د ابنا خبري آژانس

د wikishia لخوا
د ابنا لوګو

د اهل بیت(ع) خبري اژانس د ابنا abna)) په اختصاري او لنډ نوم سره د اهل بیتو په نړیوالې ټولنې پورې اړونده اژانس دی چې له ۱۳۸۳ ل کال یې خپل فعالیت پېل کړی او په شیعیانو پورې اړوند خبرونه په مختلفو ژبو خپروي.

دغه خبري اژانس په ۲۶ ژبو فعالیت لري او مختلف انعامونه یې ګټلې دي منجمله په ۱۳۹۱ ل کال کې د ایران د مطبوعاتو په نړیوال نندارتون کې تر ټولو د ښه خبري اژانس انعام.

اهمیت او موخې

ابنا خبري اژانس په تشیع مکتب پورې اړوندو خبرونو او هغو پېښو د خپرولو په مقصد چې شیعیان پکې اساسي رول لري، جوړ شوی دی.[۱]

دغه خبري اژانس په ګامبیا کې د شیعیانو په فعالیت د بندیز د خبر په خپرولو سره، سبب شوه چې د ایران اسلامي جمهوریت په یو لړ خبرو کې د ګامبیا دولت په دغه هیواد کې د شیعیانو د فعالیت په رسمیت پېژندلو ته قانع کړي.[۲] د ۱۴۰۲ ل کال په چنګاښ کې، ابنا خبري اژانس اراده وکړه چې د اهل بیتو(ع) په چورلیز د رسنیزو فعالانو او خبریالانو یوه نړیواله اتحادیه جوړه کړي.[۳]

ابنا سایټ په ۱۳۸۹ لمریز کال کې په عربو هیوادونو کې له اسلامي بیدارۍ وروسته، په عربستان او بحرین کې فلټر شو.[۴]

فرهنګي مخونه

ابنا خبري اژانس دیني او فرهنګي پاڼې هم لري. د دغه مخونو ځینې عنوانونه دا دي: قرآني بحثونه، حدیث، د پېغمبر(ص) او اهل بیتو(ع) ژوند، له ولایت سره همګامه، مهدویت، حجاب، وهابیت، د نورو دینونو او مکتبونو پېژندل او داسې نور بحثونه.[۵]

تاریخچه او ژبې

ابنا خبري اژانس، اول د «شیعه نیوز» په نامه خپل فعالیت د ۱۳۸۳ ل کال د کب په ۲۴ پیل کړ او په سر کې یې په دریو ژبو فارسي، عربي او انګریزۍ فعالیت کاوه. د ۱۳۸۶ ل کال په زمري کې یې نوم اهل بیت(ع) خبري اژانس ته واوښت او د ایران د اسلامي جمهوریت د هغه وخت د ولسمشر په لاس پرانستل شو.[۶]

ژبې

دغه خبري اژانس په نولس ژبو، انګریزۍ، عربۍ، فرانسوۍ، چینۍ، فارسۍ ، اسپانیایۍ، جرمن، روسۍ، ترکۍ، استانبولۍ، آذري ترکۍ،اردو، بنګلا، مالایو، هندۍ، انډونیشیایۍ، سواحیلۍ، میانمارۍ، بوسنیایۍ او هوسا ژبو فعالیت کاوه.[۷] او په وروستیو کلونو کې یې د فعالیت لمنه ۲۶ ژبو ته وغځېده.[۸]

انعامونه

ابنا خبري اژانس په نړیوالو، قامي او ځایي نندارتونو او فیسټیوالونو کې برخه اخستې او ځینې جایزې یا انعامونه یې ګټلې دي.

  1. د ۱۳۹۱ ل کال په لړم کې د مطبوعاتو او خبري اژانسونو په نولسم نړیوال نندارتون کې د ۱۳۹۱ ل کال لوړ خبري اژانس[۹]
  2. د ۱۳۹۱ ل کال په غبرګولي کې له لومړۍ اشراق فیلمي مېلې کې لوړ خبري اژانس[۱۰]
  3. د ۱۳۹۱ ل کال په تلې کې د ډیجيټل رسنیو په شپږمه نړیواله مېله کې ترې قدرونه شوې ده.[۱۱]
  4. د ۱۳۹۲ ل کال په لړم میاشته کې د اشراق فیلم په دوهمې قومي مېلې کې لوړ او وتلی خبري اژانس[۱۲]
  5. د ۱۳۹۷ کال په سلواغې کې د محرم د مهر ډیجیټل رسنیو په څلورمه نړیواله سیالۍ کې د آنلاین رسنیو د برخې وتلی اژانس[۱۳]
  6. په ۱۴۰۱ بهمن کې د اتم اربعین نړیوال جایزې ګټونکی (د خبري اژانس عکس اخیستونکي پورې اړه لري).[۱۴]

فوټ نوټ

  1. «نگاهی به فعالیت خبرگزاری ابنا با ۱۹ زبان بین المللی»، خبرگزاری رسا.
  2. «هجدهمین زبان خبرگزاری ابنا راه‌اندازی شد»، خبرگزاری رسمی حوزه.
  3. «نخستین گردهمایی بین‌المللی «راویان اهل‌بیت (ع)» در قم برگزار شد»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  4. «سایت ابنا در عربستان و بحرین فیلتر شد»، تابناک.
  5. «نگاهی به فعالیت خبرگزاری ابنا با ۱۹ زبان بین المللی»، خبرگزاری رسا.
  6. «نگاهی به فعالیت خبرگزاری ابنا با ۱۹ زبان بین المللی»، خبرگزاری رسا.
  7. «نگاهی به فعالیت خبرگزاری ابنا با ۱۹ زبان بین المللی»، خبرگزاری رسا.
  8. «درباره ما» خبرگزاری ابنا.
  9. «برترین‌های نمایشگاه مطبوعات و خبرگزاریها معرفی شدند»، خبرگزاری مهر.
  10. «جشنواره فیلم اشراق و انتخاب عجیب یک پایگاه خبری به عنوان خبرگزاری برتر»، ممتاز نیوز.
  11. «ششمين جشنواره بين المللي رسانه های دیجیتال»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  12. «فهرست برندگان دومین جشنواره سراسری فیلم حوزه»، سایت جشنواره فیلم اشراق.
  13. «معرفی برترین های سوگواره بین المللی مهر محرم در سمنان»، خبرگزاری صدا و سیما.
  14. «تجلیل از عکاس خبرگزاری ابنا به عنوان برگزیده هشتمین جایزه جهانی اربعین»، خبرگزاری ابنا.

سرچينې

بهرنۍ لینکونه