منځپانگې ته ورتلل

رحماني اسلام

د wikishia لخوا

رحماني اسلام له اسلامه داسې اخستون (قرائت) ته ويل کېږي چې پر رحمت او مهربانۍ ولاړ وي، او له تاوتریخوالي او افراطه ځان لېرې ساتي. د دې لیدلوري مدافعان باور لري چې اسلام له مخالفو نظریو سره د نرمښت، خبرو اترو، د ازادۍ د درناوي، او له انحصار غوښتنې، تحجّر او تنګ‌نظري څخه د لېرېتوب پر بنسټ چلند کوي. د رحماني اسلام پلویانو ترمنځ دا اختلاف شته چې ایا رحمانيت د اسلام له ذات (اصلي ماهيت) سره تړلی دی او که وروسته ورزیات شوی؟ او همدارنګه دا چې ایا دا لیدلوری له اسلامي حکومت سره سازګار دی که نه. محسن کدیور او عبدالکريم سروش د رحماني اسلام له مشهور پلویانو څخه شمېرل کېږي.

د شيعه مذهب د تقليد مرجع او د ايران د اسلامي جمهوريت د رهبر سید علي خامنه‌اي له نظره، رحماني اسلام يوه التقاطي (مخلوط شوې) او له لېبرالیزم څخه اغېزمنه نظريه ده. هغه او عبدالله جوادي آملي د رحماني اسلام او د تاوتريخوالي د اخستونونو پر وړاندې، د «سوچه اسلام» نظريه وړاندې کوي؛ داسې اسلام چې له عقلانيت، د دښمن پر وړاندې له نه تسليمېدو، او همدارنګه له تاوتريخوالي او تکفیر څخه په يو وخت فاصله لري. د رحماني اسلام منتقدان وايي چې دا نظريه دين يوازې اخرت ته محدودوي او د تساهل (سستۍ) او اباحه‌ګرۍ (قيود نه منلو) سبب ګرځي.

د رحماني اسلام لیدلوری د بېلابېلو اسلامي مذهبونو په متفکرانو کې موجود دی، خو ويل کېږي چې د اسلامي جمهوريت د سياسي نظام له جوړېدو وروسته، دا فکر په ايران او تشیع کې ډېر څرګند شوی دی. د دې مفکورې د يو فکري ـ ټولنيز بهير په توګه د را څرګندېدو مخينه د ۱۳۶۰ لسیزې وروستیو ته رسېږي.

له اسلامه رحماني تفسیر

رحماني اسلام د اسلامي باورونو د داسې تفسیر نوم دی چې د دې مفکورې د نظريه‌پوهانو په وينا، خبرو اترو، تنوع او تکثر، ازادۍ او د مخالف د زغم ارزښت ته ځانګړې پاملرنه کوي، او په مقابل کې نور تفسیرونه په انحصار غوښتنې، تحجر او تنګ‌نظرۍ اخته معرفي کوي. دغه څېړونکي له اسلام څخه ډېری تفسیرونه تاوتریخوالي غوښتونکي او افراطي بولي.[۱] محسن کدیور، رحماني اسلام د فاشیستي اسلام، طالباني، اموي اسلام، تور او متحجر اسلام په مقابل کې راولي.[۲]

د اسلام ذات رحماني دی

د محسن کدیور په باور، چې د رحماني اسلام له نظريه‌پوهانو څخه دی، اسلام په خپل ذات کې رحماني دی، خو د وخت په تېرېدو سره، د جاهليت د زیږو عادتونو او دودونو د اغېزو او د اصلي موخو او روحيې له پامه غورځېدو له امله، له خپل رحماني اړخه لرې شوی دی.[۳] همدارنګه د اکبر هاشمي رفسنجاني، سید محمد خاتمي او حسن روحاني له خبرو څخه هم دا اخستون کېږي چې اسلام په ذات کې رحماني دی.[۴] خو عبدالکریم سروش برعکس باور لري چې اسلام په پیل کې رحماني نه و، بلکې وروسته د مسلمانو مفکرانو د فکري بدلونونو په نتیجه کې پکې رحماني اړخونه راڅرګند شول. سروش د «دين او قدرت» په نظريه کې، د نبوي تجربې د پراختيا او د شريعت د نظریې د پراخېدو او تنګېدو د نظریې پر بنسټ، دغه لید وړاندې کړی دی.[۵]

