اللهوف علی قتلی الطفوف (کتاب)

د wikishia لخوا
اللهوف علی قتلی الطفوف

أللُّهوف عَلى قَتْلَى الطُّفوف یا اَلمَلْهوف عَلی قَتْلَی الطُّفوف په لُهوف مشهور، د شیعو تر مینځ د کربلا او د امام حسین(ع) د شهادت د مصیبتونو په بیانولو کې یو له مشهورو آثارو څخه دی چې سید ابن طاووس (وفات ۶۶۴ هـ ق) لیکلی دی. لیکوال دا کتاب د عتبات مسافرانو او د امام حسین(ع) حرم د زوارانو لپاره په لنډه توګه لیکلی او په دې خاطر یې د روایتونو سلسله لیرې کړې ده او یوازې وروستی راوي یا د روایت وروستۍ سرچینه یې ذکر کړې ده.

د لهوف په کتاب کې د امام حسین(ع) له پیدایښت څخه وړاندې پیښې تر د عاشورا نه وروسته پیښو په اړه خبرې شوې دي. د محمد اسفندیاري عاشورا څیړاندې (زوکړه ۱۳۳۸) په وینا، ابن طاووس لومړنی کس دی چې د امام حسین(ع) پاڅون یې د عرفاني شهادت پر بنسټ تشریح کړی دی. خو بیا هم، لیکوال له داسې مطالبو ذکر کولو څخه ډډه کړې ده چې مبالغه په کې وي. همدارنګه محدث نوري وايي چې له دې كبله چې د احاديثو سند په كتاب كې نه دى راغلي، نو ډېر صحيح نه دی و اعتبار نه لري. له دې نظره د لهوف د كتاب منل د سيد ابن طاووس د روحاني حيثيت له امله ګڼل كېږي.

د لُهوف د کتاب څو فارسي ژباړې خپرې شوې دي. له هغو ځینې یوه د سيد احمد فهري ترجمه «آهی سوزان بر مزار شهیدان» په نوم او د محمد محمدي اشتهاردي له خوا د «غم‌نامه کربلا» په نوم ژباړل شوې ده.

د لهوف د کتاب مقام

کتاب الملهوف علی قتلی الطفوف یا اللهوف علی قتلی الطفوف، چې د كتاب لهوف په نامه مشهور دی، يو له هغو كتابونو څخه دى چې په عربي ژبه كې د كربلا د پېښې په اړه د شيعو له خوا لیکلي شوي دي. دا كتاب سيد ابن طاووس ليكلى او په اووم هجري پېړۍ كې تالیف شوى، خو د لومړي لاس منابعو څخه دې.[۱]

د دې كتاب احاديث له اسنادو پرته روايت شوي او د څوارلسمې پېړۍ له محدثينو څخه د محدث نوري په وينا، د باور وړتیا نه لري[۲] همدارنګه ادعا شوې ده چې په بېلابېلو برخو كې ډېر کمزورۍ لري.[۳] خو شهرت يې دومره زيات دى چې د عاشورا د پېښې په اړوند د اثارو زياتره ليکوالان هم دغه کتاب ته مراجعه کوي او ماتم کوونکي هم په دې باندې تکيه کوي.[۴] سيد محمد علي قاضي طباطبايي دغه کتاب له مقاتلو څخه له ډېرو معتبرو کتابونو ګڼلى دى. او بې له دې بل هیڅ مقتل دومره معتبر نه ګڼي.[۵] د عاشورا د منابعو د معرفۍ او نیوکو کتاب، د لیکوال په اند د سید ابن طاووس د خبرو منل د هغه د معنوي مقام له امله دي.[۶]

د لهوف شهرت او مقام د دې لامل شوی چې څو ځله په فارسي ژبه ژباړلی او خپور شوی دی[۷] او مختلفو ناشرانو په مختلفو ځایونو لکه تهران، صیدا، بیروت، بمبۍ، نجف، قم او تبریز کې خپور کړی دی[۸].

