خالص محمدي اسلام
خالص محمدي اسلام یا «اسلام ناب محمدی» یعنی خالص او سوچه محمدي اسلام، د حقیقي او تحریف نه شوی اسلام په معنا دی، دا ټکی په شورو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر امام خمیني په لاس جوړ شوی او د امریکايي اسلام په مقابله کې راغلی دی او له هغه وروسته د ایران د دویم رهبر سید علی خامنه اي په خبرو کې په ځلونو استعمال شوی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت لومړي دوو مشرانو د اسلام ناب ځانګړتیاوې د ضعیفو ټولګیو لپاره د هوساینې، ازادي، خپلواکي او ملاتړ بیان کړي دي. هغوي د اسلام ناب راتلل په دې پورې تړلي دي چې صحیح پيژندګلي وشي او د مسلمانانو فکري سطح لوړه شي او د یووالي بنسټونه وده وکړي. په دې برخه کې ځینې کتابونه لیکل شوي دي لکه «اسلام ناب در کلام و پیام امام خمینی» (د امام خمیني په کلام او پيغام کې اسلام ناب) او «اسلام ناب براساس اندیشه رهبر معظم انقلاب اسلامی» (د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د تفکر پر اساس اسلام ناب).
پيژندنه او موقیت
خالص محمدي اسلام یوه داسې اصطلاح ده چې د امریکايي اسلام پر واړاندې حقیقي او نه تحریف شوي اسلام ته اشاره کوي.[۱] کومو کسانو چې دا ټکی کارولی دی، لکه امام خمیني او سید علی خامنه اي، د اسلامي جمهوریت دواړو رهبرانو، هغوي خالص محمدي اسلام هماغه اسلام ګڼي چې پيغمبر(ص) د خلکو لپاره راوړ او دا باور لري چې دا اسلام بې له کوم تحریفه امام علی(ع) او بیا له هغوي وروسته امامانو(ع) ته منتقل شوی دی او له هغوي مونږ ته پاتی دی.[۲]
د لومړي ځل لپاره په ۱۳۶۶ کال کې د وږي د میاشتې په ۳۱ نیټه، امام خمینی «اصلي اسلام» د «اسلام ناب رسول الله» په عنوان سره یاد کړ.[۳] او د مرغومي د ۱۳۶۷ کال د مرغومي د میاشتې په ۱۱ نیټه یې په یوه پيغام کې چې د ایران خلکو ته يې د پارلمان د ټولټاکنو په مناسبت ورکاوه، د «اسلام ناب محمدی» اصلاح وکاروله او همدې سره سم یې «امریکايي اسلام» یې د دې مخالف وښوده.[۴] هغوي په دې پسې نورو پيغامونو او ویناوو کې د دې اصطلاح نور زیات جزئیات بیان کړل.[۵] د اسلامي جمهوریت دویم رهبر، سید علی خامنه اي، هم په ډېرو ځایونو کې د خالص محمدي اسلام ځانګړتیاوې او د هغه په مقابل کې د امریکايي اسلامي ځانګړتیاوې بیان کړي دي.[۶]
د اسلام ناب ځانګړتیاوې او د هغې د رامنځته کیدو لاملونه او خنډونه
د امام خمیني[۷] او سید علی خامنه اي[۸] د لیدتوګو پر اساس، خاص اسلام ځینې ځانګړتیاوې لري چې هغه له مخلوط شوي او منحرف اسلامه جلا کوي. هغوي حقیقي اسلام هماغه د پيغمبرانو او اولیاو مکتب ګڼي چې د خلکو لپاره هوساینې، ازادي، استقلال، عزت، د کمزورو سره مرسته، د ښکېلاک په خلاف جهاد او د فساد د ریښو د وچولو غوندې ځانګړتیاوې لري.[۹] د هغوي د وینا مطابق، اسلام یوازې عبادت نه دی؛ بلکه، دا دین یو هراړخیزه سیاسي او ټولنیز سیستم دی چې، د دولت له بنسټ سره سم، د انساني ژوند ټولو اړخونو ته پام لري.[۱۰]
