د ولایت آیت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د ولایت آیت

د ولایت آیت (مائده: ۵۵) د خدای، پېغمبر (ص) او هغو مومنانو د ولایت بیانوونکی دی چې د لمانځه په رکوع کې انفاق کوي. د شیعه او اهل سنتو مفسرانو له نظره، د دغه ایت شان نزول د لمانځه په رکوع کې د حضرت علي (ع) انفاق دی. له همدې امله شیعیانو د حضرت علي (ع) د جانشینۍ او ولایت د ثابتولو لپاره په دغه ایت استناد کړی دی.

اهل سنت عالمان د « ولي» ټکی د دوست په معنا اخلي او د حضرت علي (ع) د ولایت لپاره په دغه ایت استدلال نه مني. د دې په مقابل کې شیعه عالمان وایي چې د ایت له شان نزول او د «ولي» د مصداق له انحصاره معلومیږي چې دلته « ولي» د «دوستۍ» په معنا نه شي کیدی، بلکې معنا یې ولایت او سرپرستي ده.

له دغه ایته په تفسیري، کلامي او فقهي کتابونو کې بحث کیږي. فقیهانو له دغه ایته ځینې احکام استنباط کړي دي. منجمله دا چې جزئي او معمولي شان زیاتي حرکت لمونځ نه ماتوي.

د آیت متن او ژباړه

إِنّما وَلیُّکُمُ اللهُ و رَسولُهُ والَّذینَ ءَامَنوا الَّذینَ یُقِیمُونَ الصَّلوةَ و یُؤتُونَ الزَّکوة و هُم راکِعونَ


ستاسو ولي یوازې خدای، پېغمبر او هغه مومنان دي چې لمونځ قایموي او په رکوع کې زکات ورکوي.


مقام

د ولایت ایت د امام علي (ع) د ولایت او د اسلام د پېغمبر(ص) لپاره د هغه د جانشینۍ د اثبات لپاره د شیعیانو له دلایلو څخه دی.[۱] ځینو هغه د هغه امام په ولایت تر ټولو پیاوړی دلیل ګڼلی دی.[۲] شیعه [۳] او سني [۴] مفسرانو، د دغه ایت د نزول سبب د لمانځه په حالت کې فقیر ته د حضرت علي (ع) انفاق او ورکړه ګڼي. له دې امله دغه ایت او همداراز د ګوتمې ورکولو کیسه د امام علي (ع) له فضایلو ګڼل کیږي چې په قرآن کې ورته اشاره شوې ده. په اَلْمُسْتَرشَدُ فِی الاِمامَه کتاب کې راغلي چې امام علي (ع) په شپږ کسیزه شورا کې د خپل حقانیت د ثابتولو لپاره د ځان په باره کې د دغه ایت په شان نزول استناد کړی دی.[۵]

له دغه ایته په کلامی،[۶] تفسیری [۷] او فقهی[۸] کتابونو کې بحث شوی دی. د «ولي» په اړه د شیعه سني د نظر اختلاف د دغه ایت په تفسیر کې د ډېرو بحثونو سبب شوی دی.

شان نزول

اصلي مقاله: ګوتۍ بخښل

د هغه څه مطابق چې په روایتونو کې نقل شوي، یوه ورځ یو فقیر مسجد النبي (ص) ته راننوت او د مرستې غوښتنه یې وکړه؛ خو چا ورته هیڅ ورنه کړل. هغه لاس اسمان ته پورته کړل او وې ویل: « ای خدایه ته ګواه اوسه چې ما ستا د رسول په جومات کې مرسته وغوښته؛ خو چا راته هیڅ رانه کړل» په دغه حال کې امام علي (ع) چې په رکوع کې و، هغه ګوتمې ته چې په لاس کې یې وه اشاره وکړه. فقیر ورنزدې شو او ګوتمه یې د هغه له لاسه ووېسته او دا ایت نازل شو.[۹]

شیخ مفید د دغه کیسې او د ایت د نازلېدو تاریخ د ذی الحجې ۲۴ ګڼلی دی.[۱۰]

د شان نزول د روایتونو اعتبار

علامه طباطبایی:

« که د دغه ایت د نزول د شان په اړه په دې دومره روایتونو سترګې پټې کړو، باید په کلي ډول د قرآن له تفسیره سترګې پټې کړو؛ ځکه چې که په دې دومره روایتونو ډاډه پېدا نه کړو، نو څنګه په یو دوو روایتونو چې د قرآن د نورو ایتونو په تفسیر کې نقل شوي ډاډ پېدا کولی شو؟»

طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۶، مخ۸.

