د توبه سوره ۱۰۹ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| د آیت نوم | د توبه سوره ۱۰۹ آیت |
| په سورت کې موقعیت | توبه |
| د آیت شمېر | ۱۰۹ |
| جزء | ۱۱ |
| د منځپانګې معلومات | |
| د نازلیدو شأن | د منافقینو لخوا د قبا جومات تر څنګ د جومات جوړول |
| د نزول ځای | مدینه |
| موضوع | د ضرار جومات او د جوړ شوي جومات د جوړونکو پرتله کول |
| اړونده آیتونه | د توبه سوره ۱۰۷ آيت او د توبه سوره ۱۰۸ آيت |
د توبه سوره ۱۰۹ آیت د جوماتونو د جوړونکو اهداف پرتله کوي. هغه جوماتونه چې د تقوا پر بنسټ جوړ شوي دي، د یوې قوي او مستحکمې ودانۍ په څیر ګڼي، په داسې حال کې چې هغه جوماتونه چې د منافقت پر بنسټ جوړ شوي دي، د یوې کمزورې او بې ثباته ودانۍ په څیر ګڼي چې د یوې کندې په څنډه کې وي چې د دوزخ په اور کې به وغورځیږي.
دا آیت د مومنانو او منافقانو ترمنځ د چلند توپیر او د دوه مختلفو مذهبي تګلارو ته اشاره کوي. مفسرین د دې آیت شان نزول د منافقینو او د ضرار جومات د جوړولو سره تړلی ګڼي. د آیتونو له نازلیدو وروسته، پیغمبر(ص) د فساد او تفرقې د مخنیوي لپاره د ضرار جومات د ویجاړولو امر وکړ. له دې آیت څخه، د متقی او منافق د کړنو ترمنځ توپیر، د باطل د کمزورۍ په وړاندې د حق مزبوتیا، او د پخو اصولو پر بنسټ د مسایلو د بنسټ ایښودلو اړتیا په څیر مفاهیم استخراج شوي دي.
مفسرین په دې اړه اختلاف لري چې آیا د منافقینو د جومات د دوزخ په اور کې ډوبیدل په حقیقي توګه دي که په مجازي؟ د دې د حقیقي شونې په تایید کې، داسې راپورونه راغلي دي چې د اموي او عباسي دورې په جریان کې د ضرار جومات څخه د لوګي راوتل تاییدوي.
د آیت کلي ټکي
د توبه سوره ۱۰۹ آیت د قبا جومات، چې د تقوا او د خدای د رضا پر بنسټ جوړ شوی و او د ضرار جومات، چې د منافقت او فساد په هدف جوړه شوی و، ترمنځ پرتله کوي.[۱] دا آیت مومنان د هغو کسانو سره تشبیه کوی چې خپله ودانۍ یې په ټینګه ځمکه او دوامداره موادو سره جوړه کړې وي، په داسې حال کې چې منافقان د هغو کسانو په څیر دي چې خپله ودانۍ د یوې کمزورې او خطرناکې ډبرې په څنډه کې جوړوي چې په هره شیبه کې پریوتلی شي.[۲] دا تشبیه د مومنانو او منافقانو د ژوند تګلاره کې توپیر ښیي.[۳] او ټینګار کوي چې د مومنانو ودانۍ د ساتنې وړ ده او د منافقانو ودانۍ د ویجاړولو وړ ده.[۴] په مخکیني آیتونه (۱۰۷ او ۱۰۸) کې هم د مسجد ضرار او د هغې د تفرقه اچوونکو اهدافو ته اشاره شوې ده، او پیغمبر(ص) او مومنان هلته له لمانځه کولو څخه منع شوي دي.[۵]
أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَمْ مَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
آيا هغه څوک چې خپل (د دين) بنياد يې له الله په ويره او د هغه د خوشحالۍ لپاره ايښې وي، ښه دی يا هغه څوک چې خپل (د دين) بنياد يې د يوګړنګ په يوه سسته نړيدونکې غاړه ايښی وي نو هغه يې د جهنم اور ته وغورځوي او خدای ظالمو خلکو ته هدايت نه کوي (سمه لاره نه ښيي).
