د بقیع ویجاړتیا

د wikishia لخوا
دا مقاله د بقیع د ویجاړتیا د پیښې په اړه ده. د ویجاړیدو کلیزې په اړه د معلوماتو لپاره، یوم الهدم مدخل وګورئ.
د بقيع هدیره د ویجاړتیا د مخه

د بَقیع وِیجَاړتِیا، هغه پیښې ته اشاره کوي چې په ۱۳۴۴ ق. کال کې د مدینې له محاصرې وروسته د بقیع هدیرې او د هغې ګنبدونه د مدینې د مفتیانو د فتوا پر بنسټ، او د شیخ عبدالله البلیهد د سعودی قاضي القضات لخوا ویجاړې شوې؛ په شمول د شیعو د څلورو امامانو د مزارونو: امام حسن، امام سجاد، امام باقر او امام صادق(ع). وهابیانو دوه ځله، لومړی په ۱۲۲۰ ق کال او په آخر کې په ۱۳۴۴ ق کال کې، د مدینې پنځه لس تنه مفتیانو د فتوا پر بنسټ، چې په اجماع او اتفاق یې په قبرونو د ودانۍ جوړول منعه کړل او ویې ویل چې د دې له مینځه وړل اړین دي، د دې پر بنسټ دوی د بقیع ځایونه او قبرونه ویجاړول پیل کړل. د بقیع د ویجاړولو په خلاف، په ایران، عراق، پاکستان، پخواني شوروي او نورو ځایونو کی ډیرو خلکو او عالمانو غبرګونونه وښودل. د ایران حکومت، د مسلمانو سپیڅلو ځایونو د ویجاړیدو په ځواب کې، د یوه ورځ لپاره عمومې ماتم اعلان کړ او د سعودي نوی تاسیس شوی دولت په رسمیت پیژندلو، درې کاله وځنډول شو.

د ویجاړتیا وروسته، د بقیع هدیره هواره ځمکه شوه، مګر د شیعو د څلورو امامانو قبرونو د ډبرو سره نښه شوی وو. د شیعه عالمانو او همدارنګه د ایران حکومت هڅې وکړې چې د بقیع امامانو په قبرونو باندې د وداني جوړه شي او همدارنګه د قبرونو شاوخوا د دیوال جوړولو هڅې یې وکړې خو هیڅکله بریالي نه و، سره له دې چې د سعودي حکومت لومړني رضایت هم درلود.

د بقیع ویجاړیدو پر وړاندی د اعتراض کولو سربیره، شیعي عالمانو د وهابیت د اصولو او د مقدس ځایونو د ویجاړیدو په اړه کتابونه لیکلي دی. چې په کې؛ کشف الإرتیاب کتاب، د سید محسن امین لیکنه او دعوة الهدی د محمد جواد بلاغی لخوا لیکل شوی. ویل کیږي چې وهابيت لومړۍ ډله وه چې د مذهبي ځایونو ویجاړولو لپاره په مذهبي نظرونو تکیه کوي.

د بقیع هدیرې مقام او ارزښت

بقیع، جنة البقیع یا بقیع الغَرقَد(د بقیع نوم د اسلام له ظهور څخه مخکي[۱]) په مدیني کې د مسلمانانو لپاره ترټولو مهمه هدیره ده[۲] او د اسلامي روایتونو پربنسټ حضرت محمد(ص) بقیع ته ځانګړې پاملرنه درلوده.[۳] بقیع، د څلورو معصومو امامانو او د ډیرو صحابیانو او تابعینو د دفن ځای دی.[۴] په ۱۲۲۰ق کې د ویجاړیدو د مخه او په نهایت کې د وهابیت لخوا ۱۳۴۴ ه. ق. د مخه د امامانو او نورو مزارو باندې ګنبدونه موجود وو.[۵]

