د اود موقوفه
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
د اَوَد موقوفه، د اَوَد وصیت یا د هند تنخوا هغه پیسو ته اشاره کوي چې په نولسمه او شلمه پیړۍ کې په ۱۳ او ۱۴ هجري قمري کال کې، د شاهي کورنۍ د وصیت له مخې، اَوَد (په اردو کې: اَوَدْهْ) به د نجف او کربلا شیعه مراجع تقلید ته ورکول کیدل چې هغه د خلکو ترمنځ ویش کړي. په 1825میلادي کې، د اَوَد حکومت چې په شمالي هند کې د شیعو لړۍ وه، د انګلستان د شرقي هند یوې کمپنۍ ته 18 میلیونه روپۍ پور ورکړ او ورسره يې قرارداد وکړ چې د سلطلنتي غړو له وفاته وروسته به، هر کال 120.000 روپۍ ګټه به یې د نجف او کربلا فقیهانو ته وکوي. دا پيسې د شرعې له مخې وقف نه ګڼل کیدې؛ خو د اَود د حاکمانو د وصیتنامې له مخې په موقوفه اَود باندې مشهور شو.
دا وقف د شیعه فقهاوو د اقتصادي سرچینو د روښانه کولو له نظره او په ایران کې په مشروطه غورځنګ باندې د دې د اغیز له مخې او د برطانیه په خلاف د عراقي شیعو د استعمار ضد مبارزې باندې د اغیز له مخې اهمیت لري. په لومړیو کلونو کې برطانیې د موقوفې په ورکولو او د هغې په خپرولو کې ډېره مداخله نه کوله او ځینې عالمانو لکه شیخ مرتضی انصاري به دا ترلاسه کاوه او وېشول به يې. خو له 1852 ميلادي / 1275 ق کال کې کله چي برطانیه د اَوَد حکومت ړنګ کړ او د موقوفې واک يې په خپل لاس کې واخست، نو په عتبات عاليات کي مېشتو ځينو عالمانو يې له اخيستلو ډډه وکړه.
د شلمې پیړۍ په لومړیو کې انګلستان هڅه وکړه چې دغه پیسې د عراق او ایران په پیښو کې د سیاسي ګټې اخیستنې په توګه وکاروي. په دې موده کې هم ځینو فقهاوو د دې له اخیستلو ډډه وکړه. خو بیا هم د اخوند خراساني او فتح الله غروي اصفهاني په څېر فقهاوو سره د دې چې د انګلیس پر ضد مبارزه کوله، د موقوفې پیسې به یې ترلاسه کولې او وېشلې. د شلمې پیړۍ په نیمایي کې او د پاکستان له خپلواکۍ وروسته د دې موقوفې ورکول په تدریجي ډول ودرول شول.
لنډه پيژندګلو
اَوَد موقوفه د هغه پیسو نوم دی چې د انګلستان حکومت د 1859 او 1950 کلونو ترمنځ د اَوَد حکومت عراقي شیعه فقهاوو ته ورکولې. په 18 او 19 پیړیو کې (12 او 13 ق) د هندوستان په شمال کې د اَوَد په سیمه کې د ایراني ساداتو او شیعه ګانو یوې کورنۍ واکمني کوله.[۱] د تاریخي اسنادو له مخې د اَوَد حکومت انګلستان ته یوه قرضه ورکړې وه، د شاهي کورنۍ د غړو له مړینې وروسته د اَوَد د کورنۍ د وصیت له مخې د دې پور میاشتنی سود به د نجف او کربلا علماوو ته ورکول کیده. او دا پیسې به د «وثیقه هندی»، «خیریه هندیه»، «د هند پيسې»، «د هند تنخواه» او «موقوفه اَوَد» یادیده[۲]
دا وقف د شیعه فقهاوو د اقتصادي سرچینو د روښانه کولو له نظره او په ایران کې په مشروطه غورځنګ باندې د دې د اغیز له مخې د اهمیت وړ ګڼلی شوی دی.[3] د نولسمې پيړۍ وروسته چې انګستان د اود حکومت له منځه یوړ او د اود د موقوفې خپرول یې په خپل واک کې واخستل، دې پيسو د شیعه عالمانو لپاره د استعماري پيسو معنا پیدا کړه.[4]
د موقوفې د جوړښت څه رنګوالی
