دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
معجزه، په علم کلام کې یوه اصطلاح ده د خارق العاده (فوق العاده) کار په معنا، د نبوت او تحدۍ (چیلنج) په ادعا سره چې نور خلک د هغه له کولو عاجزه وي. په قرآن کې له پېغمبرانو ډېرې معجزې نقل شوي چې د مسلمانو عالمانو په وینا، هره یوه یې د هغه پېغمبرانو د څرګندېدو له زمانې سره متناسبه وه. ځینې مشهورې معجزې دا دي: د حضرت عیسی له خوا د مړو ژوندي کول، په ښامار د موسی د امسا بدلېدل، ید بیضاء او په اور کې د ابراهیم (ع) ژوندي پاتې کېدل. مسلمان عالمان قرآن کریم د حضرت محمد (ص) تل پاتې معجزه ګڼي. په ځینو شیعه روایي سرچینو کې هم د شیعه امامانو(ع) څخه د هغوي د امامت د اثبات لپاره یو لړ معجزې نقل شوې دي.
شیعه متکلمان په دې باور دي چې معجزه د علیت له قاعدې سره هیڅ منافات او ټکر نه لري، بلکې یوه خارق العاده پیښه ده چې له لارې یې، هغه څه چې د خلکو لپاره پېژندل شوې او پرې روږدې شوې دي، ماتوي؛ خو نه بې دلیله؛ بلکې د یو طبیعي یا ماورای طبیعي علت یا د دواړو په واسطه.
مفهوم پېژندنه او حیثیت
معجزه د کلام په علم کې یوه اصطلاح ده د خارق العاده کار په معنا، د نبوت له ادعا او چیلنج سره یو ځای چې نور خلک یې له کولو ناتوانه دي.[۱] شیعه متکلم او فیلسوف عبدالرزاق لاهیجي، د نبي د بلنې د صداقت د معلومولو یوه لاره د معجزې په ښکاره کولو او وړاندې کولو کې منحصره ګڼي.[۲] البته ځینې عالمانو لکه جعفر سبحاني، معجزه د پېغمبرانو د مدعیاتو د صداقت پېژندلو یوه لاره ګڼلې ده.[۳]
د معجزې، حدودو، تعریف او ځانګړنو په اړه یې بحث، له دې امله چې د نبوت او د نبي د خبرو د صداقت د اثبات له مسالې سره اړه لري، یو کلامي بحث ګڼل کیږي.[۴] له بلې خوا له دې امله چې د علیت له قاعدې سره د هغه د سمون یا نه سمون له مسالې سره یې غوټه خوړلې، ځینو فلسفیانو د هغه او د علیت له قاعدې سره د هغه د اړیکو په اړه هم بحث کړی دی.[۵] همداراز له دې امله چې معجزه په عالم طبیعت او نیچر کې د خدای تعالی نېغ په نېغه دخالت او فعل ګڼل شوی، په نوي کلام کې هم د هغه په اړه او د طبعیت له قوانینو سره د هغه د نسبت په باب بحث شوی دی.[۶]پر دې سربېره، په نوي کلام اوالهیاتو کې، له دې امله چې په معجزه کې، په عالم طبیعت کې خارق العاده کار خدای ته منسوبیږي، د خدای د وجود د اثبات لپاره یې د دلیل په توګه په هغه استناد کړی دی.[۷]
د معجزې ټکی او مشتقات یې ۲۶ ځله په قرآن کې د عجز او ناتوانۍ په معنا کارول شوی[۸] چې هیڅ یو یې د معجزې په اصطلاحي معنا نه دی او دا اصطلاح غالبا متکلمانو کارولې ده.[۹] په قرآن کې د معجزې د معنې اصطلاح ته د اشارې لپاره د «بَیِّنه: روښانه دلیل»،[۱۰] «ایه: روښانه نښه»[۱۱] برهان:واضح دلیل»[۱۲]«سلطان: غوڅ دلیل» [۱۳]،«بصیرت»[۱۴] او «عَجَب: حیرانوونکی» [۱۵] ټکو استفاده شوې ده.[۱۶]