د کتاب نوم

د لهوف کتاب په مختلفو نومونو سره په سرچینو کې راغلی دی. په نوم کې دا توپیر د نسخو د اختلاف له سببه او پخپله د لیکوال له خوا د نومونو ایښودلو له امله رامینځته شوی. ځکه چې لیکوال د خپلو کتابونو لپاره مختلف نومونه یا یو واحد نوم په بدلون سره غوره کړی دی[۹] پرته له هغه نومونو څخه چې د اللهوف یا الملهوف سره پیل کیږي او په خپلو کې لږ توپیر لري د هغه څه له مخې چې ابن طاووس د کتاب لیکوال په سريزه کې راوړي دي چې د «المَسالک فی مَقتَل الحُسَین علیه‌السّلام» نوم یې هم ذکر شوی دی.[۱۰] آقا بزرګ تهراني په الذریعة کې د «اللهوف علی قتلی الطفوف» نوم له نورو نومونو په پرتله ډېر مشهور ګڼلی دی.[۱۱] خو صادقي کاشاني د «الملهوف علی قتلی الطفوف» نو اصلي او صحیح نوم ګڼلی دی.[۱۲]

د لیکوال په اړه

اصلي مقاله: سید ابن طاووس

د اللهوف د کتاب لیکوال، سید رضي الدین علي بن موسی بن جعفر ابن طاووس، چې په سید ابن طاووس (۵۸۹-۶۶۴ هـ ق) مشهور دی، [۱۳] د هجرت په اوومه پیړۍ کې یو له شیعه عالمانو او لیکوالو څخه و چې په حله ښار کې اوسیده. هغه د امام حسن(ع) او امام سجاد(ع) له لمسیو څخه دی او د علامه حلي او یوسف سدیدالدین (چې د علامه حلی پلار دی) په شان د علماوو استاد و.[۱۴] ابن طاووس د هلاکوخان په زمانه کې د شیعو مشري او نقابت په غاړه درلوده.[۱۵]

سيد ابن طاووس ته «جمال العارفين» ويل شوي او دا لقب د هغه د عالي اخلاقو، تقوا او ډېر مراقبت او د هغه د عرفاني حالتونو له امله مشهور شوی دی.[۱۶] هغه شاوخوا ۵۰ کتابونه لري، چې له هغې جملې الاقبال، المهمات او التتمات، کشف المحجة لثمرة المهجة، مصباح الزائر او جناح المسافر او مهج الدعوات او منهج العبادات له هغو ځینې مثالونه دي.

د لهوف ځانګړتیاوې او محتوا

د کتاب ترتیب

د لهوف کتاب یوه سريزه او درې برخې لري:

  • په سریزه کې د عاشورا د پیښې د عظمت، د امام حسین(ع) مقام، د هغه لپاره د ژړا او ماتم ارزښت په کې شامل دي.
  • لومړۍ برخه د امام حسین(ع) له پیدایښته او د ام الفضل له خوبه پیلیږي او د عاشورا تر شپې پورې دوام لري. په دې برخه کې د امام حسین(ع) د شهادت وړاندوینې، له مدینې څخه تر کربلا په لاره کې د امام خبرې، د مسلم بن عقیل د شهادت خبر رسیدل او د حر بن یزید ریاحي له خوا د هغه د کاروان د ودرولو په هکله خبرې راغلي دي.
  • دویمه برخه د عاشورا له شپې څخه او د عمر بن سعد له لښکر څخه د امام حسین(ع)  له مهلت غوښتلو پیلیږي د امام حسین(ع) تر شهادته دوام لري. په دې برخه کې د صحابه شهادت هم ذکر شوی دی. په لهوف کې د کربلا د شپیتو شهیدانو نومونه نه دي ثبت شوي[۱۷] د دې برخې په پای کې ابن طاووس د قیامت په ورځ د امام حسین(ع) د قاتلانو د سزا په اړه دوه حدیثونه هم وړاندې کړي دي.
  • دریمه برخه د امام حسین(ع) له شهادته وروسته پیښو ته ځانګړې شوې ده او کوفې ته د شهیدانو د سرونو له لیږلو څخه پیلیږي او د کربلا له اسیران سره تړلي مطلبونه او مدینې منورې ته د هغوي تر بیرته ستنیدو پورې مطالب په کې شامل دي. ابن طاووس د کتاب په پای کې د عاشورا د غمیزې په اړه د امام سجاد(ع) د ماتم او ژړا په اړه دوه روایتونه نقل کړي دي.[۱۸]

