د قرآن حفظ

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د قرآن حفظ یا یادول، د قرآن د ایتونو په یادو زده کول دي. د دې کار لپاره په حدیثونو کې د ډېر ثواب او اجر وعده ورکړل شوې ده. په یو حدیث کې پېغمبر(ص) په خلکو باندې د قران د حافظ مرتبه، پر نورو انسانانو د خپلې مرتبې غوندې معرفي کړې ده. د دغه تاریخي او حدیثي سرچینو له مخې، د قرآن لومړی حافظ، حضرت محمد(ص) و. د پېغمبر(ص) په زمانه کې د قرآن د حافظانو شمېر نه دی معلوم. سره له دې، په ځینو خبرونو کې د هجرت په څلورم کال د قرآن د حافظانو شمېر تر اویاوو زیات راغلی دی.

د قرآن د حفظ لپاره مختلفې طریقې وړاندې شوې دي چې تر ټولو ښه یې د ایتونو تصویري حفظ دی. اسلامي هیوادونه لکه ایران، ملایشیا، مصر، اردن، لیبیا او عربستان هر کال د قرآن د حافظانو د ازمویلو لپاره سیالۍ جوړوي. په ۱۳۹۰ ل کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر سید علي خامنه اي د دې هیواد فرهنګي مسوولانو ته د قرآن د لس میلیونه حافظانو درخواست ورکړ.

مفهوم پېژندنه

د قرآن حفظ د قرآن د ایتونو زده کولو او په یادو یې ذهن ته سپارلو ته وایي.[۱] ځینو څېړاندو د تاریخي معلوماتو او روایتونو په استناد سره په دې معنا د «قرآن د حفظ» د ټکي استعمال د دوهمې قمري پېړۍ له نیمایي ګڼلی دی.[۲] د تشیع دایرة المعارف کې د قرآن د حفظ مقالې د لیکوال په وینا، د اسلام په سرکښینیو کې د قرآن حفظوونکي د «جَمّاع القرآن»، «قُرّاء القرآن»، «حَمَلة القرآن» عبارتونو سره یادېدل.[۳]په عربۍ کې د حفظ ټکی په دو معنو، ساتونکي یا ساتندویي او ذهن ته اچولو یا په یادو یادولو کې کارول شوی دی.

د قرآني علومو په اصطلاح کې هغه چاته چې قرآن په تجوید، ترتیل او نورو قواعدو سره ووایي «حافظ» ویل کیږي؛ همداراز هغه چاته چې د پېغمبر (ص)له سنتو او د راویانو له احوالو او د مشایخو له طبقاتو خبر وي، هم «حافظ» ویل کیږي.[۵]

د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر سید علي خامنه اي:

«په خدای، بیا بیا داسې شوي چې له ځان سره مې فکر کړی او ویلې مې دي چې که ممکنه وي، هر څه چې لرم وریې کړم او د قرآن حفظ واخلم؛ خو افسوس چې ممکنه نه ده. په دې عمر کې نور زه قرآن نه شم حفظولی. خو تاسو ځوانان یئ، تاسو واړه یئ او حفظولې یې شئ[۶]»

حیثیت

ځینې څېړاندي د علق سورې په لومړیو ایتونو کې د لومړي خطاب پر بنسټ چې:«اِقْرَأ؛ ولوله»، له حفظه د قرآن لوستل د قرائت لومړۍ مرحله او د قرآن کتابت له هغه وروسته مرحله بللې ده.[۷] پر دې اساس رامیار د قرآن په تاریخ کې، پېغمبر(ص) د قرآن «لومړی حافظ» ګڼلی دی.[۸]د قرآن اوسمهاله مفسر طباطبایي، د احزاب سورې په ۳۴ ایت کې له ذکره مطلب، د قرآن حفظ ګڼلی دی.[۹] همداراز طبرسي د قمر سورې په ۱۷ ایت کې د ذکر لپاره د قرآن له اسانولو مطلب « د قرآن حفظ» ګڼلی دی.[۱۰]

د اسلامي نړۍ په دایرة المعارف کې د قرآن د حفظ مقالې د لیکوال په وینا، د اسلام په لومړیو وختونو کې د قرآن حفظ یو ډول امتیاز او لوړاوی ګڼل کېده. له همدې وجې کله کله به یو ځوان د قران د حفظ په وجه د جَمعې په لمانځه کې پر نورو مخکې کېده همداراز په احد غزا کې ، د قرآن حافظ شهیدان د پېغمبر تره (ص) حمزه ته نزدې ښخ کړی شول.[۱۱]

