خط الموت خطبه
خُطّ المَوت خطبه له شهادت سره د امام حسین(ع) د مینې او د هغه د څرنګوالي په اړه له امام حسین(ع) څخه یوه منقوله خطبه ده چې له مکې څخه د عراق په لور د امام د وتلو په وخت ورکړل شوې ده. د خطبې په یوه برخه کې، د امام حسین(ع) د شهادت ځای د کربلا او نواویس تر مینځ یو ځای بیان شوی دی. د خط الموت خطبې متن په الملهوف او کشف الغمه کتابونو کې راغلی دی.
خط الموت خطبه یې د امام حسین د زمانې د دیني او ټولنیزو حالاتو ښودونکې ګڼلې ده او دا چې هغه امام د ټولنې د اصلاح لپاره د ځان د قرباني کولو اعلان کوي. ځینو د دغه خطبې د ورکولو ځای مکه او ځینو مدینه ګڼلې ده.
اهمیت او مقام
په تاریخي سرچینو کې له امام حسین(ع) څخه یوه خطبه د خط الموت په نامه نقل شوې چې له مکې د عراق په لور د وتلو په وخت یې ورکړې ده. د دغه خطبې د یوې برخې له مخې امام د خپل شهادت ځای ته اشاره کوي چې د کربلا او د نواویس تر مینځ یوه سیمه ده.[۱] نواویس کربلا ته نزدې یوه سیمه ده چې د مسیحیانو هدیره وه.[۲]
خط الموت خطبه یې د امام حسین(ع) د زمانې د دیني او ټولنیزو حالاتو ښودونکې ګڼلې ده؛ ځکه چې امام د خپل ځان د قرباني کولو فیصله اعلانوي چې له دې لارې اسلامي شریعت وساتي. په حیاة الامام الحسین کتاب کې د شریف قرشي په وینا، د اسلامي ټولنې حالت داسې ځای ته رسېدلی و چې یوازې د یو لوی کار لکه قربانۍ په ورکولو سره اصلاح کېده.[۳] ځینو په دغه خطبې په استناد سره، د امام حسین(ع) پاڅون له نورو پاڅونونو جدا کړی او د امام د غورځنګ هدف یې شهادت ګڼلی دی.[۴]
خط الموت خطبه د اومې قمري پېړۍ په دوو سرچینو: الملهوف[۵] او کشف الغمة[۶] کې نقل شوې او علامه مجلسي په بحار الانوار کې هم له دغه دوو سرچینو نقل کړې ده.[۷] په الملهوف او کشف الغمه کې د خطبې په نقل کې یوازې په ځینو کلماتو کې اختلاف دی.[۸]
مینځ پانګه
د خط الموت خطبې مینځ پانګه له شهادت خبرتیا او د خدای په لاره کې له مرګ سره مینه ګڼل شوې ده.[۹] پر دې سربېره، په دې لنډه خطبه کې مختلف مطالب بیان شوې دي:
- له انسانه د مرګ د نه جدا کېدو او ښکلا توصیف لکه امیل چې د جینکو په غاړه وي.[۱۰]
- له مرګ سره له ملاقات او د خپلو تېرو کسانو له لیدلو سره د امام شوق او مینه.[۱۱]
- له خپله شهادته د امام حسین(ع) خبر ورکول[۱۲] او څرنګوالی یې.[۱۳]
- داړونکو لیوانو سره د دښمانو ورته بلل.[۱۴]
- د دغه واقعې د حتمي او ارو مرو والي بیان او دخدای په رضا راضي والی.[۱۵]
- د دې بیان چې خدای تعالی د صابرانو اجر هغه ته ورکوی.[۱۶]
- له شهادته وروسته د رسول الله(ص) په څنګ کې د خپل مقام بیانول.[۱۷]
- له امام حسین(ع) سره ملګرتیا ته د مسلمانانو هڅول.[۱۸]
د خطبې د ورکول کېدو ځای او وخت
سید ابن طاووس د دغه خطبې د ورکول کېدو وخت له مکې د عراق په لور د امام حسین(ع) د وتلو وخت ګڼي. د سید ابن طاووس په کلام کې په دې اړه څه نه دي راغلې چې دا خطبه په کوم ځای کې ورکړل شوې ده.[۱۹] ځینو د دغه خطبې ورکړه، مدینه[۲۰] او ځینو یې مکه ګڼلې ده.[۲۱]