د انګلستان د قوماندان د یادښتونو له مخې، انګلستان په 1825 کې نیپال سره په جنګ شو. د اوده حکومت انګلستان ته د وړیا مرستې په توګه لس ملیونه روپۍ ورکړې. خو انګلستان دغه پيسې د ختيځ هند کمپنۍ ته د پور په توګه ومنلې. بیا د اود حاکم په دې رقم کې 800000 روپۍ اضافه کړې. د پور د موافقې له مخې، دا موافقه وشوه چې د پور اصلي پیسې به اود ته بېرته نه ورکول کیږي؛ خو د تل لپاره به د حاکم د میرمنو او هغه چا ته چې دوي به یې وصیت کوي باید 6٪ کلني ګټه ورکړل شي. وروسته د اود د ځمکو د خرڅلاو په مقابل کې لس میلیونه روپۍ د دوي ښودل شوي اکاونټ کې جمع شوې؛ خو دا معلومه نه ده چې دا رقم هم د موقوفې د تړون برخه وه او که نه.[۷] دپه نورو سرچینو کې اصل پور لس ملیونه روپۍ دی او ګټه یې ۵٪ بیان شوې ده.[8] تاریخ لیکوال، اسماعیل رائین، د موقوفې اصل د ایران درې زره قِرانه اټکل کړی دی.[۹]
آیا د اود موقوفه شرعي وقف و؟
څیړونکي وايي چې د اود موقوفه په حقیقت کې د هغه پور ګټه و چې د اوده حکومت انګلستان ته ورکړی و. له همدې امله که څه هم د صاحب جواهر د فتوا له مخې له غیرمسلمانو څخه سود اخیستل روا و، خو دیني وقف نه شي ګڼل کېدای؛ په هرصورت، له دې سببه چې د اود د شاهي کورنۍ د وصیت په متن کې د وقف کلمه کارول شوې وه، نو دا د موقوفې په نوم مشوره شوې وه.[10]
د عراق د مراجعو ترمنځ د موقوفې د پیسو ویش
د ځينو نقلونو او يادښتونو له مخې د نجف او کربلا فقهاؤ د اود د موقوفې له اخستلو څخه انکار کاوه.[۱۲] نقل شوي دي چې د ځينو شاګردانو له اصرار سره سره بیا هم شيخ انصاري دغه پيسې قبولې نه کړې.[13] خو بیا هم د پاتي شوي اسنادو له مخې، د موقوفې له رسمي پيل څخه په 1849م/1266ق کال راهسې، په نجف کې محمد حسن نجفي او شیخ مرتضی انصاري او په کربلا کې د طباطبايي کورنۍ یو مجتهد به په بمبۍ کې د خپلو استازو له لارې دا پیسې د هند له انګلیسي قوماندانۍ څخه ترلاسه کولې؛[۱۴] خو په ۱۸۵۸م/۱۲۷۵ هجري قمري کال کې شیخ انصاري له انګلیسیانو سره په عادلانه ډول د موقوفې د ویشلو تړون لاسلیک کړ چې له دې وروسته به هغه د موقوفې په ویش کې نیغ په نیغه رول ونه لري.[15] له دې وروسته تر څلویښتو کلونو پورې به د موقوفې پيسې په بغداد کې د هند له قونسلګرۍ څخه په مستقيم ډول په کربلا کې د طباطبايي کورنۍ ته او په نجف کې د بحرالعلوم کورنۍ ته ورکول کېدې.ب[16]
د ځينې نورو یادښتونو او نقلونو له مخې، ډېرو مراجعو له دې وروسته، چې د انګلیس سفارت په ویشوونکیو باندې د غلا تور ولګاوه او په خپله يې ویش په لاس کې واخست، دا پیسې یې وانه خیستې.[۱۷] خو ځینې څیړونکي د شلمې پیړۍ په پیل کې په ځانګړې توګه د سيد ابوالقاسم طباطبايي او سيد محمد بحرالعلوم(۱۳۲۶-۱۲۶۱ هـ ق) باندې دا تور بولي چې کله کله به د عراقي مجتهدانو او د ايران او عثماني دولتونو له خوا به لګیده.[18] د دغو مؤرخينو په اند په دغه وخت کې د نجف درې مشهور مجتهدان، فاضل شربياني، حسين خليلي او سيد کاظم يزدي د موقوفې له اخستلو څخه انکار وکړ.[۱۹] اقا ضياء عراقي او محمد تقي شيرازي هم له هغو علماوو څخه شمېرل کېږي چې دا یې قبول نه کړ.[20] خو د کربلا درې لوړ پوړو مجتهدینو سید اسماعیل صدر، محمد باقر طباطبايي او ملا حسین مازندراني د عبدالله مازندراني سره دا پیسې ترلاسه کړې.[21]
همدارنګه، د ځینو راپورونو په خلاف چې عراقي علماوو د استعمار سره د مبارزې په خاطر د اود له موقوفې اخستلو یې انکار کړی،[۲۲] تاریخ پوهان په دې باور دي چې ځينې مراجعو لکه اخوند خراساني[۲۳] او حتی شیخ الشریعة اصفهاني چې په ښکاره یې د انګلیس ضد بغاوتونو مشري کوله هم دغه پیسې ترلاسه کولی او ویشولې.[24] د دې نقل له مخې، له ۱۹۳۳م/۱۳۵۱ق کال وروسته، انګلیس دې پایلې ته ورسېده چې یوازې د «مالي اجر» په زور د شیعه مراجعو پیچلې اداره نه شي سمبالولی نو د دې له مدیریته یې لاس واخست.[25]