د راپورونو له مخې د شیعه امامانو زیارتونه، بیت الاحزان او یو شمیر نور زیارتځای په ۱۲۹۷ ق کال د بقیع هدیرې کې ولاړ وو.[۶] دا ودانۍ په ۱۲۳۴ ق کال کې د لومړي ویجاړیدو وروسته او د وهابیت په لاس د مدینې له نیولو وروسته، د عثماني امپراتورۍ دویم پاچا محمود په فرمان جوړه شوې وه، [۷]


لکه څنګه چې مراد میرزا، د عباس میرزا زوي (۱۱۶۸- ۱۲۱۲ش) او د حسام السلطنه په نامه مشهور، په خپل کتاب کې لیکلي چی لږترلږه تر ۱۲۹۷ ق پورې یې د امام حسن(ع)، امام سجاد(ع)، امام باقر(ع) او د امام صادق(ع) په قبر د بقیع په هدیره کې د محراب سربیره، یو شین د لرګي ضریح هم شتون درلود او د فاطمی(س) ته منسوب یو بیت الاحزان د څلور شیعه امامانو قبرونو، شاته و.[۸]

د ایاز خان قشقایي یون لیک پر بنسټ، چې د قشقایي قبیلې صندوق دار و، او په ۱۳۴۱ ق کال کې، د بقیع له بشپړ ویجاړیدو څخه دوه کاله دمخه لیکل شوی، د څلور شیعه امامانو مزار، په یو ګنبد کې و، مګر د هر یو قبر څرگند و.[۹] ایاز خان قشقایي د ابراهيم بقعې، د رسول الله(ص) زوی، او عبدالله بن جعفر طیار، په بقیع کې یادونی وکړه او بقیع ته څېرمه په یوه کوڅه کې هم صفیي ته منسوب شوي ګنبد، چی د رسول الله(ص) ترور وه، عاتکه بنت عبد المطلب، ام البنین د حضرت عباس مور او یو شمیر نور بنی هاشم ګنبدونه لیدلي دي.[۱۰]

له بشپړ ویجاړیدو وروسته

لکه څنګه چې مظفر اعلم، په جده کې د ایران د حکومت استازي، په ۱۳۳۰ ش. د لیندۍ میاشت په ۲۱ د حج دایمي کمیسیون ته په یوه لیک کې لیکلي و، بقیع د وهابیت لخوا له ویجاړیدو وروسته په ۱۳۴۴ ق. کال،[۱۱] یوه داسې هدیره ده چې په کې د امامانو د قبرونو ټولې ودانۍ ویجاړې شوي او د دینی مشرانو قبرونه نه پیژندل کیږي.[۱۲] هغه په هم دې لیک کې، د سعودي په حکومت ټینګار کړی چې د څلورو شیعه امامانو د قبرونو شاوخوا د اوسپنې کړکیو سره د دیوال جوړولو سره موافقت وکړي.[۱۳] په دغه حال کې، رسول جعفریان په دې باور دی چې د شیخ عبدالرحیم د حائری د فصول لیکوال (۱۲۹۴- ۱۳۶۷ق.) چې د تهران له عالمانو څخه دی، د سعودي پاچا ملک عبد العزیز سره ملاقات، د دې حقیقت لامل شوی چې د څلورو شیعه امامانو قبرونه بیخي نه دي هوار شوی، لکه د نورو برخو په څیر، او لږترلږه د امامانو(ع) د قبرونو ځای دقیق مشخص وي.[۱۴]

