منځپانگې ته ورتلل

دارالقرآن

د wikishia لخوا
د زنجان ښار دارالقرآن

دارالقرآن يو تعليمي مرکز دی چې د قرآني فعاليتونو لکه ناظرې، حفظ، تجويد او د قرآن د تفسير لپاره دی. په دارالقرآنونو کې، قرآني سيالۍ، د قرآن خپرول او ژباړه او د قرآني کلتور ترويج هم ترسره کيږي.

د دارالقرآن اصطلاح تاريخ اتمې قمري پېړۍ ته ورګرځي. په ايران کې لومړنی دارالقرآن په ۱۳۵۲ل کال کې د آيت‌الله ګلپايګاني په امر تاسيس شو. د دارالقرآنونو له تاسيس مخکې، قرآني فعاليتونه په جوماتونو او مکتب‌خانو کې ترسره کېدل.

دارالقرآنونه په بېلابېلو اسلامي هېوادونو لکه ايران، عراق او لبنان کې فعاليت لري. په نورو هېوادونو لکه انګلستان او امريکا کې هم دارالقرآنونه شته.

حیثیت او کړچار

دارالقرآن يو ټولنيز بنسټ دی چې د قرآن د زده‌کړې لپاره دی[۱] او نور قرآني فعاليتونه لکه ناظره،(د صفحې له مخې د قرآن لوستل) روان‌خواني، تجويد، حفظ، قرائت او د قرآن تفسير پکې شامل دي.[۲] همدارنګه د قرآني محافلو او سياليو ترسره کول،[۳] د قرآن خپرول او ژباړه،[۴] د قرآني مجلو خپرول،[۵] د قرآن د ښوونکو روزنه[۶] او په ټولنه کې د قرآني کلتور ترويج[۷] د دارالقرآنونو نور فعاليتونه دي. ويل شوي چې د دارالقرآنونو په هڅو سره د ايران ځينې کلي په قرآني کليو بدل شوي دي.[۸]

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو لکه ايران، عراق، لبنان،[۹] مالزي،[۱۰] اندونیزیا، هسپانيه، انګلستان او امريکا کې دغه شان مرکزونه فعاليت لري. د دارالقرآن الکريم سازمان د راپور له مخې، په ۱۴۰۳ل کال کې، په ايران کې شاوخوا ۳۲۰۰ قرآني مؤسسې د دارالقرآن، مهد قرآن، خانه قرآن، جامعةالقرآن، مکتب‌القرآن او دارالتَّحفیظ (د قرآن د حفظ مرکز) په نومونو موجودې وې.[۱۱]

دا مرکزونه عموماً د خيرښېګه کوونکو خلکو،[۱۲] جوماتونو، [۱۳] د امامانو حرمونو[۱۴] او ځينو بنسټونو لکه بسيج[۱۵] او د پوهنې او روزنې وزارت[۱۶] له خوا جوړ او اداره کيږي.

د دارالقرآنونو د جوړېدو تاريخچه

د دارالقرآن ټکی د اتمې قمري پېړۍ په کتابونو کې د قرآن د زده‌کړې د ځای په معنا ياده شوی دی.[۱۷] د اهل سنت تاريخ‌ليکونکي، ابن‌کثير دمشقي (مړینه: ۷۷۴ق)، د «دار القرآن و الحديث» په نوم د مدرسو يادونه کړې ده.[۱۸]

د زده‌کړې د سبک او طرز په بدلون سره، قرآني مؤسسې د دارالْقرآن او دارالتَّحفیظ په نومونو جوړې شوې. [۱۹] په ايران کې لومړنی قرآني مرکز د «دارالقرآن الکريم» په نوم په ۱۳۵۲ل کال کې تاسيس شو.[۲۰]

