مسجد الاقصی

د wikishia لخوا
الاقصی جومات

الاقصی جومات یا مسجد الاَقصی، په بیت المقدس کې له جوماتونو څخه یو جومات دی او د مسلمانانو لومړی قبله ده. د اسلام پیغمبر له هغه ځایه معراج ته لاړ. قرآن په اسراء سوره کې د معراج د پیښې یادونه له هغه جوماته یاده کړی ده. د مسلمانانو، یهودیانو او عیسایانو لخوا د مسجد الاقصی درناوی کیږي؛ په اسلامي حدیثونو کې، د مسجد الحرام او مسجد النبي په څیر له فضیلت لرونکيو جوماتونو څخه بلل شوی او ویل شوي دی چې لمونځ د نورو جوماتونو په پرتله په دی جومات کی د زرو لمونځونو سره برابر دی.

یهودیان پدې باور دي چې د سلیمان د معبد، پاتې برخی د مسجدالاقصی لاندې دي. د ځینې عیسایانو له نظره د مسجد الاقصی ویجاړول او د دی پرځای د سلیمان د دریم معبد جوړول د مسیح ظهور لپاره شرط دي. له همدې امله، ځینې یهودیان هڅه کوي چی مسجدالاقصی له مینځه یوسي او پرځای یې د سلیمان معبد ژوندی کړي. له همدی امله، اسرائیلي ځواکونه جومات ته د مسلمانانو د ننوتلو مخه نیسي. په ۱۹۶۹ م. کې، یو یهودي مسجدالاقصی ته اور واچاو او په همدې دلیل، د ایران د اسلامي جمهوریت په کليز کې، د زمری په ۳۱ نیټه، د جومات نړیواله ورځ نومول شوې ده.

دغه ودانۍ، چې اوس د مسجدالاقصی په نامه یادیږي، په لومړۍ پیړۍ کې د عبدالملک بن مروان دوره کې جوړه شوی او په بیلابیلو دورو کې یي بیارغونه او ترمیم شوی دی.

موقعیت او نوم ورکول

سُبْحَانَ الَّذِی أَسْرَ‌یٰ بِعَبْدِهِ لَیلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَ‌امِ إِلَی الْمَسْجِدِ الْأَقْصَی الَّذِی بَارَ‌کنَا حَوْلَهُ لِنُرِ‌یهُ مِنْ آیاتِنَا ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِیعُ الْبَصِیرُ‌﴿۱﴾

پاک دی هغه ذات چې خپل بنده [محمد(ص)] يې يوه شپه له مسجدالحرامه تر مسجدالاقصی چې چار خوا وشا يې مونږ برکت اچولی دی، بوتله، چې مونږ ورته له خپلو نښانو څخه وښايو بيشکه چې هغه (خدای) ښه اوريدونکی ښه ليدونکی دی.

اسراء سوره، لومړی آیت.


مسجدالاقصی، د دې معنی چې ترټولو لرې جومات دی، د فلسطین په بیت المقدس ښار کې جومات ته اشاره کوي چې د ښار سویل ختیځ کې موقعیت لري.[۱] د مسجدالاقصی ته د هغې د نوم ورکولو دلیل په اړه، ویل شوی ده چې مکې او مسجدالحرام ته واټن، چې په هغه وخت کې د رسول الله(ص) او مسلمانانو استوګنځی و.[۲]

د ځینې څیړونکو په وینا؛ په قرآن کې د مسجدالاقصی کارول شوې، لویه سیمه وه چې پکې د صخره جومات (د پیغمبر د عروج ځای)، رواقونه او... پکی شاملیږی.[۳] له همدې امله، ځینې شیعه مفسرین د مسجدالاقصی موخه، کوم چې د اِسراء سوره په لومړي آیت کې ذکر شوی، بیت المقدس ګنی.[۴] چې د داوود او سلیمان لخوا جوړ شوی و.[۵] په ځینو روایاتو کې، د مسجدالاقصی هم د بیت المقدس جومات په توګه یاده شوی دی.[۶]

ځینو ویلي دي کله چې د رسول الله(ص) معراج ته لاړل ودانۍ د مسجدالاقصی په نوم نه وه، او د معراج په آیت کې د مسجد کلمه د نمانځني ځای او د عبادت ځای دی.[۷]

نن ورځ، د مسقفي(چت لرونکی) ودانۍ، چې د قدس په حرم کې د عبدالملک بن مروان دورې په جریان کې جوړه شوې، د مسقف مسجدالاقصی د مسجدالاقصی په نامه پیژندل کیږي، او له هغه ساحې څخه چې ودانۍ جوړه شوې وه، د صخره جومات، دعمر جومات، [یادونه۱] د براق دیوال[یادونه۲] او... دا د مسجدالاقصی ټولگه په نوم یادیږی.[۸]

