د اهل کتابو ذبیحه

د wikishia لخوا
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

د اهل کتابو ذَبیحه هغه څاروي ته وايي چې د اهل کتابو (د هغه دین پیروان چې پیغمبر یې الهي کتاب درلود) ذبح کړی دی.[۱] د شیخ بهائي (وفات: 1031هـ) په وینا اکثره شیعه فقهاء لکه شیخ طوسي،[۲] شیخ مفید[۳] او سید مرتضی[۴] د اهل کتابو د ذَبیحه خوړل حرام ګڼي،[۵] که څه هم د ذبحې په وخت کې یې ورباندې د خدای نوم اخستی وي.[۶] امام خمیني هم په همدې نظر دی.[۷] د فقهاوو دغه ډله د احاديثو[۸] په دلیل سره وايي: د سورت مائده په پنځم آيت کې د اهل کتابو د خوراک د حلالیدو معنی د غلې په څېرونه دي، نه د هغه څاروو غوښه چې د اهل كتابو لخوا ذبح شوي دي.[۹] همدارنګه د فقهاوو د دې ډلې له نظره د هغه څارويو چې جهنده وینا لري (یعنی رګ یې پرې شي نو وینه یې زور سره راوځي) د بدن غړي او پوستکی د اهل کتابو له خوا ذبحه شوې وي مردار او نجس دي او د هغو له څرمنې او پوستکي څخه ګټه نه شي اخيستل کيدی.[۱۰]

د شيخ بهايي په وينا، لږ شمېر فقهاء د اهل کتابو ذبحه حلاله ګڼي.[۱۱] علامه حلي دا قول ابن ابی عقیل[۱۲] او ابن جنید اسکافي[۱۳] ته منسوب کړی دی. د شیخ صدوق[۱۴] او محقق اردبیلي[۱۵] په وینا که د ذبحې په وخت کې یې ورباندې د خدای نوم یاد کړی وي نو د دوي ذبحه حلاله ده.[۱۶]

د دې موضوع په اړه کتابونه لیکل شوي دي چې ځینې یې دا دي:

  • د «تحریم ذبائح اهل الکتاب» کتاب، د شیخ مفید[۱۷] (وفات ۴۱۳ هـ) لیکلی. هغه په دې كتاب كې له قرآن، احاديثو او اجماع څخه په استفادې سره د اهل كتابو د قربانۍ د حرام والي حکم کړی دی؛[۱۸] او د حرمت د مخالفانو د نظريې د ردولو لپاره يې دلايل وړاندې کړي دي.[۱۹]
  • «حرمة ذبائح اهل الکتاب» کتاب، د شیخ بهائي[۲۰] (وفات ۱۰۳۱ هـ ق) کتاب، چې د شاه عباس صفوي په غوښتنه لیکل شوی دی.[۲۱] هغه لومړی د شیعه او سني علماوو نظرونه څیړلي دي،[۲۲] په دې کتاب کې لیکوال د اهل کتابو د ذبحې په حراموالي کې شک ښودلی او د فتوا له صادرولو یې ډډه کړې او په دې جمله سره یې خپل نظر څرګند کړی دی: «خدای د څیزونو په حقایقو خبر دی»[۲۳]

فوټ نوټ

  1. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۲ش، ج۳، ص۷۰۱.
  2. شیخ طوسی، النهایة، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۵۸۲
  3. شیخ مفید، المقنعه، ۱۴۱۳ق، ص۵۷۹
  4. سید مرتضی، الانتصار، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۴۰۳.
  5. شیخ بهایی، حرمة ذبائح اهل الکتاب، ۱۴۱۰ق، ص۶۰.
  6. شیخ طوسی، النهایة، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۵۸۲؛ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۲، ص۷۴۵.
  7. امام خمینی، تحرير الوسيلة، ۱۳۹۲ش، ج۲، ص۱۵۶
  8. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷، ج۶، ص۲۶۴.
  9. گلپایگانی، مجمع المسائل، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۹.
  10. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۹۲ش، ج۲، ص۷۴۵.
  11. شیخ بهایی، حرمة ذبائح اهل الکتاب، ۱۴۱۰ق، ص۶۰.
  12. علامه حلی، مختلف الشيعة، ۱۴۱۳ق، ج۸، ص۳۱۶.
  13. علامه حلی، مختلف الشيعة، ۱۴۱۳ق، ج۸، ص۳۱۶.
  14. شیخ صدوق، المقنع، ۱۴۱۵ق، ص۴۱۷.
  15. محقق اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، مؤسسة النشر الإسلامی، ج۱۱، ص۷۸.
  16. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ق، ج۳۶، ص۸۰.
  17. شیخ مفید، تحریم ذبائح اهل الکتاب، ۱۴۱۳ق.
  18. شیخ مفید، تحریم ذبائح اهل الکتاب، ۱۴۱۳ق، ص۲۰.
  19. شیخ مفید، تحریم ذبائح اهل الکتاب، ۱۴۱۳ق، ص۲۴.
  20. شیخ بهایی، حرمة ذبائح اهل الکتاب، ۱۴۱۰ق.
  21. شیخ بهایی، حرمة ذبائح أهل الكتاب، ۱۴۱۰ق، ص۵۸.
  22. شیخ بهایی، حرمة ذبائح اهل الكتاب، ۱۴۱۰ق، ص۶۳.
  23. شیخ بهایی، حرمة ذبائح أهل الكتاب، ۱۴۱۰ق، ص۷۴.

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیلة، قم، مؤسسة تنظيم و نشر آثار امام خمينی، ۱۳۹۲ش.
  • بنی‌هاشمی خمینی، محمدحسن، توضیح‌المسائل مراجع، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۹۲ش.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، الانتصار فی انفرادات الإمامية، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ بهایی، محمد بن حسین، حرمة ذبائح اهل الکتاب، بیروت، موسسةالاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، المقنع، قم، مؤسسة الإمام الهادی، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، النهایة فی مجرد الفقه و الفتاوی، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۰ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعة، قم، كنگره جهانى هزاره شيخ مفيد، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، تحریم ذبائح اهل الکتاب، قم، نشر المؤتمر العالمی لالفیه الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة فی أحکام الشریعة، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح: علی‌اکبر غفاری، تهران، دار الكتب الإسلامية، ۱۴۰۷ق.
  • گلپایگانی، سید محمدرضا، مجمع المسائل‌، قم، دار القرآن الکریم، ۱۴۰۹ق.
  • مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت، قم، مرکز دایرةالمعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۲ش.
  • محقق اردبیلی، احمد بن محمد، مجمع الفائدة والبرهان في شرح إرشاد الأذهان، تحقیق: مجتبی عراقی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، بی‌تا.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، محقق: محمود قوچانی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۶۲ش.