د شیعو څلور کتابونه

د wikishia لخوا

د شیعو څلور کتابونه (اَربعه کتابونه) یا د اربعه(څلور) اصول، څلور حدیثي کتابونه دي چې شیعه‌ګان یې د دوی ترټولو مستند حدیثی سرچینې ګني. د څلور کتابونو کې دا دي: الکافی، مَن لایَحضُرُه‌الفقیه، تهذیب‌الاحکام او الاِستِبصار.

کُتُب اَربعه (څلور کتابونه)

الکافی د کلیني لخوا لیکل شوی او من لایحضره‌الفیقیه د شیخ صدوق لخوا لیکل شوی دی. تهذیب‌الاحکام او الاستبصار کی شیخ طوسي لیکلی ده‌.

د لومړي ځل لپاره، شهید ثاني د یو روایت کولو اجازه کې د "څلور کتابونو" اصطلاح د دی کتابونو ګوټه کول يي وکاروله. له هغې وروسته دا اصطلاح په فقهي متنونو کې کارول شوې او ورو ورو مشهوره شوه. د شیعی ځینې عالمانو د نومولې کتابونو ټول حدیثونه معتبر ګنی، مګر ډیری یې هغه حدیثونه مني چې یا خو متواتر دي یا یو معتبر سند لري.

موقعیت

شیعه‌ګان څلور کتابونه؛ کافی، تهذیب، استبصار او من لایحضر، په خپل حدیثی سرچینو کې له ټولو ارزښتمنه گنی. او له دوی ته د اربعه کتابونه(څلور کتابونو) په نامه یادوی. [۱] البته، ډیری شیعه پوهان د دې کتابونو ټول روایتونه پری عمل کول واجب نه منی او دعمل کولو دپاره د سندونه او دلالتونه څیرنۍ اړین گني ترڅو په دوی باندی عمل وکړي.[۲]

د اصطلاح مخینه

شهید ثاني لومړنی عالم دی چې د دې څلورو کتابونو لپاره د اربعه کتابونو اصطلاح کاروي. په ۹۵۰ ق کې، هغه د یو روایت اجازه لیک د "کتب حدیث الاربعه" اصطلاح وکاروله بیا په یو څو نورو روایتونه اجازه لیکونو کې د «کتب الاربعه» اصطلاح وکاروله. [۳]

له دې نیټې څخه شاوخوا درې لسیزې وروسته، اردبیلي محقق دا اصطلاح په خپل فقهي کتاب کې؛ "مجمع الفائده و البرهان" کارولی ده، چه د دوی لیکنو ۹۷۷ ق پیل کړل او ۹۸۵ ق کې پای ته ورسید. چی په دی سمبال کې دغه اصطلاح له حدیثي کتابونو څخه په فقهې کتابونو کی لار موندلې ده. وروسته له هغه په سمبال کی؛ په زبده البیان(لیکنه ۹۸۹ ق)، منتقی الجمان(لیکنه ۱۰۰۶ ق)او په الوافیه کتاب کی(لیکنه ۱۰۵۹ ق) وکاروله.[۴]

د څلور کتابونه اعتبار

شیعه‌ګانو د څلور کتابونو عمومي اعتبار منلۍ دی. شیخ انصاري دغه احتمال لیري نه لیده چې باور د دې مشهور کتابونو د مذهب له اړین مسائل ده. [۵] په دی حال کی د شیعه عالمانو ترمینځ، د قطعیت په صدور کی او ناقطعیت په اړه او بیا د ټولو روایاتو د اعتبار او صحت په اړه نظر شتون لري. دلته درې لیدونه دي:

  • د ټولو روایاتو د صدور قطعیت او د داعتمادوړ: اخباریان د څلور کتابونو ټولې روایاتو داعتمار وړ بولیدي او د دی روایتونه انتساب په معصومین کی قطعی گنی.[۶] د سید مرتضی لید لور اخباریانو ته نږدې دی. هغه په دې کتابونو کې زیاتره روایاتو متواتر یا قطعی الصدور گنی. [۷]
  • د زیاترو ظنی شمیرل او د موثقونو اعتبار: د شیعه ګانو د اصولی فقهاوو پیژندل شوی رایو دا دی چې د یو څو متواتر خبرونو سربیره، د کافی کتاب نور خبرونه ظنې ده او یوازینی هغه روایتونه چې د سند په شرایطو کې معتبر دی حجت ګنی. په هرصورت، د خبرونو د اعتبار شرایط په اړه هم اختلاف شتون لري. [۱۰]

الکافي

کافی د شیخ ابو جعفر کلیني (د مړی کال ۳۲۹ ق) لخوا د غیبت صغرا پرمهال لیکل شوي ده.[۱۱] دا کتاب شاوخوا ۱۶۰۰۰ حدیثونه او درې عمومي برخې لري: اصول، فروع او روضه. [۱۲] په کافي اصولو کې عقیدتی حدیثونه شامل دي، د فروع څانګه کې فقهي روایتونه شتون لری او په روضه څانگه کې د متفرق حدیثونو ټولگه شامل دی.[۱۳]