د بقیع او نورو سپیڅلو اسلامي ځایونو له ویجاړیدو وروسته، د ایران د حکومت[۱۵] او افغانستان لخوا هڅې،[۱۶] او همدارنګه په نجف کې د شیعه عالمانو لخوا،[۱۷] قم، هندوستان[۱۸] او پاکستان[۱۹] د بقیع قبرونو پر باندې د ګنبد جوړولو لپاره هڅې وشوې مګر له دوي څخه هیڅ یو هم ونه منل شوې، او ان تر دې چې د څلورو شیعه امامانو د قبرونو شاوخوا دیوال جوړول، او همدارنګه د سعودي د نوي تاسیس شوي حکومت لومړنۍ رضایت سربیره، د دې لپاره د ساتونکي رامینځته کول، دا هیڅکله پایلې ته نه دي رسیدلي.[۲۰] په دغه حال کې، د بقیع هدیرې دیوال د پاچا فهد بن عبد العزیز د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی، او بیا د ۱۴۱۸ او ۱۴۱۹ ق. ترمینځ، داخلي لارې د زائرانو د پياده تلو لپاره په کاڼو سره فرش شوې.[۲۱]

د مختلف راپورونو له مخې، نن سبا ځینی کسان د سعودي حکومت لخوا د «امر به معروف او نهی عن المنکر» په نامه، اصلي دروازې ته نږدې ګمارل شوي او زائرانو ته د قبرونو له نږدې کیدو او د هغوی د تبرک کولو مخه نیسي.[۲۲] اوس مهال په بقیع کې د شیعه امامانو مزارونه او همدارنګه د اسلام د مشرانو قبرونه، د ډبرو له ټوټو پرته بله نښه نلري.[۲۳] نن سبا، وضعیت د بشپړ تخریب وروسته د لومړیو کلونو په پرتله لږ مناسب دی.[۲۴]

د ویجاړیدو لامل پیښې

په بقیع کې د امامانو قبرونه

په ۱۲۲۰ ق کال کې، وهابیانو له یو نیم کال محاصرې(کلابندۍ) وروسته په مدینه کې د قحطۍ له رامینځته کیدو په پایله کې د مدینې ښار په لاس کې واخیست.[۲۵] د موجودو سرچینو پر بنسټ، سعود بن عبد العزیز، د مدینې له تسلیمیدو وروسته، هغه ټول مالونه چې د پیغمبر(ص) د زیارت په خزانو کې وو، ضبط کړل او د بقیع د هدیرې په شمول یې د مدینې د ټولو ودانو او گنبدونو د ویجاړولو امر وکړ.[۲۶] په دې اساس، د څلورو شیعه امامانو مزارونه، او همدارنګه یو ګنبت حضرت فاطمې(س) ته منسوب شوی، کوم چې بیت الاحزان نومیده، په ۱۲۲۰ ق. کې د وهابيانو په لومړي برید کې ویجاړ شو، او یا ورته ډېر زیان ورسید.[۲۷]

د دې پیښې وروسته، عثماني حکومت یو لښکر واستاوه چې مدینه له وهابيانو څخه یې بیرته واخلي، او په ۱۲۲۷ ق. د ذی‌الحجة په میاشت کې، دوي د مدینې حکومت بیرته واخیست. په دې اساس، په ۱۲۳۴ ق. کې، دویم محمود، دیرشم عثماني سلطان، د مدینی د مزارونو د بیارغونې امر وکړ.[۲۸]