د خدای باورو دینونو ګډه عقیده
د انګریز دین څېړاندي او د « خدای په اړه» کتاب لیکوال مایکل پامر (زوکړه: ۱۹۴۵م) په وینا، ټول خدای منونکي دینونه د معجزې په وجود یقین لري او د تاریخ په یو وخت کې د هغو په واقع کېدو ګواهي ورکوي.[۱۷] مرتضی مطهري د خدای په وجود باور او د الهي پېغمبرانو له خوا د معجزې وړاندې کول د قرآن ډېروراپورونو [۱۸] ته په پام سره، نه انکار منونکي او د اسلام دین له ضروریاتو ګڼلې دي.[۱۹]
له ارهاص او کرامت سره د معجزې فرق
«اِرْهاص» یوه کلامي اصطلاح ده چې له دې امله چې په خارق العاده کارونو مشتمله ده، معجزې سره ورته والی لري خو له څو اړخونو له یو بل سره فرق لري.[۲۰] ویل کیږي چې ارهاص، په پېغمبرۍ له مبعوث کېدو مخکې د خارق العاده کارونو واقع کېدل دي د دې لپاره چې د نبوت د اعلان لپاره [۲۱] زمینه برابره کړي خو معجز له تَحَدّي او د نبوت له ادعا سره یو ځای وي.[۲۲]
معجزه له کرامت سره هم فرق لري. کرامت د خارق العاده کارونو کول دي بې له دې چې د نبوت ادعا ورسره وي؛ حال دا چې د معجزې یو شرط د الهی مقام او منصب لکه نبوت او امامت د ثابتولو لپاره د خارق العاده کار کول دي سره د تحدي او چیلنج.[۲۳]
له سحر او جادو سره د معجزې فرق
- اصلي مقاله: سحر
د سحر او معجزې تر مینځ ځینې فرقونه بیان شوي چې یو شمېر یې په دې ډول دي:
- د ساحر کار، په محدود انساني ځواک متکي دی؛ حال دا چې معجزه د خدای له بې پایانه او نامحدود قدرته سرچینه اخلي.[۲۴]
- ساحر یوازې محدود کارونه چې مخکې یې ډېر تمرین او مشق کړی وی، کولی شي او داسې نه ده چې هر خارق العاده کار چې خلک یې ترې وغواړي وکړی شی؛ خو معجزه له دې امله چې له الهي قدرته اخستل شوې، پېغمبران بې له مخکیني تمرینه، هر خارق العاده کار چې خلک یې ترې وغواړي د خدای په اذن او مهربانۍ سره کولی شي.[۲۵]
- په معجزه کې، له دې امله چې د خدای په امر او اذن ده، فاسده انګیزه نه شي شاملېدی، په داسې حال کې چې په سحر کې داسې نه ده او سحر یا جادو د فاسدې انګیزې او د خلکو د غولولو او چلول لپاره هم کېدلی شي. [۲۶]
- معجزه خارق العاده او د طبیعت د عادت په خلاف یو کار دی؛ خو سحر د عادت خارق نه دی؛ بلکې یوه عادي چاره ده چې اسباب یې د ډېرو خلکو نه پټ دي.[۲۷]
- ابن سینا په الاشارات والتنبیهات کتاب کې هم معجزه او هم جادو په پیاوړو نفسونو کې له یوې قوې رامینځته شوي ګڼلي چې د مادي عالم په عناصرو کې لاسوهنه کوي؛ په دې فرق سره چې معجزه د پاکو نفسونو لخوا کیږي او د خیر په چارو کې کارول کیږی او سحر او جادو له شرورو نفسونو وي او د هغه څښتن شریرانه کارونو ته اړباسي.[۲۸]
معجزه څنګه د نبي د ادعا په رښتیاوالي دلالت کوی؟