د لیکلو غرض او طریقه

د کتاب د سريزه له مخې د لهوف كتاب د ليكلو لپاره د ابن طاووس انګيزه دا وه چې د امام حسين(ع) زيارت كوونكي بايد د مصباح الزائر تر څنګ باید د ابن طاووس یو لنډ کتاب هم ولري چې د امام حسین(ع) له شهادته خبر شي او د عاشورا د مصیبتونو یادونه وکړي او د دې لپاره یې په لنډه توګه دا کتاب ولیکه چې د مصباح الزائر ضمیمه شي.[۱۹]

د منځپانګې ځانګړتیاوې

د عاشورا څیړاندو او د تاریخي کتابونو څیړونکو د لهوف د کتاب ځینې ځانګړنې درج کړې دي.

  • د محمد اسفندياري، عاشورا څیړاندی (زوکړه 1338) په وینا، سید ابن طاووس لومړنی کس دی چې د امام حسین(ع) پاڅون یې د عرفاني شهادت پر بنسټ تشریح کړی دی.[۲۰] ابن طاووس په دې اند دی چې که د امامانو سپارښتنه دا نه وې چې ماتم دې وشي او تورې جامې دې واغوستولی شي، نو د عاشورا په ورځ به خلکو د امام حسین(ع) د شهادت په لوی نعمت خوشحالي کوله.[۲۱] په دې توګه د عاشورا د پیښې په اړه د هغه راپور صوفیانه ګڼل شوی او نیوکې هم ورباندې شوي دي.[۲۲]
  • د اسنادو له منځه وړل او د لهوف افسانوي بڼه د هغې یو له علمي ضعفونو څخه ګڼل کیږي. د نورو کتابونو په څېر په دې کتاب کې لیکوال د مبالغې لرونکو مطالبو له نقلولو ډډه کړې ده.[۲۳]
  • د لهوف له مهمو ټکو څخه یو د امام سجاد(ع) په شام او کوفه کې د خطبو بشپړ نقل کول دي، د حضرت زینب(س) خطبې په شام او کوفې کې او همدارنګه فاطمه د امام حسین(ع) لور خطبه په کوفې کې ګڼل شوې ده.[۲۴]
  • د لهوف په کتاب کې داسې مطالب هم شته چې په مخکې مقاتلو کې نه دي راغلي. لکه بني هاشم ته د امام حسین(ع) لیک، په یوه جمله «ان الله شاء أن یرانی قتیلاً»، د خبر شهادت خبر ورکول او د اربعین په ورځ کربلا ته د اسیرانو راستنیدل[۲۵] ویل کیږي چې شاید په هغه دوره کې د دې خبرو عامه شهرت او د شیعه عقایدو سربیره لکه د امام غیب علم د دې لامل شوی و چې ابن طاووس دا راپورونه تاریخي ګڼلي وي او په خپل کتاب کې یې یادونه کړی وي.[۲۶] محدث نوري په کتاب کې د ناسمو منځپانګو شتون د لیکوال د ځوانۍ لامل ګڼلی دی.[۲۷]
  • سيد ابن طاووس د لهوف په كتاب كې د وفات د راپور تر څنګ خپل ځينې تحليلونه او نقطې هم وړاندې كړې دي. د بېلګې په توګه له خپلې کورنۍ سره کربلا ته د سفر په اړه لیکي: د امام د کار لامل شاید دا وي چې که هغوي یې په حجاز يا نورو ښارونو کې پرېښي وای، نو يزيد به هغوي نيولي وای او د امام د اهدافو (جهاد، شهادت او د نیکمرغۍ لاسته راوړلو) مخه به یې د هغوي په شکنجه کولو سره نیولی وه.[۲۸]