په جوماتونو او مکتب‌خانو کې د قرآن زده‌کړه

په اسلام کې د قرآن د زده‌کړې لومړنی مرکز جومات و.[۲۱] ځينو ليکوالانو احتمال ورکړی چې د نبوي جومات هغه برخه چې اصحاب صُفَه پکې اوسېدل، د قرآن د زده‌کړې ځای و؛ له همدې امله، له دې ځایه د اسلام په تاريخ کې د لومړني دارالقرآن په توګه يادونه شوې ده.[۲۲] له شپږمې تر نهمې قمري پېړۍ پورې، په ځينو اسلامي ټاټوبو لکه مصر او شاماتو کې، په مدرسو کې د قرآن د تعليم لپاره ځانګړي ځايونه جوړ شول.[۲۳]

په لسمه قمري پېړۍ کې، عثمانيانو د قرآن د زده‌کړې مرکزونه د «دارُالْقُرّاء» په نوم يادول.[۲۴] وروسته، د پینځلسمې قمري پېړۍ تر پيل پورې، د جوماتونو تر څنګ، په مکتب‌خانو کې هم د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره د قرآن زده‌کړه ترسره کېده.[۲۵]

د ايران مشهور دارالقرآنونه

  • دار القرآن الکريم: په ايران کې لومړنی دارالقرآن دی چې په ۱۳۵۲ل کال کې د شیعه د تقلید مرجع آيت‌الله ګلپایګاني،(مړینه: ۱۴۱۴ق)، په امر او د هغه د زوي سيد مهدي ګلپايګاني په هڅو تاسيس شو. سيد مهدي ګلپايګاني دا مرکز وروسته له هغه تاسيس کړ چې د شيعه مخالفانو له شبهاتو سره مخ شو چې شيعه د قرآن اهميت ته پاملرنه نه کوي. د دې دارالقرآن مهم فعاليتونه دا بيان شوي دي: د قرآن او اړوند کتابونو چاپ او خپرول، د قرآني مجلو خپرول، د قرآن ژباړه او د موجوده ژباړو تصحيح، د خطي او نفيسو قرآنونو راټولول، او د قرآني تخصصي کتابتون تاسيس.[۲۰]
  • سازمان دار القرآن الکريم: په ايران کې يو قرآني مرکز دی چې مهمې دندې يې دا معرفي شوي دي: د قرآن تصحيح او د هغه پر چاپ او خپرولو څارنه، د قرآن د ښوونکو د روزنې د کورسونو ترسره کول، بېلابېلو هېوادونو ته د قاريانو لېږل، په ټولو کچو د قرآن د زده ‌کړې معياري کول، او په ايران کې د قرآن ښوونې پراخه اجرا.[۲۶] د فعاليتونو د کچې او حجم له نظره، د خميني‌شهر او زنجان ښارونو دارالقرآنونه د ايران له سترو دارالقرآنونو څخه شمېرل شوي دي.[۲۷]

په غير اسلامي هېوادونو کې د دارالقرآنونو تاسيس

  • د اروپا دارالقرآن (DarulQuran): دې مرکز خپل فعاليتونه په ۲۰۱۲م کال کې، د قرآن د زده‌کړې په محوريت په انګریزۍ ژبه په انګلستان کې پيل کړي دي.[۲۸]
  • دارالقرآن او اسلامي مطالعات ويرجينيا: دا مرکز په امريکا کې د قرآن د زده‌کړې، د مبلغينو د روزنې او د عربي ژبې د زده‌کړې په برخه کې فعاليت لري.[۲۹]
  • دارالقرآن هسپانيه.[۳۰]