وهابیانو یوځل بیا په ۱۳۴۴ ق کې په مدینې برید وکړ.[۲۹] پدې برید کې، د پیغمبر زیارت او مذهبي ځایونو ته هم زیان رسیدلی.[۳۰] اوه میاشتې وروسته، په ۱۳۴۴ ق. د روژې په میاشت کې، شیخ عبدالله بن بُلَیهد(۱۲۸۴- ۱۳۵۹ ق) چې له ۱۳۴۳ څخه تر ۱۳۴۵ ق کال پورې د مکې د ښار قاضي القضات و،[۳۱] هغه مدینه ته ننوت او د مدینې له مفتیانو څخه، د قبرونو د ویجاړولو فرمان یې ترلاسه کړ.[۳۲] په ۱۳۴۴ ق. کال کې د شوال د میاشتې په اتمه نیټه، د بقيع هدیرې ټول تاریخي آثار، په شمول د بقیع ګنبدونه د سعودی قاضي القضات شیخ عبدالله بلیهد د مدینې د مفتیانو د فتوا پر بنسټ ویجاړ شول.[۳۳] د مدینې ۱۵ تنه مفتیانو[۳۴] په ذکر شوي فتوا کې، د قبرونو جوړول د اجماع له مخې منعه بللي شوي او د هغې د ویجاړیدو امر یې کړی.[۳۵] په دغه حال کی د وهابیانو د باورونو مقابله کې، د قبرونو جوړول، د اهل سنت او شیعه عقیدې له مخې، د اسلامي عقیدې سره مخالفت نه لري او د مذهب د مشرانو مؤمنانو د قبرونو زیارت کول مستحب ګنل کیږي.[۳۶] د موجودو اسنادو پر بنسټ، له ویجاړیدو وروسته، د سعودي عربستان پاچا ملک عبد العزیز، د شوال د میاشتې په دولسمه په یوه لیک کې عبدالله بن بلهید ته په خطاب کې، په دې برخه کې د هغه د کړنو ستاینه وکړه.[۳۷]

غبرګونونه او پایلې

د عالمانو عکس العمل او د کتابونه لیکل

په مکه او مدینه کې او د نورو مقدس ځایونو ویجاړول، او په ځانګړي توګه د بقیع ویجاړول، د سید ابوالحسن اصفهاني او شیخ عبدالکریم حائری د نجف او قم علمې حوزی له مشرانو څخه، د عکس العمل لامل شوو، چی د مدرسې د درسونو او بازارونو د بندیدو لامل شو.[۳۸] شیخ محمد خالصې او سید حسن مدرس د بقيع د ویجاړیدو په اړه هم عکس العمل وښوده او د مقدس ځایونو د قبرونو د ویجاړونکو سره یې د قاطع غبرګونو غوښتنه وکړه.[۳۹] سید حسین طباطبایي قمي، چې د آیت الله قمي په نامه هم پیژندل کیږي، یو له شیعه مراجعو څخه و چې د بقیع قبرونو له ویجاړیدو وروسته، تر کلونو پورې د امامانو د قبرونو د بیارغونې په لټه کې و او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سعودي حکومت سره د هغه غوښتنو د پوره کولو لپاره خبرې اتری وکړې.[۴۰]

محمد حسین کاشف الغطاء، عبدالله بن بلیهد ته چی د وهابیانو قاضی القضات و، په یوه لیک کې، په داسې حال کې چې د شیعو په توحید باندې د باور مراتب څرګندوي، له هغه د علمي مناظرې(بحث) غوښتنه وکړه او د هغه ځواب نه ورکول یې د هغه د استدلال د ضعف په توګه بللي دي.[۴۱]

سید محسن امین د اسلامي سپیڅلو ځایونو له ویجاړیدو وروسته حجاز ته سفر وکړ او د وهابیت، د هغې تاریخ او د هغوي د کړنو د بیانولو لپاره یې د کشف الارتیاب کتاب لیکلی.[۴۲] په کتاب کې د وهابيان د باورونو او اعتقاداتو څرګندونه هم شامله ده چې د هغوي باورونه ردوي او د وهابيانو د نقد او څیړنې د تاریخ تر عنوان لاندې په فارسۍ ژباړل شوی دی.[۴۳] محمد جواد بلاغي د "رد الفتوی بهدم قبور الائمة فی البقیع" په رساله کې د وهابيانو فکری بنسټونو د مقدس ځایونو د ویجاړیدو په نقد کې ولیکه[۴۴] او په بل کتاب کې چې د "دعوة الهدی الی الورع فی الأفعال و الفتوی" تر عنوان لاندې لیکل شوی دی، د مبارکو ګنبدونو د ویجاړیدو فتوا، پر خلاف غبرګونونه وښودل.[۴۵] ډیرو شاعرانو د شعر په ژبه د قبرونو له ویجاړیدو څخه خپله ناخوښي هم څرګنده کړې.[۴۶]

