د المعمداني روغتون وژله

د wikishia لخوا
دا مقاله یا ځینې برخې یې، د یوې ورځې په پېښې مشتملې دي.
د وخت په تېرېدو سره،ممکنه ده اطلاعات زر زر بدل شي. ممکنه ده لومړي خبرونه نامعتبره وي او د مقالې اخري اپديټس هم د دغه پېښې په اړه ټول اتفاقات منعکس نه کړي. مهرباني وکړئ د مقالې د ښه کولو اقدام وکړئ.

د المَعْمَدانی روغتون وژله په غزې کې په یو روغتون د ۱۴۰۲ لمریز کال د تلې په ۲۵ (د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر ۱۷) د اسراییلو هوايي حمله ده چې تر پینځو سوو زیات ملکي کسان پکې ووژل شو.

د ملکییانو وژله

اسراییلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اولسمه د غزې په المعمداني یا الاهلي العربي روغتون [یادداشت ۱] کې په پناه اخستو فلسطیني کډوالو او ټپیانو هوایي حمله وکړه. په دې برید کې تر ۵۰۰ زیات  ملکي کسان ووژل شو.[۱] د وژل شویو کسانو ټول شمېر ۸۰۰[۲] او زر تنه هم [۳] نقل شوی دی. په غزې کې د فلسطین د روغتیا وزارت د ویندویي په وینا، په دې کې زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان وو.[۴] رسنۍ دغه حملې ته نسل وژنه، واقعي هولوکاسټ او جنګي جنایت وايي.[۵]

سببونه او موخې

د غزې په روغتون حمله، د فلسطین په نیواکي ټاټوبي کې د حماس ځواکونو د الاقصی طوفان عملیاتو په غبرګون کې وشوه. حماس د اکتوبر په اومه د فلسطین ازادۍ او په نیواکي ځمکو د اسراییلي نیواکګرۍ د دوام په غبرګون کې عملیات وکړل چې بې سارې وو او د اسراییلو لپاره نه جبرانېدونکې ماته بلل شوې ده.[۶] رویټرز خبري اژانس په المعمداني روغتون حمله له الاقصي توپان یعنې د حماس له حملو نه وروسته د اسراییلو تر ټولو وژونکې ځوابي حمله وبلله.[۷] د العالم په تحلیلي راپور کې د غزې له ښاره د خلکو د اجباري کوچولو لپاره د وېرې او ترهې رامینځته کول، قومي تصفیه او نسل وژنه او په الاقصی عملیاتو کې د اسراییلو د پوځ د ماتې جبران د دغه حملې ځینې اهداف ذکر شوې دي.[۸]

غبرګونونه

د غزې په المعمداني روغتون د اسراییلو د ترهه ګرې حملې د شهیدانو د جنازو په مینځ کې د غزې د روغتیا وزارت خبري غونډه

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش په دغه حمله کې د سلګونو ملکي کسانو وژله بوږنوونکې وبلله او هغه یې وغندله.[۹] ټاکل شوې د ملګرو ملتو امنیت شورا د دغه حملې د اړخونو د جاجولو لپاره بیړنۍ غونډه جوړه کړي.[۱۰] د روسیې حکومت هم دغه وژله یو بوږنوونکی، غیر انساني او حیرانوونکی جنایت وباله.[۱۱]

د نړۍ په مختلفو سیمو کې د صهیونسټ ضد مظاهرو ترسره کېدل

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې،  د دغه حملې په غبرګون کې په اسلامي او غیراسلامي هیوادونو کې خلک واټونو ته راووتل او مظاهرې او غونډې یې وکړې.[۱۲] په اردن کې د اسراییلو سفارت ته اور ورکړی شو.[۱۳] د نړۍ  ډېرو هیوادونو منجمله ایران، عراق، اردن، عربستان، اسپانیا، ترکیې، مصر، قطر او سوریې دغه حمله وغندله.[۱۴]

مظاهره چیانو همداراز د فلسطینیانو په ملاتړ کې د اسلامي هیوادونو د متقابل اقدام او  په نړیوالو محکمو او ادارو کې د اسراییلي سرغنو د محاکمې غوښتنه وکړه.

