حماس

د wikishia لخوا
د حماس لوګو

حَماس چې پوره نوم یې حركة المقاومة الإسلامية (اسلامي مقاومت غورځنګ) دی په فلسطین کې له اسلامي غورځنګونو او د مقاومت له ځواکونو دی چې د نیواکي فلسطین ټاټوبو د ازادۍ په موخه په ۱۹۸۷م/۱۳۶۶ل کال کې جوړ شو. دغه غورځنګ د اخوان المسلمین له څانګې دی او غړي یې سني مذهبه دي.

د فلسطین په اسلامي ماهیت او د نیواکو ځمکو په ازادولو ټینګار، د قیامت تر ورځې له ټول اسلامي امت سره د فلسطین تعلق او له صهیونسټ رژیم سره مقابله د حماس د دستورالعمل یا کړنلارې اصلي او استراتژیک ټکي ګڼل کیږي.

دغه غورځنګ په ۲۰۰۵ کال کې د سیاست ډګر ته داخل شو او د ۲۰۰۷ کال په انتخاباتو کې یې په فتح غورځنګ په کامیابۍ سره د غزې تړانګې د سیمې چلول په غاړه واخیستل. په ورپسې کالونو کې، د فلسطین د ازادولو او د صهیونسټ رژیم له یرغلونو په مقابله کې یې په ځلونو د اسراییلو په خلاف پوځي عملیات او د غزې له خلکو دفاع کړې ده.

حماس همېشه د خپلو موافقانو له خوا د مشروع مقاومتي ځواک په نوم یاد شوی او د مخالفانو یې لکه د صهیونسټ رژیم، امریکا او انګلیس له خوا د ترهه ګرې ډلې په توګه همېشه تر بندیزونو لاندې پاتې شوی دی.

د حماس تر ټولو لویه حمله د فلسطینیانو د وژلې او د مسجد الاقصی د سپکاوي په غبرګون کې، طوفان الاقصی نومېده چې د ۱۴۰۲ ل کال د تلې په پینځلسمه ترسره شوه.

حماس د مقاومت د جبهې یو غړی

اصلي مقاله: د مقاومت چورلیز

حَماس د ا سلامي مقاومت غورځنګ په پوره نوم (په عربۍ: حَرِکَة المُقاوِمَة الاِسْلامیة) یو سني مذهبه غورځنګ او په فلسطین کې[۱] د اخوان المسلمین له څانګو او تر ټولو لویه اسلام پلوه وسله واله فلسطینۍ ډله ده[۲] چې د فلسطین د نیواکي ځمکو د ازادولو په هدف جوړه شوه.[۳] د حماس د منشور له مخې، د دغه ډلې یو اصلي هدف، د صهیونسټ رژیم نابودي بلل شوې او له صهیونسټانو د یهودیانو د جدایۍ په ترڅ کې، له یهودیانو سره په نه دښمنۍ ټینګار شوی دی.[۴]

د حماس غورځنګ د خپل فعالیت لومړیتوب د وګړو، کورنیو او ټولنې په تربیت اېښی دی چې په فلسطین کې د اسلامي دولت د جوړېدو زمینه برابره کړي. حماس د جوړېدو په پېل کې د فلسطین له نیواک سره د مقابلې لپاره کومه آیډیا نه لرله؛ خو وروسته وسلوالې مبارزې ته داخل شو.[۵]

د حماس پلویان دغه ډله په سیمه کې د مقاومت د ځواک په توګه ګڼي چې د یو معلوم قانون په لړ کې حرکت کوي.[۶] ځینې هیوادونه د حماس پوځي څانګه یعنې د عزالدین قسام کنډکونه ترهه ګر ګڼي؛ خو ملګرو ملتو د حماس هیڅ برخه ترهه ګره نه ده ګڼلې.[سرچینې ته اړتیا] د دې په مقابل کې ځینو هیوادونو لکه امریکا، برتانیې او د اروپایي اتحادیې غړو، حماس یا یې پوځي څانګه د ترهه ګرو ډلو په لیسټ کې راوستې ده او له دې امله یې پرې بندیز لګولی دی.[۷]

له حماسه د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ

د ۱۳۷۷ لمریز کال د غویي په دولسمه، د ایران له مشر ایت الله خامنه اي سره د حماس د مشر شیخ احمد یاسین کتنه.