د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر، مظلومان، محرومان او ریښتیني او ژمن عالمان د خالص محمدي اسلام د اصلي ملاتړي معرفي کوي. د هغه له نظره، د اسلام د لوړو اهدافو تحقق، چې د پیغمبرانو، امامانو او د امامانو د ځای ناستو په مشرۍ ترسره کېدل، د هغو خلکو په شتون او ملاتړ سره ترلاسه کیدل چې د ظالمانو له خوا ځورول شوي وو او هغوي ترې تنګ شوي وو. د ایران اسلامي انقلاب، د اسلام ناب محمدي د تحقق په توګه، هم د ټولنې د همدې مظلومې ډلې په ملاتړ سره رامینځته شو. په پایله کې، د اسلامي حکومت چارواکي د دوي په وړاندې دوه ګونی مسؤلیت لري.[۱۱]

د ایران د اسلامي جمهوریت د لومړیو دوو مشرانو په وینا، په ټولنه کې د خالص اسلام د تحقق لپاره، عالمان او خلک باید ریښتینی اسلام وپیژني او نورو ته یې وروپیژني، د خلکو فکري او عقیدوي بنسټونه لوړ کړي، او د خالص اسلام له مخ څخه د تَحَجُّر له منځه وړلو سره، د امریکایي اسلام سره د مبارزې لاره روښانه کړي.[۱۲] مسلمانان هم باید له یو بل سره متحد وي او په ټولنیزو ډګرونو کې په اعظمي توګه شتون سره او د جګړې چمتووالي په ساتلو سره، تل د اسلام د دفاع لپاره چمتو وي.[۱۳] دیني مدرسې هم باید په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې په سم او علمي شتون سره، علمي او اخلاقي وړتیاوې وساتي، او په مدرسو کې د ښکېلاک ملګرو د نفوذ مخه ونیسي، اسلامي احکامو ته په ټولنه کې عینیت ورکړي، او د «د علماو په شکل راغلي شخصیتونو» سره مقابله وکړي چې هڅه کوي تفرقه رامینځته کړي او منحرفو افکارو ته وده ورکړي.[۱۴]
ځانګړی لیکنې
«اسلام ناب در کلام و پیام امام خمینی» کتاب، دا د هغه له ویناوو، پیغامونو او لیکونو څخه اخیستل شوی چې د خالص محمدي اسلام په اړه وو، دا د امام خمیني د اثارو د راټولولو او خپرولو موسسه لخوا خپور شوی دی.[۱۵] په دې موضوع باندې یو بل اثر «درآمدی بر اسلام ناب با نگاهی به اندیشههای امامخمینی» (د امام خمیني(رح) د افکارو په کتنه سره د خالص اسلام معرفي) کتاب دی، چې د سید محمد صادق حسیني لخوا لیکل شوی او د عروج خپروندوی لخوا خپور شوی.[۱۶] د محمد طهماسبي لخوا لیکل شوی کتاب «اسلام ناب براساس اندیشه رهبر معظم انقلاب اسلامی» (د خالص اسلام انقلاب د ستر رهبر د فکر پر بنسټ)، د دې موضوع په اړه د سید علي خامنه اي د وینا او تحلیل دی.[۱۷]
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ حسینی، درآمدی بر اسلام ناب، ۱۳۸۹ش، ص۱۶۳.
- ↑ فلاحپور، «ابعاد و مرزهای اسلام ناب محمدی»، ص۳۷.
- ↑ پورحسین، «اسلام ناب محمدی»، ج۱، ص۷۳۸؛ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج۲۰، ص۳۹۲.
- ↑ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج۲۱، ص۹-۱۱.
- ↑ پورحسین، «اسلام ناب محمدی»، ج۱، ص۷۳۸.
- ↑ «اسلام ناب محمدی»، پایگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیتالله خامنهای.
- ↑ امام خمینی، اسلام ناب در کلام و پیام امام خمینی، ۱۳۷۸ش، ص۶.