توبه سوره، ۱۰۹ آیت
د نازلیدو شأن
مفسرینو د دې آیت شان نزول، د تیرو دوو آیتونو (۱۰۷ او ۱۰۸ آیتونو) سره یوځای، د منافقینو د یوې ډلې په اړه ګڼلی دی.[۶] چې د تفرقې د رامینځته کولو په هدف،،[۷] د قبا جومات تر څنګ یې یو بل جومات جوړ کړ او له پیغمبر(ص) څخه یې وغوښتل چې په هغه کې لمونځ وکړي. خو د دې آیت په نازلیدو او د هغوی د نیتونو په څرګندیدو سره،[۸] د خدای رسول(ص) له خوا د دې جومات د ړنګولو امر صادر شو، او د له هغه ځایه ډېران جوړ شو.[۹] د یو شمېر روایتونو له مخې، د ضرار جومات د ابو عامر راهب په امر جوړ شوی و،[۱۰] چې یو عیسوي عبادت کوونکی و او د پیغمبر(ص) مخالف و.[۱۱] ویل کیږي چې د دې آیت د شان نزول په اړه د مفسرینو ترمنځ اجماع شتون لري.[۱۲]
په جهنم کې د ضرار جومات حقیقي ننوتل که مجازي
د منافقینو د ودانۍ د دوزخ په اور کې د ډوبیدو په اړه د مفسرینو ترمنځ اختلاف دی.[۱۳] ځینې خلک په دې باور دي چې دا پیښه په حقیقت کې رامنځته شوې او هغه ځای د دوزخ یوه برخه ده، په داسې حال کې چې نور یې په مجازي ډول ګڼي.[۱۴] او باوري دي چې داسې ښکاري لکه چې دا ځای په اور کې ورپرېوتی وي. دا نظر «فَأُمُّهُ هاوِیةٌ»[۱۵] آیت سره ورته تفسیر شوی دی[۱۶] قرطبي، چې یو سني مفسر دی، دا نظر چې دوزخ حقیقي دی ډیر سم ګڼي.[۱۷] هغه د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره د جابر بن عبدالله الانصاري د روایت په څیر روایتونه نقلوي، چې ویلي یې دي چې هغه د رسول الله(ص) په زمانه کې د ضرار جومات له ځای څخه لوګی پورته کیدل لیدلي دي.[۱۸] نور داسې راپورونه هم شته چې د امويانو په دوره کې[۱۹] او حتی د منصور عباسي د خلافت په وخت کې د ضرار جومات له ساحې څخه د لوګي پورته کیدو ته اشاره کوي.[۲۰]
له آیت څخه بیلا بیل تفسیرونه
مفسرانو د سوره توبه ۱۰۹ په تفسیر کې ځینې خبرو ته اشاره کړې ده چې ځینې عبارتونه یې دا دي:
- د مومن او منافق د کړنو ترمنځ توپیر: د متقی انسان کړنې د منافق له کړنو سره نشي پرتله کېدای. د متقیانو اعمال په یوه قوي او اصولي بنسټ ولاړ دي، په داسې حال کې چې د منافقانو اعمال په کمزورو بنسټونو ولاړ وي او ژر له منځه ځي.[۲۱] علامه طباطبايي په دې باور دي چې د مومن دین د الهي تقوا او د خدای د رضا د ترلاسه کولو د هڅې پر بنسټ ولاړ دی، په داسې حال کې چې د منافق دین په شک او بې ثباتۍ ولاړ دی.[۲۲]
- د حق مزبوتیا او د باطل کمزورتیا: دا آیت د اسلام مزبوتیا، ځواک او د اسلام د پیروانو د نیکمرغۍ سمبول دی. او همدارنګ د باطل د کمزورۍ او سستۍ، د هغې د تباهۍ نږدې والی، او د هغې د څیښتنانو نا امیدي په ګوته کوي. د بدکارانو ارمانونه ژر له منځه ځي او د دوي زوال حتمي دی.[۲۳] د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله خامنه اي د دې آیت په هکله باوري دی چې که یو ځای د تقوا پر اساس جوړ شوی وي، نو هغه به تل آباد پاتې وي؛ خو که چېرې د تقوا پر اساس نه وي جوړ شوی، نو هغه باطل او له منځه تلونکی دی. ځکه چې د کایناتو جریان د حقیقت له جریان سره سم دی، او هغه څه چې د حقیقت سره مطابقت لري هغه به پاتې شي، او د باطل جریان، چې د کایناتو د طبیعي جریان سره مخالف دی، هغه به پاتې نشي، او د کایناتو حرکت به یې له منځه یوسي.[۲۴]
- په کلکو اصولو باندې د مسایلو د بنسټ ایښودلو اړتیا: دا اړینه ده چې چارې په داسې اساس جوړې شي چې انسان د دوزخ له اور څخه لرې وساتي او د خدای رضا او نعمتونو په لور یې بوځي. له بلې خوا، په کمزورو او بې ثباته بنسټونو باندې د چارو جوړول خلک زوال او تباهۍ سره نږدې کوي، او د داسې خلکو پایله به د دوزخ اور ته ننوتل وي.[۲۵]
- جومات؛ د امنیت او ځواک سمبول: هغه جومات چې د تقوا پر اساس جوړ شوی وي هغه یو قوي او ټینګ بنسټ لري چې هیڅ شی یې نشي لړزولی. د داسې جومات خلک په امنیت او امن کې ژوند کوي او د هغه له برکتونو څخه ګټه پورته کوي.[۲۶]
فوټ نوټ
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۸، ص۱۴۰-۱۴۱.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۱۱۱؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۶، ص۱۴۹؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۱۱، ص۲۵.؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۸، ص۱۴۰-۱۴۱.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ش، ج۹، ص۳۹۱.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۸، ص۱۴۰-۱۴۱.
