د امام حسین(ع) پاڅون

د wikishia لخوا
دا لیکنه د امام حسین د پاڅون د تحلیل په اړه ده. د دې پاڅون د تاریخي ابعادو د پوهیدو لپاره د کربلا پیښه او د عاشورا د ورځې پیښې وګورئ.

د امام حسین(ع) پاڅون د یزید بن معاویه د حکومت په خلاف د هغه حضرت اعتراضیه حرکت و چې د ۶۱ قمري کال د محرم په لسمه د هغه حضرت او د ملګرو یې د شهادت او د هغوي د کورنۍ د اسیرېدو سبب وګرځېد. دغه حرکت د یزید د استازي په توګه د مدینې له واکمن له سره بیعته د امام حسین(ع) له ډډه کولو او د ۶۰ قمري کال په رجب کې له مدینې په وتلو سره پېل او مدینې ته د اسیرانو په بیا ستنېدو سره پای ته ورسید.

د امام حسین(ع) پاڅون د بني امیه د حکومت په خلاف د ځینو پاڅونونو د جوړېدو سبب شو او د هغه په نسکورېدو کې یې رول درلود. شیعیان هر کال د دغه پېښې په کلیزه کې مختلفې دستورې جوړوي. د عزادارۍ د دستورو رواج، د عاشورایي ادبیاتو جوړېدل، د مذهبي ځایونو او ودانیو جوړول، د هنري اثارو تولید او د ظلم ځپنې د روحیې پیاوړتیا په شیعي ټولنې او فرهنګ د دغه پېښې له تاثیراتو ګڼل کیږي.

له پاڅونه د امام حسین(ع) اصلي هدف لکه څنګه چې محمد بن حنفیه ته په وصیت کې راغلي سمې لارې ته د اسلامي ټولنې ستنول او له کږلاریو سره مبارزه وه. سره له دې حکومت جوړول، شهادت، د سر ساتنه او له یزید سره له بیعته ډډه کول د هغه له نورو اهدافو ګڼل شوې دي. د شهید جاوید کتاب له لیکل کېدو او د امام حسین (ع) د اصلي هدف په توګه د حکومت د جوړېدو د مسالې له مطرح کېدو او د شیعه لیکوالانو له خوا یې له کره کتنې وروسته، د امام حسین د پاڅون د هدف پېژندلو بحث په عاشورایي څېړنو کې شامل شو او په دې اړه مختلفې نظریې جوړې شوې چې شهادت غوښتنه او د حکومت جوړول یې تر ټولو مهم دي.

د عاشورا پېښه

اصلي مقاله: د کربلا پیښه

د کربلا پیښه د ۶۱ ق کال په محرم کې د کوفې له لښکر سر د امام حسین(ع) او د هغه د ملګرو جنګ ته اشاره لري. دغه واقعه چې له یزید بن معاویه سره د امام حسین د بیعت له نه کولو وروسته رامینځته شوه د امام حسین(ع) او د هغه د ملګرو د شهادت او د کورنۍ د اسارت سبب شوه. امام حسین(ع) د ۶۰ کال په رجب میاشته کې د مدینې له واکمن سره د بیعت د نه کولو لپاره له خپلې کورنۍ او یو شمېر بني هاشمو سره له مدینې ووت او مکې ته لاړ.[۱] او کابو څلور میاشتې په مکه کې و. په دې موده کې د کوفې د خلکو بلن لیکونه هغه حضرت ته ورسېدل.[۲] له دې امله د ذي الحجې په اتمه کوفې ته روان شو.[۳] هغه کوفې ته له رسېدلو مخکې د کوفیانو له تړون ماتولو(عهدشکنۍ) خبر[۴] شو او د حر بن یزید ریاحي له سپایانو سره له مخامخېدو وروسته د کربلا په لور لاړ او هلته له یوه لښکر سره مخامخ شو چې عبیدالله بن زیاد هغه د امام حسین مقابلې ته رالېږلی و.[۵] دواړه لښکرې د محرم په لسمه سره وجنګېدې له دې وروسته چې امام حسین او ملګري یې شهیدان شول، د هغه پاتې کورنۍ او کسان په اسارت بوتلل شول.[۶]

د پاڅون زمینه

ځینو څېړاندو د امام حسین(ع) د پاڅون اصلي لامل د اسلام له دیني او اخلاقي باورونو د اسلامي ټولنې انحراف ګڼلی دی.[۷] ځکه چې د امویانو په زمانه کې د قدرت په لاسته راوړلو کې[۸] جاهلي او قبیله ای ارزښتونه او قبیله ای اختلافات په تېره بیا د بني هاشمو او بني اميه و اختلاف[۹] دوباره زیات شوی و.