من لایحضره‌الفقیه

دا کتاب د شیخ صدوق (د مړی کال ۳۸۱ ق) لخوا لیکل شوی دی. پدې کې شاوخوا ۶۰۰۰ حدیثونه شامل دي چې موضوع یې فقهی مسائلو او عملي حکومونه دي. پدې کتاب کې شیخ صدوق هغه حدیثونه راو ړلی ده چې سم گنیي او د دوی پربنسټ یې فتوا ورکړېده. [۱۴]

تهذیب‌الاحکام

دا کتاب د شیخ طوسي (د مړی کال ۳۶۰) لخوا لیکل شوی دی. دغه لیکنه ۳۹۳ برخې او ۱۳۵۹۰ حدیثونه لري او موضوع یې فقهی مسائلو دی. شیخ طوسي دا کتاب ته د المقنعه په تفصیل او توضیح کې چی د شیخ مفید لیکنه دی او دهغه په فرمان کې لیکلي. [۱۵]

الاستبصار فی مااختلف من‌الاخبار

شیخ طوسي دا کتاب د تهذیب الاحکام و روسته او د ځینو زدکونکۍ په غوښتنه لیکلی و. پدې کتاب کې هغه په بیلابیلو فقهي مسئلو کې یوازې متعارض روایتونه راټول کړي دي. پدې لامله، کتاب کې ټول فقهي مسئلې شاملې ندي.[۱۶]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۳۸۳-۳۸۴.
  2. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۳۸۳-۳۸۴.
  3. باقری، «چهار کتاب حدیثی امامیه و رواج اصطلاح «الکتب الأربعة»: نقدی بر دیدگاه اندرو نیومن».
  4. باقری، «چهار کتاب حدیثی امامیه و رواج اصطلاح «الکتب الأربعة»: نقدی بر دیدگاه اندرو نیومن».
  5. رک: انصاری، فرائد الاصول، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۳۹.
  6. استرآبادی،‌الفواید المدنیه، ص۱۱۲؛ الکرکی، هدایة الأبرار، ۱۳۹۶ق، ص۱۷.
  7. د حسن آملي په وینا، معالم الاصول، ص۱۵۷
  8. فاضل تونی، الوافیه فی أصول الفقه، ۱۴۱۵ق، ص۱۶۶.
  9. ملااحمد نراقی، مناهج، ص۱۶۶
  10. سید ابوالقاسم خویی، معجم رجال الحدیث، ج۱، ص۸۷-۹۷
  11. مدیر شانه‌چی، علم الحدیث، ۱۳۸۱ش، ۹۶.
  12. مدیر شانه‌چی، علم الحدیث، ۱۳۸۱ش، ۹۶و۹۷.
  13. مدیر شانه‌چی، علم الحدیث، ۱۳۸۱ش، ۹۶و۹۷.
  14. مدیرشانه‌چی ته وګورئ، تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۱۳۰و۱۳۵.
  15. مدیرشانه‌چی ته وګورئ، تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۱۳۸و۱۴۰.
  16. مدیرشانه‌چی ته وګورئ، تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۱۴۸و۱۵۰.

سرچینې

  • استرآبادی، محمدامین بن محمد شریف، الفوائد المدنیة، تبریز، بی نا، ۱۳۲۱ق.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنة و الادب، قم، مرکز الغدیر للادراسات الاسلامیة، ۱۴۱۶ق/۱۹۹۵م.
  • انصاری، مرتضی، فرائد الاصول، قم، مجمع الفکر الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • باقری، حمید، «چهار کتاب حدیثی امامیه و رواج اصطلاح «الکتب الأربعة»: نقدی بر دیدگاه اندرو نیومن»، وب‌گاه طومار اندیشه، دیده‌شده در ۶ فروردین ۱۳۹۷ش.
  • خویی، سیدابوالقاسم، معجم رجال الحدیث و تفصیل طبقات الرواة، قم، مرکز نشر الثقافة الإسلامیة فی العالم، ۱۳۷۲ش.
  • فاضل تونی، عبدالله بن محمد، الوافیة في أصول الفقه، تحقیق رضوی کشمیری، قم، مجمع الفکر الاسلامی، ۱۴۱۵ق.
  • کرکی، حسین بن شهاب الدین، هدایة الأبرار إلی طریق الأئمة الأطهار، تحقیق رؤوف جمال الدین، نجف، مؤسسة احیاء الاحیاء، ۱۳۹۶ق.
  • مدیرشانه‌چی، کاظم، تاریخ حدیث، تهران، انتشارات سمت، ۱۳۷۷ش.
  • مدیر شانه‌چی، کاظم، علم الحدیث، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ شانزدهم، ۱۳۸۱ش.