فوټ نوټ

  1. «مقاله دارالقرآن»، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی.
  2. «آیین‌نامه‌های آموزشی»، سایت دارالقرآن الکریم.
  3. «محفل»، پایگاه اطلاع‌رسانی سازمان دارالقرآن الکریم؛ «مسابقات»، پایگاه اطلاع‌رسانی سازمان دارالقرآن الکریم.
  4. «اولین مؤسسه قرآنی به دست کدام مرجع تقلید ساخته شد؟» خبرگزاری حوزه.
  5. «المجلات القرآنیه»، دارالقرآن الکریم فی العتبة الحسینیة المقدسه.
  6. «تاریخچه سازمان»، پایگاه اطلاع‌رسانی سازمان دارالقرآن الکریم.
  7. «معرفی مراکز دار القرآن آموزش و پرورش»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  8. «روستای سار کاشان، اولین دهکده قرآن ایران»، خبرگزاری صدا و سیما؛ «قرآن آباد ایران، روستایی نمونه در کشور»، پایگاه اطلاع‌رسانی بیت الأحزان.
  9. «مقرأة دارالقرآن الکریم الإلکترونية _ لبنان»، سایت دارالقرآن لبنان.
  10. «جاکیم سازمانی با هدف همسو کردن سیاست‌های مالزی با آموزه‌های اسلامی»، خبرگزاری بین‌المللی قرآن ایکنا.
  11. «تعداد مؤسسات قرآنی فعال دارای مجوز در کشور حداکثر ۳۲۰۰ مورد است»، پایگاه اطلاع‌رسانی سازمان دارالقرآن الکریم.
  12. «مشارکت دو هزار میلیارد ریالی خیرین خراسان رضوی در ساخت دارالقرآن‌ها و نمازخانه مدارس»، خبرگزاری پانا.
  13. به عنوان نمونه: «دارالقرآن _ جامع الجزائر»، الجمهوریة الجزائریة الدیموقراطیة الشعبیة _ رئاسة الجمهوریة _ عمادة جامع الجزائر؛ «راه‌اندازی دارالقرآن‌های مساجد با همراهی مؤسسات قرآنی»، پایگاه اطلاع‌رسانی سازمان دارالقرآن الکریم.
  14. «المشاریع و البرامج القرآنیه»، دارالقرآن الکریم فی العتبة العلویة المقدسه؛ «المشاریع التعلیمیه»، دارالقرآن الکریم فی العتبة الحسینیة المقدسه.
  15. «دارالقرآن بسیج»، سایت دارالقرآن بسیج.
  16. «معرفی مراکز دار القرآن آموزش و پرورش»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  17. شهید اول، الدروس الشرعیه، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۶۹.
  18. ابن‌کثیر، البدایة و النهایه، ۱۴۰۸ق، ج۱۴، ص۲۱۱ و ۲۶۲.
  19. «نگاهی به برنامه‌های حفظ قرآن در مصر، مهد تلاوت»، پایگاه اطلاع‌رسانی سازمان دارالقرآن الکریم.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ «اولین مؤسسه قرآنی به دست کدام مرجع تقلید ساخته شد؟» خبرگزاری حوزه.
  21. وګورئ: سبکی، فتاوی، بی‌تا، ج۲، ص۱۰۸_۱۰۹؛ محبی، خلاصة الآثار، ۱۲۸۴ق، ج۱، ص۱۴۹.
  22. «مقاله دارالقرآن»، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی.
  23. وګورئ: ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۸ق، ج۱۴، ص۲۶۹؛ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۲۰ق، ج۱۰، ص۲۶۲.
  24. ابن‌عماد، شذرات الذهب، بی‌تا، ج۸، ص۳۰۸.
  25. «نگاهی به برنامه‌های حفظ قرآن در مصر، مهد تلاوت»، پایگاه اطلاع‌رسانی سازمان دارالقرآن الکریم؛ قنبری، «نگاهی به مکتب‌خانه در ایران»، ص۱۲۰.
  26. «تاریخچه سازمان»، پایگاه اطلاع‌رسانی سازمان دارالقرآن الکریم.
  27. «از اجرای ۳۰۰برنامه فرهنگی و آموزشی تا ثبت نام بیش از ۱۰ هزار قرآن آموز»، خبرگزاری حوزه؛ «نگاهی به تاریخچه ۲۹ ساله بزرگترین مجموعه دارالقرآن کشور در زنجان»، خبرگزاری بین‌المللی قرآن ایکنا.
  28. «دارالقرآن اروپا پیشگام در آموزش معارف قرآنی»، خبرگزاری بین‌المللی قرآن ایکنا.
  29. «مراسم افطار و سخنرانی در شب‌های ماه رمضان در دارالقرآن ویرجینیای آمریکا»، خبرگزاری تسنیم.
  30. «المدرسة الإسلامیة الوحیدة لتحفیظ القرآن فی إسبانیا»، وکالة الأنباء القرآنیة الدولیه.

سرچينې