د امامیه او معتزله له نظره، د نبوت د ادعا په صدق د معجزې دلالت، د عقلي حسن و قبح په منلو متوقف او ولاړ دی؛[۲۹] په دې بیان سره چې خدای که څه هم قدرت لري چې د خپل قدرت په سبب، معجزه یو دروغجن کس ته ورکړي، خو د هغه د حکمت له امله، د دغه کار واقع کېدل محال دي؛ ځکه چې یو قبیح کار دی او خدای تعالی د خپل حکمت په اقتضا قبیح کار نه کوی. نو معجزه د نبوت د ادعا په صداقت دلالت کوی.[۳۰] اشاعره په دې باور دي چې الهي عادت په دې جاري دی چې د نبي د ادعا په صدق خبرتیا او اعتراف، د معجزې له ښکاره کېدو سره مقارن دی او د یو دروغجن کس له لوري د معجزې څرګندول که څه هم عقلا ممکن دي، خو د عادت خلاف دی.[۳۱]
د معجزې سرچینه او سبب څه دی؟
د فلاسفه او متکلمانو له نظره، معجزه د علیت د قاعدې ماتوونکي یا په بل عبارت، یوه بې علته ښکارنده نه ده؛[۳۲] خو په دې کې چې د معجزې سبب څه دی یا له چا صادریږي، د هغوي تر مینځ د نظر اختلاف موجود دی:[۳۳]
- اشاعره، هغه خاص اخستون ته په پام سره چې له فاعلي توحیده یې لري، خدای د نړۍ په پېښو کې یوازینی علت او موثر ګڼي[۳۴] نو ځکه د هغوي له نظره، معجزې په طبیعت کې د خدای نېغ په نېغه کار او د هغه بلاواسطه معلول ګڼل کیږي.[۳۵]
- ځینې فلسفیانو لکه ابن سینا او ملا صدرا، د معجزو کیدل په خپله د نبي نفس یا روح ته منسوبه کړې ده.[۳۶] د ملا صدرا په وینا، د ځینو کسانو نفوس الهي دي. هغوي داسې طاقت لري چې ته وا خپله د عالم طبیعت ټولګه دي او لکه څنګه چې بدن د هغوي اطاعت کوي، د طبیعت او نیچر نور عناصر هم د هغوي مطیع دي او هر څومره چې د نفس تجرد زیات وي او هستۍ لوړو مبادیو سره زیات ورته وي، پر مادي نړۍ یې په اثر اچولو کې طاقت هم زیاتیږي.[۳۷]
- د سید محمد حسین طباطبایي او عبدالله جوادي آملي په شان فیلسوفان په دې باور دي چې معجزې د غیر متعارفو مادي علتونو معلول دي چې د متعارف انسان د فکر او عمل په لاسرسۍ کې نه دي.[۳۸] ځینو هم ویلي چې یوازې پېغمبران له عالم غیب سره د خپل اتصال په وجه له دغه غیر متعارفو اسبابو او علتونو خبر دي او له نورو پټ دي.[۳۹]
- یو بل احتمال چې مطرح کړی یې دی دا دی چې معجزې د هغو ملائکو په فعل سره چې په قرآن کې د «مدَبِّراتو په نوم یاد شوې، رامینځته کیږي.[۴۰]
آیا معجزه د طبیعت د عادت خارقه ده که د هغه د قوانینو ماتوونکې؟
د معجزې او د علیت له قانون سره یې د نسبت په اړه د متکلمانو او فلاسفه له خوا څو اساسي نظرونه وړاندې شوې چې په لاندې ډول دي:
د تاویل لیدتوګه
د دغه نظر پلویانو معجزې منلي خو هغه تاویلوي او په دې نظر دي چې دغه معجزې په عالم طبیعت کې په هماغه عادي او طبیعي اسبابو رامینځته شوي دي او د عادت او د طبیعت د همیشني سیر او بهیر ماتوونکي او خارقې نه دي.[۴۱] د هغوي له نظره، په قرآن کې د خلقت نظام د «الهي سنتونو» په نوم یاد شوي او په «وَ لَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِیلًا»،[۴۲] ایتونو کې هم تصریح شوی چې الهي سنتونه نه بدلېدونکي دي.[۴۳] نو معجزه نه شي کولی د طبیعت د عادت خارقه او ماتوونکي وي؛ ځکه چې په الهي سنتونو کې بدلون او تحول دی چې محاله دی.[۴۴]