په حماس نیوکه کوونکي سرچینې ایران همېشه د حماس تر ټولو لوی مالي، لجسټیکي، پوځي او وسلوال ملاتړ ګڼي.[۸] ایران په ۱۹۹۱ کال کې په اهدافو کې ګډو ټکو ته په پام سره له حماسه ملاتړ وکړ. د دغه ملاتړ لمنه په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر پرانستلو او ایران ته د حماس د مشرانو په سفر پورې وغځېده. که څه هم د داعش له ترهه ګرو ډلو او وسلوالو بلواګرو سره د سوریې د دولت د جنګ په ورځو کې په سوریه کې د وسله والو ډلو په اړه د اسلامي ایران او د حماس د ځینو غړو د نظر د اختلاف په وجه د هغوي اړیکي تر یوې مودې سړې شوې.[۹] حماس اسلامي مقاومت هڅه کوي له نورو شیعه ډلو لکه د لبنان له حزب الله او د ایران د اسلامي جمهوریت له دولت سره خپل اړیکي وساتي او د ترکیې او عربستان په شان له نورو هیوادونو سره د اړیکو د ښه کولو هڅه کوي.[۱۰]

د صهیونسټ رژیم د نیواکګرۍ په وړاندې مقاومت

حماس په ځلونو د اسراییلو یرغلونو ته ځواب ویلی او ورسره یې په جنګ کې د اسراییلو ښارګي په توغندیو ویشتي دي. تر اوسه د اسراییلو او حماس تر مینځ څو لوی جنګونه شوې چې د اسلامي هیوادونو لکه قطر او یا ملګرو ملتو په مینځګړېتوب اوربند ته رسېدلې دي. دغه ډله ډېرې محدودې مالي سرچینې لري لکه د فلسطینیانو له خوا زکات او شرعي وجوهات او د عربستان ، مصر، اردن، ایران او سوډان په شان له ځان سره د غږملو هیوادونو او مسلمانانو په مالي مرسته چلیږي.[۱۱]

د الاقصی توپان عملیات

اصلی مقاله: د الاقصی طوفان

د « فلسطین د ازادۍ» په شعار سره د الاقصی له عملیاتو وروسته په لندن کې صهیونسټ ضد مظاهرې

د ۱۴۰۲ لمریز کال د تلې په پینخلسمه/ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه نیټه حماس ډلې د فلسطینیانو په وژله او د مسجد الاقصی په سپکاوي کې د صهیونسټ رژیم د جنایتونو په غبرګون کې د اسراییلو تر کنټرول لاندې نیواکي ځمکو کې یوه ناڅاپي حمله وکړه.[۱۲] په دې عملیاتو کې چې د الاقصی توپان په نامه مشهور شول، د حماس ځواکونه په صهیونسټ مېشته ښارګیو د راکټي حملو په ترڅ کې، له ځمکې ، هوا او سمندره د اسراییلو مختلفو سیمو ته ورننوتل[۱۳] او په لسګونو اسراییلي ښارګي میشته یې اسیران او غزې ته ولېږدول او په موقته توګه یې د ځینو صهیونسټ میشته ښارګیو کنټرول هم په لاس کې واخیست.[۱۴]

د اسراییلو په خلاف د حماس له خوا دغه ډول عملیات بې مخینې ګڼل شوې دي.[۱۵] همداراز د العالم چینل په وینا، د اسراییلو رسنیو په اعتراف، دغه رژیم په خپل تاریخ کې دومره سخته ماته نه وه لیدلې.[۱۶] د خپرو شویو شمېرنو له مخې د حماس د حملې له پېله ترلسو ورځو پورې ۱۴۰۰ اسراییلي وژل شوې او تر ۳۰۰۰ زیات ژوبل شوې وو.[۱۷] همداراز دغه حملې مختلف غبرګونونه په ځان پسې لرل؛ په اسلامي هیوادو لکه ایران کې مسلمانانو خوشالۍ او جشنونه وکړل[۱۸] او د حماس په ملاتړ کې غونډې وشوې.[۱۹] زیات شناندي باوري دي چې دغه عملیات په حقیقت کې د فلسطین د خلکو په خلاف د صهیونسټ رژیم له خوا د لسګونو کاله نیواکګرۍ او ظلم نتیجه وه.[۲۰]