د ولایت ایت د شان نزول روایت یې له ځینو اصحابو لکه ابن‌عباس،[۱۱] عمار،[۱۲] اَنَس بن مالک،[۱۳] ابورافع مدنی[۱۴] او مقداد[۱۵] نقل کړی دی. د اهل سنت عالم قاضي ایجي په وینا، مفسران د حضرت علي (ع) په شان کې د دغه ایت په نزول اجماع لري.[۱۶] سره له دې ابن‌تیمیه،[۱۷] ابن‌کثیر[۱۸] او فخر رازی[۱۹] په دغه ایت پورې اړوند حدیث ضعیف ګڼلی دی. همداراز د اهل سنتو په ځینو تفسیرونو کې، د دې په باره کې چې ایت د چا په شان کې نازل شوی، څلور نظره مطرح دي: امام علي (ع) عباده بن صامت، ابوبکر بن ابي قحافه او ټول مسلمانان.[۲۰]


ابن‌شُعبه حَرّانی په کتاب تُحَف‌ُالعقول کې د ولایت د ایت د شان نزول حدیث له صحیح او هغو روایتونو ګڼلی چې عالمان پرې اجماع لري.[۲۱] په تفسیرالمیزان کې د علامه طباطبایي له نظره د دغه ایت د شان نزول روایتونه د قرآن موافق دي.[۲۲] د هغه په وینا، د تفسیر او حدیث بزرګانو دغه حدیثونه نقل کړي او ورسره یې مخالفت نه دی کړی او ځینو لکه ابن تیمیه چې ورسره یې مخالفت کړی دښمني اخري حد ته رسولې ده.[۲۳]

د امام علي(ع) په ولایت دلالت

د شپږمې قمري پېړۍ ډبر لیک، په یزد ښار کې د امام رضا (ع) په قدمګاه پورې اړوند چې د آستان قدس رضوي په لرغونکوټ کې ساتل کیږي. د ولایت ایت د اثر په څنډه کې کنده کاري شوی دی.

شیعه عالمان دا د امام علي (ع) په ولایت او خلافت یو دلیل ګڼي. د هغوي له نظره، دا ایت د «انما» (د یوازې او فقط په معنا) پېل شوې او په عربي ادبیاتو کې، کله چې یوه جمله په «انما»سره پېل شي، د جملې مفهوم منحصر کوي؛[۲۴] یعنې په دې ایت کې ولایت منحصر شوی دی په خدای، پېغمبر (ص) او هغو کسانو کې چې په رکوع کې انفاق کوي.[۲۵] د دغه ایت د شان نزول له مخې د هغه چا مصداق چې په رکوع کې انفاق کوي امام علي (ع) دی.[۲۶]

له امام صادق (ع) په یو روایت کې له الهي اوصیاوو د اطاعت د واجبوالي لپاره په دغه ایت او د اولی الامر په ایت استناد شوی دی.[۲۷]

د شیعه سني له نظره د «ولي» د معنا فرق

ډېرو اهل سنت عالمانو د دغه ایت نزول د حضرت علي (ع) په شان کې ګڼلې دی؛ خو د هغوي له نظره د «ولي» معنا د «دوست» ده، نه «مرستندویه» او یا «سرپرست»[۲۸] خو شیعه عالمان د «ولي» ټکی د «سرپرست» او «صاحبْ‌اختیار» په په معنا ګڼي.[۲۹] د مکارم شیرازی، په وینا، دوستي له هغو کسانو سره مخصوصه نه ده چې په رکوع کې زکات ورکوي؛ بلکې یو عام حکم دی او ټول مسلمانان باید له یو بل سره دوستي ولري او د یو بل مرسته وکړي. په داسې حال کې چې د ایت د شان نزول مطابق، په دې ایت کې د «ولي»مصداق، یوازې حضرت علي دی. نو «ولي» په ایت کې د ولایت او سرپرستۍ په معنا دی؛ په تېره بیادا چې دغه ولایت د پېغمبر (ص) د ولایت په ردیف او لیکه کې راغلی دی.[۳۰]