- ↑ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۶، ص۱۴۷؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۹، ص۳۸۹.
- ↑ بغوی، معالم التنزیل، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۳۸۷؛ میبدی، کشف الأسرار، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۲۱۱.
- ↑ آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۱۹.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۳۰۵؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۱۱، ص۱۸؛ زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۱۰.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۵، ص۲۹۸؛ قمی مشهدی، کنز الدقائق، ۱۳۶۸ش، ج۵، ص۵۴۰-۵۴۱. ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱۰، ص۳۶.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۳۰۵؛ قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۸، ص۲۵۷.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۸، ص۱۳۵.
- ↑ حسینی همدانی، انوار درخشان، ۱۴۰۴ق، ج۸، ص۱۱۷.
- ↑ زحیلی، التفسیر المنیر، ۱۴۱۸ق، ج۱۱، ص۴۶ - ۴۷.
- ↑ زحیلی، التفسیر المنیر، ۱۴۱۸ق، ج۱۱، ص۴۶ - ۴۷.
- ↑ سوره قارعه، آیه ۹.
- ↑ قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۸، ص۲۶۵ به نقل از دیگران.
- ↑ قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۸، ص۲۶۵.
- ↑ قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۸، ص۲۶۵.
- ↑ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۱۱، ص۲۵.
- ↑ مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۱۰۴.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۱۱۱.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ش، ج۹، ص۳۹۱.
- ↑ مراغی، تفسیر المراغی، بیروت، ج۱۱، ص۲۸.
- ↑ خامنهای، تفسیر سوره برائت، ۱۳۹۸ش، ص۶۸۶.
- ↑ بیضاوی، أنوار التنزیل، ۱۴۱۸ق، ج۳، ص۹۸.
- ↑ مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۱۰۳.
سرچينې
- آلوسی، سید محمود، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
- ابنعاشور، محمد بن طاهر، التحریر و التنویر، بیروت، مؤسسة التاریخ، بیتا.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، تفسیر القرآن العظیم، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۹ق.
- ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۴۰۸ق.
- بغوی، حسین بن مسعود، معالم التنزیل فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- بیضاوی، عبدالله بن عمر، أنوار التنزیل و أسرار التأویل، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۱۸ق.
- خامنهای، سیدعلی، تفسیر سوره برائت، تهران، انتشارات انقلاب اسلامی، ۱۳۹۸ش.
- حسینی همدانی، محمد، انوار درخشان در تفسیر قرآن، تهران، انتشارات لطفی، ۱۴۰۴ق.
- زحیلی، وهبة بن مصطفی، التفسیر المنیر فی العقیدة و الشریعة و المنهج، بیروت، دارالفکر المعاصر، ۱۴۱۸ق.
- زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل و عیون الأقاویل فی وجوه التأویل، بیروت، دارالکتاب العربی، چاپ سوم، ۱۴۰۷ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بیتا.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
- طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۱۲ق.
- فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
- قرشی، سید علیاکبر، تفسیر احسن الحدیث، تهران، بنیاد بعثت، ۱۳۷۷ش.
- قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۶۴ش.
- قمی مشهدی، محمد بن محمدرضا، تفسیر کنز الدقائق و بحر الغرائب، تحقیق حسین درگاهی، تهران، سازمان چاپ و انتشارات وزارت ارشاد اسلامی، ۱۳۶۸ش.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، قم، دار الکتاب، چاپ سوم، ۱۳۶۳ش.
- مراغی، احمد بن مصطفی، تفسیر المراغی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بیتا.
- مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، قم، دارالکتاب الإسلامی، ۱۴۲۴ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.
- میبدی، احمد بن محمد، کشف الاسرار و عدة الابرار، تهران، امیرکبیر، چاپ پنجم، ۱۳۷۱ش.