همداراز د معاویه له خوا د خلیفه په توګه د یزید معرفي کول او له امام حسین(ع) څخه د بیعت په اخستلو د یزید ټینګار د دغه پاڅون نور لاملونه او زمینې وې.امام حسین یزید د خلافت وړ نه ګاڼه او د خلیفه په توګه د هغه معرفي کول یې له معاویه سره د امام حسن د صلحنامې په خلاف ګڼله ځکه چې په سوله لیک کې راغلې وو چې معاویه حق نه لري له ځانه وروسته ځای ناستی وټاکي.[۱۰]

د امام حسین اهداف او پروګرامونه

إنّي لَم أخرُجْ أَشِراً و لا بَطِراً و لا مُفسِداً و لا ظالِماً و إنَّما خَرَجْتُ لِطَلَبِ الْإصلاحِ في اُمَّةِ جَدّي اُرِيدُ أن آمُرَ بِالْمَعرُوفِ و أنهي عَنِ الْمُنكَرِ و أسِيرَ بِسيرَةِ جَدّي وَ أبي عَليِّ بنِ أبي طالِبٍ عليه السّلام[۱۱]
او زه د سرکشۍ، فساد جوړولو، او ظلم لپاره نه وځم، بلکې د خپل نیکه په امت کې د اصلاح لپاره پاڅېدلی یم. غواړم ښو ته بلنه او له بدو منع کول وکړم او د خپل نیکه او خپل پلار علی ابن ابیطالب په سیرت او طریقه عمل وکړي.

په «عاشوراشناسی» کتاب کې د تاریخ څېړاندي محمد اسفندیاري (زوکړه ۱۳۳۸) په وینا د عاشورا له پاڅونه د امام حسین(ع) اصلي هدف د حق پرځایښت، امر به معروف او نهی عن المنکر، د سنتو ژوندل کول او د بدعتونو له مینځه وړل وو.[۱۲] همداراز آیت الله خامنه ای د امام حسین(ع) هدف او خپلې صحیح لارې ته د ټولنې ستنول او له لویو بې لاریو سره مقابله وه.[۱۳] د هغه په باور هدف او نتیجه په خپلوکې ګډ ودي شوي ځکه چې د دغه هدف نتیجه یا د حکومت جوړول او یا شهادت و په داسې حال کې چې ځینې دغه دواړه د امام حسین هدف ګڼي.[۱۴]

د اسفندیاري په وینا د امام حسین(ع) هدف په جدي توګه د شهید جاوید کتاب په لیکل کېدو سره متداول شو.[۱۵] هغه باوري دی چې د امام حسین هدف او پروګرام دواړه سره مخلوط کړی شوې دي. له دې امله خپل هدف ته د رسېدلو لپاره د امام حسین پروګرام یې د دوهم هدف په توګه یاد کړی او په دې باره کې یې اوه نظریې راغونډې کړې دي.[۱۶]

له بیعته ډډه او د سر ساتنه

د دغه نظر مطابق له مدینې څخه مکې او له هغه ځایه د کوفې په لور د امام حسین(ع) حرکت ، د پاڅون په اراده نه و بلکې د دفاع او اعتراض لپاره و. ځکه چې هغه له یزید سره له بیعته ډډه کوله. له دې امله یې سر په خطر کې و او د خپل ځان د حفاظت لپاره له مدینې او بیا له مکې ووته.[۱۷] علي پناه اشتهاردي[۱۸] او محمد صحتي سردرودي[۱۹] د دغه نظر طرفداران دي. د دغه لیدتوګې د منلو نتیجه حماسه کُشي او د امام حسین د شخصیت او مقام راټیټول ګڼل شوي دي.[۲۰]

د حکومت جوړول

د دغه نظر مطابق امام حسین(ع) د حکومت د جوړولو لپاره پاڅون وکړ. نعمت‌الله صالحي نجف‌آبادي (۱۳۰۲- ۱۳۸لمریز) په کتاب شهید جاوید کې د امام حسین له پاڅونه د هغه هدف د حکومت جوړول ګڼلي دي.[۲۱] هغه باوري دی چې شیعه متکلم سید مرتضی هم همدا نظر لرلی دی. د سید مرتضی په وینا امام حسین(ع) د کوفې د خلکو له ټینګار او د هغوي د توان او د کوفې د حکومت له کمزورۍ وروسته د هغوي بلنه ومنله[۲۲] هغه باوري دی چې د امام حسین(ع) د کامیابۍ اسباب برابر وو؛ خو ورپسې پېښې، کیسه د هغه څه په خلاف انځور کړه چې تمه یې کېده. کله چې د کوفیانو عهد شکني ښکاره شوه. امام حسین د ستنېدو او د جنګ د پرېښودو اراده وکړه لکه څنګه چې امام حسن(ع) هم همداسې کړې وو خو د هغه د جنګ پرېښودل ونه منل شول.[۲۳] ویل شوې چې دغه لیدتوګه د امام له علم غیب سره سمون نه خوري ځکه چې ایجابوي چې امام حسین نه پوهېده چې نه کامیابیږي. په ځواب کې ویل شوي چې امام حسین له خپل شهادت او نه کامیابېدو خبر و خو مامور و چې د عادي علم په اساس عمل وکړي نه لدني علم.[۲۴]

شهادت

ځینې باوري دي چې له پاڅونه د امام حسین(ع) هدف شهادت و، البته له شهادته مختلف تفسیرونه شوې دي:

  • سیاسي شهادت: د دغه نظریې پر بنسټ امام حسین(ع) په خپل شهادت سره د یزید له حکومته د مشروعیت په اخستلو او د امویانو له لاسه د اسلام په ژغورلو پسې و.[۲۵] او په دغه اقدام سره یې خلک د حکومت په خلاف وپارول.[۲۶] د محمد اسفندیاري په وینا دا تر ټولو مشهوره نظریه ده او زیات پلویان لري.[۲۷] علی شریعتی، میرزا خلیل کمره‌ای، مرتضی مطهری، سید رضا صدر، جلال‌الدین فارسي، سید محسن امین، هاشم معروف الحسني، آیت‌الله صافی گلپایگاني او محمد جواد مغنیه د دغه نظریې پلویان ګڼل شوې دي.[۲۸]
  • فدیه ای شهادت: ځینې په دې باور دي چې امام حسین(ع) شهید شو چې ګناهکاران شفاعت کړي او هغوي معنوي درجو ته ورسوي.[۲۹] لکه څنګه چې په مسیحیت کې د عیسی(ع) د وژل کېدو په اړه ځینې کسان دغه نظریه لري.[۳۰] شریف طباطبایی، ملامهدی نراقی، ملاعبدالرحیم اصفهاني د دغه نظریې پلویان دي. همداراز د ځینو له نظره امام حسین ووژل شو چې خلک د هغه لپاره ژړا وکړي او په دې وسیله نېغې لارې ته هدایت شي.[۳۱]
  • عرفاني شهادت: د دغه نظر مطابق امام حسین(ع) پاڅون وکړ چې د شهادت نعمت ته ورسیږي.[۳۲] او نورو (ملګري یې) هم دغه نعمت ته ورسوي.[۳۳] په دې تفسیر کې د مبارزې هیڅ خبره نیشته بلکې له پاڅونه یو داسې تفسیر دی چې سیاست پکې نیشته.[۳۴] سید بن طاووس، فاضل دربندي، صفی‌علی شاه، عمان ساماني او نَیِّر تبریزي د امام حسین له پاڅونه عرفاني تفسیر وړاندې کړی دی.[۳۵]
  • تکلیفي شهادت: ځینې د امام حسین(ع) پاڅون له رازونو ډک ګڼي چې د خدای له لورې په شهادت مامور شوی خو هدف یې انسان ته معلوم نه دی او په راز یې صرف خدای پوهیږي.[۳۶]

د شهادت د نظریې په کره کتنه کې ویل شوي چې دا نظریه د تاریخي راپورنو سره چې امام حسین(ع) له ځانه دفاع کوله او نه یې غوښتل چې ووژل شي، سمون نه خوري.[۳۷]

حکومت او شهادت

ځینې په دې باور دي چې له قیامه د امام حسین(ع) هدف حکومت او شهادت دواړه وو. د دغه ډلې له نظره امام حسین د حکومت د جوړولو لپاره پاڅون وکړ خو کله چې د ملګرو او پلویانو له نشتونه نهیلی شو نو خپل هدف یې په شهادت بدل کړل.[۳۸]

ځینې بیا په دې عقیده دي چې سیاسي هدف څلور پړاویز و. لومړۍ مرحله له مدینې د مکې په لورې د حرکت له وخته وه چې ځانګړتیا یې د یزید په حاکمیت اعتراض دی. دوهمه مرحله چې د کوفې په لور له حرکته د حر له لښکر سره د مخامخېدو تر وخته ده اراده یې د کوفې او عراق نیول وو. دریمه مرحله له حر سره له مخامخېدو څخه د کوفې له سپایانو سره تر مخامخېدو پورې ده چې له ابن زیاده یې د تېښتې فکر کاوه او څلورمه مرحله د کوفې له لښکر سره د مخامخېدو د وخت ده چې شهادت یې خوښ کړ.[۳۹]

آثار او پایلې

د امام حسین پاڅون ځینې پایلې او اثرات ولرل چې په دې ډول دي:

د اسلام دین او د پېغمبر د سنتو ژوندي کېدل

ځینو لیکوالانو د امام حسین(ع) د پاڅون او شهادت تر ټولو لوی اثر د اسلام د دین احیا ګڼلې ده.[۴۰] د امام خمیني په وینا که د کربلا پیښه نه وای شوې، یزید بن معاویه د اسلام دین او د پېغمبر(ص) سنت اپوټه وړاندې کول.[۴۱]