محمد جواد بلاغي د "الردَ علی الوهابیة" کتاب کې د اسلام له پیغمبر(ص)، امام علی(ع)، امام صادق(ع) او نورو ... حدیثونو به سند سره او همدارنګ د اسلام له پیل راهیسې د مسلمانانو تر منځ د ګډ دود پر بنسټ، هغه د دې موضوع په اړه د وهابيت عقیدې رد کړې او هغه حدیثونه چې وهابیان یې په پام کې نیسي، د هغې یې د دوي موخې سره د تړاو نه شتون ثابت کړ؛ ځکه چې، د بلاغي په وینا په استناد شوي حدیثونو، د ودانیو جوړول لکه په قبرونو لپاسه د دیوالونو د جوړولو منع راغلې ده، نه په هغې باندې وداني جوړل چې قبرونه یې په مینځ راشي.[۴۷]

ویل کیږي چې وهابيت لومړۍ ډله وه چې د مذهبي مشرانو مزارونه یې له منځه یوړل او په مذهبي نظرونو یې تکیه ووهله. خو په ځینو مواردو کې له وهابیانو پرته نورو خلکو د بقیع په خزانه کې د خلیفه ګانو د غندنې د کتابونو په موجودیت باندې تکیه وکړه او په دې لټه کې شول چې د دغه هدیرې د قبرونو د ورانولو هڅه وکړي، خو بریالي نه شول.[۴۸]

یو شمیر شیعه فقیهانو د بقيع د مزارونو بیارغول او د جوړولو اړتیا باندې فتوا خپره کړې ده؛[۴۹] په شمول ، محمد فاضل لنکراني، ناصر مکارم شیرازي، او لطف الله صافي ګلپاني، په بقیع کې د امامانو مزارونه د بیارغونې هڅې کفایی واجب یا واجب ګنلی دي، او سید علي سیستاني هغه یو جایز مسئله گنلې ده.[۵۰]

ولسی او دولتي کړنې

د سید محمد بهبهاني لخوا احمدشاه قاجار ته د امت علماو او په بقیع کې د امامانو د قبرونو په ورانولو کې د وهابي عمل په وړاندې اعتراض.

د بقیع له ویجاړتیا وروسته، هغه مسلمانان چی د پخواني شوروي اتحاد په بیلابیلو برخو کې یې ژوند کاوه او همدارنګه د ترکیې، افغانستان، چین او منګولیا مسلمانان، د پیغامونو په لیږلو سره، په مکه او مدینه کې د مقدسو ځایونو د ساتنې او حفاظت غوښتنه وکړه.[۵۱]

په ۱۳۰۴ لمریز کې، د ایران حکومت؛ د شنبې ورځ د صفرې د میاشتې شپاړسمه ۱۳۴۴ق (د ۱۳۰۴لمریز کال د وږي څوارلسمه) یوه اعلامیه خپره کړه او د عام ماتم اعلان وکړ[۵۲] او پدې توګه په تهران کې خلکو د ماتم مراسم ترسره کړل.[۵۳] ځینې سرچینو د تهران د دولت د دروازو شاوخوا د لکونو خلکو د غونډیدو اعلان کړی دی، کوم چې د مدینې د مقدس ځایونو د وهابيت په لاس د سپکاوي د نیوکې لپاره رامینځته شوی و.[۵۴]

