خصائص النبي (کتابونه)

د wikishia لخوا
دا مقاله د پیغمبر د ځانګړتیاوو په اړه د کتابونو لړلیک دی. د پیغمبر د ځانګړتیاوو په اړه د زده کړو لپاره خصائص النبي وګورئ

خَصائِصُ النّبی، هغو اثارو ته اشاره لري چې پکې د پېغمبر(ص) ځانګړنې او اختصاصات راغونډ شوي وي. خصائص النبي، د اسلام د پېغمبر احکامو او خاصو ځانګړنو ته ویل کیږي چې له نورو پېغمبرانو او مسلمانانو د هغه د ځانګړې کېدو او ممتازوالي سبب کیږي. زیاتره اثار چې د پېغمبر د ځانګړنو په اړه لیکل شوي، اهل سنتو لیکلي دي.

الخصائص الکبری تألیف د اهل سنت عالم جلال‌الدین سیوطی (وفات ۹۱۱ق) او د څلورمې قمري پېړۍ د شیعه عالم احمد بن محمد بن دؤل قمی لیکلی خصائص النبی له دغو اثارو څخه دي.

د خصائص النبي تعریف

اصلي مقاله: خصائص النبي

خصائص النبی په فقه کې هغو احکامو ته ویل کيږي چې یوازې د پېغمبر په اړه تشریع شوې دي.[۱] او له امته د هغوي د تمایز او جدا والي سبب کیږي.[۲] البته دغه ټکی په عام استعمال کې هغو ټولو ځانګړنو او اختصاصاتو ته اشاره لري چې حضرت محمد(ص) له نورو پېغمبرانو او مسلمانانو جدا او ممتاز کوي او د امت ځانګړنې او او د هغه دین هم پکې شاملیږي.[۳] خصائص د خصیصې جمع ده چې معنا یې ده هغه ځانګړنې او صفتونه چې یو کس له نورو کسانو بیل او ممتاز کوي.[۴]

اختصاصي اثار

د پېغمبر د خصائصو په اړه پوره پوره کتابونه لیکل شوي دي. د اهل سنتو ځینې اثار یې په دې ډول دي:

  • کفایة الطالب اللَبیب فی خصائص الحبیب مشهور په الخصائص الکبری، لیک د جلال‌الدین سیوطی (وفات ۹۱۱ق). په دې کتاب کې د پېغمبر د ځانګړنو په اړه ۵۷۰ بابونه دي.[۵] په دې کتاب ځینې شرحې او تلخیصونه هم لیکل شوې دي. «اُنموذَج اللبیب فی خصائص الحبیب» کتاب د هغه له تلخیصونو دی چې سیوطي په هغه لیکلي دي.[۶] همداراز محمد بن عبدالرئوف بن تاج‌الدین مناوی «منح الرئوف شرح انموذج اللبیب فی خصائص الحبیب» کتاب د دې په شرحه کې لیکلی دی.[۷]
  • اللفظ المُکَرَّم فی خصائص النبی، لیک د احمد بن عبدالسلام شافعی (وفات ۹۳۱)[۸]
  • الدُّرُ الثَّمین من خصائص النَّبی الأمین، لیک د عبدالرحمان بن جوزی (وفات ۵۹۷ق)[۹]
  • غایّة السّؤل فی خصائص الرسول، لیک د عمر بن علی بن ملقِّن شافعی (وفات۸۰۴ق)[۱۰]
  • الأنوار بِخَصائص النَّبی المُختار، لیک د ابن‌حجر عَسقلانی (وفات ۸۵۲ق)[۱۱]
  • اللفظ المکرم بخصائص النبی، لیک د محمد بن محمد بن خَیضِری ( وفات ۸۹۴ق) [۱۲]
  • المواهب اللدنیة بالمِنَح المحمدیة، لیک د احمد بن محمد قسطلانی (وفات ۹۲۳ق)[۱۳]

ځینو اهل سنتو، په خصائص النبي پورې اړوند بحثونه په شعر کې هم بیان کړې دي چې یوسف بن موسی رندی (وفات کابو ۷۶۷ق)، احمد بن قاسم بونی (وفات ۱۱۳۹ق)، محمد بن موسی عُسَیلی (وفات ۱۰۳۱ق) او یحیی بن موسی عَسّاسی (وفات۸۴۲ق)[۱۴] په هغوي کې شامل دي.