د شهید ثاني (وفات ۹۶۵ق) په وینا، پخواني عالمان په دې باور وو چې « د قران حفظ» پر ټولو علومو مخکې دی هغوي د فقې او حدیث علم یوازې هغو کسانو ته ښوده چې د قرآن حافظان وو.[۱۲]

اسلامي هیوادونه منجمله لیبیا، اردن، ملایشیا، عربستان او ایران هر کال د قرآن د حافظانو د پوهې معلومولو لپاره سیالۍ جوړوي.[۱۳]

سید علي خامنه اي ۱۳۹۰ ل کال، له اړوندو مسوولانو وغوښتل چې ۱۰ میلیونه د قرآن حافظان برابر کړي.[۱۴] د ۱۴۰۰ کال په غویي کې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د قرآن کریم د حفظ د ملي طرحې د یو مشر مهدي قره شیخلو په وینا، په ایران کې د قرآن د حافظانو کره شمېر نیشته دی.[۱۵] سره له دې ځینو کسانو په ایران کې د قرآن د حافظانو شمېر کابو ۲۰ تر ۳۰ زره اټکل کړی دی.[۱۶]

د قرآن د حفظولو فضیلت

مشهور شیعه محدث کلیني، د قرآن د حفظ د فضیلت حدیثونه د (بَابُ فَضْلِ حَامِلِ الْقُرْآنِ‌) په نامه په یو جدا باب کې راغونډ کړې دي.[۱۷] د ځینو حدیثونو له مخې، د قرآن له حافظ سره نه ښایي چې ګمان وکړي خدای تعالی له هغه څه چې ده ته یې ورکړي (یعنې د قرآن حفظ) غوره شی نورو ته ورکړی دی.[۱۸] پېغمبر د قرآن حافظان د خپل امت وتلي کسان معرفي کړي او د هغوي ځای یې له پېغمبرانو او عالمانو وروسته راوستی دی.[۱۹] د هغه په وینا هغه کسان چې د قرآن د حاملانو غندنه یا یې سپکاوی وکړي، خدای تعالی پرې لعنت او نفرین کوي[۲۰]او د قرآن د حافظانو د کورنۍ د لسو کسانو په حق کې چې د دوزخ مستحق وي د هغوي شفاعت قبلیږي.[۲۱] همداراز په روایتونو کې د قرآن له حفظولو وروسته د هغه د هېرولو غندنه شوې ده.[۲۲]

د هغه څه مطابق چې کلیني له امام صادق (ع) نقل کړي، د بهشت د درجو شمېر د قرآن د ایتونو په اندازه دی او د قیامت په ورځ به د قرآن حافظ ته غږ وشي چې قرآن ووایه او د هر ایت په لوستلو سره بره خیږه. د جنت تر ټولو لوړې درجې د قرآن د حاملانو دي.[۲۳] د قرآن د مفسر او فیلسوف جوادي آملي په وینا، دغه شان درجو ته د رسېدلو لپاره یوازې د قرآن حفظول او یا یې ظاهري قرائت کافي نه دی؛ بلکې د نورو روایتونو له مخې په الهي ایتونو عمل کول د هغه د عملونو د منل کېدو اصلي شرط دی. هغه باوري دی چې په قیامت کې به انسان یوازې د هغو ایتونو د لوستلو توان ولري چې پرې یې عمل کړی وي.[۲۴]

له دغو حدیثونو سره سره، امام صادق (ع) د مصحف له مخې د قرآن د ایتونو تلاوت، تر حفظه د لوستلو په پرتله د لا زیات ثواب لرونکی او ښه ګڼلی دی. دوي د دغه خبرې دلیل د قرآن ایتونو ته له کتلو څخه د سترګو برخمنېدل ګڼلي دي.[۲۵]

هېر شوي محفوظات

د ځینو فقیهانو په نظر، د قرآن حفظول مستحب دي.[۲۶] خو ځینو حدیثونو د هغو کسانو لپاره چې قرآن یا یې ځینې سورې یادې کړې او بیا یې هېرې کړې وي، د سخت انجام یادونه کړې ده.[۲۷] له دې امله دغه روایتونو ځینې فقیهان دې ته اړایستي چې له حفظه وروسته د قرآڼ د هېرولو په حرمت [۲۸] یا کراهت او یا د قرآن د همېشه تلاوت په استحباب یا واجبوالي تر دې چې نه لوستل یې د هېرېدو سبب نه شي، حکم کړی دی.[۲۹] له بلې خوا ځینو د معارضو ایتونو په استناد سره، په دغه روایتونو کې له هېرولو او نسیانه مطلب، د قرآن د ظاهري الفاظو هېرول نه دي ګڼلي؛ بلکې هغه یې د قرآن د هدایتي تعلیماتو پرېښودل او د قرآن په تعلیماتو عمل نه کول ګڼلي دي، په دې ډول چې هېرول د بې پروایۍ په وجه او د قرآن د غربت سبب شي.[۳۰]