د لهوف اصلي سرچینې او نسخې

د تاریخ پوهاند محمد هادي یوسفي غروي په (زوکړه ۱۳۲۷ هـ ش) د لهوف کتاب هماغه د مقتل الحسین الخوارزمي کتاب ګڼلی دی چې چې کوم نوی منځپانګه نه لري او په دې باور دی چې هغه د ابن اعثم له کتاب "الفتوح" څخه د حسين د شهادت ډېر روايتونه اخيستي دي، په داسې حال کې چې په الفتوح کتاب کې تېروتنې هم شته.[۲۹] خو د «معرفی و نقد منابع عاشورا» کتاب ليکوال دا خبره نه ده منلی.[۳۰] مصطفی صادقي کاشاني چې د تاریخ څیړونکی دی هم په دې باور دی چې لهوف او مثیر الاحزان چې یو بل ته نږدې متن لري، دواړه له دریمې سرچینې څخه اخیستل شوي چې موږ ته معلومه نه ده؛[۳۱] خو د الفتوح او مقاتل الحسین خوارزمي د زیاتې استفادې له امله چې یو یې داستاني بڼه لري او بل خطابي اړخونه لري، دغه دوه ځانګړنې هم په لهوف کې ځان څرګندوي.[۳۲]

د کتاب لاس لیکلی کاپي

د صادقي کاشاني په وینا، د لیکوال په لاسي لیکنه کې د لهوف هیڅ کاپي شتون نه لري[۳۳] او د لهوف تر ټولو پخوانی نسخه د لسمې پیړۍ په دویمه نیمایي پورې اړه لري.[۳۴] همدارنګه د لهوف له لیکلو څخه تر لسمې پېړۍ پورې هیڅ کتاب له لهوف څخه څه نه دي نقل کړي او لومړنی کتاب چې له لهوف یې مطلبونه نقل کړي دي د تسلیة المُجالِس کتاب دی چې د ابي طالب حائري کرکي لیکلی دی.[۳۵]

د لهوف تر ټولو زیاتې حوالې علامه مجلسي په خپلو کتابونو کې ورکړي دي.[۳۶] او په ټول کې دا کتاب په ایران کې د صفویانو او قاجار په دورو کې د پام وړ ګرځیدلی دی.[۳۷] ​​له همدې امله د دې کتاب ټولې لاس لیکلې نسخې د همدې دورې پورې اړه لري.[۳۸] د دغو لاس لیکلو نسخو او سنګي چاپ یو شمیر یې د حسون (تبریزیان) په سریزه الملهوف[۳۹] او نورې یې د صدیقي کاشاني لخوا لیکل شوي کتاب «تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف» کې لیست شوي دي.[۴۰]

د لهوف د نسخو ترمنځ اختلاف

د صدیقي کاشاني د مطالعې له مخې د لهوف د مختلفو نسخو په جملو او نقلونو کې لږ تر لږه ۳۰ توپیرونه شته[۴۱] چې له دې جملې څخه صادقي ۲۰ توپیرونه د پام وړ او مهم ګڼلي او په جلا توګه یې لیست کړي دي[۴۲] د جدي شک ځای یې ګنلی دی؛[۴۳] د هغو ځینې د امام حسین(ع) له خپل شهادته خبریدل په دې جملې سره چې  «ان الله شاء أن یراک قتیلا، الله تعالی غواړي چې ما شهید وویني»، د رقیه د نوم وضاحت، د طفل صغیر (ماشوم) لپاره د اوبو غوښتلو روایت ته اشاره کولی شوو.[۴۴] په دې کې ډېر اختلافات داسې دي چې اصلي سرچینه یې معلومه نه ده.[۴۵]

د سيد ابوالحسن مير ابوطالبي له خوا د لهوف ژباړه

د خپریدو او ژباړو حالت

په شیعه ټولنه کې د ماتمونو د رواج د اړتیا له امله، د لهوف کتاب او د هغه په ​​څېر کتابونه د صفوی له دورې وروسته مشهور شول او د دیارلسمې پېړۍ له پیله څو څو ځله په لیتوګرافیک، لیډ او ټایپفیسونو کې خپاره شول.[۴۶] د لهوف تر ټولو مشهوره نسخه په ۱۳۶۹ هجري لمریز کال کې د نجف د حیدریه نسخه ده چې له اصلاح پرته جوړه شوې ده.[۴۷] په ۱۴۱۴ هـ ق کال کې اسوه مطبعې د فارس الحسون په سریزه، تصحیح او تحقیق سره د الملهوف یوه نسخه خپره کړه.[۴۸]

د محمدحسین رجبي دواني لیکل شوي دوه کتابونه «طواف عشق»[۴۹] او «عشق و عطش»  د امید ارام لخوا لیکل شوي[۵۰] د لهوف د بیا لیکلو او لنډیز په توګه خپاره شوي دي.

