خاصف النعل (لقب)

د wikishia لخوا
دا مقاله د خاصف النعل (لقب) په اړه ده. د دې لقب په اړه د حدیث د زده کولو لپاره، د خاصف النعل حدیث مدخل وګورئ.

خاصِفُ النَّعْل، (د پیزارو د ګنډونکي په معنا) د شیعو د لومړي امام حضرت علی(ع) له لقبونو څخه یو لقب دی.[۱] دا لقب د خاصف النعل له حدیثونو څخه اخستل شوی دی، چې پیغمبر(ص) په کې امام علی(ع) په دې لقب سره یاد کړی دی؛ ځکه چې هغه دغه وخت د پيغمبر(ص) د پيزارو په ګنډلو لګیا و.[۲]

خصف د یو بل سره د شیانو راټولولو او نښلولو ته ویل کیږي[۳] او هغه کس ته، چې د پيزارو ټوټې راټولوي او په خپل اصلي شکل کې یې راولي، خاصف النعل ویل کیږي.[۴] د امام علی(ع) په لاس د رسول الله(ص) د پيزارو په ګنډولو کې د هغه ډېر تواضع[۵] او ساده ژوند څرګندیږي.[۶]

هغه روايتونه چې پېغمبر اکرم(ص)، امام علي په خاصف النعل سره یاد کړی دی، هر يو يې يو يا څو فضيلتونه بيانوي؛ له هغو ځینې د امام علی(ع) امامت او خلافت او له مشرکانو او ظالمانو سره د هغه د جنګ دي.[۷] دا روایتونو د شیعو په لومړیو حدیثي کتابونو لکه کتب اربعه[۸] او د اهل سنتو په صحاح،[۹] مسانیدو[۱۰] او سنن[۱۱] کې هم راغلي دي او شیعه او سني فقهاء یې ځینې صحیح او معتبر ګڼي.[۱۲] ځینې شیعه عالمانو لکه شرف الدین او کاشف الغطا ویلي دي چې دا روایتونه متواتر دي.[۱۳]

یو له هغه روایتونو چې په شیعه سني حدیثي سرچینو کې راغلی دی او پیغمبر(ص) په کې امام علی(ع) د خاصف النعل په لقب سره یاد کړی دی داسې دی: پيغمبر(ص) خپلو اصحابو سره و چې ویې فرمایل: «إِنَّ مِنْکمْ مَنْ یقَاتِلُ عَلَی تَأْوِیلِ هَذَا الْقُرْآنِ کمَا قَاتَلْتُ عَلَی تَنْزِیله؛‌ په تاسو کې داسې څوک شته چې هغه به د قرآن د تأویل لپاره جنګیږي؛ لکه څرنګ چې زه د دې قرآن د تنزیل لپاره وجنګیدم.» ځینو حاضرو کسانو ترې پوښتنه وکړه چې هغه مونږ یوو؟ پيغمبر(ص) د هغوي ځواب منفي ورکړ او هغه یې هغه کس وباله چې د پيغمبر(ص) د پيزارو په ګنډلو بوخت دی. په دغه وخت کې امام علی(ع) د پيغمبر(ص) پيزار ګنډل.[۱۴]