د عمومي ویر اعلان او د شیعه د علمیه حوزو رخصتي

د دغه وژلې په غندنه کې، په ایران کې یو ورځنی[۱۵] او په عراق[۱۶] او سوریې[۱۷] کې  درې ورځنی عمومي ویر اعلان شو. په ایران کې د امام رضا(ع) د حرم د ګنبد شین رنګه بېرغ د عزا په نښه په تور بېرغ بدل کړی شو.[۱۸] همداراز د درست ایران په علمیه حوزو (دیني مدرسو) کې[۱۹] او د نجف په علمیه حوزې کې د تلې ۲۶ رخصتي شوه.[۲۰] په قم کې طلابو او عالمانو د صهیونسټ رژیم په غندنه کې په مظاهرو کې شرکت وکړ.[۲۱] په قم کې میشته د شیعه د تقلید مرجع ایت الله نوري همداني، په یو پېغام کې دغه حمله وغندله او له اسلامي امت او ایرانه یې وغوښتل چې د غزې له خلکو هیڅ ډول مرسته ونه سپموي.[۲۲]

له کولمبیا د اسراییلو د سفیر ایستل

د کولمبیا هیواد په دغه حملې په غبرګون کې له اسراییلو سره دپلماتیک اړیکي غوڅ کړل او د اسراییلو سفیر یې وشړه.[۲۳] د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي ملګرتیا تنظیم له سرمنشي سره په کتنه کې له اسلامي هیوادونو د دغه رژیم د سفیرانو د ایستلو، د اسراییلي سامانونو د بایکاټ او اسراییلو ته د تیلو د صادراتو د بندولو غوښتنه وکړه.[۲۴] همداراز د ترکیې د سیاسی ګوندونو، سعادت او راتلونکي، مشرانو له تل ابیب سره د انقرې د اړیکو د غوڅولو او له ترکیې د اسراییلي سفیر د شړلو غوښتنه وکړه.[۲۵]

د ځینو عربو هیوادونو له مشرانو سره د امریکا د ولسمشر د کتنې لغوه کول

د الجزیرې د راپور له مخې، له دې حملې وروسته، اردن هغه څلور اړخیزه غونډه چې ټاکل شوې وه د امریکا د ولسمشر بایډن، د مصر د ولسمشر، او د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر سره یې په اردن کې ترسره کړي، کینسل کړه.[۲۶]

له امریکایي بم استفاده

د وال سټریټ ژورنال امریکایۍ ورځپانې په حواله د رسنیو د راپور له مخې، اسراییلو په دغه حمله کې له MK-84 امریکایي بم استفاده کړې ده.[۲۷] د ترکیې اناتولي خبري اژانس هم د وسلو له یو مختصص او متقاعد پوځي افسر سره په مرکه کې دغه ادعا تایید کړه او وې ویل چې د دې سبب چې په روغتون کې د توغندي له چاودنې وروسته کنده نه ده جوړه شوې دا دی چې MK-84 آمریکایي بم کولی شي هدف سره له جنګېدو مخکې په یوې مشخصې فاصلې کې چاودنه شی.[۲۸]

الجزیره چینل په یو راپور کې ویلي چې اسراییلي مقاماتو په پېل کې، په ښکاره په دغه روغتون د حملې مسوولیت په غاړه واخیست، لکه د (د اسراییلو د پوځي د ډیجیټل رسنیو ویندویي) حنانیا نفتالي چې په ټویټ کې یې ولیکل: «د اسراییلو هوایي ځواکونو په غزې کې په یو روغتون کې د حماس په یوې اډې برید وکړ» نفتالي ډېر زر دغه ټویټ لرې کړ؛ خو الجزیرې د دغه ټویټ عکس خپور کړی دی.[۲۹]

سره له دې امریکایي او اسراییلي مقاماتو ادعا وکړه چې د روغتون چاودنه د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د ناکام توغندویي برید له امله وه.[۳۰] اسلامي جهاد غورځنګ، د دغه اسراییلي ادعا په ردولو سره، په روغتون د حملې انکار د دغه جنایت د مسوولیت د نه منلو په وجه بللی دی. دغه غورځنګ ټینګار وکړ چې اسراییلو په ځلونو په غزې کې دغه روغتون او نور روغتونونه په خالي کولو او بمبارولو ګواښلي وو. همداراز له دغه وژلې د هغوي متناقضې خبرې، د هغوي درواغ ثابتوي.[۳۱] د این بي سي NBC چينل په راپور فلسطینیان د دومره زیاتې ویجاړتیا او طاقت لرونکې وسلې نه لري او اسراییل د دروغ ویلو او د نورو په غاړه د خپلې ګناه اچولو مخینه لري.[۳۲] د بي بي سي له خبریاله هم نقل شوي د چاودنې لویوالي ته په پام سره ډېره سخته ده چې دغه توغندی غیر اسراییلي توغندی وګڼو.[۳۳]