ژباړې

آهی سوزان بر مزار شهیدان د لهوف ژباړه

لهوف د شیعو په منځ کې د خپل مقام په سبب څو ځله په فارسۍ ژباړل شوی دی.[۵۱] عقيقي بخشایشي د لهوف د ژباړې په سريزه کې نهه نورې ژباړې هم يادې کړې دي.[۵۲]

سید بهاء الدین مختاري چې د صفویانو د دورې یو عالم دی، فارسي ته د لهوف لومړنی ژباړونکی ګڼل کیږي،[۵۳] د دې ژباړې نوم په لومړي ځل په «الشریعة الی استدراک الذریعة» کې راغلی دی. چې سيد محمد طباطبايي ليکلی دى.[۵۴] سيد بهاءالدين مختاري د ژباړې تر څنګ د محتشم کاشاني د شعرونو په ګډون نور روايتونه او شعرونه هم په دې ژباړه کې شامل کړي دي.[۵۵]

محمد ابراهیم نواب تهراني چې په بدایع نګار مشهور دی، په 1286 هجري قمري کال کې د فیض الدموع په نوم لهوف ژباړلی او د میرزا رضا قلي شقاقي تبریزي کتاب لَجّة الألم فی حُجّة الأمم یوه بله ژباړه ده چې په 1311 هجري قمري کال کې شوې ده.[۵۶] دغه ژباړه «آوای درد برای حجت امت‌ها» په 1395 کال کې بیا چاپ شوه.[۵۷] احمد بن سلامة نجفي[۵۸]، سید محمد صحفي، سید احمد فهري، سید ابوالحسین میرابوطالبي،[۵۹] او محمد محمدي اشتهاردي هم لهوف فارسي ته ژباړلی دی. د لهوف اردو ژباړه هم د سید محمد حسین هندي (وفات ۱۳۵۵هـ ش) له خوا د دمع ذروف په نوم خپره شوې ده.[۶۰]

د لهوف کتاب په فارسي ژبه کې د منظومه ژباړه هم لري چې د ضیاءالدین مهدي بن داوود چې ذوقي تخلص لري د «وجیزة المصائب» په نوم لیکل شوې ده.