د قرآن د حفظولو مختلفې طریقې

د قرآن د حفظولو لپاره، مختلفې رودې لکه د اورېدو له مخې حفظ، مفهومي او تصویري حفظ موجودې دي.[۳۱] د قرآن د حفظ طریقې یې شل یا تردې زیاتې ګڼلې دي.[۳۲] او د قرآن د حفظ تر ټولو ښه طریقه، په تصویري ډول د ایتونو حفظول ګڼي.[۳۳] په دې طریقه کې، یو کس د ایتونو له مطالعې وروسته هڅه کوي، په یوې صفحې کې د ایتونو ځای، د کلماتو او حروفو د لیکلو او... څرنګوالی په کره ډول ذهن ته وسپاري.[۳۴]

د قرآن حافظان شمېر

څېړاندي باوري دي چې د اسلام په لومړیو کې د قرآن د حافظانو شمېر ډېر زیات و، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.[۳۵] سیوطي د دغه ادعا د ثابتولو لپاره، د جنګ احمد، بئر معونه او یمامه جنګونو د وژل شویو کسانو په شمېر استناد کړی دی.[۳۶] هغه د مورخانو د نقل په اساس په دې اړه ویلي دي چې په احد جنګ کې ۷۴ صحابه شهیدان شول چې ډېر پکې قاریان وو. همداراز د هجرت په څلورم کال په صفره میاشه کې بئر معونه واقعه وشوه چې څلویښت یا اویا قاریان شهیدان شول. د پېغمبر(ص) له رحلته وروسته په «یمامه جنګ» کې هم ۱۲۰۰ مسلمانان ووژل شو چې ویل شوي پکې ۴۵۰ تر ۷۰۰ صحابه او د قرآن حاملان وو.[۳۷]

سیوطي،امام علی(ع)، اُبَیّ بن کَعب، ابوالدَرْداء، معاذ بن جبل، زید بن ثابت، عبدالله بن مسعود او... له سړو او حضرت فاطمه(س)، فِضّه، عایشه او حَفْصه له ښځو څخه د پېغمبر په زمانه کې د قرآن د مشهورو حافظانو په لیکه کې ذکر کړې دي.[۳۸]

ځینو کسانو بیا د یو لړ شواهدو په اساس، حافظ شیرازي د قرآن حافظ بللی دی. هغوي باوري دي چې د «حافظ» تخلص له همدې امله و.[۳۹] همداراز ویل شوي چې کربلایي کاظم ساروقي، د اراک په ساروق کې یو بوډا او نالوستی کروندګر و چې د زکات ورکولو او حلال مال کې د خپل حساسیت په وجه په معجزناک ډول د قرآن حافظ شوی دی.[۴۰]

شیعه عالم ابوالقاسم خزعلی (وفات: ۱۳۹۴ش) ، محمدتقی بهلول (وفات: ۱۳۸۴ش) او محمدی ری شهري د قرآن له نورو حافظانو ګڼل کیږي.[۴۱] علی نمازی شاهرودی(وفات:۱۳۶۴ش)[۴۲]

مونوګراف

  • مُعْجم حُفّاظ القرآن عَبْر التاریخ، لیک د محمد سالم مُحَیسِن: په دې کتاب کې،د قرآن د لسګونو حافظانو او قاریانو ذکر راغلی دی.
  • معرفة القُرّاء الکِبار علی الطبقات و الاعصار یا طبقات القُرّاء، لیک د شمس‌الدین محمد بن احمد بن عثمان ذهبی:د دغه کتاب لیکوال د قرآن قاریان او حافظان په جدا جدا توګه ډلبندي کړې دي.
  • اصول و روش‌های حفظ قرآن،لیک د سید علی میرداماد نجف‌آبادی:دغه کتاب د المصطفی د ترجمې او خپرولو د نړیوال مرکز د خپرنځي له خوا خپور شوی دی. په لومړي څپرکي کې یې، د حفظ د ټکیو پېژندلو د اهمیت او ضرورت په اړه خبرې شوې او په دوهم څپرکي کې د حفظ اصول او سریزې بیان شوي او په دریم څپرکي کې، د حفظ او تکرار او د محفوظاتو د تثبیت او یاد ساتلو طریقې بیان شوې دي.