متن او ترجمه
متن | ژباړه |
---|---|
اَلْحَمْدُلِلهِ ما شاءَ اللهُ، وَ لا قُوَّةَ إِلاّ بِاللهِ، وَ صَلَّی اللهُ عَلی رَسُولِهِ، خُطَّ الْمَوْتُ عَلی وُلْدِ آدَمَ مَخَطَّ الْقَلادَةِ عَلی جیدِ الْفَتاةِ، وَ ما أَوْلَهَنی إِلی أَسْلافی اِشْتِیاقُ یعْقُوبَ إِلی یوسُفَ، وَ خُیرَ لِی مَصْرَعٌ اَنَا لاقیهِ. کَأَنِّی بِاَوْصالی تَقْطَعُها عَسْلانُ الْفَلَواتِ بَینَ النَّواویسِ وَ کَرْبَلاءَ فَیمْلاََنَّ مِنِّی اَکْراشاً جَوْفاً وَ اَجْرِبَةً سَغْباً، لا مَحیصَ عَنْ یوْم خُطَّ بِالْقَلَمِ، رِضَی اللهِ رِضانا اَهْلَ الْبَیتِ، نَصْبِرُ عَلی بَلائِهِ وَ یوَفّینا اَجْرَ الصّابِرینَ. لَنْ تَشُذَّ عَنْ رَسُولِ اللهِ(صلی الله علیه وآله) لَحْمَتُهُ، وَ هِی مَجْمُوعَةٌ لَهُ فی حَظیرَةِ الْقُدْسِ، تَقَرُّ بِهِمْ عَینُهُ وَ ینْجَزُ بِهِمْ وَعْدُهُ. مَنْ کانَ باذِلا فینا مُهْجَتَهُ، وَ مُوَطِّناً عَلی لِقاءِ اللهِ نَفْسَهُ فَلْیرْحَلْ مَعَنا فَاِنَّنِی راحِلٌ مُصْبِحاً اِنْ شاءَ اللهُ تَعالی[۲۲]
|
حمد او ستاینه خدای لره ده، هغه څه چې هغه یې غواړي [هماغه کیږي] او هیڅ توان او طاقت نیشته بې د هغه له مرستې، او د خدای سلام دې وي د هغه پر استازي حضرت محمد(ص). خبر اوسئ: د بنیادم په غاړه کې د مرګ غړوندی داسې دی لکه د پېغلو جینکو په غاړه چې امېل وي. د خپلو تېرو کسانو (پلار، مور نیکه او ورور) سره مې له لیدلو سره زما مینه داسې ده لکه یعقوب چې د یوسف دیدن ته لیواله و. ماته د شهادت ځای خوښ کړی شوی چې یقینا به ورته رسېږم او ګواکې وینم چې د صحرا داړونکي لیوان د نواویس او کربلا په مینځ کې زما بدن ټوټې ټوټې کوي او ته وا له ما څخه خپلې تشې خېټې او خالي ژۍ ګانې ډکوي. له هغه ورځې چې د الهي برخلیک قلم لیکلې، تېښته نیشته. د خدای خوښي زمونږ د اهل بیتو خوښي ده. مونږ د الهي ازمېښت او مصیبتونو په وړاندې صابر یوو او هغه به مونږ ته د صابرانو عظیم اجر راکوی. هیڅکله د رسول الله د تن ټوټه له هغه نه جدا کیږي او په حضیرة القدس (د جنت په لوړو درجو) کې به له هغه سره یو ځای شي، او د خدای د رسول(ص) سترګې به د هغه د اولاد په لیدلو روښانه شي او د هغوي په وسیله به یې وعده پوره شي. څوک چې تیار دي زمونږ په لاره کې خپله وینه ورکړي او ځان د خدای ملاقات ته تیار کړي، له مونږ سره دې روان شي، ځکه چې که د خدای خوښه وي زه به سبا روانیږم.[۲۳] |
فوټ نوټ
- ↑ شریف قرشی، حیاة الامام الحسین، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۲۹۵.
- ↑ بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۸۸م، ص۱۷۹؛ حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۵، ص۲۵۴.
- ↑ شریف قرشی، حیاة الامام الحسین، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۲۹۵-۲۹۶
- ↑ معاش، الإمام الحسین علیهالسلام و الوهابیة، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۲۸۸.