مرتضی مطهري دغه نظر ته « د تاویل لیدتوګه» نوم ورکړی او سید احمد خان هندي یې د هغې له قایلانو معرفي کړی دی.[۴۵]
د اشاعره لیدتوګه
د اشاعره له نظره، معجزه د طبیعت د عادت خلاف کار او د هغه د معمول سیر او بهېر ماتوونکې ده. د هغوي له نظره، د خدای مشیت په دې خبره دی چې د نړۍ نظام یې پر هغو قوانینو چې په خپله یې لګولي، ګرځولی دی او له دې امله چې هغه د نړۍ په چارو کې یوازینی علت او موثر دی، هر کله چې اراده وکړي کولی شي په دغه قوانینو کې تصرف وکړي او د عادت یا د طبیعت د بهیر په خلاف یو کار رامینځته کړي او معجزات له همدغه ډلې دي.[۴۶]
د فلسفیانو لیدتوګه
مرتضی مطهري فلسفیانو ته یو نظر منسوب کړی چې پر اساس یې، په طبیعت کې لایتخلف قوانین موجود دي چې د علیت او معلول د قاعدې او د علّي او معلولي سنخیت د اصل په اساس، هیڅکله نه ماتیږي او نو ځکه معجزه، د طبیعت د عادت خارقه یا یې د قوانینو ماتوونکې نه ده.[۴۷] مطهري د دغه نظر په منلو سره[۴۸] ویلې دي چې معجزه د طبیعت له قوانینو څخه د یو قانون د نسخ یا باطلېدو په معنا نه ده؛ بلکې پر یو قانون د یو بل قانون حکومت دی.[۴۹]
د معجزې ډولونه
معجزه له مختلفو اړخونو په ډېرو قسمونو وېشل شوې ده.[۵۰] خواجه نصیر الدین طوسي په شرح الاشارات والتنبهیات کې هغه په دوه ډوله،قولي معجزه او فعلي معجزه وېشلې او قولي معجزه یې د اهل معرفت د خواصو لپاره زیاته مناسبه ګڼلې او فعلي معجزه یې د عوامو لپاره.[۵۱] قرانکریم د اسلام د پېغمبر (ص) قولي معجزه وه.[۵۲] البته د هغه لپاره عملي معجزې هم نقل شوې دي.[۵۳] د عبدالله جوادي آملي په وینا، پېغمبر(ص) په خپلو فعلي معجزو سره، عام خلک قانع کول او د هغه د اصحابو خواص په هماغه قرآن چې د هغه قولي معجزه وه بسنه کوله او له هغه یې فعلي معجزه نه غوښتله.[۵۴]
ځینو بیا معجزې په حسي او عقلي وېشلې دي.[۵۵] اشعري فقیه او مفسر جلال الدین سیوطي (وفات:۹۱۱ق) په الاتقان في علوم القرآن کتاب کې، هغه معجزې چې د بني اسراییلود پېغمبرانو له خوا د خپل قوم لپاره وړاندې شوي د هغوي د فکري کمال د نیشتوالي په وجه، حسي معجزې ګڼلي او هغه معجزې چې د اسلام پېغمبر (ص) د مسلمانانو لپاره وړاندې کړي، د هغوي د فکري ودې او کمال په وجه، له عقلي معجزو ګڼلې دي.[۵۶]
شیخ حر عاملي د معجزې درې ډولونو ته اشاره کړې ده.[۵۷] دغه درې ډوله دا دي:۱. د غیبي چارو خبر ورکول، ۲. د دعا استجابت،۳. هغه خارق العاده عملونه او چارې چې د بشر د ادراک له لاسرسۍ بهر دي.[۵۸]
د معجزې برهان
- اصلي مقاله: د معجزې برهان