- ↑ خامنهای، «بیانات در مراسم بیست و هشتمین سالروز رحلت حضرت امام خمینی»، پایگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیتالله خامنهای.
- ↑ امام خمینی، اسلام ناب در کلام و پیام امام خمینی، ۱۳۷۸ش، ص۳۹-۴۵.
- ↑ امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج۶، ص۲۰۰؛ خامنهای، «بیانات در مراسم بیست و هفتمین سالگرد رحلت امام خمینی»، پایگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیتالله خامنهای.
- ↑ امام خمینی، اسلام ناب در کلام و پیام امام خمینی، ۱۳۷۸ش، ص۳۹۱-۴۰۲.
- ↑ امام خمینی، اسلام ناب در کلام و پیام امام خمینی، ۱۳۷۸ش، ص۶۳۳-۶۴۶؛ خامنهای، «بیانات در دیدار اعضاى مجلس خبرگان رهبرى»، ، پایگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیتالله خامنهای.
- ↑ امام خمینی، اسلام ناب در کلام و پیام امام خمینی، ۱۳۷۸ش، ص۶۰۷-۶۳۲.
- ↑ امام خمینی، اسلام ناب در کلام و پیام امام خمینی، ۱۳۷۸ش، ص۶۴۶-۶۷۶.
- ↑ امام خمینی، اسلام ناب در کلام و پیام امام خمینی، ۱۳۷۸ش، شناسنامه کتاب.
- ↑ حسینی، درآمدی بر اسلام ناب، ۱۳۸۹ش، شناسنامه کتاب.
- ↑ طهماسبی، اسلام ناب بر اساس اندیشه رهبر معظم انقلاب اسلامی، ۱۳۹۹ش، شناسنامه کتاب.
سرچينې
- امام خمینی، سید روحالله، اسلام ناب در کلام و پیام امام خمینی، تهران، مؤسسه تنظيم و نشر آثار امام خمينی، ۱۳۷۸ش.
- امام خمینی، سید روحالله، صحیفه امام، مؤسسه تنظيم و نشر آثار امام خمينی، ۱۳۷۸ش.
- پورحسین، مهدی، «اسلام ناب محمدی»، در دانشنامه امام خمینی، گردآوری سید ضیاء مرتضوی، تهران، مؤسسه تنظيم و نشر آثار امام خمينی، ۱۴۰۰ش.
- حسینی، سید محمدصادق، درآمدی بر اسلام ناب با نگاهی به اندیشههای امامخمینی، تهران، موسسه چاپ و نشر عروج (وابسته به موسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی (س))، ۱۳۸۹ش.
- خامنهای، سیدعلی، «بیانات در دیدار اعضاى مجلس خبرگان رهبرى» ، پایگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیتالله خامنهای، تاریخ درج مطلب ۱۲ اسفند ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید ۳۰ آبان ۱۴۰۳ش.
- خامنهای، سیدعلی، «بیانات در مراسم بیست و هشتمین سالروز رحلت حضرت امام خمینی»، پایگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیتالله خامنهای، تاریخ درج مطلب ۱۴ خرداد ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید ۳۰ آبان ۱۴۰۳ش.
- خامنهای، سیدعلی، «بیانات در مراسم بیست و هفتمین سالگرد رحلت امام خمینی»، پایگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیتالله خامنهای، تاریخ درج مطلب ۱۴ خرداد ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید ۳۰ آبان ۱۴۰۳ش.
- طهماسبی، محمد، اسلام ناب بر اساس اندیشه رهبر معظم انقلاب اسلامی، تهران، شرکت چاپ و نشر بینالملل، ۱۳۹۹ش.
- فلاحپور، مجید، «ابعاد و مرزهای اسلام ناب محمدی(ص) از دیدگاه امامخمینی»، مجله مصباح، شماره ۴۱، فروردین ۱۳۸۱ش.
بهرنۍ لینک
- مقاله (خالص محمدي اسلام)«اسلام ناب محمدی» (په امام خمیني پوهنغونډ کې)در دانشنامه امام خمینی.