منځپانگې ته ورتلل

خصائص الوحی المبین (کتاب)

د wikishia لخوا
خصائص الوحی المبین في مناقب أمیرالمؤمنین(ع)
لیکوالابن بطریق (۵۲۳-۶۰۰ق)
موضوعد امام علي(ع) فضیلتونه
ژبهعربي
د ټوکو شمیر۱
خپرونکیدارالقرآن الکریم
د خپرولو نیټه۱۴۱۷ق


خَصائِصُ الوَحیِ المُبین په عربۍ ژبه یو کتاب دی، چې په کې د اهل سنتو له اعتماد وړ کتابونو څخه، د امام علی(ع) فضیلت څخه تړلي آیتونه راوړل شوي دي. ویل شوي دي چې د دې کتاب لیکل د دې سبب شول چې د امام علی(ع) په فضائلو نور کتابونه ولیکل شي.

شیعه عالم ابن بطریق(۵۲۳-۶۰۰ق)، دغه کتاب په ۲۵ فصلونو کښې لیکلی او د هر فصل په شروع کښې یې یو یا څو آیتونه ذکر کړي او بیا یې د امام علی(ع) په فضیلت کښې حدیثونه نقل کړي دي چې هغه آیت یا آیتونو ته اشاره کوي. خصائص الوحی المبین کتاب، د محمد باقر محمودي په تحقیق سره، په ۱۳۶۴ کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا په یوه ټوک کې چاپ شوی. د کتاب یوه نسخه د جعفر سبحاني له سریزې سره هم چاپ شوې ده.

د کتاب اهمیت او موقعیت

خَصائِصُ الوَحیِ المُبین فی مَناقِبِ امیرِالمُؤمنین(ع) کتاب د ابن بطریق(۵۲۳-۶۰۰ق) چې محدث، فقیه، ادیب او شیعه متکلم دی، له مشهورو کتابونو څخه دی، چې د اهل سنتو له اعتماد وړ کتابونو څځه یې د امام علی(ع) فضیلتونه راټول کړي دي.[۱] د دې کتاب لیکل، د اهل سنتو له سرچینو څخه د اهلبیتو(ع) د فضائلو په موضوع کې د نورو ډېرو کتابونو د لیکلو سبب شول.[۲]

لیکوال له دې کتابه وړانده دوه نور کتابونه عمدة عیون صحاح الاخبار فی مناقب امام الابرار او المستدرک المختار فی مناقب وصی المختار د امام علی(ع) په فضائلو کې لیکلي وو.[۳]

د اهل سنتو هغه سرچینې چې لیکوال ترې ګټه اخستې ده دا دي: مناقب احمد بن حنبل، صحیح بخاري، صحیح مسلم، الجمع بین الصحیحین، جمع بین الصحاح الستة، تفسیر ثعلبی (کشف والبیان)، الفردوس، مناقب ابن‌ مغازلي او حلیة‌الاولیاء.[۴] لیکوال په دې کتاب کې له ځانه څو شعرونه هم راوړي دي.[۵]

جوړښت او مینځپانګه

خصائص الوحی المبین کتاب کې یوه سریزه، 25 فصلونه او تقریبا دوه سوه روایتونه دي.[۶] لیکوال د کتاب په سر کې، د روایت په نقل کې خپل سندونه او طُرُق بیان کړي دي[۷] او همدارنګ د هر روایت له نقل وړاندې هم د سند لړۍ راوړي.[۸]

ابن بطریق یوازې د روایاتو په نقل بسنه نه ده کړی او د هر فصل په پای کې یې د آیتونو تفسیر او تشریح کړی دی.[۹] د بیلګې په توګه په لومړي فصل کې هغه روایتونه راغونډ کړي دي چې د ولایت آیت سره خاص دي. په دې فصل کې شل حدیثونه شامل دي، چې ډیر یې له پیغمبر(ص) څخه دي. د امام علی(ع) په فضیلتونو کې د حسان بن ثابت او نورو نورو شعرونه هم نقل شوي دي. لیکوال د احادیثو له نقلولو وروسته د آیت تفسیر کړی دی او فصل یې د امام علی(ع) په ستاینه کې په شعرونو سره پای ته رسولی دی.[۱۰]

ژباړه او چاپ

کتاب خصائص الوحی المبین، په ۱۳۱۱ق، کې سره د «نورالهدایة» کتاب په تهران کې لیتوګرافي شو.[۱۱] همدارنګه په ۱۳۶۴ کال کې د ایران د کلتور او اسلامي لارښود وزارت د محمد باقر محمودي په تحقیق سره په یوه په یو ټوک کې چاپ شو.[۱۲] د دې کتاب یوه بله نسخه د جعفر سبحاني په سریزه او د مالک محمودي په تحقیق سره، په دارالقرآن الکریم خپرندویې کې چاپ شو.[۱۳]

سیف‌الله حبیبی، د خصائص الوحی المبین کتاب د محمدباقر محمودی ترجمې او تحقیق سره په خصائص الوحی المبین فی مناقب امیرالمؤمنین(ع) په نامه په اسوه خپرندویې کې چاپ کړ.[۱۴]

فوټ نوټ

  1. ↑ بخشی، «خصائص الوحی المبین...»، ص۷.
  2. ↑ بخشی، «خصائص الوحی المبین...»، ص۷.
  3. ↑ بخشی، «خصائص الوحی المبین...»، ص۷.
  4. ↑ مردی، «خصائص الوحی المبین»، سایت حدیث نت.
  5. ↑ مردی، «خصائص الوحی المبین»، سایت حدیث نت.
  6. ↑ بخشی، «خصائص الوحی المبین...»، ص۷.
  7. ↑ بخشی، «خصائص الوحی المبین...»، ص۷.
  8. ↑ د بېلګۍ په توګه وګورئ: ابن‌بطریق، خصائص الوحی المبین، ۱۴۱۷ق، ص۹۳ و ۹۵ و ۹۹.
  9. ↑ مردی، «خصائص الوحی المبین»، سایت حدیث نت.
  10. ↑ ابن‌بطریق، خصائص الوحی المبین، ۱۴۱۷ق، ص۷۱-۸۵.
  11. ↑ بخشی، «خصائص الوحی المبین...»، ص۷.
  12. ↑ بخشی، «خصائص الوحی المبین...»، ص۷.
  13. ↑ وګورئ: «خ‍ص‍ائ‍ص‌ ال‍وح‍ی‌ ال‍م‍ب‍ی‍ن‌»، کتابخانه ملی ایران؛ «تقديم جعفر السبحاني»، کتابخانه مدرسه فقاهت.
  14. ↑ «ترجمه خصایص الوحی المبین فی مناقب امیرالمومنین علی بن ابی طالب»، سایت خانه کتاب.

سرچينې