شیعي اثار

د شیعیانو په نزد په خصائص النبي پورې اړوند اثار زیاتره په فقهي کتابونو کې مطرح شوې دي؛[۱۵] خو هغوي په دې اړه مستقل اثار هم لیکلي چې پکې خصائص‌النبی لیک د احمد بن محمد بن دؤل قمی (وفات ۳۵۰ق) ته اشاره کولی شو.[۱۶]

غیر اختصاصي اثار

په سیرت، تاریخ او کلام پورې په اړوندو سرچینو کې، د ځینو عناوینو لکه شمائل، فضائل، مناقب، معجزات او د اسلام د پېغمبر(ص) د نبوت دلایلو په چوکاټ کې د پېغمبر د ځینو ځانګړنو خبره شوې ده.[۱۷] ځینې سرچینې یې په دې ډول دي:

  • دلائل‌النبوّه، لیک د ابونعیم اصفهانی (وفات۴۳۰ق)
  • دلائل‌النبوّه، تألیف د احمد بن حسین بیهقی (وفات ۴۵۸ق)
  • الشّفا بتعریف حقوق المصطفی، لیک د قاضی عیاض (وفات ۵۴۴ق)
  • مناقب آل ابی طالب، لیک د ابن شهر آشوب (وفات ۵۸۰ق)
  • الوفا بتعریف فضائل المصطفی، تألیف د سبط ابن جوزی (وفات ۵۹۷ق)
  • تهذیب الأسماء و اللّغات، لیک د محیی الدین نووی (وفات ۶۷۶ق)
  • الفصول فی سیرة الرّسول، لیک د ابن‌کثیر دمشقی[۱۸]

فوټ نوټ

  1. الصادق، خصائص المصطفی، ۲۰۰۰م، ص۲۴.
  2. سیوطی، الخصائص الکبری، دار الکتب العلمیه، ج۲، ص۳۹۶.
  3. الصادق‌، خصائص المصطفی، ۲۰۰۰م، ص۲۴.
  4. المعجم الوسیط، ۱۹۸۹م، ج۱، ص۲۳۸، ذیل خص.
  5. حسینی سمنانی، «خصائص‌النبی»، ج۱۵، ص۵۴۴.
  6. حاجی خلیفه، کشف‌الظنون، ۱۹۴۱م، ج۱، ص۷۰۵.
  7. حاجی خلیفه، کشف‌الظنون، ۱۹۴۱م، ج۱، ص۷۰۵.
  8. حاجی خلیفه، کشف‌الظنون، ۱۹۴۱م، ج۲، ص۱۵۶۰.
  9. بغدادی، هدیةالعارفین، ۱۹۵۱م، ج۱، ص۵۲۱.
  10. حاجی خلیفه، کشف‌الظنون، ۱۹۴۱م، ج۲، ص۱۱۹۲.
  11. حاجی خلیفه، کشف‌الظنون، ۱۹۴۱م، ج۱، ص۱۹۵.
  12. حاجی خلیفه، کشف‌الظنون، ۱۹۴۱م، ج۲، ص۱۵۵۹.
  13. حاجی خلیفه، کشف‌الظنون، ۱۹۴۱م، ج۲، ص۱۸۹۶.
  14. حسینی سمنانی، «خصائص النبی»، ج۱۵، ص۵۴۴.
  15. بېلګه په توګه وګورئ: محقق کرکی، جامع‌المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۱۲، ص۵۳.
  16. نجاشی، رجال‌النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۹۰.
  17. حسینی سمنانی، «خصائص‌النبی»، ج۱۵، ص۵۴۴.
  18. حسینی سمنانی، «خصائص النبی»، ج۱۵، ص۵۴۴.

سرچينې

  • بغدادی، اسماعیل بن محمدامین، هدیة العارفین اسماء المؤلفین و آثار المصنفین، استانبول، ۱۹۵۱م.
  • حاجی خلیفه، مصطفی بن عبدالله، کشف الظنون عن اسامی الکتب و الفنون، بغداد، مکتبةالمثنی، ۱۹۴۱م.
  • حسینی سمنانی، بتول، «خصائص النبی» در دانشنامه جهان اسلام، ج۱۵، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۰ش.
  • سیوطی، عبدالرحمان بن ابی‌بکر، الخصائص الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیه، بی‌تا.
  • الصادق بن محمد، خصائص‌المصطفی صلی‌اللّه‌علیه وسلم بین الغلو و الجفاء، ریاض، ۲۰۰۰م.
  • مجمع اللغة العربیه بالقاهره، المعجم الوسیط، استانبول، دارالدعوه، ۱۹۸۹م.
  • محقق کرکی، علی بن حسین، جامع المقاصد فی شرح القواعد، قم، مؤسسة آل البیت، ۱۴۱۴ق.
  • نجاشی، احمد بن علی، فهرست اسماء مصنّفی الشیعه المشتهر برجال النجاشی، چاپ موسی شبیری زنجانی، قم، ۱۴۰۷ق.

بهرنۍ لینکونه