ځینو کسانو، خاصې پېښې لکه معجزې او د دعا اجابت د خدای د وجود د اثبات لپاره یو دلیل ګڼلی دی.[۵۹] داسې ادعا شوي چې دا برهان په فلسفي سنت او د لویدیځ په الهیاتو کې، د خدای د وجود د اثبات لپاره د دلیلونو په ټولګې ورزیات شوی دی.[۶۰] البته محمد مهدي نراقي د انیس الموحدین په نوم کتاب کې، په دغه برهان د خدای د وجود د اثبات د یو دلیل په توګه استناد کړی دی.[۶۱]د نراقي په وینا، د نقل په اساس،د پېغمبرانو او ولیانو له خوا ځینې معجزې او خارق العاده کارونه شوي، دا خارق العاده کارونه انسان نه شي کولی. نو باید یو حکیم صانع وي چې د دغه شان چارو صادرېدل، د هغه د قدرت او بشپړ حکمت په سبب وي.[۶۲]
په قرآن کې د پېغمبرانو معجزې
د قرآن په نظر، د ځینو پېغمبرانو په ژوند کې یو لړ معجزې او خارق العاده کارونه شوي چې ځینې یې په دې ډول دي:
- پر ابراهیم د اور سړېدل د انبیاء سورې د ۶۹ ایت او د عنکبوت سورې د ۲۴ ایت په اساس او د ټوټې شویو مارغانو ژوندلي کېدل د بقرې سورې د ۲۶۰ ایت په اساس، د حضرت ابراهیم علیه السلام په ژوند کې خارق العاده پېښې او معجزې وې.[۶۳]
- د «وَلَقَدْ آتَیْنَا مُوسَیٰ تِسْعَ آیَاتٍ بَیِّنَاتٍ»، ایت په اساس خدای تعالی حضرت موسی ته نهه روښانه معجزې ورکړې.[۶۴] په دې کې ځینې معجزې او نورې معجزې چې په قرآن کې د حضرت موسی لپاره راغلي دي، دا دي: له امسا څخه مار جوړېدل،[۶۵] ید بیضا، [۶۶] د ملخانو او وینې باران، کاختي او د میوو کمښت،[۶۷] د دریاب څېرې کېدل او د بني اسراییلو تېرېدل،[۶۸] د دولس چینو راخوټېډل [۶۹] د بني اسراییلو د مقتول ژوندي کېدل،[۷۰] سایبانې وریځې[۷۱] او د بني اسراییل د سر لپاسه د طور غره راتلل.[۷۲]
- د آل عمران سورې په ۴۹ ایت کې، ځینې معجزې لکه د مړو ژوندي کول، مادر زادو ړندو، کڼو او برګو ته شفا ورکول، د غیبي خبروو خبر ورکول، مجسمې ته روح ورکول د حضرت عیسی له معجزې او خارق العاده کارونو څخه وو.[۷۳]
- قرآن د حضرت محمد(ص) له تل پاتې معجزو څخه ګڼل شوی دی.[۷۴]ځینو هغه د اسلام د پېغمبر (ص) یوازینۍ معجزه ګڼلې ده.[۷۵]د دې په مقابل کې اکثره عالمانو [۷۶] د قمر سورې له ۱ تر ۵ ایتونو په استناد سره شق القمر د پېغمبر(ص) کار ګڼلی دی.[۷۷] مرتضی مطهري د پېغمبر (ص) معراج معجزه او خارق العاده کار معرفي کړی دی.[۷۸]
د پېغمبرانو د معجزو فرق
ځینو څېړاندو ویلي چې د پېغمبرانو په معجزو کې فرق د پېغمبرانو د زمانې او د هغوي د راښکاره کېدو په زمینه کې د توپیر په وجه و چې له دې لارې پر خلکو غاړې خلاصې شي او د هرې زمانې متخصصان داده شي چې دغه خارق العاده کار د انساني طاقت کار نه دی.[۷۹]