په بل اقدام کې د ایران حکومت د ۱۳۴۴ د کب میاشت په ۱۱ حجاز ته سفر منع کړ، او د حجیانو د امنیت په اړه اندیښنو باندې یې تکیه وکړه.[۵۵] په یوه بله رسمي وینا کې چې د ایران د حکومت لخوا ۱۳۰۵ لمریز د چنګاښ په میاشت کې خپوره شوه، په بقیع کې د مذهبی مشرانو د مزارونو سپکاوی د موءمنانو د وېرې او ځورول لامل بولي او یادونه یې وکړه چې د سعودي حکومت د مسلمانانو باورونو ته د سپکاوی مخنیوي نه کوي، هغه د آل سعود بلنه رد کړه چې د حجاز عمومي مجلس کې برخه واخلي[۵۶] او پدې توګه یې د سعودي حکومت پیژندنه ونه مڼله.[۵۷] په دې توګه، له دې وروسته چې د سعودي حکومت په ۱۳۰۷ لمریز کې اسلامي هیوادونو ته یو لیک واستاوه، د ایران د حکومت په ګډون د حاجیانو د خوندي کولو او د امنیت مسؤلیت په غاړه واخیست،[۵۸] ۱۳۰۸ لمریز کال د خرداد په میاشت کې، د ایران او سعودي حکومتونو ترمینځ اړیکې[۵۹] پیل شوې او د پایلې په توګه، په حجیانو باندې رسمي بندیز له څلورو کلونو وروسته پورته شو.[۶۰] .