فضیلت

مسجدالاقصی د مسلمانانو، عیسویانو او یهودیانو لخوا درناوی کیږي. د یهودیانو په وینا؛ د سلیمان معبد پاتې شوني د مسجدالاقصی تر لاندې موقعیت لري.[۹] مسلمانان پدې باور دي چې د اسلام پیغمبر له دې ځای څخه معراج ته تللی دی.[۱۰] په دوهم قمري کال کې د مسلمانانو قبله د بدلون دمخه، دا د مسلمانانولپاره لومړی قبله و.[۱۱] له همدې امله، د قاجار او پهلوي دورې په جریان کې ځینې ایراني شیعه ګان، پداسې حال کې چې حج ته سفر کوي، د مسجدالاقصی او بیت المقدس مذهبي ځایونو څخه هم لیدنه وکړه.[۱۲]

په احادیت کې، مسجدالاقصی، د مسجد الحرام، مسجد النبی او دکوفي جومات ته څېرمه، د څلور فضیلت لرونکی جومات څخه یو ګنل کیږي. [۱۳] په ځینو حدیثونو کې د کوفه جومات شتون نلري، او د مسجدالحرام او مسجد النبي جومات ته څېرمه د مسجدالاقصی د فضیلت لرونکیو له دریو جوماتونو څخه دی.[۱۴] په دریو جوماتونو کې یو ځله لمانځه کول د نورو جوماتونو کې په پرتله زرو لمونځونو سره مساوي دي.[۱۵]

البته، د شیعه روایي سرچینو کې، د مسجدالاقصی په اړه د کوفی جومات د غوره والي په اړه هم حدیثونه شتون لري.[۱۶]

تاریخچه

داسې ویل کیږي چې د لومړي ځل لپاره داوود د مسجدالاقصی ټولگه ځای کې معبد جوړ کړ، او سلیمان دا بشپړ کړ، کوم چې د سلیمان معبد، د اورشلیم معبد، او د الیا بقعه نومیږي.[سرچینې ته اړین]. دګوستاولوبون په وینا؛ د نولسمې او شلمې پیړۍ تاریخ لیکونکی؛ د بیت المقدس د مسلمانانو فتح کیدو دمخه د مسجدالاقصی په ټولگه کې د حضرت مریم په نامه یو کلیسا شتون درلود.[۱۷]

هغه سندونه چې د لومړۍ قمری پیړۍ څخه پاتې شوي د اموی دورې په جریان کې او په لومړۍ قمري پیړۍ کې د مسجدالاقصی اوسنۍ ودانۍ جوره شوی ده.[۱۸] د ابن کثیر په اتم پیړۍ تاریخ لیکونکی، په وینا؛ د جومات جوړول د عبدالملیک بن مروان (حکومت ۶۵- ۸۶ق) په حکم کې پیل او په ۷۳ ق. کې پای ته ورسید.[۱۹] ځینې دهغه یې جوړول، ولید بن عبدالملک(حکومت۸۶- ۹۶ق) ته منسوب کړي.[۲۰]

ابن کثیر لیکلي: عبدالملک د مسجدالاقصی او شاوخوا ودانۍ د دې هدف سره جوړې کړې، چې شامیانو یې حج ته د تګ مخه ونیوله او د مسجدالاقصی شاوخوا یې د طواف ته هڅه وکړه؛[۲۱] ځکه چې عبدالله بن زبیر د عبدالملک ضد هڅولو او حاجیان سره د بیعت کولو لپاره له حج کار اخستلی و. [۲۲] هغه د عرفه په ورځ او د منا په ورځو کې په خپل خطبو، شامیانو ته د حکم بن عاص په نامه د پیغمبر لعنت یاد کړ، چې د عبدالملک او د هغه ټبر، نیکه دی.[۲۳]

د ودانۍ مشخصات

د مسجدالاقصی ودانۍ مستطیل شکل دی او ۸۰ متره اوږد او ۵۵ متره عرض لری. [۲۴] د جومات ودانۍ په ۵۳ مرمری ستونو او ۴۹ بنسټونو کې جوړه شوې ده.[۲۵] جومات هم په مینځ کې د گنبد سره لوی رواق لري.[۲۶] ناصر خسرو(۳۹۴- ۴۶۸ق) د پنځمې پیړۍ قمري ګرځندوی چې په ۴۳۸ ق کې بیت المقدس ته تللی و،[۲۷] هغه د مسجدالاقصی په اړه په خپل یونلیک کې توضیحات وړاندې کړیده او د دې لپاره یې د خادمانو شتون، هم خبرې وکړه. [۲۸]

بیا رغونه او ترمیم

د مسجدالاقصی ودانۍ په بیلابیلو دورو کې ترمیم او بیارغول شوې. عباسيان، فاطميان، ایوبيان او عثمانیان د هغو حکومتونو څخه دي چې ترمیم او بیا رغوني یې کړی دی.