په یعقوبي تاریخ کې له امام صادق(ع) څخه یو روایت نقل شوی چې خدای تعالی هیڅ پېغمبر مبعوث نه کړ مګر له هغه څه سره چې د هغه د زمانې په خلکو کې یې برلاسی درلود: موسی بن عمران یې په داسې قام کې راپاڅوه چې اکثره یې جاوګران وو له دې امله یې خپل پېغمبر له هغه څه سره چې د هغوي جادو ختم کړي، لکه امسا او ید بیضا او د دریاب څېرې کول، راولېږه. داود په داسې زمانه کې چې اکثره د صنعت خاوندان وو مبعوث شو؛ په نتیجه کې یې هغه ته اوسپنه نرمه کړه. سلیمان یې په داسې زمانه کې راولېږه چې خلکو به یې ودانۍ جوړولې او عجایب او طلسمات یې لرل؛ له دې امله باد او پېریان یې هغه ته مسخر کړل. عیسی یې په داسې زمانه کې راولېږه چې خلکو به یې طبابت کاوه؛ په نتیجه کې، هغه یې د مړو له ژوندي کولو او ړندو او برګو ته په شفا ورکولو سره راواستوه. محمد (ص) یې په داسې وخت کې چې خلک یې د کلام او ادب او د سجع (قافیه لرونکی کلام) خاوندان و، د قرآن له معجزې سره راولېږه.[۸۰]
د معصومو امامانو معجزې
د شیعه په روایي متونو کې، معصومو امامانو(ع) ته یو لړ خارق العاده کارونه منسوب شوي چې ځینې عالمان دغه رواتیونه متواتر ګڼي.[۱۸] شیخ حر عاملي په ایبات الهداة بالنصوص والمعجزات، کتاب کې ځینې دغه معجزې راټولې کړې او هغه یې د امامانو (ع) د امامت په اثبات دلیل ګڼلې دي.[۸۲] سید هاشم بحراني هم د مدینة معاجز الائمة الاثنی عشر په نوم کتاب کې د معصومو امامانو لخوا شوي په دولسو بابونو کې ۲۰۶۶ معجزې راټولې کړې دي.[۸۳]
حر عاملي، له غیبو د هغوي خبرېدل او خبر ورکول هم د هغوي له معجزو او کرامتونو ګڼلې دي.[۸۴] ځینې شیعه عالمانو د معجزې په تعریف کې ویلي: داسې یو خارق العاده چاره ده چې د خدای په خاص اذن او عنایت سره کیږي او هدف یې د الهي منصب لکه نبوت او امامت اثبات دی.[۸۵] همداراز له امام صادق څخه په یو روایت کې چې په علل الشرایع کتاب کې نقل شوی، خدای معجزه خپلو نبیانو او حجتونو ته ورکړې چې په وسیله یې، د الهی منصب چې ادعا یې کړې صداقت ثابت شي.[۸۶] او په همدې اساس هغه خارق العاده کارونه چې د معصومو امامانو (ع) لخوا د خپل امامت د اثبات لپاره صادر شوي معجزه ګڼي.[۸۷] د مثال په توګه، د حضرت سجاد (ع) په امامت د حجر الاسود ګواهي ورکول د هغه د امامت په اثبات یو دلیل او یوه معجزه ګڼل شوې ده.[۸۸] له دلائل الائمه کتاب څخه د یو روایت په اساس، محمد بن حنفیه له امام سجاد (ع) سره د اماموالي په سر شخړه وکړه. امام سجاد (ع) له هغه سره خبرې وکړې؛ خو هغه ونه منله. په اخره کې هغه دواړو حجر الاسود حَکَم وګرځاوه د خدای په امر حجر الاسود د امام سجاد (ع) په امامت ګواهي ورکوه.[۸۹]
د شیعه په ځینو کلامي اثارو کې، ځینې کارونه لکه د خیبر دروازې ماتول، د پېریانو له یوې ډلې سره جنګېدل چې پېغمبر (ص) یې ځورولی و، رد الشمس، او ... د امام علي (ع) معجزې بلل شوي او د هغه د امامت د اثبات لپاره پرې استناد شوی دی.[۹۰]
کتاب پېژندنه