د حماس د جوړېدو تاریخچه

ویل شوې چې حماس مقاومت غورځنګ د ۱۳۶۶ ل کال د لیندې په اتلسمه چې د ۱۹۸۷ میلادي کال د دسمبر له نهمې سره سمون خوري د صهیونسټ رژیم په خلاف د فلسطین د خلکو د مظاهرو په پیل (لومړۍ انتفاضه)[یادداشت۱] سره جوړ شو.[۲۱] د الجزیره سایټ په نقل، حماس د ۱۹۸۶ میلادي کال په دسمبر کې د شیخ احمد یاسین او د اخوان المسلمین د ځینو غړیو لکه عبدالعزیز رنتیسي او محمود زهار په وسیله جوړ شو؛ خو تاسیس یې په ۱۹۸۷ کال کې اعلان شو.[۲۲] د دغه غورځنګ لومړۍ مشري د شیخ احمد یاسین په مشرۍ د اوه کسیزې ډلې په غاړه وه.[۲۳] احمد یاسین کلونه د دغه ډلې مشري په غاړه لرله. هغه په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د اسراییلي ځواکونو له خوا ترور شو. عبدالعزیز رنتیسي، چې د حماس ورپسې مشر و هم په همدې کال ووژل شول بیا خالد مشعل د حماس مشري په غاړه واخسته او په ۲۰۱۷ کال کې اسماعیل هنیه د دغه ډلې مشر شو.[۲۴]

په ۲۰۰۵ کال کې حماس ډلې وکړی شول د فلسطین په انتخاباتو کې د عربي نړۍ د لومړۍ اسلامي ډلې په توګه په ټولټاکنو کې بریالۍ او د سیاسټ ډګر ته داخله شي. دغه ډله وروسته په ۲۰۰۷ کال کې او د محمود عباس په مشرۍ له فتح ځواکونو سره له نښتې وروسته پر فتح ډلې بریالۍ شوه او د غزې تړانګې برخه یې له فلسطینه د جدا شوي ټاټوبي په توګه په خپل سیاسي کنټرول کې راوسته.[۲۵]

ویل شوي چې حماس هم د اخوان المسلمین د نورو ډلو په شان، د خپلې آیډیالوجۍ لویه برخه د اخوان المسلمین د مصري اندیال او موسس حسن البناء څخه اخستې ده.[۲۶] د حماس غورځنګ تشکیلاتي او تنظیمي جوړښت د اخوان المسلمین غورځنګ د کلي جوړښت په شان او د اسلامي اصولو په اساس، شورا، او له عمومي بیعته رامینځته شوی مشر او له رهبرۍ اطاعت ګڼي.[۲۷] د حماس فعالیتونه درې اصلي ادارې چلوي: سیاسي دفتر، تبلیغاتي دفتر او پوځي دفتر. ددغه غورځنګ پوځي څانګه چې په عِزّالدین قَسّام کنډکونو مشهوره ده په ۱۳۷۰لمریز /۱۹۹۱ میلادي کال کې جوړه شوه.[۲۸]


میثاق‌ نامې

حماس د ۱۹۸۸ کال د اګست په ۱۸ چې د ۱۳۶۷ لمریز کال د زمري له ۲۷ سره سمون خوري د ۳۶ مادو یوه میثاق نامه خپره او خپل اهداف او استرتژي یې اعلان کړه.[۲۹] ویل شوي چې د دغه اساسنامې دریځونه د اخوان المسلمین له پخوانیو دریځونو سره کوم خاص فرق نه لري.[۳۰] د فلسطین اسلامي ماهیت او له صهیونسټ رژیم سره مقابله د حماس د اساسنامې اصلي او استراتژیک چورلیز ګڼل کیږي.[۳۱] د غورځنګ په اسلامي والی تاکید، د اسلامي شریعت په اساس په اسلامي دولت او اسلامي قانون تاکید، د قیامت تر ورځې پورې له ټول اسلامي امت سره د فلسطین تعلق او اړوندوالی، او له دې خبرې نه شاته کېدل، د یوې اسلامي چارې په توګه په جهاد ټینګار او د ټول فلسطیني ټاټوبي پر ازادۍ ټینګار هغه موارد دي چې د حماس په اساسنامې کې راغلي دي.[۳۲] د میثاق نامې په اتمه ماده کې، د حماس شعار هماغه د اخوان المسلمین شعار ګڼل شوی دی.[یادداشت۲]