له موقوفې څخه د مجتهدانو د لاسته راوړنې کچه
د اود د پور د تړون له مخې، د شاه مېرمنو یوازې د خپل عاید د دریمې برخې د وصیت کولو حق درلود او پاتې دوه برخې به د نجف او کربلا مجتهدینو ته تللې. د هغو پیسو اندازه چې عراق ته د پور د ګټې د ادا کولو له پیل څخه وروسته رسیدلې 120,000 روپۍ چې شاوخوا 10,000 پونډه کیږي راپور شوي. دا په داسې حال کې ده چې د شیخ انصاري د شرعي پيسو په غوره کلونو کې د ترلاسه شویو پیسو ټوله اندازه شاوخوا 9000 پونډه اټکل شوې ده.[26] البته د اقا نجفي قوچاني له قوله دا اندازه په هغه زمانه کې چې په هند کې د برتانیې قونسلګرۍ په لاس کې اخستې وه، هره میاشت 24000 روپۍ وه. چې نیمه برخه به یې نجف او نیمه به یې کربلا ته تلله.[27]
د موقوفې مهال ویش
د څیړونکو راپور ښیې چې د اود د موقوفې پيسې په بیلا بیلو وختونو کې، په عراق کې د انګلیس د سفارت له خوا په مختلفو طریقو سره ورکول کیدلې او شیعه چارواکو په دې اړه مختلفې لارې لرلې. د موقوفې ورکولو سره اړوند اصلي پیښې په لاندې ډول طبقه بندي کیدی شي.
د اود د موقوفې تاریخ
تاریخ د پيښو سرلیک
د میلادي کال ۱۹ پېړۍ
'۱۸۲۵م/ ۱۲۴۱ق
د انګلستان او د اود حکومت تر مینځ د اود د وصیت نامې د سند تنظیمیدل[28]
۱۸۴۹م/ ۱۲۶۶ق
د غازي الدین حیدرشاه (د اود د وروستي واکمن) د دوو میرمنو مړینه او په رسمي توګه د عتباتو مراجعو ته د موقوفې د عوایدو پيل.[۲۹]
د نجف او کربلا د مراجعو لخوا په بمبۍ کې د خپلو استازو له لارې د پیسو اخستل.[۳۰]
۱۸۵۲م
د برتانیې پریکړه چې د عراقي قونسلګرۍ له لارې عراقي فقهاوو ته د موقوفې پیسې ورکړي او مصرف کول یې مراجعو ته پریږدي، څو د عثماني شک څخه ډډه وشي.[۳۱]
۱۸۵۸م/۱۲۷۵ق
د برتانیې په لاس د شیعو د حکومت ختمیدل.[۳۲]
د برتانیې د حکومت د سیاست بدلیدل او او د موقوفې اختیار په لاس کې اخستل د دې لپاره د عثماني حکومت سره همکاري وکړي(د روس او فرانس په مقابله کې)[۳۳]
د شیخ انصاري د موقوفې له اخستلو او ویشولو مخ اړول.
په کربلا کې د طباطبايي د کورنۍ او په نجف کې د بحر العلوم د کورنۍ د موقوفې د اخستلو لپاره ټاکل.[۳۴]
فوټ نوټ
سرچينې
- ابوالحسنی(منذر)، علی، «موقوفه اود؛ ریشه و روند تاریخی/ قسمت اول»، زمانه، شماره ۲۰، ارديبهشت ۱۳۸۳ش.
- «مصاحبه با حجة الاسلام والمسلمین واعظ زادۀ خراسانی»، حوزه، دوره هفتم، شماره ۴۱، آذر و دی ۱۳۶۹ش.
- ابوالحسنی(منذر)، علی، «تصویر یک اصلاح طلب: سید محمد کاظم طباطبایی یزدی، صاحب عروه، پرچمدار عرصه جهاد و اجتهاد»، زمانه، شماره ۱۵، آذر ۱۳۸۲ش.
- اسماعیلی، اسماعیل، «حوزه نجف در برابر هجوم استعمار»؛ حوزه، شماره ۸۴، بهمن و اسفند ۱۳۷۶ش.
- اکبری، محمدعلی؛ کیباخی، بهناز، «موقوفه ی اود (سده ی هجده تا بیست میلادی)»، مطالعات تاریخ اسلام، شماره ۱۸، پاییز ۱۳۹۲ش.
- رایین، اسماعیل؛ حقوقبگیران انگلیس در ایران، بینا، بیجا، ۱۳۷۳ش.
- طالعی، عبدالحسین، «اسناد مکتوبات وصایا: شرح حال چند تن از عالمان خاندان شیخ انصاری»، کتاب شیعه، شماره ۳، بهار و تابستان ۱۳۹۰ش.
- کسروی، تاریخ مشروطۀ ایران، تهران، بینا، ۱۳۳۰ش.