د لهوف په هکله کتابونه

د کتاب د جلد لپاره، تصحیح او د لهوف کتاب سرچینې پیژندل

فوټ نوټ

  1. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۱۹.
  2. نوری، لؤلؤ و مرجان، ۱۳۸۸ش، ص۲۰۵-۲۰۶.
  3. حسینی، معرفی و نقد منابع عاشورا، ۱۳۸۸ش، ص۲۰۳.
  4. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۲۰.
  5. قاضی طباطبائی، تحقیق در اول اربعین سید الشهداء، ۱۳۸۳ش، ص۴.
  6. حسینی، معرفی و نقد منابع عاشورا، ۱۳۸۸ش، ص۲۰۶.
  7. حسینی، معرفی و نقد منابع عاشورا، ۱۳۸۸ش، ص۲۰۳.
  8. ابن‌طاووس، ترجمه لهوف، ۱۳۸۰ش، ص۶۴ و ۶۵.
  9. تبریزیان، «مقدمه»، ص۶۶.
  10. تبریزیان، «مقدمه»، ص۶۷.
  11. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، دارالاضواء، ج۲۲، ص۲۲۳.
  12. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۲۲.
  13. کمونه حسینی، موارد الاتحاف، ۱۳۸۸ق، ج۱، ص۱۰۷-۱۰۸.
  14. قمی، الکنی و الالقاب، ۱۳۸۹ق، ج۱، ص۳۴۱.
  15. کلبرگ، کتابخانه ابن‌طاووس، قم، ص۳۱-۳۲.
  16. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۷، ص۶۳-۶۴.
  17. نیازمند منبع
  18. ابن‌طاووس، لهوف، ۱۳۴۸ش، فهرست کتاب؛ ابن‌طاووس، لهوف، انتشارات داوری، ص۳.
  19. ابن‌طاووس، الملهوف، ص۱۳۷۵ش، ص۸۷.
  20. اسفندیاری، عاشوراشناسی، ۱۳۸۷ش، ص۷۰.
  21. سيد ابن طاووس، الملهوف على قتلى الطّفوف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۸۲؛ ابن‌طاووس، الملهوف، ۱۳۷۵ش، ص۸۳.
  22. حسینی، معرفی و نقد منابع عاشورا، ۱۳۸۸ش، ۲۲۷-۲۲۸.
  23. حسینی، معرفی و نقد منابع عاشورا، ۱۳۸۸ش، ص۲۰۵.
  24. حسینی، معرفی و نقد منابع عاشورا، ۱۳۸۸ش، ص۲۰۵.
  25. حسینی، معرفی و نقد منابع عاشورا، ۱۳۸۸ش، ص۲۱۵-۲۲۸.
  26. حسینی، معرفی و نقد منابع عاشورا، ۱۳۸۸ش، ص۲۲۹.
  27. نوری، لؤلؤ و مرجان، ۱۳۸۸ش، ص۲۰۵.
  28. سيد ابن طاووس، الملهوف على قتلى الطّفوف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۴۲.
  29. «اعتبارسنجی و نقد منابع و مقاتل عاشورایی»، خبرگزاری رسمی حوزه.
  30. حسینی، معرفی و نقد منابع عاشورا، ۱۳۸۸ش، ص۲۰۶.
  31. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۵۰-۵۱.
  32. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۲۷۹.
  33. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۳۹.
  34. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۲۴.
  35. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۲۴.
  36. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۲۴.
  37. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۲۴.
  38. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۲۴.
  39. تبریزیان، «مقدمه»، ص۶۷-۶۹.
  40. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۳۱-۳۶.
  41. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۳۶.
  42. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۳۷-۳۸.
  43. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۳۸.
  44. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۳۷-۳۸.
  45. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۳۸.
  46. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۲۷.
  47. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۲۷.
  48. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، ص۲۷.
  49. رجبی دوانی، طواف عشق، ۱۳۹۴ش، ص۱۷.
  50. آرام، عشق و عطش، ۱۳۹۲ش، ص۱۰.
  51. حسینی، معرفی و منقد منابع عاشورا، ۱۳۸۸ش، ص۲۰۳.
  52. عقیقی بخشایشی، ترجمه لهوف، ۱۳۷۸ش، ص۲۲.
  53. تجلیل، «بهاء‌الدین محمد مختاری: نخستین مترجم لهوف»، ص۱.
  54. تجلیل، «بهاء‌الدین محمد مختاری: نخستین مترجم لهوف»، ص۱۲.
  55. تجلیل، «بهاء‌الدین محمد مختاری: نخستین مترجم لهوف»، ص۱۳.
  56. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، دارالاضواء، ج۱۸، ص۲۹۶.
  57. «انتشار قدیمی‌ترین ترجمه فارسی از مقتل لهوف»، خبرگزاری مهر
  58. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، دارالاضواء، ج۲۶، ص۲۰۱.
  59. ابن‌طاووس، ترجمه لهوف، ۱۳۸۰ش، ص۶۵.
  60. «دمع ذروف ترجمہ لہوف»، سایت آرشیو.
  61. صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش.
  62. مثال په توګه وګورئ: صادقی کاشانی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، ۱۳۹۹ش، صفحه‌های ۷۹، ۸۳، ۹۳.
  63. صادقی کاشانی، بررسی مستندات نظریه شهادت‌طلبی امام حسین(ع) در لهوف، ص۲۵-۴۰.
  64. برومند و دیگران، «تأثیر آموزه‌های تصوف بر مقتل‌نگاری کربلا»، ص۳۷-۵۶.

