کې بحث شوی دی.[۵]

د زمخشري او فخر رازي په ګډون ځینو سني مفسرینو د د قرآن په ځينو آيتونو کې د استغفار کلمه، لکه د سوره هود په ٥٢ آيت کې (وَيا قَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ) د ایمان[۶] یا اسلام په مانا لکه د انفال سوره ۳۳ آیت (وَما كانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ)[۷] ګڼلې ده. طبرسي چې په پنځم هجري پېړۍ کې یو شیعه مفسر وو، د قرآن کریم په ځینو آیتونو کې د استغفار کلمه لکه (د آل عمران سوره ۱۷ آیت، الصَّابِرِينَ وَالصَّادِقِينَ وَالْقَانِتِينَ وَالْمُنْفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالْأَسْحَارِ [دا دي: پرهیزګار بندګان] صبر کوونکي، رښتیني، اطاعت کوونکي، انفاق کوونکي او د سحر په وخت کې استغفار کوونکي) د ځينو احاديثو پر بنسټ يې دا د لمونځ کولو په معنا تعبير کړې او د استغفار له مصداقونو څخه يې يو عملی مصداق ګڼلى دى.[۸]

مقام

د استغفار مفهوم په قرآن کریم کې ۶۸ ځله ذکر شوی دی چې ۴۳ یې د استغفار مشتقات ذکر دي، ۱۷ یې د «إغفر»، درې یې د «یغفر»، دوه یې د «تغفر» په بڼه دي. او یو ځل د «مغفرة» په صیغې سره راغلی دی.[۹]

استغفار ته هڅول یا د دې کار امر کول د قرآن کریم په ډیرو آیتونو کې راغلي دي لکه؛ د بقره سوره ۱۹۹ آیت، د نساء سوره ۱۱۰ آیت او د هود سوره ۶۱ آیت[۱۰] او په ځینو مواردو کې قرآن هغه کسان غندلي چې استغفار نه کوي او بخښنه نه غواړي.[۱۱]

د قرآن د لارښوونو له مخې ملائکې د مؤمنانو لپاره[۱۲] او د ځمکې د خلکو لپاره استغفار کوي[۱۳] او د ګناهونو بخښنه غوښتل د متقیانو صفت دی[۱۴] همدارنګه له پیغمبرانو څخه د ګناهګارانو د بخښنې غوښتنه او له خدای څخه د بخښنې غوښتل یو له هغو موادو څخه دی چې له خدای پرته له بل چا څخه د بخښنې په غوښتلو کې د شرک شک ردوي. د قرآن کريم د اياتونو له مخې د اهل سنتو څېړونکو هم له پېغمبر اکرم څخه بخښنه غوښتل شرک نه دى ګڼلى.[۱۵] د یوسف سوره د ۹۷ آیت په وینا، د حضرت يعقوب عليه السلام اولادونو د خپل ورور يوسف عليه السلام له پېښو وروسته له خپل پلار څخه وغوښتل چې د دوي لپاره له خدايه بخښنه وغواړي او هغه هم ورسره ژمنه وكړه چې دا كار به كوي.[یادونه 1] او همدارنګه د نساء سوره په ۶۴ آیت کي راغلي دي: هغه ګناهکاران چې په خپل ځان یې ګناه کولو سره ظلم کړی و له خدایه بخښنه غواړي او پیغمبر(ص) هم د هغوي لپاره له خدایه بخښنه غواړي.[۱۶]

په یوه روایت کې راغلي دي چې زیاتې استغفار کولو د بندګانو نامه اعمال روښانه کوي.[۱۷] په بل روايت کې زرارة بن اعين له امام صادق(ع) څخه نقل کړي دي چې څوک ګناه کوي هغه ته له سهاره تر ماښامه پورې د استغفار لپاره وخت دی او په دې صورت کې به هغه ګناه نه ليکل کيږي.[۱۸]

د معصومانو استفغار

اصلی مقاله: د معصومانو استغفار

د قرآن کریم کابو ۳۰ آیتونه د پیغمبرانو د استغفار په هکله راغلي دي[۱۹] خو علامه طباطبايي د پیغمبرانو عصمت ته په اشارې سره د هغوي له خوا د ګناه ترسره کیدل د هغوي د رسالت او دندو خلاف عمل ګڼلی دی. او وايي چې کیدی شي انبیاء علیهم السلام د ځان لپاره ځینې مباح عملونه هم ګناه ګڼله او د دې لپاره یې بخښنه غوښتله.[۲۰] دا ټکی د «حسنات الابرار سیئات المقربین» جملې موضوع ده چې نه يوازې دا چې د ځينو خلکو روا عملونه د نورو لپاره ګناهونه دي، بلکې د ځينو خلکو نېک اعمال لکه (ابرار) هم د نورو لپاره ګناه ګڼل کېږي.[۲۱]

د قرانکریم په آپه آيتونو کې او همدارنګه د معصومو(ع) په ویناو کې د استغفار ځینې آثار نقل شوي؛ له هغو ځینې: له الهي عذاب څخه خونديتوب[۲۲]، د ګناهونو بخښل کیدل،[۲۳] د روزۍ او اولاد زياتیدل،[۲۴] او همدارنګ اوږد عمر.[۲۵]

قال رسول الله صلی الله علیه وآله:

«طُوبى لمَن وُجِدَ في صَحيفَةِ عَمَلِهِ يَومَ القِيامَةِ تَحتَ كُلِّ ذَنبٍ : أستَغفِرُ اللّه»

نیکمرغه دی هغه څوک چې د قیامت په ورځ د هغه په نامه اعمال کې له هرې ګناه وروسته د "استغفر الله" کلمه لیکلي وي.
* سرچينه: ری شهری، میزان الحکمه، ج۳، ص۲۲۷۴.

