د امام مهدي(عج) واده

د wikishia لخوا

د امام مهدي(عج) واده، د حضرت مهدي(عج) په اړه د اختلافي له مسئلو څخه ده. د حضرت مهدی(عج) د وادی موافقان د دی قضیې د اثباتولو لپاره هغه روایاتو ته استناد کوي چې دهغه اولادونو ته ګوته شوی دی. همدارنګه، د دې په وینا؛ واده کول د پیغمبر(ص) سنت دی، نو امام مهدي هم پدې باندې عمل کړی. مخالفین د حضرت مهدي واده، د غیبت له فلسفې سره په شخړه ګني، کوم چې د خلکو څخه پټول دی. ځینې پدې باور دي چې د امام مهدي(عج) واده کول ممکن دی، مګر پدې اړه په ډاډ سره څرګنده کول امکان نه لری.

سید محمد صدر، محدث نوري (دمړی کال ۱۳۲۰ ق) او علي اکبر نهاوندي(د مړی کال۱۳۶۹ ق) د امام مهدي(عج) د واده کول له موافقانو څخه دي.

دا بحث لومړی ځل د سید محمد صدر(دمړی کال ۱۳۷۷ لمریز) په کتاب کې؛ تاریخ الغیبت الکبري په تحلیلي توګه بحث شوی و.

د بحث لرغونتیا

شیعه پوهانو پدې اړه مختلف اندونه لری چې آیا امام مهدي(عج) د غیبت کبرا په وخت کې واده کړی او که نه. لکه څنګه چې د امام مهدي(عج)‌ د قاموس په کتاب کې ویل شوي دا بحث د لمریز کال په څوارلسمه پیړۍ کې په جدي ډول بحث شوی[۱] او لومړی کتاب چې د امام مهدي د واده په اړه، په تحلیلی توګه بحث کړه، د سید محمد صدر(د مړی کال ۱۳۷۷ لمریز) تاریخ الغیبة الکبرا دی.[۲] البته، مخکې لدې چې د نجم الثاقب په کتاب کې[۳] د محدث نوري (د مړی کال ۳۲۰ ق) او العَبقری الحِسان[۴] د علی‌اکبر نهاوندي(د مړی کال ۱۳۶۹ق) لیکنه هم له دی مسئله يادونه کړه او د بحارالانوار په کتاب کې یو څانګه د «خلفاء المهدی و اولاده و مایکون بعده علیه و علی آبائه السلام» هم شتون لری.[۵]

نظرونه

د امام مهدي(عج) د واده په اړه درې نظرونه شتون لري:

موافقانو

سید محمد صدر،[۶] محدث نوري[۷] او علي اکبر نهاوندي[۸] د حضرت مهدي(عج) واده مڼلی دی. همداسې د امام مهدی(عج) پوهنغونډه په کتاب (دانشنامه امام مهدی(ع)) کې علامه مجلسي ته هم منسوب شوی.[۹] د دې ډلې دلیلونه دا دي:

  • واده د پیغمبر(ص) سنت دی او امام مهدي(عج) د سنت په عمل کې ترټولو ښایسته شخص دی، نو هغه د خپل غیبت پرمهال دا سنت عملي کړی دی.[۱۰]
  • ډیر حدیثونه او زیاراتو په ګوته کوي چې امام مهدي(عج) ماشومان لری. د امام مهدي د پوهنغونډه په کتاب (دانشنامه امام مهدی (کتاب)) کې، څوارلس روایتونه پدې برخه کې راټول شوي دي.[۱۱] د دوی په مینځ کې یو حدیث دی چې د وصیت حدیث په نوم پیژندل کیږي، کوم چې له مخې د امام(عج) وروسته، د هغه نسل دولس مهدي به واکمنۍ کوي.[۱۲] البته، د علامه مجلسي په وینا؛ دا روایاتو د مشهور په مخالف کې دی. دا هم امکان لري چې د دولس مهدي موخه، پیغمبر(ص) او د شیعه امامانو پرته له حضرت مهدي(عج) څخه وی.[۱۳] د دې ډلې لخوا روایت شوي نور حدیثونه د امام صادق(ع) وینا دی، کوم چې د امام مهدي ښکتی شول ته اشاره کوي چې د خپل کورنۍ او خپلوانو سره په سهله جومات کې راځی.[۱۴] د حضرت مهدي(عج) د واده مخالفینو په وینا؛ د دې حدیثونو مڼلو په فرض کې، د امام مهدي(عج) میرمن او ماشومانو، له ظهور نه وروسته اړه لري.[۱۵]
  • په خضراء ټاپو کې د امام زمان(عج) کورنۍ د ژوند په اړه راپور.[۱۶] البته، ځینې شیعه پوهان د خضراء ټاپو جعلي او افسانوي ګني. [۱۷]

مخالفانو

د امام مهدي(عج) د واده سره د مخالفینو لاملونه په لاندې ډول دي:

  • د غیبت له فلسفې سره سمون نه لرل: د امام مهدي(عج) د غیبت فلسفه، له خلکو څخه پټول او ناپیژانده ول ګنل شوې، او واده کول د دې فلسفې سره مطابقت نلري، ځکه چې واده د پیژندل سبب ګرځی.[۱۸]
  • هغه روایاتو چې له هغې څخه معلومیږی چې امام زمان(عج) هیڅ اولاد نلري.[۱۹]
  • د امام مهدي(عج) سفیرانو او وکیلانو یادونه نه کول: که امام مهدي(عج) واده کړی و، نو د هغه سفیران او وکیلان به د غیبت صغری په جریان کې د هغه واده، میرمنې او ماشومانو ته ګوته وکړی. [۲۰]