په نیواکي ټاټوبو کې د الجزیرې چینل د دفترونو بندېدل

د قطر الجزیره چینل د اسراییلو له خوا د دغه روغتون د ویشتلو د شېبې ویډیویي مستند (ډاکومنټري) نندارې ته وړاندې کړه او د اسلامي جهاد غورځنګ له خوا د توغندي د ویشتلو په اړه د اسراییلو ادعا یې رد کړه.[۳۴] د مشرق نیوز په راپور، د دغه راپور له خپرېدو وروسته اسراییلو په نیواکي ټاټوبو کې د دغه چینل د فعالیت د بندېدو او د هغه د دفترونو د تړل کېدو حکم ورکړ.[۳۵]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. .What we know so far about the deadly strike on a Gaza hospital", AlJAZEERA"
  2. «بیش از ۸۰۰ شهید در بمباران بیمارستان المعمدانی غزه»،‌ خبرگزاری مهر.
  3. «چهارشنبه در سراسر کشور عزای عمومی است»،‌ خبرگزاری فارس.
  4. «وزارت بهداشت غزه: اغلب قربابیان فاجعه بیمارستان المعمدانی زن و کودک هستند»، شبکه العالم.
  5. برای نمونه نگاه کنید به: «هولوکاست واقعی این تصویر است»، خبرگزاری مشرق‌نیوز؛ «شوک جهانی بعد از بمباران بیمارستاتن غزه/هولوکاست واقعی اینجاست»، خبرگزاری خبرآنلاین.
  6. نگاه کنید به «مراسم مشترک دانش‌آموختگی دانشجویان دانشگاه‌های افسری نیروهای مسلح»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  7. "Reactions to strike on Gaza hospital killing hundreds", Reuters.
  8. «فاجعه بمباران و کشتار بیمارستان المعمدانی غزه؛ علل و اهداف؟»، العالم.
  9. «نشست شورای امنیت سازمان ملل در باره بمباران بیمارستان غزه»، دویچه وله.
  10. «نشست شورای امنیت سازمان ملل در باره بمباران بیمارستان غزه»، دویچه وله.
  11. «مسکو: حمله به بیمارستان غزه جنایت است»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  12. "Reactions to strike on Gaza hospital killing hundreds", Reuters.
  13. «آتش زدن سفارت رژیم صهیونیستی در اردن»، خبرآنلاین.
  14. وگورئ: «محکومیت گسترده بمباران بیمارستان معمدانی در غزه»، وبگاه مرکز اطلاع‌رسانی فلسطین.
  15. «اعلام عزای عمومی در سراسر کشور»،‌ خبرگزاری ایسنا.
  16. «لحظه به لحظه با دوازدهمین روز عملیات طوفان الاقصی»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  17. «سوریه سه روز عزای عمومی اعلام کرد»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  18. «پرچم عزا بر گنبد حرم مطهر رضوی برافراشته شد»، خبرگزاری ایرنا.
  19. «تعطیلی درس‌های حوزه علمیه در واکنش به حمله وحشیانه به بیمارستان در غزه»، خبرگزاری ابنا.
  20. «الحوزة العلمية في النجف تعلن الحداد وتعطل دروسها»، الفرات نیوز.
  21. «عکس/ راهپیمایی طلاب قم در محکومیت حمله به بیمارستان غزه»، مشرق نیوز.
  22. «آیت‌الله نوری همدانی: سران کشورهای اسلامی بجای بیانیه اقدام عملی کنند»، خبرگزاری فارس.
  23. «کلمبیا سفیر رژیم اسرائیل را اخراج کرد»، العالم.
  24. «امیرعبداللهیان: خواستار تحریم فوری و کامل رژیم صهیونیستی توسط کشورهای اسلامی هستیم»، خبرگزاری ایرنا.
  25. «درخواست اخراج سفیر رژیم صهیونیستی از ترکیه»، خبرگزاری تسنیم.
  26. «لأردن يلغي القمة الرباعية مع بايدن والسيسي وعباس بعد قصف المستشفى بغزة»، الجزیره.
  27. نگاه کنید به: «وال استریت: بیمارستان المعمدانی غزه با بمب آمریکایی بمباران شد»، شبکه العالم؛ «تلویزیون آمریکا: اسرائیل دروغگوست»،‌ خبرگزاری مشرق نیوز؛ «بمب انفجاری در بیمارستان غزه، آمریکایی بود»، خبرگزاری مهر.
  28. Tutak, "Absence of craters in Gaza hospital attack suggests use of ‘proximity fuse’: Ammunition specialist".
  29. «من المسؤول عن قصف مستشفى المعمداني في غزة؟»، الجزیره.
  30. «Israel-Hamas WarIsraelis and Palestinians Blame Each Other for Blast at Gaza Hospital That Killed Hundreds»، The New York Times; «What we know about the Gaza hospital blast», nbcnews.
  31. «جهاد اسلامی ادعاهای رژیم صهیونیستی را رد کرد»، وبگاه مرکز اطلاع‌رسانی فلسطین.
  32. «تلویزیون آمریکا: اسرائیل دروغگوست»،‌ خبرگزاری مشرق نیوز.
  33. «تلویزیون آمریکا: اسرائیل دروغگوست»،‌ خبرگزاری مشرق نیوز.
  34. «شاهد.. لحظة استهداف المستشفى المعمداني في غزة بغارة إسرائيلية»، الجزیره.
  35. «دستور تعطیلی تمام دفاتر شبکه «الجزیره» در فلسطین اشغالی»، مشرق نیوز.

سرچينې