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۲ش، ص۳۲۲.
  2. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۲ش، ص۳۲۲.
  3. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۲ش، ص۳۲۸.
  4. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۲ش، ص۳۲۲.
  5. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۲ش، ص۳۳۰.
  6. حسام السلطنه، دلیل الانام، ۱۳۷۴ش، ص۱۵۲.
  7. جعفریان، پنجاه سفرنامه حج قاجاری، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۱۹۶.
  8. حسام السلطنه، دلیل الانام، ۱۳۷۴ش، ص۱۵۲.
  9. ایازخان قشقایی، سفرنامۀ حاج ایازخان قشقایی، ۱۳۸۹ش، ص۴۵۵.
  10. ایازخان قشقایی، سفرنامۀ حاج ایازخان قشقایی، ۱۳۸۹ش، ص۴۵۵.
  11. قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۴۱.
  12. قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۹۵-۹۶.
  13. قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۹۵-۹۶.
  14. جعفریان، «چه شد که پس از تسلط وهابیان، صورت قبور ائمه بقیع سالم ماند؟»، سایت خبرآنلاین.
  15. وګورئ: قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۹۵-۱۵۸.
  16. قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۱۵۳-۱۵۴.
  17. وګورئ: قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۶۳، ۶۵، ۱۳۳.
  18. قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۱۶۷-۱۶۸.
  19. قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۱۵۶-۱۵۸.
  20. قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۱۵۹؛ هم وګورئ: قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۹۵-۱۵۸.
  21. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۲ش، ص۳۳۲.
  22. جعفریان، با کاروان صفا، ۱۳۸۳ش، ص۱۳۵-۱۳۷.
  23. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۲ش، ص۳۳۳.
  24. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۲ش، ص۳۳۲.
  25. جبرتی، عجائب الآثار،‌ دار الجیل، ج۳، ص۹۱.
  26. غالب، من اخبار الحجاز و النجد، ۱۳۹۵ق، ص۱۰۴؛ماجری، البقیع قصة التدمیر، ۱۴۱۱ق، ص۸۴؛ جبرتی، عجائب الآثار،‌ دار الجیل، ج۳، ص۹۱.
  27. جبرتی، عجائب الآثار،‌ دار الجیل، ج۳، ص۹۱.
  28. جعفریان، پنجاه سفرنامه حج قاجاری، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۱۹۶.
  29. ماجری، البقیع قصة التدمیر، ۱۴۱۱ق، ص۱۱۳-۱۳۹؛ امینی، بقیع الغرقد، ۱۳۸۶ش، ص۴۹.
  30. ماجری، البقیع قصة التدمیر، ۱۴۱۱ق، ص۱۱۳-۱۳۹؛ امینی، بقیع الغرقد، ۱۳۸۶ش، ص۴۹.
  31. زرکلی، الأعلام، ۲۰۰۲م، ج۴، ص۹۱.
  32. البلاغی، الردَ علی الوهابیة، ۱۴۱۹ق، ص۳۹-۴۱؛ ماجری، البقیع قصة التدمیر، ۱۴۱۱ق، ص۱۱۳-۱۳۹؛ امینی، بقیع الغرقد، ۱۳۸۶ش، ص۴۹.
  33. ماجری، البقیع قصة التدمیر، ۱۴۱۱ق، ص۱۱۳-۱۳۹؛ امینی، بقیع الغرقد، ۱۳۸۶ش، ص۴۹؛ نجمی، تاریخ حرم ائمه، ۱۳۸۶ش، ص۵۱.
  34. البلاغی، الردّ علی الوهابیة، ۱۴۱۹ق، ص۴۵.
  35. البلاغی، الردّ علی الوهابیة، ۱۴۱۹ق، ص۴۰.
  36. مدنی، التاریخ الأمین، ۱۴۱۸ق، ص۴۳۱-۴۵۰؛ امینی، بقیع الغرقد، ۱۳۸۶ش، ص۱۲.
  37. العساف، «عبدالله بن سلیمان البلیهد.. القاضی والمستشار فی زمن التأسیس».
  38. امینی، بقیع الغرقد، ۱۳۸۶ش، ص۵۳؛ قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۴۹.
  39. قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۵۴.
  40. قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۱۴۸ و ۱۵۱.
  41. مختاری، «سه سند از علامه شیخ محمدحسین کاشف الغطاء»، ص۲۱۷.
  42. محمد علی، معجم المؤلفات الإسلامیة فی الردّ علی الفرقة الوهابیة، ۱۴۳۰ق، ص۳۷۵-۳۷۶.
  43. محمد علی، معجم المؤلفات الإسلامیة فی الردّ علی الفرقة الوهابیة، ۱۴۳۰ق، ص۳۷۵-۳۷۶.
  44. الرفاعی،‌ معجم ما کتب فی الحج، ۱۴۲۷ق، ص۱۷۱.
  45. محمد علی، معجم المؤلفات الإسلامیة فی الردّ علی الفرقة الوهابیة، ۱۴۳۰ق، ص۴۸۰.
  46. مدنی، التاریخ الامین، ۱۴۱۸ق، ص۳۶۶-۳۶۸؛ امینی، بقیع الغرقد، ۱۳۸۶ش، ص۳۳۵-۳۴۱.
  47. البلاغی، الردّ علی الوهابیة، ۱۴۱۹ق، ص۶۹-۷۲.
  48. جعفریان، صفویه در عرصه دین...، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۷۸۳و۸۴۲.
  49. امینی، بقیع الغرقد، ۱۳۸۶ش، ص۵۵.
  50. قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۱۶۰.
  51. قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۵۵-۵۶؛ امینی، بقیع الغرقد، ۱۳۸۶ش، ص۵۲-۵۳.
  52. مکی، مدرس قهرمان آزادی، ۱۳۵۹ش، ج۲، ص۶۸۲؛ قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۴۹-۵۰.
  53. قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۵۰.
  54. قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۵۰-۵۱.
  55. قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۷۲.
  56. قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۷۳-۷۵.
  57. محقق، اسناد روابط ایران و عربستان سعودی، ۱۳۷۹ش، ص۶۱.
  58. «بررسی تاریخی روابط ایران و عربستان در موضوع حج»، ص۱۸.
  59. قاضی عسکر، تخریب و بازسازی بقیع، ۱۳۸۶ش، ص۷۷.
  60. «بررسی تاریخی روابط ایران و عربستان در موضوع حج»، ص۱۷.