منصور دوانیقي(حکومت: ۱۳۶- ۱۵۸ق)[۲۹] او مهدي عباسي(۱۲۶- ۱۶۹ق)، د عباسي خلیفو څخه، د اقصی جومات ودانۍ چې د زلزلې له امله ویجاړه شوې وه ترمیم او بیارغونی یې کړ.[۳۰] د فاطمیانو خلیفی الظاهر لاِعزاز دین الله په امر، د یوې لیکنې پراساس، په ۴۲۶ ق کې، یو گنبذه د مسجدالاقصی په سر کې جوړ شوی.[۳۱] او د جومات شمالي برج کې په ۴۵۸ق. د المستنصرلدین الله په امر کې جوړ شو.[۳۲]

په ۱۰۹۹م کال کې، په ۵۸۳ ق سمون، صلیبیانو بیت المقدس ونیول او په یوه برخه یې د مسجدالاقصی څخه، کلیسا جوړه شوې وه او له بلې خوا، د سپرو آرام ځای او د زیرمو لپاره ګودام ته بدل شو.[۳۳] په ۵۸۹ ق کال کې، صلاح الدین ایوبي بیت المقدس له دوی څخه بیرته ونیول، د جومات محراب یې جوړه کړه، گنبد یې له کاشی سره جوړه کړ او په هغې کې یې د لرګیو منبر کېښود.[۳۴] ممالیک او عثمانیانو هم د مسجدالاقصی بیا رغونه کړی دی.[۳۵]

یهودی جوړتیا

په ۱۹۶۹ کال کې د یوه یهودي له خوا د الاقصی جومات سوځول

یهودیان پدې باور دي چې د سلیمان د معبد پاتې شوني د مسجدالاقصی تر لاندې موقعیت لري. له همدې امله، ځینې یې هڅه کوي د دغه جومات له مینځه ویسي او د سلیمان معبد ژوندي کړي.[۳۶] ویل کیژی چی ځینې عیسویان پدې باور دي چې د مسجدالاقصی ویجاړول او د سلیمان د دریم معبد جوړول د مسیح د ظهور لپاره یو شرط دی.[۳۷] له همدې امله، اسرائیلي ځواکونه مسلمانان د مسجدالاقصی ته د ننوتلو مخه نیسي.[۳۸] مسجدالاقصی د اسرائیلو په وړاندې په بیت المقدس کې د اسلامي هویت سمبول دی.[۳۹]

د اګست په میاشت ۲۱ورځ، ۱۹۶۹کال کې، سره سم ۱۳۴۸ لمریز کې، د دنیس مایکل ولیم روهان په نوم یو یهودي د مسجدالاقصی ته اور واچاوه، کوم چې د جومات ځینی برخې زیانمنې کړې او چت یی سقوط یې وکړ. د جومات زوړ منبر، چې د ۵۸۳ ق پورې تړاو درلود، هم په اور کې سوځیدلی.[۴۰] د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي کليز کې، د اګست په ۲۱ د مسجدالاقصی د سوځولو کلیزه، د جومات نړیواله ورځ په توگه نومول شوې دی.[۴۱]