د معجزې په اړه خبرې، زیاتره په کلامي او تفسیري متونو کې مطرح شوي دي؛ خو ځینې مسلمانو عالمانو او څېړاندو، په دې موضوع پوره پوره کتابونه لیکلي چې ځینې یې په دې ډول دي:
- تناقضنما یا غیبنمون؛ نگرشی نو به معجزه»، کتاب تألیف د محمدامین احمدي: لیکوال په دې کتاب کې په اسلامي او لویدیځه فلسفه کې د معجزې د مسالې تطبیقي څېړنه کړې او د ځینو مسلمانو او لویدیځو اندیالو نظرونه یې راپور او جاجولي دي. د معجزې تعریف، د معجزې د واقع کېدو امکان، او د معجزې د دلالت څرنګوالی د دغه کتاب له بحثونو څخه دي.[۱۹]
- معجزه در قلمرو عقل و دین، کتاب، لیک د محمد حسن قدردان قراملکي؛لیکوال په دې کتاب کې، ځینې مسایل لکه د معجزې تعریف او قسمونه، له سحر او کرامت سره د معجزې فرق، د علیت له قاعدې سره یې اړیکي، د منکرانو د شبهو څېړل او ورته ځوابونه او... په بحث کې رانغاړلې دي.
- اعجاز قرآن، کتاب ترجمه د مباحث اعجاز قرآن له کتاب البیان فی تفسیر القرآن څخه، تألیف د سید ابوالقاسم خویي دی چې جعفر سبحاني لیکلی دی.[۹۲]
- معجزه بزرگ کتاب، لیک د محمد ابوزهره (وفات: ۱۳۹۵ق)، مصری قرآن څېړاندی او مورخ، د قرآن د اعجاز په اړه، په عربۍ ژبه دی. دا کتاب د محمود ذبیحي له خوا په فارسۍ ژباړل شوی دی. [۹۳]
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
سرچينې
- خویی، البیان فی تفسیر القرآن، قم، منشورات انوار الهدی، [بیتا].
- سید مرتضی، الذخیره فی علم الکلام، قم، موسسه النشر الاسلامی، ۱۴۱۱ق.
- قدردان قراملکی، محمدحسن، معجزه در قلمرو عقل و قرآن، قم، انتشارات بوستان کتاب، ۱۳۸۱ش.
- لاهیجی، حسن بن عبدالرزاق، سرمایه ایمان، تهران، نشر زهرا، ۱۳۷۲ش.
- لاهیجی، حسن بن عبدالرزاق، گوهر مراد، انتشارات سایه، ۱۳۸۳ش.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، انتشارات موسسه الوفاء، ۱۴۰۳ق.
- مفید، الارشاد فی معرفه الحجج علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- مفید، النکت الاعتقادیه، قم، الموتمر العالمی، ۱۴۱۳ق.
- مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
- یعقوبی، احمد بن ابی یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، [بیتا].
- «تناقضنما یا غیبنمون: نگرشی نو به معجزه»، سایت پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، تاریخ بازدید: ۱۵ آبان ۱۴۰۳ش.
- ابن جوزی، عبدالرحمن بن علی، المنتظم فی تاریخ الملوک و الأمم، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۲ق.
- ابنسینا، حسین بن عبدالله، الاشارات و التنبیهات، قم، نشر البلاغة، بیتا.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، معجزات النبی، کربلا، المکتبة التوفیقیة، بیتا.
- باقلانی، محمد بن طیب، اعجازالقرآن، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۱ق.