د بني امیه او د حکومت په خلاف د اعتراضیه خوځښتونو جوړېدل

د امام حسین(ع) له شهادته وروسته د امویانو په خلاف اعتراضیه خوځښتونه وشول. د طبري تاریخ په وینا د بني امیه و په خلاف د پاڅون پېل په ۶۱ کال پورې اړوند دی چې د امام حسین(ع) له شهادته وروسته بیا بیا ځینو خلکو د هغه حضرت د غچ اخستلو لپاره ځینې اقدامات کول[۴۲] لومړی اعتراض له ابن زیاد سره د عبدالله بن عفیف ازدي ټکر و. هغه د کوفې په جومات کې د ابن زیاد په خبرو چې امام حسین یې کذاب (دروغجن) بللی و اعتراض وکړ او ابن زیاد او د هغه پلرونه یې دروغجن وګڼل.[۴۳] همداراز د سیستان په تاریخ کې د یو راپور په اساس د سیستان خلکو د امام حسین (ع) د شهادت د خبر په اورېدو سره د سیستان د واکمن په خلاف چې د عبیدالله بن زیاد ورور و بلوا وکړه.[۴۴] د مدینې خلکو هم په ۶۳ کال کې د عبدالله بن حنظله بن ابي عامر په مشرۍ د یزید بن معاویه د حکومت په خلاف بلوا وکړه.[۴۵] د څلورمې پېړۍ مورخ علي بن حسین مسعودی د امام حسین وژله د مدینې د خلکو د پاڅون له لاملونو ګڼي.[۴۶]

د توابینو پاڅون

اصلي مقاله: د توابینو پاڅون

د توابینو پاڅون د کربلا له پېښې وروسته د امام حسین(ع) او د کربلا د شهیدانو د غچ اخستلو په هدف سره په ۶۵ ق کال کې د سلیمان بن صرد خزاعي په مشرۍ رامینځته شو.[۴۷] کله چې د توابینو لشکر کربلا ته ورسید، له اسونو کوز شول او په ژړا یې ځانونه دامام حسین قبر ته ورسول او یوه ولوله ناکه اجتماع یې جوړه کړه.[۴۸] سلیمان د هغوي په مینځ کې وویل: ای خدایه ته ګواه اوسه چې مونږ د امام حسین په دین او لاره او د هغه د قاتلانو دښمن یوو.[۴۹]

د مختار پاڅون

اصلي مقاله: د مختار پاڅون

مختار ثقفي په ۶۶ قمري کال کې د امام حسین(ع) د وینې غچ اخستلو لپاره پاڅون وکړ او د کوفې شیعیان یې ملګري شول.[۵۰] هغه په خپل پاڅون کې له دوو شعارونو یا لثارات الحسین او یا منصور امت استفاده وکړه.[۵۱] په دغه پاڅون کې د کربلا د پېښې ډېر عاملان منجمله عبیدالله بن زیاد، عمر بن سعد، شمر بن ذی الجوشن او خولي ووژل شول.[۵۲]

د زید بن علي پاڅون

اصلي مقاله: د زید بن علي پاڅون

د زید بن علي پاڅون د امویانو د حکومت په خلاف وشو. زید د کوفې د پینځلسو زرو خلکو د بیعت په مټ په ۱۲۲ ق کال کې د اموي خلیفه هشان بن عبدالملک په خلاف پاڅون وکړ. شیعه عالم شیخ مفید د زید بن علي د پاڅون اصلي انګېزه د بني امیه د حکومت په خلاف پاڅون او د امام حسین د وینې غچ اخستل ګڼلې دي.[۵۳]

د امویانو په نسکورېدو کې د کربلا د پاڅون اثرات

د کربلا پاڅون د امویانو په نسکورېدو کې اغېز درلود. ځکه چې خلکو امویان د کربلا د پېښې عاملان ګڼل. امام حسین(ع) هم خپل پاڅون د یزید د واکمنۍ په خلاف ګڼلی و هغه د داسې تعبیرونو په استعمالولو سره لکه و علی الاسلام سلام او د یزید د شراب څښلو او سپیو سره لوبې کولو په مطرحولو سره د هغه او د بني امیه و حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوست.[۵۴]

عباسیانو هم د امویانو په خلاف د خپل پاڅون یو اصلي علت د امام حسین(ع) د ویني غچ اخستل بللې وو.[۵۵]

په شیعه ټولنې د کربلا د پاڅون اثرات

د امام حسین پاڅون په شیعه ټولنې ځینې اثرات لرلي دي.[۵۶] منجمله:

د عزادارۍ د دستورو دودېدل

اصلي مقاله : د محرم سوګواري

د امام حسین(ع) او د کربلا د شهیدانو لپاره عزاداري او ویر د شیعي ټولنې او شیعي شناخت جوړوونکي عناصر دي[۵۷] د تاریخي راپورونو له مخې د کربلا پېښې وروسته په ډېر کم وخت کې عزاداري په شیعیانو کې دود شوه خو له یو فردي او محدود عمله په یو ټولنیز او عمومي دستورو د هغې بدلیدل د آل بویه حکومت د دوران نتیجه ده.[۵۸] د ابن کثیر په راپور شیعیانو په ۳۵۹ ق کال کې د عاشورا په ورځ بازارونه بند کړل او په عزادارۍ مشغول شول.[۵۹] د امام حسین لپاره عزاداري په تېره بیا د محرم په لسیزه کې په مختلفو هیوادونو کې د شیعیانو په مینځ کې له اطعام او نذوراتو سره یو ځای دود ده.[۶۰]