رحماني اسلام د تاريخي اسلام پر وړاندې

د رحماني اسلام منونکي اسلام په دوو برخو وېشي: تاريخي اسلام او معنوي اسلام. تاريخي اسلام د زمان او مکان پر مقتضياتو ولاړ دی، خو معنوي اسلام د دين پر اصلي موخو او اصولو تمرکز کوي، پرته له دې چې زماني او مکاني شرايط په پام کې ونیسي.[۶] د محسن کدیور په وينا، په اسلام د صحيح پوهېدو لپاره بايد له تاريخي لوست او اخستون څخه واټن واخيستل شي او د عقلانيت پر بنسټ د دين اصلي حقيقت ته پام وشي.[۷] د سید محمد علي ایازي په باور، د اسلام رحماني په اخستون کې د دين اساسي اصول او ډېری مذهبي او معاملاتي احکام لا هم معتبر پاتې کېږي، خو هغه احکام او دودونه چې د قرآن له نزول وروسته د مختلفو زماني او مکاني بدلونونو له مخې درک شوي او له همدې امله له رحماني ذات څخه لیرې شوي، نوي تفسیر ته اړتيا لري.[۸]

د رحماني اسلام اساسي ځانګړنې

په رحماني اسلام کې د دين د پېژندنې بنسټونه

محسن کدیور د رحماني اسلام د نظريې اصلي بنسټ د خدای رضا او رحمت ګڼي، او تر څنګ یې په دیني پوهه کې د عقل پر اصالت او اعتبار کلک ټینګار کوي. هغه باور لري چې هېڅ داسې وينا يا حکم چې له سليم عقل سره په ټکر کې وي، نشي منل کېدای؛ هر حکم بايد له عقل سره سمون ولري.[۹] کدیور همدارنګه د اسلام د سم پوهاوي او تفسیر لپاره د علم او پوهې پر کارولو ټینګار کوي. د هغه په باور، عصري بشري علوم د اسلامي علومو ترڅنګ کولای شي په اسلام د ښه پوهېدو لپاره مرسته وکړي.[۱۰]

په رحماني اسلام کې عدالت، اخلاق او بشري حقونه

ويل شوي چې د رحماني په اخستون کې، عدالت او اخلاق د اسلام د پوهېدو بنسټونه دي. هره فتوا يا حکم چې له ټولنيز عدالت سره په ټکر کې وي، د اعتبار وړ نه دی؛[۱۱] همدارنګه هر حکم او فتوا بايد له اخلاقي اصولو سره سمون ولري.[۱۲] پر دې اساس، رحماني اسلام د انسان پر ازادۍ او اختيار ولاړ دی او دا هم ويل کېږي چې اسلام د ټولو انسانانو د ژوند، مال، عزت او آزادۍ ته، پرته له دې چې کوم دين او مذهب ولري، درناوی کوي[۱۳] او هر ډول جبر او اکراه په دیني چارو کې ردوي.[۱۴]

په رحماني اسلام کې د دین او سیاست اړیکه

د رحماني اسلام نظریه‌پوهان د حکومت او سیاست په برخه کې دموکراسي د ټولنې د اداره کولو تر ټولو غوره لاره بولي او باور لري چې په یوه ډيموکراتيکه ټولنه کې واک د خلکو دی او حکومت بايد د خلکو د ارادې پر بنسټ جوړ شي.[۱۵] کدیور د دیني جوړښت او سیاسي جوړښت د خپلواکۍ ساتل د رحماني اسلام له بنسټونو ګڼي او باور لري چې په دیني چارو کې د دولت هر ډول مداخله باطله ده. د هغه په وینا، دیني او سیاسي نهادونه باید له یو بل څخه خپلواک فعالیت وکړي.[۱۶] خو ويل شوي چې د رحماني اسلام په ځينو لوستونو او اخستونونو کې لازماً دین او سیاست جلا نه دي؛ د اکبر هاشمي رفسنجاني، سید محمد خاتمي او حسن روحاني له ویناو څخه اخیستل شوې اخستون دا دی چې اسلام او اسلامي انقلاب د اسلام د رحماني اصولو پر بنسټ ولاړ دي او له تاوتریخوالي او تحجر څخه لرې دي.[۱۷] همدارنګه ويل شوي چې د اسلام د اصیلې رحماني بڼې معرفي کول، په نړيواله کچه د اسلام له صحیح پېژندلو سره مرسته کوي او د اسلامي جمهوريت د بهرنۍ تګلارې د موخو په پرمختګ کې اغېزمن دي.[۱۸]