سرچينې

  • امینی، محمد امین، بقیع الغرقد، تهران، مشعر، ۱۳۸۶ش.
  • ایازخان قشقایی، سفرنامۀ حاج ایازخان قشقایی به مکه، مدینه و عتبات عالیات در روزگار احمد شاه قاجار، به کوشش رسول جعفریان، تهران، نشر علم، ۱۳۸۹ش.
  • «بررسی تاریخی روابط ایران و عربستان در موضوع حج»، در مجله میقات حج، ش۹۲، تابستان ۱۳۹۴ش.
  • البلاغی، محمد جواد، الردّ علی الوهابیة، تحقیق سید محمد علی الحکیم، بیروت، مؤسسة اهل البیت لإحیاء التراث، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۸م.
  • جبرتی، عبدالرحمان، عجائب الآثار، بیروت،‌ دار الجیل.
  • جعفریان، رسول، آثار اسلامی مکه و مدینه، قم، مشعر، ۱۳۸۲ش.
  • جعفریان، رسول، با کاروان صفا، تهران، مشعر، ۱۳۸۳ش.
  • جعفریان، رسول، پنجاه سفرنامه حج قاجاری، تهران، نشر علم، ۱۳۸۹ش.
  • جعفریان، رسول، «چه شد که پس از تسلط وهابیان، صورت قبور ائمه بقیع سالم ماند؟»، در سایت خبرآنلاین، تاریخ درج مطلب: ۲۹ آبان ۱۳۸۹ش، تاریخ بازدید: ۵ مرداد ۱۳۹۷.
  • جعفریان، رسول، صفویه در عرصه دین، فرهنگ و سیاست، ج۲، قم، پژوهشکده حوزه و دانشگاه، ۱۳۷۹ش.
  • حسام السلطنه، دلیل الانام: فی سبیل زیارة بیت الله الحرام، تصحیح رسول جعفریان، تهران، نشر مشعر، ۱۳۷۴ش.
  • الرفاعی، عبدالجبار، معجم ما کتب فی الحج، تهران، مشعر، ۱۴۲۷ق.
  • زرکلی، خیر الدین، الأعلام، بیروت،‌ دار العلم للملایین، ۲۰۰۲م.
  • العساف، منصور، «عبدالله بن سلیمان البلیهد.. القاضی والمستشار فی زمن التأسیس»، در سایت الریاض، تاریخ درج مطلب: ۳ ذی القعده ۱۴۳۵ق، تاریخ بازدید: ۶ مرداد ۱۳۹۷ش.
  • قاضی عسکر، علی، تخریب و بازسازی بقیع به روایت اسناد تهران، مشعر، ۱۳۸۶ش.
  • مختاری، رضا، «سه سند از علامه شیخ محمدحسین کاشف الغطاء»، در مجله کتاب شیعه، ش۳، بهار و تابستان ۱۳۹۰ش.
  • محقق، علی، اسناد روابط ایران و عربستان سعودی (۱۳۰۴-۱۳۵۷ش)، تهران، مرکز چاپ و انتشارات وزارت امور خارجه، تهران، ۱۳۷۹ش.
  • محمد علی، عبد الله، معجم مؤلفات الإسلامیة فی الردّ علی الفرقة الوهابیة، بی‌جا، [مرکز الزهراء الإسلامی]، ۱۴۳۰ق/۲۰۰۹م.
  • مدنی، عبدالعزیز، التاریخ الامین لمدینة سید المرسلین، قم، مطبعة الأمین، ۱۴۱۸ق.
  • نجمی، محمدصادق، تاریخ حرم ائمه بقیع و آثار دیگر در مدینه منوره، نشر مشعر، تهران، ۱۳۸۶ش.
  • غالب، محمد ادیب، من اخبار الحجاز و النجد فی تاریخ الجبرتی، ریاض، دارالیمامه، ۱۳۹۵ق.
  • ماجری، یوسف، البقیع قصة التدمیر، بیروت، مؤسسة بقیع لاحیاء التراث، ۱۴۱۱ق.
  • مکی، حسین، مدرس؛ قهرمان آزادی، تهران، بنگاه ترجمه و نشر کتاب، ۱۳۵۹ش.