د عاشورایي ادبیاتو جوړېدل

اصلي مقاله: عاشورایی ادبیات

د عاشورا پېښه سبب شوه چې د عرب ادبیاتو ځینې برخه عاشورایي شعر او مرثیه ویلو ته بیله شي. لومړی عرب ژبی شاعر چې د عاشورا د پېښې په اړه یې شعر ویلی عقبة بن عمرو سهمي دی.[۶۱] عبدالجلیل رازي د امام حسین لپاره د حنفي او شافعي شاعرانو شعرونه له شمېره وتلي ګڼلې دي.[۶۲] د عاشورایي شعر د دایرة المعارف په لیکنه د امام حسین او د کربلا د پېښې د عزا په ورځو کې فارسي شعر ویل له څلورمې قمري پېړۍ پېل شول او لومړۍ ویل شوې ویرنه د کسایي مروزي (وفات ۳۹۰ق) ده [۶۳] د صفویانو په زمانه کې په ایران کې د فارسۍ شعر لویه برخه د عاشورا پېښې ته بیله شوه.[۶۴] د عاشورایي شعر د دایرة المعارف لیکوال، د ۳۴۵ شاعرانو نومونه او د امام حسین لپاره د هغوي د شعرونو څو بیتونه سره راغونډ کړې دي.[۶۵]

د مقتل لیکنه(جنګنامو) رواج

اصلي مقاله : مقتل لیکنه

مقتل لیکنه یو ډول د تاریخ لیکل دي چې د مهمو شخصیتونو د قتل یا شهادت څرنګوالی او واقعات بیانوي. د مقتل کتابونه چې د امام حسین(ع) او د هغه د ملګرو د شهادت کیسه تشریحوي، د شیعه د ادبي او تاریخي میراث برخه ګڼل کیږي چې لیکل یې د عاشورا له پېښې وروسته پراخ شول. متقل لیکنه په شیعیانو کې د معصومو امامانو(ع) او د شیعیانو د وتلو شخصیتونو د شهادت د څرنګوالي د بیانولو لپاره ده؛ خو د کربلا د پېښې د مقتل لیکنو د رواج په وجه، له دغه اصطلاح استفاده د امام حسین(ع) او د هغه د ملګرو د شهادت کیسو او څرنګوالي ته بیله شوې ده.

له ظلم سره د مقابلې د روحیې پیاوړتیا

د هند د خپلواکۍ مشر مهاتما ګاندي:
«ما د اسلام د هغه لوی شهید امام حسین(ع) ژوند ښه لوستلی او د کربلا صفحاتو ته مې کافي پام کړی دی او ماته څرګنده ده چې که هندوستان غواړي یو کامیاب هیواد شي باید د امام حسین له سیرته پېروي وکړي»[۶۶]

د امام حسین(ع) پاڅون له ظالمو حکومتونو سره د شیعیانو د مبارزې او د ظلم ځپونکې روحیې په جوړېدو کې په مختلفو پړاوونو کې رول لرلی دی. ځینې لیکوالانو د ایران د اسلامي انقلاب په شان ولسي انقلابونه او اصلاحي حرکتونه له دغه پاڅونه الهام اخستونکي ګڼي.[۶۷]

امام خمیني باوري و چې د کل یوم عاشورا جمله له ظلم سره د همېشنۍ مبارزې د ضرورت بیانوونکې ده.[۶۸]

د خاصو ځایونو جوړېدل

شیعیان د امام حسین د عزادارۍ لپاره خاص ځایونه لکه حسینیې، تکیې او امام باړې جوړوي. په دغه ځایونو کې د عزادارۍ دستورې جوړېږي. همدراز د هند په ځینو سیمو کې د کربلا د شهیدانو او امام حسین(ع) حرم یا حضرت عباس(ع) د قبر د سمبل په توګه زیارتونه جوړوي او پکې زیارتنامې لولي.[۶۹]

هنري اثار

د امام حسین (ع) پاڅون د شیعیانو په مذهبي هنر تاثیر کړی دی او ډېر اثار په نقاشۍ انځور ګرۍ، شمایل جوړونې، خطاطۍ فلم او داسې نورو برخو کې د عاشورا د پېښې په هکله پنځول شوې دي.[۷۰]

د اهل سنتو نظر

اهل سنت عالمان د امام حسین(ع) د پاڅون په اړه یو واحد نظر نه لري. ځینو لکه ابوبکر بن عربي هغه د یوې مشروعې واکمنۍ په خلاف یو نامشروع حرکت ګڼلی دی.[۷۱] ابن تیمیه د امام حسین(ع) د پاڅون په اړه باوري دی چې که څه هم امام په مظلومیت سره شهید شو: خو د امام کار دنیاوي او اخروي مصلحت نه درلود او د عاشورا پاڅون یې په اسلامي امت کې د ډېرو فتنو د جوړولو لامل او د پېغمبر(ص) د سیرت مخالف ګڼلی دی.[۷۲] د حمید عنایت په وینا په وروستیو سلو کلونو کې او په تېره بیا د سید جمال الدین اسد ابادي نه وروسته د عاشورا پېښې ته د اهل سنتو لیکوالانو نظر بدل شوی او ډېر پکې د امام حسین حرکت تاییدوي.[۷۳] په نقض کتاب کې د عبدالجلیل رازي په وینا ځینې اهل سنتو عالمانو لکه محمد بن ادریس شافعي د امام حسین او د کربلا د شیهدانو په اړه مرثیې ویلې دي.[۷۴] منجمله هغه مرثیه چې شافعي ته منسوبه ده په دې بیت سره پېل کیږي:

ابکی الحسین و ارثی حجاحا
من اهل بیت رسول الله مصباحا[۷۵]

کتاب پېژندنه

د امام حسین د پاڅون په اړه مختلف اثار او کتابونه لیکل شوې چې ځینې یې د پاڅون د علتونو او د امام حسین د قیام د اهدافو په اړه دي یو شمېر یې دا دي:

  • کتاب «عاشورا شناسي، (د امام حسین د هدف په اړه څېړنه چې پکې درې څپرکي «هدف‌شناسی قیام»، «کوفه، انتخاب درست امام» او «دیدگاه گذشتگان» دي. لیکوال د کتاب په دوهمه برخه کې د امام حسین د اهدافو په اړه اوه نظریې مطرح کړې دي.[۷۶] هغه باوري دی چې امام حسین د حکومت د جوړولو په هدف پاڅون کړی له دې امله دریمه برخه یې د امام حسین د هدف په اړه د هغو شیعه عالمانو نظر ته بیله کړې چې د لیکوال له رایې سره موافق دي.
  • « پس از پنجاه سال پژوهشی تازه پیرامون قیام حسین(ع)» لیک د سید جعفر شهیدی (۱۲۹۷-۱۳۸۶لمریز) هغه کتاب چې په تحلیلي نظر سره لیکل شوی دی. شهیدي په دغه کتاب کې د امام حسین(ع) د پاڅون په جوړېدو کې ټولنیزې، سیاسي، قومي او مذهبي زمینې جاجولي دي. دغه کتاب په ۱۳۵۸ لمریز کال کې چاپ شوی دی.
  • تأملی در نهضت عاشورا د رسول جعفریان لیک. په دې کتاب کې د کربلا په پېښې پورې ځینې اړوندې سرچینې معرفي شوي دي همداراز د پاڅون زمینو، د واقعې شرحې، دامام حسین د شهادت حکمت د پاڅون اثار، شکلي او شعاري اړخونه یې، د کربلا د پیښه تحریفات، او د امام حسین لپاره د اهل سنتو د عزادارۍ په تاریخچې لیکنې شوې دي.[۷۷]
  • قیام عاشورا در کلام و پیام امام خمینی. د دغه کتاب لومړۍ برخه د محرم او عاشورا په اړه په دریو ویناوو مشتمله ده. دوهمه برخه یې د عاشورا د پاڅون عواملو او علتونو د عزادارۍ او روضه خوانۍ فلسفې په اړه ده او په پای کې هم د محرم او د کربلا د پاڅون په باب د امام خمیني د خبرو غورچاڼ دی.[۷۸]