حکمونه

بخښنه غوښتل مستحب دي؛ خو ممکنه ده د ځینو دلایلو له مخې واجب یا حرام شي.

  1. مستحب استغفار: استغفار غوره دعا او عبادت ګڼل کېږي او په هر حالت کې مستحب ګڼل شوی دی. له هغو څخه:[۲۶] د لمانځه د دوو سجدو تر منځ،[۲۷] له تسبيحات اربعه وروسته،[۲۸] په قنوت کې، په ځانګړې توګه د وتر د لمانځه په قنوت کې،[۲۹] د سحر په وخت کې،[۳۰] او د روژې په مياشت کې.[۳۱]
  2. بخښنه غوښتل واجب دي: په ځینو مواردو کې استغفار واجب دی. لکه د هغه کس لپاره چې د احرام په حالت کې یو یا دوه ځله جګړه وکړي، نو کفاره کې ورباندې استغفار کول واجبیږي.[۳۲]
  3. حرام استغفار: د قرآن کریم له نظره د مؤمنانو لپاره روا نه ده چې د مشرکانو لپاره بخښنه وغواړي.[۳۳] د ابراهیم علیه السلام د خپل پلار (یا د مور له خوا نیکه یا تره) لپاره د بخښنې غوښتلو په اړه د مفسرینو تر منځ اختلاف دی. ځکه چې هغه له مشرکانو څخه و.[۳۴] خو د قرآن د آيتونو له مخې ابراهيم عليه السلام د خپل پلار سره د کړي وعدې مطابق د هغه لپاره استغفار وکړ، خو کله چې پوه شو چې ايمان يې نه دی راوړی، نو هغه يې د بیزارۍ اعلان وکړ او له دې وروسته یې ورله بیا بخښنه ونه غوښتله. قرآن کریم د توبې د سورت په ۱۱۴ آیت کې دا خبره کړې ده: وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ إِلَّا عَنْ مَوْعِدَةٍ وَعَدَهَا إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلَّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ ۚ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَأَوَّاهٌ حَلِيمٌ «او د ابراهیم علیه السلام د خپل پلار لپاره بخښنه غوښتل د هغه وعدې له مخې وو چې هغه ورسره کړې وه. خو کله چې ورته څرګنده شوه چې هغه د خدای دښمن دی، نو له هغه یې بیزاري وکړه. په حقیقت کې ابراهیم دلسوز او زغم لرونکی و.

آداب

له معصومو امامانو څخه په روايتونو کې د استغفار کولو لپاره ځینې آداب ذکر شوي دي. له هغو څخه یو د امام علی(ع) د استغفار غوښتونکی سړي ته په خطاب کې، د حقیقي استغفار شپږ ځانګړنې بیان کړی، چې دا دي: په تیرو (ګناهونو باندې) پښیماني، ګناهونو ته د بیرته نه ورګرځیدو جدي پریکړه، د خلکو د حقوقو ادا کول، د هغه واجباتو ادا کول چې قضا کړي یې دي. او دا هڅه کول چې له حرامو کومه غوښه د ده په بدن جوړه شوې ده هغه ویلي کړي او بدن ته د اطاعت او بندګۍ کولو درد او خوند ورڅکول.[۳۵]

استغفار، که څه هم دا په یو ځانګړي وخت او ځای پورې محدود نه دی؛ خو په قران کریم کې د سحر په وخت کې د استغفار پر کولو ټینګار شوی دی.[۳۶] (وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ د ذاریات سوره، ۱۸ آیت)

د استغفار ډولونه

استغفار د ګناه د ماهیت او موضوع له مخې په درې ډوله ویشل شوی دی:

  1. د نفسي ګناهونو او د نفس د ظلم څخه بخښنه غوښتل (شخصي ګناهونه)
  2. د ګناهونو بخښنه غوښتل او د نورو خلکو د حقونو څخه استغفار(د یو بل په وړاندې د خلکو ګناهونه)
  3. د ټولنیزو ګناهونو (د مدیرانو، سیاستوالو او د ټولنې د مشرانو ګناهونه) د بخښنې غوښتل.[۳۷]