تاريخي بهير

که څه هم د اسلام رحماني لوست او اخستون د بېلابېلو مذاهبو او هېوادونو د مفکرانو ترمنځ هم ليدل کېږي،[۱۹] خو ويل شوي چې د دې مفکورې د ودې اصلي مرکز د تشیع مذهب او د ايران اسلامي جمهوريت دی،[۲۰] او دا لوست د ۱۳۶۰ لسيزې وروستيو او د ۱۳۷۰ لسيزې لومړيو کلونو کې د يوه معرفتي ـ ټولنيز بهير په توګه راڅرګند شو.[۲۱]

ويل شوي چې د رحماني اسلام د تفسیر لومړنۍ نښې د مهدي بازرګان، علي ګلزاده غفوري، سید حسین نصر، اکبر هاشمي رفسنجاني، محمد مجتهد شبستري، عبدالکريم سروش، مصطفی ملکیان، سید محمد خاتمي، محسن کدیور او حسن روحاني په ویناو کې ليدل کېږي[۲۲] سره له دې، محسن کدیور ته د دې فکري بهیر د ترویج ځانګړی رول ورکړل شوی دی.[۲۳] کدیور د پاکستاني ـ امریکایي روڼ اندي فضل‌الرحمن نظریات الهام‌بښونکي ګڼلي او ځان یې د دې نظريې بنسټ‌ګر بللی دی.[۲۴]

د څېړونکو په وینا، د اسلام له مهمو رحماني لوستونو او اخستونونو څخه یو، د ترکیې د فتح‌الله ګولن ټولنیز اسلام دی چې د «اناتولي اسلام» په نوم شهرت لري. ويل شوي چې دا لوست له صوفي ګروهنو اغېزمن شوی. ګولن د عشق او مینې مفاهیمو ته په ډېر اهمیت ورکولو سره اسلام د تاوتریخوالي څخه لرې، له مدرنیزم او سیکولاریزم سره سازګار دین معرفي کوي.[۲۵]

رحماني اسلام د منتقدانو له نظره

«کله ناکله داسې شعارونه ورکول کېږي چې په ظاهره اسلامي وي، خو په باطن کې اسلامي نه وي؛ له دې جملې څخه... “رحماني اسلام” دی. هو، دا ښکلی عبارت دی؛ هم “اسلام” ښکلی دی، هم “رحماني” ښکلی دی؛ خو مطلب یې څه دی؟... دا رحماني اسلام د له لیبرالیزم څخه د سرچینه اخستونکو معارفو لپاره یو کوډ او کلیدي ټکی دی...».[۲۶]

د رحماني اسلام د لوست منتقدان باور لري چې دا لیدلوری د فقهې د ساحې د محدودولو هڅه کوي او دین یوازې په دنیاوی چارو، اباحه‌ګرۍ، او تساهل ـ تسامح پورې محدودوي. د هغوی په وینا، رحماني اسلام د اسلام روښانفکرانه لوست دی چې د تاوتریخوالي د کمولو په موخه یې د دین یو شمېر اصلي احکام او قوانین له پامه غورځولي دي.[۲۷] همدارنګه ويل شوي چې د رحماني اسلام تصور د مسیحیت د پروټسټانیزم له فکري فضا اغېزمن شوی، چې له دین څخه نرم او انعطاف منونکي لوستونه او اخستونونه وړاندې کوي.[۲۸]

د یوې څېړنې له مخې چې د سید علي خامنه‌اي د لیدلوري په اړه ترسره شوې، د رحماني اسلام لوست او اخستون یو التقاطي اخستون بلل کېږي؛ ځکه دا د انسان‌محورۍ، له توحید څخه د واټن، د ادیانو د کثرت‌پالنې، د دنیاوي ژوند د محوریت او په اخروي چارو پورې د دین د د محدودولو له غلطې نړۍ‌لیدنې او مبانیو څخه متاثره شوی دی. پر دې بنسټ، د سید علي خامنه‌اي په باور، د اسلام د سم اخستون پایله یو «سوچه، بشپړ او جامع اسلام» دی. دا اسلام د نورو مکتبونو لخوا تکمیلېدو ته اړتیا نه لري او باید ټولو معارفو ته یې ژمن پاتې شو.[۲۹]