چوپتیا

لکه څنګه چې د امام مهدي(عج) په پوهنغونډه ویل شوي د هغو کسانو دلیلونه چې د حضرت مهدي(عج) د واده سره موافق دي او هغه څوک چې مخالفت کوي د یو بل سره په ټکر کې دي، له همدې امله دا امکان نلري چې د هغوی پر استناد یوې تاریخي مسئلې روښانه کړي.[۲۱] سید جعفر مرتضی عاملي(مړ شوی ۱۴۴۱ ق) د اسلام په تاریخ کې څیړونکی پدې باور دی چې د امام مهدي ماشوم لرل د شک ځای دی او د دې په اړه څرګند نظر نشي ورکول کیدی.[۲۲] همدارنګه د تقلید له مراجعو څخه دآیت الله صافي ګلپایګاني(مړینی ۱۴۰۰) په وینا؛ که څه هم د حضرت مهدي واده کول ممکن دی، خو معتبر حدیث چې ډاډ ترلاسه کوي پدې برخه کې ندي موندل شوي.[۲۳]

یوازینۍ لیکنه

د «تحلیل مسئله ازدواج امام مهدی(ع)» کتاب د محمد رضا فؤادیان لخوا د امام مهدي(عج) د واده کول او ماشوم لرل مسئلو تحلیل کوي. د مهدویت څیره نیز بنسټ او د اسلامی علوم او فرهنگ راتلونکی څیړنه دا کتاب په ۱۳۹۹ لمریز کې خپور کړ. [۲۴]

فوټ نوټ

  1. محمدی ری‌شهری، دانش‌نامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ص۵۶.
  2. محمدی ری‌شهری، دانش‌نامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ص۴۵، پانویس۲.
  3. محدث نوری، نجم الثاقب، ۱۳۸۳ش، ص۴۰۲-۴۰۷.
  4. نهاوندی، العبقری الحسان، ۱۳۸۶ش، ج۶، ص۵۳۷.
  5. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۳، ص۱۴۵ق.
  6. صدر، تاریخ الغیبة الکبری، دارالتعارف، ج۲، ص۶۴.
  7. محدث نوری، نجم الثاقب، ۱۳۸۳ش، ص۴۰۳.
  8. نهاوندی، العبقری الحسان، ۱۳۸۶ش، ج۶، ص۵۳۷.
  9. محمدی ری‌شهری، دانش‌نامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ص۴۶.
  10. محدث نوری، نجم الثاقب، ۱۳۸۳ش، ص۴۰۳.
  11. وګورئ: محمدی ری‌شهری، دانش‌نامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ص۴۶-۵۱.
  12. شیخ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۱۵۰.
  13. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۳، ص۱۴۸-۱۴۹.
  14. ابن‌مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۰۹ق، ص۱۳۴-۱۳۵.
  15. صافی گلپایگانی، پاسخ ده پرسش، ۱۳۹۰ش، ص۵۴.
  16. وګورئ: محدث نوری، نجم الثاقب، ۱۳۸۳ش، ص۴۰۵.
  17. کاشف‌الغطا، الحق المبین، ۱۳۱۹ق. ص۸۷.
  18. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ج۳، ص۵۲-۵۳.
  19. شیخ طوسی، کتاب الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۲۲۴.
  20. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی(عج)، ۱۳۹۳ش، ج۳، ص۵۳.
  21. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۳، ۵۵-۵۶.
  22. عاملی، دراسة فی علامات الظهور و الجزیرة الخضراء، ۱۴۱۲ق، ص۲۵۷ به نقل از محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۳، ص۵۵.
  23. صافی گلپایگانی، پاسخ ده پرسش، ۱۳۹۰ش، ص۵۴.
  24. «به قلم محمدرضا فؤادیان بررسی شد؛ آیا امام زمان (عج) ازدواج کرده و فرزند دارد؟» خبرگزاری رسمی حوزه.

سرچينې

  • ابن‌مشهدی، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، تصحیح جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۰۹ق.
  • «به قلم محمدرضا فؤادیان بررسی شد؛ آیا امام زمان (عج) ازدواج کرده و فرزند دارد؟» خبرگزاری رسمی حوزه، انتشار ۲۷ تیر ۱۳۹۹ش، مشاهده ۲۱ اسفند ۱۴۰۰ش.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الغیبة، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ۱۴۱۱ق.
  • صافی گلپایگانی، لطف‌الله، پاسخ ده پرسش، قم، دفتر آیت‌الله صافی گلپایگانی، ۱۳۹۰ش. ‮
  • صدر، سید محمد، تاریخ الغیبة الکبری، دارالتعارف، بی‌تا.
  • عاملی‌، جعفرمرتضی‌، دراسة‌ فی‌ علامات‌ الظهور و الجزیرة‌ الخضراء، قم‌، منتدی‌ جبل‌ عامل‌ الاسلامی‌ قسم‌ الطباعة و النشر، ۱۴۱۲ق‌/۱۹۹۲م‌.
  • کاشف‌الغطا، جعفر، الحق المبین فی تصویب المجتهدین و تخطئة الاخباریین، تهران، احمد شیرازی، ۱۳۱۹ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • محدث نوری، میرزاحسین، نجم الثاقب، قم، مسجد جمکران، ۱۳۸۳ش.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانش‌نامه امام مهدی(عج)، قم، دارالحدیث، ۱۳۹۳ش.
  • نهاوندی، علی‌اکبر، العبقری الحسان فی احوال مولانا صاحب‌الزمان(عج)، قم، نشر مسجد جمکران، ۱۳۸۶ش.