فوټ نوټ

  1. راغب، مفردات الفاظ القرآن، ۱۴۱۶ق، ص۶۰۹.
  2. اسکندرانی، کشف الاسرار، ۲۰۱۰م، ج۲، ص۴۶.
  3. ابن عاشور، التحریر و التنویر، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۲۲۳؛ راغب، مفردات الفاظ القرآن، ۱۴۱۶ق، ص۶۰۹.
  4. مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص۴۳۹.
  5. مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ج۱، ص۴۳۹.
  6. زمخشری، الکشاف، دارالکتاب العربی، ج۲، ص۴۰۲.
  7. فخر الرازی، التفسیر الکبیر، دار احیاء التراث العربی، ج۱۵، ص۱۵۸.
  8. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۷۱۴.
  9. مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، ۱۳۸۵ش، ج۳، ص۱۳۴.
  10. عبدالباقی، المعجم المفهرس، ۱۴۱۲ق، ص۵۰۰.
  11. اَفَلایتوبونَ اِلَی اللهِ ویستَغفِرونَهُ (سوره المائدة، آیه ۷۴).
  12. سوره غافر، آیه ۷.
  13. سوره شوری، آیه۵.
  14. سوره آل عمران، آیه ۱۵-۱۶؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ج۲، ص۴۶۳.
  15. «درس‌هایی در مورد وهابیت آیت‌الله سبحانی»، مدرسه فقاهت.
  16. سوره نساء، آیه۶۴.
  17. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۰۴.
  18. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۴۳۷.
  19. مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، ۱۳۸۵ش، ج۳، ص۱۴۲.
  20. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۶، ص۳۶۷.
  21. اربلی، کشف الغمه فی معرفة الائمه، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۲۵۴.
  22. سوره انفال، آیه ۳۳؛ علی الموسوی، شرح نهج البلاغه، ۱۴۱۸ق، ج۵، ص۲۶۷؛ همدا وګورئ: مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۸۰ش، ج۷، ص۱۵۴-۱۵۵.
  23. سوره نوح، آیه ۱۰.
  24. سوره نوح، آیه ۱۰-۱۲.
  25. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۵۴۳؛ فخر الرازی، التفسیر الکبیر، دار احیاء التراث العربی، ج۳۰، ص۱۳۷.
  26. حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۷، ص۱۸۰.
  27. یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۸۳.
  28. یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۵۸.
  29. یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۹۹.
  30. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۷ق، ج۷، ص۳۳.
  31. حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۱۰، ص۳۰۴.
  32. محمودی، مناسک عمره مفرده، ۱۳۸۷ش، ص۶۹).
  33. سوره توبه، آیه ۱۱۳.
  34. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۱۳۲.
  35. نهج البلاغه، شرح عباس علی الموسوی، حکمت ۴۱۷، ص۵۰۸.
  36. وګورئ: سوره آل عمران، آیه ۱۷؛ سوره ذاریات، آیه ۱۸.
  37. دفترحفظ و نشر آثار حضرت آیت الله العظمی خامنه ایhttps://farsi.khamenei.ir/speech-content?id=20585

سرچينې

  • ابن عاشور، محمد طاهر، التحریر و التنویر، بیروت، مؤسسة التاریخ، ۱۴۲۰ق.
  • اربلی، علی بن عیسی، تحقیق و تصحیح : سید هاشم رسولی محلاتی، تبریز، ناشر بنی هاشمی، چاپ اول، ۱۳۸۱ق.
  • اسکندرانی، محمد بن احمد، کشف الاسرار النورانیة القرآنیة،‌ مصحح احمد فرید المزیدی، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۲۰۱۰م.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعه الی تحصیل مسایل الشریعه، قم، موسسه آل البیت علیهم السلام لاحیاء التراث، ۱۴۰۹ق.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، مفردات ألفاظ القرآن،‌دمشق، دار القلم، ۱۴۱۶ق.
  • زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقایق غوامص التنزیل و عیون الاقاویل فی وجوه التاویل،‌ بیروت، دارالکتاب العربی، [بی تا].
  • علی الموسوی، عباس، شرح نهج البلاغه، بیروت، دار الرسول الأکرم، ۱۴۱۸ق/۱۹۹۸م.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • عبدالباقی، محمد فؤاد، المعجم المفهرس لألفاظ القرآن الکریم، بیروت، دار‌المعرفه، ۱۴۱۲ق.
  • علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق/۱۹۷۱م.
  • فؤاد عبدالباقی، محمد، المعجم المفهرس لألفاظ القرآن الکریم، قاهره، دار الکتب المصریة، ۱۳۶۴ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر،‌ بیروت، دار احیاء التراث العربی، [بی تا].
  • کلینی، محمد بن یعقوب، اصول کافی، مصحح علی اکبر غفاری، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت، با اشراف و نظارت سید محمود هاشمی شاهرودی، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۲ش.
  • محمودی، محمدرضا، مناسک عمره مفرده: مطابق با فتاوای حضرت آیت الله العظمی امام خمینی و مراجع معظم تقلید، تهران، مشعر، ۱۳۸۷ش.
  • مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، قم، مؤسسه بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه،‌تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۸۰ش.
  • نجفی، محمدحسن بن باقر، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام،‌بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ق.
  • یزدی، سید محمد کاظم، العروة الوثقی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۹ق.
  • https://ganjoor.net/naraghi/taghdis/sh143، نراقی، ملا احمد، طاقدیس.

بهرنې اړیکه