د ۱۳۹۶ لمریز کال د غویي په یوولسمه، د ۲۰۱۷ میلادي کال د مئ په لومړۍ، د حماس د دوهم میثاق یا سیاسي سند په دوحې کې مخکتنه وشوه چې له لومړي میثاق سره ځینې فرقونه لري.[۳۳]

ځانګړی لیکنې

  • حماس حرکة المقاومة الاسلامیة: جذورها، نشأتها و فکرها السیاسی لیک د خالد ابوعمرین، مصر، مرکز الحضارة العربیة.
  • تجربه حکومتی حماس؛ ارزیابی و چشم‌انداز لیک د سلمان رضوی و علی پاشاقاسمی،‌ تهران، مؤسسه مطالعات اندیشه‌سازان نور، لومړی چاپ، ۱۳۹۱لمریز.

فوټ نوټ

  1. مالکی، «حماس، جنبش»، ص۷۹.
  2. «گروه اسلامگرای حماس چیست؟»، بی‌بی‌سی فارسی.
  3. مالکی، «حماس، جنبش»، ص۷۹.
  4. فایضی، «مقایسه دو میثاق‌نامه حماس»، اندیشکده راهبردی تبیین.
  5. رشوان، دلیل الحرکات الاسلامیه، مرکز الدراسات السیاسیة والاستراتیجیة، ص۱۴۷.
  6. «گروه اسلامگرای حماس چیست؟»، بی‌بی‌سی فارسی.
  7. «گروه اسلامگرای حماس چیست؟»، بی‌بی‌سی فارسی.
  8. «گزارش واشینگتن‌پست از «نقش تهران» در تأمین نیازهای آموزشی و تسلیحاتی حماس»، رادیو فردا.
  9. عباسی و تبریزی، «بررسی روابط ایران و جنبش حماس بعد از بیداری اسلامی»، ص۵۵.
  10. «حماس: روابط ما با ایران دیرینه و مستمر است»، خبرگزاری فارس.
  11. مالکی، «حماس، جنبش»، ص۸۲.
  12. «لحظه به لحظه با سومین روز از عملیات طوفان الاقصی»، خبرگزاری العالم.
  13. «ابعاد روانی عملیات «طوفان الاقصی» بر ارتش رژیم صهیونیستی»، خبرگزاری مهر.
  14. Sen, "There is nothing surprising about Hamas’s operation", AlJazeera.
  15. «واکنش دیپلمات صهیونیست به عملیات «بی‌سابقه» حماس»]، خبرگزاری ایسنا.
  16. «دهمین روز از عملیات طوفان الاقصی»، شبکه العالم.
  17. «دهمین روز از عملیات طوفان الاقصی»، شبکه العالم.
  18. «جشن سراسری مردم ایران پس از حملات مقاومت به رژیم صهیونیستی»، خبرگزاری فارس.
  19. «اجتماع بزرگ حوزویان در حمایت از جبهه مقاومت و فلسطین»، روزنامه کیهان.
  20. Sen, "There is nothing surprising about Hamas’s operation", AlJazeera.
  21. مالکی، «حماس، جنبش»، ص۸۰.
  22. «حرکة المقاومة الاسلامیة»، الجزیرة.
  23. مالکی، «حماس، جنبش»، ص۸۰.
  24. «گروه اسلامگرای حماس چیست؟»، بی‌بی‌سی فارسی.
  25. «گروه اسلامگرای حماس چیست؟»، بی‌بی‌سی فارسی.
  26. مالکی، «حماس، جنبش»، ص۸۰.
  27. مالکی، «حماس، جنبش»، ص۸۰.
  28. مالکی، «حماس، جنبش»، ص۸۱.
  29. «میثاق حرکة المقاومة الاسلامیة حماس (۱۹۸۸)»، خبرگزاری الجزیرة.
  30. مالکی، «حماس، جنبش»، ص۸۱.
  31. مالکی، «حماس، جنبش»، ص۸۱.
  32. نگاه کنید به: فایضی، «مقایسه دو میثاق‌نامه حماس»، اندیشکده راهبردی تبیین؛ «میثاق حرکة المقاومة الاسلامیة حماس (۱۹۸۸)»، خبرگزاری الجزیرة.
  33. «واکاوی سند سیاسی جدید حماس»، وبگاه اندیشکده راهبردی تبیین؛ فایضی، «مقایسه دو میثاق‌نامه حماس»، اندیشکده راهبردی تبیین.

سرچينې

بهرنۍ لینکونه