همداراز وګورئ: د امام علي(ع) ولایت

فقهي استفادې

  • په جزیي او معمولي حرکاتو سره د لمونځ نه باطلېدل: ځینو شیعه فقیهانو د دې خبرې د اثبات لپاره چې د بدن په معمولي شان حرکت سره لمونځ نه باطلیږي، د رکوع په حال کې د حضرت علي لخوا د ګوتمې په بخښلو استناد کړی دی.[۳۱]
  • په زکات کې مستحبه صدقه هم شاملیږي: په دې ایت کې د ګوتمې بخښل د زکات په نوم یاد شوي دي. ځینو فقیهانو نتیجه اخستې چې په زکات کې مستحبه صدقه هم شامله ده.[۳۲]
  • ځینو فقیهانو د دې د ثابتولو لپاره چې نیت، د زړه عمل دی او لازمه نه ده چې په ژبه راوړل شي، په دغه ایت استناد کړی دی.[۳۳]
  • په لمانځه کې د زړه له حضور سره د انفاق منافات نه لرل: د علامه مجلسي په وینا په لمانځه کې بل عبادت ته پام، د لمانځه له کمال او د زړه او قلب له حضور سره منافات نه لري.[۳۴] همداراز یې ویلي چې د حضرت علي هم لمونځ او هم انفاق دواړه د خدای لپاره وو. له دې امله منافات نه لري چې امام په لمانځه کې د فقیر غږ واوري او د خدای د رضا لپاره هغه ته خیرات ورکړي.[۳۵] د یو روایت له مخې چې په عِلَلُ‌الشَّرایع کې نقل شوی، پېغمبر (ص) هم کله چې د لمانځه په حال کې د ماشوم غږ اورېده، لمونځ به یې تر نورو زر ختماوه چې د بچي مور هغه ته ورشي.[۳۶]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعه، تحقیق رشاد سالم، ریاض، جامعة الامام محمد بن سعود الاسلامية، ۱۴۰۶ق.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی، زاد المسیر فی علم التفسیر، تحقیق عبدالرزاق مهدی، بیروت، دار الکتاب العربی، بی‌تا.
  • ابن‌شعبه حرانی، حسن بن علی، تحف العقول، تصحیح و تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، تفسیر القرآن العظیم، تحقیق محمدحسین شمس‌الدین، بیروت، دار الکتب العلمیه، بی‌تا.
  • ابن‌هشام، عبدالله بن یوسف، مغنی‌اللبیب عن کتاب الاعاریب، تحقیق محمد محیی الدین عبدالحمید، قم، مکتبة آیت‌الله المرعشی، ۱۴۱۰ق.
  • ایجی، عبدالرحمن، المواقف فی علم الکلام، بیروت، عالم الکتب، بی‌تا.
  • حاکم حسکانی، عبیدالله، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تحقیق محمدباقر المحمودی، قم، مجمع احیاء الثقافة الاسلامیة، چاپ دوم، ۱۴۱۱ق.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، الذخیرة فی علم الکلام، تحقیق سید احمد حسینی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۳۱ق.
  • سیوطی، جلال‌الدین، الدر المنثور فی التفسیر بالماثور، بیروت،‌ دار الفکر، ۱۴۰۳ق.
  • شوشتری، نورالله بن شریف‌الدین، إحقاق الحق و إزهاق الباطل، قم، مکتبة آیت الله المرعشی، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل‌الشرائع، مقدمه سید محمدصادق بحرالعلوم، قم، مکتبة الداوری، بی‌تا.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الافصاح فی الامامة، قم، المؤتمر العالمی لالفیة الشیخ المفید، بی‌تا.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، مسار الشیعه، بیروت، دار المفید، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الکبیر، تحقیق حمدی عبد المجید السلفی، بیروت،‌ دار احیاء التراث، چاپ دوم، بی‌تا.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تصحیح فضل‌الله یزدی طباطبایی و هاشم رسولی، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، المسترشد فی امامة علی بن ابی‌طالب(ع)، تصحیح: احمد محمودی، قم، کوشانپور، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • طبسی، محمدجواد، «نشان ولایت و جریان خاتم‌بخشی»، فرهنگ کوثر، ش۴۸، اسفند ۱۳۷۹ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق احمد حبیب عاملی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • طوسی، محمد بن حسن، تلخیص الشافی، قم، انتشارات المحبین، ۱۳۸۲ش.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشی، تحقیق: هاشم رسولی، تهران، مکتبة العلمیة الاسلامیة، چاپ اول، ۱۳۸۰ق.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، کنزالعرفان فی فقه القرآن، قم، انتشارات مرتضوی، ۱۴۲۵ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، تفسیر الفخر الرازی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، الطبعة الثالثة، ۱۴۲۰ق.
  • فیض کاشانی، محمد بن شاه‌مرتضی، تفسیر الصافی، مقدمه و تصحیح: حسین اعلمی، تهران، مکتبة الصدر، چاپ دوم، ۱۴۱۵ق.
  • فیومی، احمد بن محمد، المصباح المنیر، قم، مؤسسة دار الهجرة، ۱۴۱۴ق.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تصحیح و تحقیق: طیّب موسوی جزائری، قم، دار الکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، بحار الأنوار، تحقیق علی‌اکبر غفاری و دیگران، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۳۶۸ش/۱۴۰۳ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۳۷۴ش.

بهرنۍ لینکونه