فوټ نوټ

  1. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۳۴۱؛ مفید، الارشاد، ۱۳۹۹ق، ج۲، ص۳۴.
  2. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۳۵۲؛ مفید، الارشاد، ۱۳۹۹ق، ج۲، ص۳۸.
  3. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۳۸۱؛ ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۸۱.
  4. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۳۹۸.
  5. دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۵۳؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۰۹.
  6. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۵۶.
  7. وګوري: شهیدی، پس از پنجاه سال، ۱۳۸۰ش، ص۱۱۲-۱۲۳.
  8. زمینه‌های قیام امام حسین(ع)، ۱۳۸۳ش، ج۲، ص۱۸.
  9. شهیدی، پس از پنجاه سال، ۱۳۸۰ش، ص۶۹-۷۸.
  10. ابن اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۴، ص۲۹۰-۲۹۱.
  11. قرشی، حیاة الامام الحسین، ۱۹۷۵م، ج۲، ص۲۶۴.
  12. اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۳۳.
  13. خامنه‌ای، انسان ۲۵۰ ساله، ۱۳۹۴ش، ص۱۷۹.
  14. خامنه‌ای، انسان ۲۵۰ ساله، ۱۳۹۴ش، ص۱۷۲.
  15. اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۲۵.
  16. اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۵۹.
  17. اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۶۰.
  18. اشتهاردی، هفت‌ساله چرا صدا درآورد؟، ص۱۵۴.
  19. صحتی سردرودی، عاشوراپژوهی، ۱۳۸۴ش، ص۴۴۱.
  20. اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۶۸.
  21. صالحی نجف‌آبادی، شهید جاوید، ص۱۵۹.
  22. سید مرتضی، تنزیه الانبیاء، ص۱۷۶.
  23. سید مرتضی، تنزیه الانبیاء، ص۱۷۶-۱۷۸.
  24. اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۲۱.
  25. اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۱۵۶-۱۵۷.
  26. اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۱۵۶-۱۵۷.
  27. جعفریان، تأملی در نهضت عاشورا، ۱۳۸۶ش، ص۲۴۳.
  28. اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۱۵۷.
  29. اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۹۳.
  30. مهریزی، «تحلیلی درباره اهداف قیام امام حسین(ع)»، ص۱۳.
  31. مهریزی، «تحلیلی درباره اهداف قیام امام حسین(ع)»، ص۱۳.
  32. وګورئ: سید بن طاووس، اللهوف، العالم، ص۳و۲۸.
  33. فاضل دربندی، اکسیر العبادات، العالم، ج۱، ص۵۶.
  34. اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۷۰.
  35. اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۷۰-۷۴.
  36. اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۷۷-۷۸.
  37. اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۱۵۷.
  38. نگاه کنید به اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۶۸-۶۹.
  39. جعفریان، تأملی در نهضت عاشورا، ۱۳۸۶ش، ص۲۴۲.
  40. کدیور، «نقش نهضت عاشورا در شکل‌گیری و تداوم انقلاب اسلامی ایران»، ص۱۲.
  41. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۱۷، ص۵۲.
  42. طبری، تاریخ الامم والملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۵۵۸.
  43. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۵۹.
  44. تاریخ سیستان، ۱۳۶۶ش، ص۱۰۰.
  45. ابن قتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۳۰.
  46. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۶۸-۶۹.
  47. ابن کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۵۱.
  48. ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۲۶۴.
  49. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۵۸۹.
  50. ابن‌اثیر، اسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۴، ص۳۴۷.
  51. وګورئ: طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج‌۶، ص۲۰.
  52. ابن‌اثیر، اسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج‌۴، ص۳۴۷.
  53. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۷۲-۱۷۱.
  54. جعفریان، تأملی در نهضت عاشورا، ۱۳۸۶ش، ص۲۴۵.
  55. رفیعی، «نقش عاشورا و عزاداری‌های عصر ائمه(ع) در سقوط امویان و پیروزی عباسیان»، ص۷۲.
  56. جعفریان، تأملی در نهضت عاشورا، ۱۳۸۶ش، ص۲۵۱.
  57. رحمانی، آیین و اسطوره در ایران شیعی، ص۱۰.
  58. رحمانی، آیین و اسطوره در ایران شیعی، ص۵۸
  59. ابن کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۱۱، ص۲۶۷.
  60. وګورئ: مؤسسه شیعه‌شناسی، سنت عزاداری و منقبت‌خوانی، ۱۳۸۶ش، ص۱۵۶.
  61. مهماندار، «امام حسین در آیینه شعر و ادب»، ص۵۳.
  62. رازی قزوینی، نقض، انجمن آثار ملی، ص۳۷۱.
  63. محمدزاده، دانشنامه شعر عاشورایی، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۷۱۷.
  64. محمدزاده، دانشنامه شعر عاشورایی، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۷۱۹.
  65. نگاه کنید به محمدزاده، دانشنامه شعر عاشورایی، ۱۳۸۶ش، ج۲.
  66. هاشمي نژاد، درسی که حسین علیه‌السلام به انسان‌ها آموخت، ۱۳۸۲ل، مخ۲۸۹.
  67. گلی‌زواره قمشه‌ای، «حماسه حسینی و انقلاب اسلامی»، ص۱۰۵-۱۰۶.
  68. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۹، ص۴۴۵.
  69. مؤسسه شیعه‌شناسی، سنت عزاداری و منقبت‌خوانی، ۱۳۸۶ش، ص۱۵۸.
  70. «کربلا؛ خاستگاه تجلی هنر»، خبرگزاری ایمنا.
  71. خزعلی، «قیام امام حسین از دیدگاه علمای اهل‌سنت»، ص۵۸-۵۹.
  72. ابن تیمیه، منهاج‌السنه، ۱۴۰۶ق، ج۴، ص۵۳۰.
  73. عنایت، اندیشه سیاسی در اسلام معاصر، ۱۳۶۵ش، ص۳۱۴.
  74. رازی، نقض، انجمن آثار ملی، ص۳۷۰-۳۷۱.
  75. رازی، نقض، انجمن آثار ملی، ص۳۷۰.
  76. اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۵۹.
  77. جعفریان، تأملی در نهضت عاشورا، ۱۳۸۶ش، ص۱۲.
  78. «قیام عاشورا در کلام و پیام امام خمینی(س)»، پرتال امام خمینی.