اړونده لیکنې

ګالري

فوټ نوټ

  1. حمیدی، تاریخ اورشلیم، ۱۳۸۱ش، ص۱۸۳.
  2. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۲، ص۷؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۶۱۲.
  3. موسی غوشه، تاریخ مجموعه مسجد الاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۷.
  4. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۶۱۲.
  5. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۶.
  6. مثال په توګه وګورئ: تفسیر منسوب به امام حسن عسکری، ۱۴۰۹ق، ص۶۶۱.
  7. حمیدی، تاریخ اورشلیم، ۱۳۸۱ش، ص۱۸۳-۱۸۴.
  8. موسی غوشه، تاریخ مجموعه مسجد الاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۷.
  9. توفیقی، آشنایی با ادیان بزرگ، ۱۳۸۵ش، ص۸۸.
  10. سوره اسراء، آیه۱.
  11. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۳۱.
  12. مثال په توګه وګورئ: جعفریان، پنجاه سفرنامه حج قاجاری، ۱۳۸۹ش، ص۲۳۰.
  13. شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۹.
  14. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۹۸.
  15. تفسیر منسوب به امام حسن عسکری، ۱۴۰۹ق، ص۶۶۱.
  16. عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۲۷۹؛ محدث نوری، مستدرک وسائل الشیعه،‌ ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۴۰۹.
  17. گوستاولوبون، تمدن اسلام و عرب به نقل از حمیدی، تاریخ اورشلیم، ۱۳۸۱ش، ص۱۸۳.
  18. وګورئ: موسی غوشه، تاریخ مجموعه مسجد الاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۱۰.
  19. ابن کثیر، البدایة و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۸۰.
  20. موسی غوشه، تاریخ مجموعه مسجد الاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۱۰.
  21. ابن کثیر، البدایة و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۸۰.
  22. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۲۶۱.
  23. ابن کثیر، البدایة و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۸۰.
  24. موسی غوشه، تاریخ مجموعه مسجد الاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۱۰.
  25. حمیدی، تاریخ اورشلیم، ۱۳۸۱ش، ص۱۸۳.
  26. موسی غوشه، تاریخ مجموعه مسجد الاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۱۰.
  27. ناصرخسرو، سفرنامه، ۱۳۶۸ش، ص۲۶.
  28. ناصرخسرو، سفرنامه، ۱۳۶۸ش، ص۳۲.
  29. حمیدی، تاریخ اورشلیم، ۱۳۸۱ش، ص۱۸۳.
  30. موسی غوشه، تاریخ مجموعه مسجد الاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۱۱.
  31. موسی غوشه، تاریخ مجموعه مسجد الاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۱۱.
  32. موسی غوشه، تاریخ مجموعه مسجد الاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۱۱.
  33. حمیدی، تاریخ اورشلیم، ۱۳۸۱ش، ص۱۸۳.
  34. حمیدی، تاریخ اورشلیم، ۱۳۸۱ش، ص۱۸۳.
  35. موسی غوشه، تاریخ مجموعه مسجد الاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۱۳-۱۵.
  36. توفیقی، آشنایی با ادیان بزرگ، ص۸۸.
  37. د الاقصی جومات سوځول د مسلمانانو د مذهبي جوش اندازه کول وو«آتش زدن مسجدالاقصی اقدامی برای سنجش غیرت دینی مسلمانان بود»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  38. راپور: اسراییل د الاقصی جومات ړنګولو او د دریم معبد د جوړولو لپاره چمتووالی نیسي.«گزارش: اسرائیل آمادۀ تخریب مسجدالاقصی و ساخت «سومین معبد» می‌شود»، سایت پرس‌تی‌وی.
  39. د الاقصی جومات په وړاندې د نویو دسیسو د پردې تر شا«پشت پرده توطئه های جدید علیه مسجد الاقصی/تحلیل»، خبرگزاری ایران‌پرس.
  40. موسی غوشه، تاریخ مجموعه مسجد الاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۱۶.
  41. د جوماتونو د نړیوالې ورځې د نومولو لامل څه دی؟ «علت نامگذاری روز جهانی مساجد چیست؟»، خبرگزاری صداوسیما.

سرچينې

  • ابن کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایه و النهایه، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، تحقیق مصطفى دیب البغا، بیروت، دار ابن کثیر، الیمامه، ۱۴۰۷ق.
  • تفسیر منسوب به امام حسن عسکری، قم، مدرسة الامام المهدی عجل‌الله تعالی فرجه الشریف، ۱۴۰۹ق.
  • توفیقی، حسین، آشنایی با ادیان بزرگ، تهران، سازمان مطالعه و تدوین کتب علوم انسانی دانشگاه‌ها، قم، مؤسسه فرهنگی طه و مرکز جهانی علوم اسلامی، چاپ هشتم، ۱۳۸۵.
  • جعفریان، رسول، پنجاه سفرنامه حج قاجاری، نشر علم، تهران، ۱۳۸۹ش.
  • حمیدی، سید جعفر، تاریخ اورشلیم (بیت المقدس)، تهران، امیرکبیر، ۱۳۸۱ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه،‌ تصحیح علی‌اکبر غفاری،‌ قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۳ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه محمدجواد بلاغی، تهران، انتشارات ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، ۱۹۶۷م/۱۳۸۷ق.
  • علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشی، تصحیح سیدهاشم رسولی محلاتی، تهران، المطبعه العلمیه، ۱۳۸۰ق.
  • محدث نوری، حسین بن محمدتقی، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۴۰۸ق.
  • موسی غوشه، محمدهاشم، تاریخ مجموعه مسجد الاقصی، ترجمه سید شهرام فرهانیان و هودسا عاطفی، قم، نشر ادیان، ۱۳۹۰ش،
  • ناصرخسرو قبادیانی، سفرنامه، آتلیه هنر محمد سلحشور، ۱۳۶۸ش.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.

بهرنۍ لینکونه