فوټ نوټ

  1. سبط بن جوزی، تذکرةالخواص، ۱۴۱۸ق، ص۱۶؛ مقدس اردبیلی، حدیقةالشیعة، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۱۶؛ شیعی سبزواری، راحةالارواح، ۱۳۷۸ش، ص۸۶.
  2. بحرانی، غایةالمرام، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۲۸۵؛ اربلی، کشف‌الغمة، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۳۳۵؛ علامه حلی، نهج‌الحق، ۱۹۸۲م، ص۲۲۰، ابن‌شهرآشوب مازندرانی، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۴۴.
  3. ابن‌منظور، لسان‌العرب، بیروت، ج۹، ص۷۱.
  4. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۸، ص۳۵.
  5. عطیه، علی علیه‌السلام خاصف نعل النبی صلی‌الله‌علیه‌وآله، ۱۴۳۶ق، ص۱۳.
  6. مکارم شیرازی، پیام امام امیر المومنین(ع)، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۳۰۳.
  7. بحرانی، غایةالمرام، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۲۸۵؛ اربلی، کشف‌الغمة، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۳۳۵؛ علامه حلی، نهج‌الحق، ۱۹۸۲م، ص۲۲۰؛ ابن‌شهرآشوب مازندرانی، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۴۴.
  8. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۱۱-۱۲؛ شیخ طوسی، تهذیب الأحکام، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۱۶.
  9. ترمذی، سنن ترمذی، ۱۴۱۹، ج۵، ص۴۵۲.
  10. ابن‌حنبل، مسند الامام احمد بن حنبل، ۱۴۱۶ق، ج۱۷، ص۳۹۱.
  11. نسائی، سنن‌النسائی، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۱۲۷-۱۲۸.
  12. د بېلګۍ په توګه وګورئ: ترمذی، سنن ترمذی، ۱۴۱۹، ج۵، ص۴۵۲؛ مقدس اردبیلی، حدیقة الشیعة، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۲۳۲.
  13. شرف‌الدین، المراجعات، ۱۴۲۶ق، ص۳۱۹؛ کاشف‌الغطاء، کشف‌الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۳۷.
  14. ابن‌حنبل، مسند الامام احمد بن حنبل، ۱۴۱۶ق، ج۱۷، ص۳۹۱، ج۱۸، ص۲۹۶. با کمی اختلاف در: شیخ مفید، الإفصاح فی الإمامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۵؛ طبری، المسترشد فی امامة علی بن ابی طالب(ع)، ۱۴۱۵ق، ص۳۵۷؛ سید بن طاووس، الطرائف، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۷۰.

سرچينې

  • ابن‌حنبل، احمد بن محمد، مسند الإمام أحمد بن حنبل، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۶ق.
  • ابن‌شهرآشوب مازندرانی، محمد بن علی، مناقب آل أبی طالب علیهم السلام، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دارصادر، چاپ سوم، بی‌تا.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، تبریز، بنی‌هاشمی، ۱۳۸۱ق.
  • بحرانی، سید هاشم غایة المرام و حجة الخصام فی تعیین الإمام من طریق الخاص و العام، بیروت، مؤسسة التأریخ العربی، ۱۴۲۲ق.
  • ترمذی، محمد بن عیسی، الجامع الصحیح و هو سنن الترمذی، قاهره، دارالحدیث، ۱۴۱۹ق.
  • سبط بن جوزی، یوسف بن قزاوغلی، تذکرة الخواص من الأمة فی ذکر خصائص الأئمة، قم، منشورات الشریف الرضی، ۱۴۱۸ق.
  • سید بن طاووس حسنی، علی بن موسی، الطرائف فی معرفة مذاهب الطوائف فی معرفة مذاهب الطوائف، قم، خیام، ۱۴۰۰ق.
  • شرف الدین، سید عبدالحسین، المراجعات، قم، المجمع العالمی لأهل البیت، چاپ دوم، ۱۴۲۶ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن الحسن، تهذیب الأحکام، تحقیق خرسان، تهران، ‌دار الکتب الإسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الإفصاح فی الإمامة، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیعی سبزواری، ابو سعید، راحة الأرواح، تهران، میراث مکتوب، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، تفسیر المیزان، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۱۷ق.
  • طبری، محمد بن جریر بن رستم، المسترشد فی إمامة أمیر المؤمنین(ع)، قم، مؤسسة الواصف، ۱۴۱۵ق.
  • عطیه، ماجد بن احمد، علی علیه‌السلام خاصف نعل النبی صلی‌الله‌علیه‌وآله، کربلا، العتبة الحسینیة المقدسة، ۱۴۳۶ق،
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، نهج الحق و کشف الصدق، بیروت، دارالکتاب اللبنانی، ۱۹۸۲م.
  • کاشف الغطاء، شیخ جعفر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغراء، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۲۲ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب بن اسحاق، الکافی، تهران، ‌ دارالکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مقدس اردبیلی، احمد بن محمد، حدیقة الشیعة، قم، انتشارات انصاریان، چاپ سوم، ۱۳۸۳ش.
  • مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمومنین(ع)، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۸۵ش.
  • نسائی، احمد بن علی، السنن الکبری، بیروت، دارالکتب العلمیة، منشورات محمد علی بیضون، ۱۴۱۱ق.