سرچينې

  • ابومخنف، مقتل الحسین(ع)، تحقیق و تعلیق حسین غفاری، قم، مطبعة العلمیه، بی‌تا.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، اسدالغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، تحقیق عمر محمد عبدالسلام تدمری، بیروت، دارالکتاب العربی، ۱۴۱۷ق/۱۹۹۷م.، بی‌تا.
  • ابن‌اعثم، الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت: دارالأضواء، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۱م.
  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعة القدریة، تحقیق محمد رشاد سالم، جامعة الامام محمد بن سعود الاسلامیه، ۱۴۰۶ق/۱۹۸۶م
  • ابن‌قتیبه، عبدالله بن مسلم، الامامة و السیاسة، تصحیح علی شیری، دارالاضواء، بیروت، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • ابن‌کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، دار الفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
  • اسفندیاری، محمد، عاشوراشناسی پژوهشی درباره‌ هدف امام حسین(ع)، قم، صحیفه خرد، ۱۳۸۷ش۱۴۳۰ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، صحیفه امام، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، تهران، ۱۳۸۹ش.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب‌الاشراف، تحقیق: محمدباقر محمودی، احسان عباس، عبدالعزیز دوری، محمد حمیدالله، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، بی‌تا.
  • تاریخ سیستان، تصحیح محمدتقی بهار، تهران، پدیده خاور، ۱۳۶۶ش.
  • جعفری، حسین محمد، تشیع در مسیر تاریخ، ترجمه محمدتقی آیت‌اللهی، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • جعفریان، رسول، تأملی در نهضت عاشورا، قم، نشر مورخ، ۱۳۸۶ش.
  • جمعی از نویسندگان، زمینه‌های قیام امام حسین، قم، زمزم هدایت، ۱۳۸۳ش.
  • خامنه‌ای، سید علی، انسان ۲۵۰ ساله، تهران، صهبا، چاپ پنجاهم، ۱۳۹۴ش.
  • خزعلی، انسیه، قیام امام حسین از دیدگاه علمای اهل‌سنت، مندرج در: مجموعه مقالات همایش امام حسین، ج۱۱، مجمع جهانی اهل‌بیت(ع)، تهران، ۱۳۸۱ش.
  • رازی قزوینی، عبدالجلیل، نقض،‌ تصحیح جلال‌الدین ارموی، تهران، انجمن آثار ملی، بی‌تا.
  • رحمانی، جبار، آیین و اسطوره در ایران شیعی، انتشارات خیمه، تهران، ۱۳۹۴ش.
  • رفیعی، محمدطاهر، «نقش عاشورا و عزاداری‌های عصر ائمه(ع) در سقوط امویان و پیروزی عباسیان»، معرفت، ش۱۱، بهمن ۱۳۹۰ش.
  • سید بن طاووس، موسی، اللهوف علی قتلی الطفوف، العالم، بی‌تا.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، التنزیه الانبیاء، قم، الشریف الرضی، بی‌تا.
  • شهیدی، سید جعفر، پس از پنجاه سال؛ پژوهشی تازه پیرامون قیام حسین(ع)، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۰ش.
  • صحتی سردرودی، محمد، عاشوراپژوهی با رویکردی به تحریف‌شناسی تاریخ امام حسین(ع)، قم، انتشارات خادم الرضا، چاپ اول، ۱۳۸۴ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۹۶۷م/۱۳۸۷ق.
  • عنایت، حمید، اندیشه سیاسی در اسلام معاصر، ترجمه: بهاء‌الدین خرمشاهی، انتشارات خوارزمی، تهران، ۱۳۶۵ش.
  • فاضل دربندی، آغا بن عابد، اکسیر العبادات، کربلا، العتبة الحسینیة، بی‌تا.
  • قرشی، باقرشریف، حیاة الامام الحسین، نجف، مطبعة الآداب، ۱۹۷۵ق/۱۳۹۵ق.
  • «قیام عاشورا در کلام و پیام امام خمینی(س)»، پرتال امام خمینی، مشاهده ۲۹ مرداد ۱۴۰۱ش.
  • کدیور، جمیله، «نقش نهضت عاشورا در شکل‌گیری و تداوم انقلاب اسلامی ایران»، راهبرد، شماره۶، بهار ۱۳۷۴ش.
  • «کربلا؛ خاستگاه تجلی هنر»، خبرگزاری ایمنا، درج مطلب ۲۴ مرداد ۱۴۰۰ش، مشاهده ۲۹ مرداد ۱۴۰۱ش.
  • گلی‌زواره قمشه‌ای، «حماسه حسینی و انقلاب اسلامی»، فرهنگ کوثر، ش۷۳، ۱۳۸۷ش.
  • مؤسسه شیعه‌شناسی، سنت عزاداری و منقبت‌خوانی در تاریخ شیعه امامیه، مؤسسه شیعه‌شناسی، قم، ۱۳۸۶ش.
  • محمدزاده، مرضیه، دانشنامه شعر عاشورایی، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ دوم، تهران، ۱۳۸۶ش.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق: اسعد داغر،‌ دار الهجره، قم، ۱۴۰۹ق.
  • مطهری، مرتضی، حماسه حسینی، تهران، انتشارات صدرا، چاپ پنجاه و نهم ١٣٨٧ش.
  • مهریزی، مهدی، «تحلیلی درباره اهداف قیام امام حسین(ع)»، حدیث‌نت، مشاهده ۲۷ مرداد ۱۴۰۱ش.
  • مهماندار، مهدی، امام حسین در آیینه شعر و ادب، مندرج در: مجموعه مقالات همایش امام حسین، ج۱۲، مجمع جهانی اهل‌بیت(ع)، تهران، ۱۳۸۱ش.
  • ناصری داودی، عبدالمجید، شهادت امام حسین از منظر اهل‌سنت، مندرج در: نگاهی نو به جریان عاشورا، زیر نظر سید علیرضا واسعی، بوستان کتاب، قم، ۱۳۹۰ش.
  • هاشمی‌نژاد، عبدالکریم، درسی که حسین علیه‌السلام به انسان‌ها آموخت، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۸۲ش