ويل شوي چې د محسن کدیور د رحماني اسلام مفهوم له عدالت سره هم ځینې ستونزې لري؛ ځکه هغه وايي چې د واقعي عدالت د درک لپاره باید عرف ته رجوع وشي، حال دا چې ګډ عقل نشي کولای د وحي ځای ونیسي. همدارنګه، د رحماني اسلام انسان‌محوره کرامت د خدای له حقونو سره په ټکر کې راځي، او دا ناسم ګڼل شوی.[۳۰]

همداراز په یوه مقاله کې راغلي چې له سیاسي اسلام سره د ژمنتیا په بڼه کې یو روښانه دوه‌قطبي حالت رامنځته شوی: یو لور ته د رحماني اسلام پلویان دي او بل لور ته د تکفیري او تاوتریخوالي ډکې لوستنې او اخستونونه چې د اسلامي افراط‌ ګرۍ په نامه هم پېژندل کېږي. په دې منځ کې، سید علي خامنه‌ای او عبدالله جوادي آملي د افراط او تفریط پر وړاندې درېیمه لاره وړاندې کوي، چې دا هماغه سیاسي اسلام ته د امام خمیني نظر دی. پر دې اساس، عقلانیت، بیداري، د دښمنانو پر وړاندې نه تسلیمېدل، او په عین حال کې د هر ډول غیر عقلاني، تاوتریخوالي او تکفیري چلند ردول د دې لارې اساسي ځانګړنې دي.[۳۱]

«اسلام رحمانی: تحلیلی بر مبانی و مؤلفه‌ها» کتاب، اثر د حسن علی‌پور وحید.

کتاب پېژندنه

د رحماني اسلام په اړه جدا جدا کتابونه لیکل شوي دي:

  • «اسلام رحماني: تحلیلی بر مبانی و مؤلفه‌ها»، کتاب د حسن علي‌پور وحيد لیکنه ده، چې پکې د رحماني اسلام معرفي، شننه او د دې نظریې د بنسټ‌ګرو پېژندنه شوې ده.[۳۲]
  • «الإسلام الرحمانی: المعرفة الدینیة فی العصر الحدیث» (رحماني اسلام؛ د معاصر دور دیني پوهه)، کتاب د محسن کدیور د مقالو عربي ژباړه ده چې په عراق کې چاپ شوی.[۳۳]
  • «قرائت رحمانی: اسلام رحمانی با تأکید بر دیدگاه محسن کدیور»، د حسن علي‌پور وحيد بله لیکنه ده چې پکې د کدیور نظریات نقد شوي دي.[۳۴]