سرچينې

  • آرام، امید، عشق و عطش، تهران، کتاب قدسیان،‌ ۱۳۹۲ش.
  • آقابزرگ تهرانی، الذریعة الی تصانیف الشیعه، بیروت، دارالاضواء، بی‌تا.
  • ابن‌طاووس، علی بن موسی، الملهوف علی قتلی الطفوف، تصحیح فارس الحسون (تبریزیان)، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۵ش.
  • ابن‌طاووس، علی بن موسی، لهوف، ترجمه سید ابوالحسن میرابوطالبی، قم، دلیل ما، ۱۳۸۰ش.
  • ابن‌طاووس، علی بن موسی، کشف المحجه یا فانوس، ترجمه اسدالله مبشری، تهران، نشر فرهنگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۶۸ش.
  • ابن‌طاووس، علی بن موسی، لهوف، تهران، جهان، ۱۳۴۸ش.
  • «اعتبارسنجی و نقد منابع و مقاتل عاشورایی»، خبرگزاری رسمی حوزه، انتشار: ۲۰ آبان ۱۳۹۲ش.
  • اسفندیاری، محمد، عاشوراشناسی، قم، صحیفه خرد، ۱۳۸۷ش.
  • اللهوف علی قتلی الطفوف، کتابخانه دیجیتال نور، تاریخ بازدید: ۱۴ اسفند ۱۳۹۹ش.
  • برومند، عباس، و رقیه ابوالقاسمی و عباس حسن‌خانی، «تأثیر آموزه‌های تصوف بر مقتل‌نگاری کربلا: مطالعه موردی اللهوف علی قتلی الطفوف»، فصلنامه مطالعات تاریخ اسلام، شماره ۲۴، بهار ۱۳۹۴ش.
  • تبریزیان (الحسون)، فارس، «مقدمه»، در الملهوف علی قتلی الطفوف، تهران، نشر اسوه، ۱۳۷۵ش.
  • تجلیل، جلیل و حسین بخشی، «بهاء‌الدین محمد مختاری: نخستین مترجم لهوف»، مجله دانشکده ادبیات و علوم‌ انسانی دانشگاه تهران، شماره ۱۸۳، ۱۳۸۶ش.
  • حسینی، سید عبدالله، معرفی و نقد منابع عاشورا، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۸ش.
  • رجبی‌ دوانی،‌ محمدحسین، طواف عشق: گزیده و بازنویسی لهوف سید ابن‌طاووس، تهران، امیرکبیر، ۱۳۹۴ش.
  • صادقی کاشانی، مصطفی، تصحیح و منبع‌شناسی کتاب الملهوف، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، ۱۳۹۹ش.
  • صادقی کاشانی، مصطفی، «بررسی مستندات نظریه شهادت‌طلبی امام حسین(ع) در لهوف»، فصلنامه تاریخ فرهنگ و تمدن اسلامی، شماره ۱۲، پاییز ۱۳۹۲ش.
  • عقیقی بخشایشی، عبدالرحیم، ترجمه لهوف، قم، دفتر نشر نوید اسلام، ۱۳۷۸ش.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، کتاب الإجازات در بحارالانوار، بیروت، نشر مؤسسه وفاء، چاپ سوم، ۱۴۰۳ق.
  • قاضی طباطبائی، سید محمدعلی، تحقیق درباره اول اربعین سید الشهداء، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۸۳ش.
  • قمی، شیخ عباس، الکنی و الألقاب، نجف، نشر حیدریه، ۱۳۸۹ق.
  • کلبرگ، اتان، کتابخانه ابن‌طاووس، ترجمه علی قرایی و رسول جعفریان، قم، کتابخانه آیت‌الله العظمی مرعشی نجفی.
  • کمونه حسینی، عبدالرزاق، موارد الإتحاف فی نقباء الأشراف، نجف اشرف، نشر الآداب، ۱۳۸۸ق.
  • نوری، حسین، لؤلؤ و مرجان، تهران، نشر آفاق، ۱۳۸۸ش.