- بحرانی، سیدهاشم، مدینة معاجز الأئمة الإثنی عشر، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
- براتی، فرجالله و محسن جوادی، «مدلول معجزه از دیدگاه علامه طباطبایی و سوئین برن»، فلسفه دین، سال چهارم، شماره ۱، بهار و تابستان ۱۳۹۴ش.
- پامر، مایکل، درباره خدا، ترجمه نعیمه پورمحمدی، تهران، انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۹۳ش.
- پیترسون، مایکل و دیگران، عقل و اعتقاد دینی، ترجمه احمد نراقی و ابراهیم سلطانی، تهران، انتشارات طرح نو، ۱۳۹۳ش.
- تفتازانی، سعدالدین، شرح المقاصد، قم، الشریف الرضی، ۱۴۰۹ق.
- جمعی از محققان، دانشنامه کلام اسلامی، قم، انشارات مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۸۷ش.
- جوادی آملی، عبدالله، تبیین براهین اثبات خدا، قم، مرکز نشر اسراء، ۱۳۸۴ش.
- حر عاملی، محمد بن حسن، اثبات الهداة بالنصوص و المعجزات، قم، انتشارات محلاتی، ۱۴۲۵ق.
- خرازی، سیدمحسن، بدایة المعارف الالهیة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۲۲ق.
- خواجه نصیر الدین طوسی، محمد بن محمد، شرح الاشارات و التنبیهات، قم، نشر دار البلاغة، ۱۳۷۵ش.
- ذبیحی، محمود، «مقدمه»، در کتاب «معجزه بزرگ»، تألیف محمد ابوزهره، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۷۹ش.
- راغب اصفهانی، حسین بن محمد، المفردات فی غریب القرآن، بیروت، دار القلم، ۱۴۱۲ق.
- سبحانی، جعفر، اعجاز قرآن، قم، انتشارات مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۸۵ش.
- سبحانی، جعفر، بحوث فی الملل و النحل، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، بیتا.
- سبحانی، جعفر، منشور جاوید، قم، انتشارات مؤسسه امام صادق(ع)، بیتا.
- سبحانی، جفر، محاضرات فی الالهیات، قم، انتشارات مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۲۸ق.
- سیوطی، عبد الرحمن بن أبی بکر، الاتقان فی علوم القرآن، مصر، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۳۹۴ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، قم، مکتبة داوری، بیتا.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، احیاء التراث العربی، ۱۴۱۵ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۳۶۳ش.
- طیب، عبدالحسین، اطیب البیان، تهران، انتشارات اسلام، ۱۳۷۸ش.
- علامه حلی، یوسف بن مطهر، کشف المراد، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۳ق.
- غزالی، ابوحامد، الاقتصاد فی الاعتقاد، بیروت، دار الکتب العامیة، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- قدردان قراملکی، محمدحسن، معجزه در قلمرو عقل و قرآن، قم، انتشارات بوستان کتاب، ۱۳۸۱ش.
- قطب الدین راوندی، سعید بن هبةالله، الخرائج و الجرائح، قم، مؤسسة الإمام المهدی علیه السلام، ۱۴۰۹ق.
- مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، قم، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.
- مطهری، مرتضی، وحی و نبوت، قم، انتشارات صدرا، ۱۳۸۸ش.
- مکی عاملی، حسن، الالهیات علی هدی الکتاب و السنة (تقریرات درس آیتالله جعفر سبحانی)، قم، انتشارات مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۱۳ق.
- ملاصدرا، محمد بن ابراهیم، المبدأ و المعاد، تهران، انجمن حکمت و فلسفه ایران، چاپ اول، ۱۳۵۴ش.
- نراقی، ملامحمدمهدی، انیس الموحدین، تهران، الزهرا، ۱۳۶۹ش.
- هیک، جان، فلسفه دین، ترجمه بهزاد سالکی، تهران، انتشارات بین المللی الهدی، ۱۳۹۰ش.
- یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بیتا.