- ↑ سید ابن طاووس، الملهوف، ۱۴۱۷ق، ص۱۲۶
- ↑ اربلی، کشف الغمه، ۱۴۳۳ق، ج۲، ص۲۳۹.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۴، ص۳۶۶-۳۶۷.
- ↑ سید ابن طاووس، الملهوف، ۱۴۱۷ق، ص۱۲۶؛ اربلی، کشف الغمة، ۱۴۳۳ق، ج۲، ص۲۳۹.
- ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، نشر معروف، ص۱۶۱.
- ↑ شعرانی، دمع السجوم: ترجمه کتاب نفس المهموم، ۱۳۸۷ش، ص۱۷۱-۱۷۲.
- ↑ شعرانی، دمع السجوم: ترجمه کتاب نفس المهموم، ۱۳۸۷ش، ص۱۷۱-۱۷۲.
- ↑ معاش، الإمام الحسین علیهالسلام و الوهابیة، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۲۸۸.
- ↑ شریف قرشی، حیاة الامام الحسین، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۲۹۵.
- ↑ حسینی طهرانی، لمعات الحسین، ص۳۷-۴۰.
- ↑ شعرانی، دمع السجوم: ترجمه کتاب نفس المهموم، ۱۳۸۷ش، ص۱۷۱-۱۷۲.
- ↑ شعرانی، دمع السجوم: ترجمه کتاب نفس المهموم، ۱۳۸۷ش، ص۱۷۱-۱۷۲.
- ↑ شعرانی، دمع السجوم: ترجمه کتاب نفس المهموم، ۱۳۸۷ش، ص۱۷۱-۱۷۲.
- ↑ شعرانی، دمع السجوم: ترجمه کتاب نفس المهموم، ۱۳۸۷ش، ص۱۷۱-۱۷۲.
- ↑ سید ابن طاووس، الملهوف، ۱۴۱۷ق، ص۱۲۶.
- ↑ آل طعمه، تاریخ مرقد الحسین و العباس(ع)، ۱۴۱۶ق، ص۲۳.
- ↑ شریف قرشی، حیاة الامام الحسین، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۲۹۵.
- ↑ سید ابن طاووس، الملهوف، ۱۴۱۷ق، ص۱۲۶؛ اربلی، کشف الغمة، ۱۴۳۳ق، ج۲، ص۲۳۹.
- ↑ یاران مخلص در قیام امام حسین(ع)، پایگاه اطلاع رسانی دفتر حضرت آیة الله العظمی مکارم شیرازی؛ شعرانی، دمع السجوم: ترجمه کتاب نفس المهموم، ۱۳۸۷ش، ص۱۷۱-۱۷۲.
سرچينې
- آل طعمه، سلمان هادی، تاریخ مرقد الحسین و العباس(ع)، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۶ق.
- اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، تهران، مجمع جهانی اهل بیت(ع)، ۱۴۳۳ق.
- بلاذری، احمد بن یحیی، فتوح البلدان، بیروت،دار و مکتبة الهلال، ۱۹۸۸م.
- حسنی حلی، سیدعلی بن طاووس، الملهوف علی قتلی الطّفوف، قم، انتشارات اسوه، ۱۴۱۷ق.
- حسینی طهرانی، سید محمدحسین، لمعات الحسین.
- حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دارالصادر، ۱۹۹۵م.
- شریف قرشی، باقر، حیاة الامام الحسین بن علی علیهما السلام دراسة و تحلیل، قم، قلم مکنون، ۱۳۸۵ق.
- شعرانی، ابوالحسن، دمع السجوم: ترجمه کتاب نفس المهموم، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۸۷ش.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، انتشارات مؤسسه وفاء، ۱۴۰۳ق.
- محدثی، جواد، فرهنگ عاشورا، قم، نشر معروف، ۱۳۷۶ش.
- معاش، جلال، الإمام الحسین علیهالسلام و الوهابیة، قم، انتشارات یاس الزهراء، ۱۴۲۹ق.
- یاران مخلص در قیام امام حسین(ع)، پایگاه اطلاع رسانی دفتر حضرت آیة الله العظمی مکارم شیرازی، تاریخ بازدید: ۲ آبان ۱۴۰۱ق.