اړونده څیړنې

فوټ نوټ

  1. جمشیدی،‌ «نقدی بر پنج مؤلفه «اسلام رحمانی»»، پایگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای؛ مهربانی‌فر و مؤذن،‌ «مطالعه مقایسه‌ای خوانش‌های مختلف شخصیت های فکری- سیاسی پس از انقلاب اسلامی از«اسلام رحمانی»»، ص۱۵۸-۱۵۹.
  2. کدیور، «اسلام رحمانی»، وب‌سایت رسمی محسن کدیور.
  3. کدیور، «اسلام رحمانی»، وب‌سایت رسمی محسن کدیور.
  4. مهربانی‌فر و مؤذن،‌ «مطالعه مقایسه‌ای خوانش‌های مختلف شخصیت های فکری- سیاسی پس از انقلاب اسلامی از«اسلام رحمانی»»، ص۱۴۰-۱۴۸.
  5. «دین یک قدرت است»، سایت زیتون.
  6. کدیور، حق‌الناس، ۱۳۸۶ش، ص۱۵.
  7. کدیور، «اسلام رحمانی»، وب‌سایت رسمی محسن کدیور.
  8. ایازی، «درباره اسلام رحمانی»، پایگاه اندیشه ما.
  9. کدیور، حق‌الناس، ۱۳۸۶ش، ص۱۵.
  10. کدیور، «اسلام رحمانی»، وب‌سایت رسمی محسن کدیور.
  11. کدیور، «اسلام رحمانی»، وب‌سایت رسمی محسن کدیور.
  12. کدیور، «اسلام رحمانی»، وب‌سایت رسمی محسن کدیور.
  13. کدیور، «اسلام رحمانی»، وب‌سایت رسمی محسن کدیور.
  14. کدیور، «اسلام رحمانی»، وب‌سایت رسمی محسن کدیور.
  15. کدیور، «اسلام رحمانی»، وب‌سایت رسمی محسن کدیور.
  16. کدیور، «اسلام رحمانی»، وب‌سایت رسمی محسن کدیور.
  17. مهربانی‌فر و مؤذن،‌ «مطالعه مقایسه‌ای خوانش‌های مختلف شخصیت های فکری- سیاسی پس از انقلاب اسلامی از«اسلام رحمانی»»، ص۱۴۰-۱۴۸.
  18. فتحی و تولایی، «تبیین چهره رحمانی از اسلام و نقش آن درپیشبرد ایده جهان عاری ازخشونت و افراط گری(WAVE)»، ص۷۱.
  19. کارشناس و دیگران، «نقد انگارۀ اسلام رحمانی به‌مثابه‌ی چالش فقه تمدنی با تأکید بر آرای امام خمینی (ره) و مقام معظم رهبری»، ص۶۷.
  20. کارشناس و دیگران، «نقد انگارۀ اسلام رحمانی به‌مثابه‌ی چالش فقه تمدنی با تأکید بر آرای امام خمینی (ره) و مقام معظم رهبری»، ص۶۷.
  21. علی‌پور وحید، اسلام رحمانی، ۱۳۹۴ش، ص۱۱؛ جمشیدی، «نقدهای آیت‌الله خامنه‌ای به منطق هویّتی اسلام رحمانی»، ص۵۶.
  22. کارشناس و دیگران، «نقد انگارۀ اسلام رحمانی به‌مثابه‌ی چالش فقه تمدنی با تأکید بر آرای امام خمینی (ره) و مقام معظم رهبری»، ص۶۷؛ مهربانی‌فر و مؤذن،‌ «مطالعه مقایسه‌ای خوانش‌های مختلف شخصیت های فکری- سیاسی پس از انقلاب اسلامی از«اسلام رحمانی»»، ص۱۵۸؛ جمشیدی، «نقدهای آیت‌الله خامنه‌ای به منطق هویّتی اسلام رحمانی»، ص۳۹.
  23. علی‌پور وحید، قرائت رحمانی، ۱۳۹۵ش، ص۱۵.
  24. کدیور، «اسلام رحمانی»، وب‌سایت رسمی محسن کدیور.
  25. مقدسی و یزدی، «اسلام آناتولی در اندیشه اجتماعی فتح الله گولن»، ص۷۴.
  26. حسینی خامنه‌ای، «بیانات در دیدار جمعی از دانشجویان،‌ ۱۳۹۴/۰۴/۲۰»، پایگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  27. علی‌پور وحید، اسلام رحمانی، ۱۳۹۴ش، ص۱۹-۲۰.
  28. کارشناس و دیگران، «نقد انگارۀ اسلام رحمانی به‌مثابه‌ی چالش فقه تمدنی با تأکید بر آرای امام خمینی (ره) و مقام معظم رهبری»، ص۶۶.
  29. جمشیدی، «نقدهای آیت‌الله خامنه‌ای به منطق هویّتی اسلام رحمانی»، ص۵۶-۵۷.
  30. جعفری موحد و دیگران،‌ «کاربست عدالت عرفی در انگاره اسلام رحمانی و نقد آن»، ص۵۵-۵۶.
  31. مهربانی‌فر و مؤذن،‌ «مطالعه مقایسه‌ای خوانش‌های مختلف شخصیت های فکری- سیاسی پس از انقلاب اسلامی از«اسلام رحمانی»»، ص۱۵۹.
  32. علی‌پور وحید، اسلام رحمانی: تحلیلی بر مبانی و مؤلفه‌ها، ۱۳۹۴ش، ص۱۳.
  33. کدیور، الإسلام الرحماني، ۲۰۲۲م، شناسنامه کتاب؛‌ «انتشار کتاب «اسلام رحمانی: معرفت دینی در دوران مدرن» به عربی»،‌ وب‌سایت رسمی محسن کدیور.
  34. علی‌پور وحید، قرائت رحمانی: اسلام رحمانی با تاکید بر دیدگاه محسن کدیور، ۱۳۹۵ش، ص۱۵-۱۶.

سرچينې