اړونده څېړنه

فوټ نوټ

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن‌فهد حلی، احمد بن شمس‌الدین محمد، عدة الداعی و نجاح الساعی، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۷ش.
  • «انسان در قیامت هر آیه‌ای را نمی‌تواند بخواند»، خبرگزاری فارس، تاریخ درج مطلب: ۱۵شهریور۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۸مهر۱۴۰۲ش.
  • «بیانات در دیدار قاریان و حافظان و اساتید قرآنی»، وبگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیت الله العظمی خامنه‌ای، تاریخ درج مطلب: ۱۱مرداد ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۸ مهر ۱۴۰۲ش.
  • «تعداد حافظان قرآن؛ فاصله بسیار از سند چشم‌انداز»، خبرگزاری جمهوری اسلامی ایران، تاریخ درج مطلب: ۲۶بهمن۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۴مهر۱۴۰۲ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة إلی تحصیل مسائل الشریعه، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام لإحیاء التراث، بی‌تا.
  • حسینی، سید محمد، «حفظ قرآن»، دایرة المعارف تشیع (ج۶)، نشر شهید سعید محبی، ۱۳۸۰ش.
  • رامیار، محمود، تاریخ قرآن، تهران، انتشارات امیرکبیر، ۱۳۶۹ش.
  • رامیار، محمود، «حافظان قرآن در زمان رسول خدا (ص)»، پایگاه اطلاع‌رسانی راسخون، تاریخ درج مطلب: ۷مهر۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۸مهر۱۴۰۲ش.
  • زرنگار، احمد، «حفظ قرآن»، در دانشنامه جهان اسلام(ج۱۳)، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۸۸ش.
  • سعیدی، علی، «قرائت قرآن در چهارده روایت و تضمین حافظ»، علوم اسلامی، ش۱۲، ۱۳۸۷ش.
  • سیوطی، جلال‌الدین، الاتقان فی علوم القرآن، لبنان، دار الفکر، ۱۴۱۶ق.
  • شریف حسین، موسی و عبد الفتّاح صعیدی، الافصاح فی فقه اللغه، بیروت، مکتب الإعلام الإسلامی، ۱۴۱۰.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، منیة المرید، قم، مکتب الإعلام الإسلامی، ۱۴۰۹ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۳۷۰ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۵ق.
  • عبدالوهابی، مرتضی، «محمد تقی بهلول گنابادی (شیخ بهلول یا علامه بهلول)»، وبگاه فرهیختگان تمدن شیعی، تاریخ درج مطلب: ۱۲ مهر ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۳۰ آبان ۱۴۰۲ش.
  • فعال عراقی، حسین، کربلایی کاظم ساروقی، در دانشنامه قرآن و قرآن پژوهی، تهران، دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ش.
  • قمی، شیخ عباس، نفس المهموم، ترجمه کمره‌ای، تهران، چاپ اسلامیه، ۱۳۷۶ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، قم، دار الکتب الإسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام لإحیاء التراث، ۱۴۰۳ش.
  • محدث نوری، حسین، مستدرک الوسایل، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام لإحیاء التراث، بی‌تا.
  • متقی هندی، علی بن حسام، کنز العمال فی سنن الأقوال و الأفعال، بیروت، مؤسسة الرساله، ۱۴۰۱ق.
  • مقری، محمد بن احمد، مصباح المنیر فی شرح غیریب الکبیر للرافعی، قم، انتشارات دارالهجره، ۱۳۹۷ش.
  • موگهی، عبدالرحیم، ۲۰ روش حفظ قرآن، در مجله شمیم یاس، شماره ۲۰، آبان ۱۳۸۳ش.
  • «فراموش کردن قرآن پس از حفظ آن»، وبگاه حدیث نت، تاریخ بازدید: ۸مهر۱۴۰۲ش.
  • «معرفی ۷ تا از روش‌های حفظ قرآن کریم + سریعترین روش حفظ قرآن»، وبگاه مؤسسه قرآنی علیین، تاریخ بازدید: ۸مهر۱۴۰۲ش.
  • «نگاهی به مسابقات بین‌المللی قرآن در جهان/ جایگاه ایران کجاست؟»، خبرگزای بین‌المللی قرآن (ایکنا)، تاریخ درج مطلب: ۴خرداد۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۸مهرماه۱۴۰۲ش.
  • «یادی از مرحوم آیت‌الله خزعلی؛ عالمی که حافظ قرآن بود»، خبرگزاری بین‌المللی قرآن، تاریخ بازدید: ۱۰ مهر ۱۴۰۲ش.
  • «هیچ آمار رسمی از تعداد حافظان قرآن ارائه نشده است»، خبرگزاری تقریب، تاریخ درج مطلب: ۵ اردیبهشت ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید:۷ مهر ۱۴۰۲ش.
  • «نشانه را به خاطر بسپار»، وبگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیت الله العظمی خامنه‌ای، تاریخ درج مطلب: ۴ مهر ۱۳۸۷ش، تاریخ بازدید: ۳۰ آبان ۱۴۰۲ش.