د حقونو رساله

د wikishia لخوا
د امام سجاد علیه السلام د حقونو رساله

د حقونو رساله یا رِسالَةُ الحُقوق په انسان باندې د پنځوسو حقونو په هکله له امام سجاد(ع) یو حدیث دی لکه د خدای، مشرانو، د بدن د غړو، د خپلوانو حقونه او همدارنګ د ځینې اعمالو حقونه لکه د لمانځه، روژې، حج، قربانۍ صدقې وغیره. د دې حدیث له ټولو زوړې سرچینې تُحَف‌ُ العقول کتاب دی چې ابن‌شُعبه حَرّانی (وفات ۳۸۱ق) لیکلی او د شیخ صدوق (وفات ۳۸۱ق)، درې نور کتابونه: مَن لا یَحضُرُهُ الفَقیه (د شیعو له څلورو کتابونو) الخصال او اَلاَمالی دي.

د احادیثو پوهانو دا حدیث د راویانو او د حدیث د سرچینو د اعتبار له امله معتبر ګڼلی دی. دغه رساله په ډېرو ژبو لکه انګلیسي، فرانسوي، اردو، پښتو او هندي ژبو ژباړل شوې ده او په دې اړه ډېر تفسیرونه لیکل شوي دي.

لنډه پيژندګلو

رسالة الحقوق، د امام سجاد(ع) یو حدیث دی چې په هغه کې هغه حقوق چې د انسانانو په ذمې دي لکه د خدای حقوق، د مشرانو حقوق، د خپلوانو حقونه او د بدن د غړو حقوق بیان شوي دي.[۱] شیخ صدوق په الخصال کې نقل کړي چې امام سجاد(ع) دا حدیث د یو لیک په شکل کې خپل یو صحاپی ته لیکلی و.[۲]

د حدیث اعتبار او سرچینې

د احادیثو پوهانو دا د رسالة الحقوق د سند د سلسلې ته پام او دا چې دا حدیث په معتبرو کتابونو کې موندل کیږي دا حدیث ډیر د اعتبار وړ ګڼلی دی[۳] دا حدیث ابو حمزه ثمالي له امام سجاد(ع) څخه روایت کړی دی. چې د شیعه رجال هغه «له خوښ شویو شیعو» او «ثقه» او «معتمد» ګڼلی دی.[۴]

د دې حدیث له ټولو زړې سرچینې چې دا حدیث په کې بشپړ نقل شوی دی دا دي: تُحَف‌العقول، لیکوال ابن‌شُعبه حَرّانی،[۵] (وفات۳۸۱ق)، خصال،[۶] من لا یَحضُرُهُ الفقیه[۷] او اَمالی،[۸] دا درز واړه شیخ صدوق لیکلي دي، (وفات۳۸۱ق).

په مُستَدرَک‌الوسایل کې محدث نوري په وینا، سید بن طاووس(۵۸۹-۶۶۴ق) هم دا حدیث په خپل کتاب فلاح‌السائل کې راړی دی او ویلي یې دي چې دا یې له رسائل‌الائمه کتابه لکیلی دی چې کوم یې له کلیني نقلوي.[۹] که څه هم دا مطلب د فلاح‌السائل کتاب په چاپ نسخه کې نیشته؛ خو د مستدرک تصحیح کوونکي وايي چې په سنګي چاپ کې دا شته.[۱۰] بله خبره دا چې رسائل‌الائمهٔ د کلیني کتاب له منځه تللی دی.[۱۱]

د سرچینو توپیر

د سرچینو کې د رسالة الحقوق متن په ځینې اختلافاتو سره نقل شوی دی. لکه په دې دوو کتابونو تُحَف‌العقول او خصال کې دا حدیث په تفصیل سره راغلی دی او یوه سریزه هم لري چې د کتاب لنډیز بیانوي.[۱۲] دا سریزه په من لا یَحضُرُهُ الفقیه او اَمالی کې نیشته.[۱۳] همدارنګ په امالي کتاب کې دا حدیث د انسان په ځان باندې حق سره شورو شوی دی؛[۱۴] خو په نورو دریو کتابونو کې د الله تعالی په حق سره شورو شوی دی.[۱۵]

د حقونو شمېر

په رسالة الحقوق کې چې کوم حقوق بیان شوي دي د تحف العقول له مخې دي پینځوس حقونه دي. د دې كتاب د حديث په اخري فقره كې داسې راغلي دي: «دا پنځوس حقوق دي چې...».[۱۶] البته دا جمله د صدوق په روايتونو كې نه ده موندل شوی؛[۱۷] خو صدوق هم په د حقونو شمیر پنځوس ګڼلی دی؛ ځکه چې هغه په خصال کتاب کې د حدیث لپاره دا عنوان غوره کړی دی: «هغه پنځوس حقونه چې علي ابن الحسین(ع) د خپلو اصحابو لپاره لیکلي دي»[۱۸]

ځینو لیکوالانو چې د رسالة الحقوق متن یې نقل کړی دی، د دغو حقوقو شمېر یې ۵۱ حقوق یاد کړی دی.[۱۹] هغوي ویلي دي چې د دې مسلې سبب دا دی چې په تحف العقول کې د حج حق نه دی ذکر شوی؛ که څه هم د صدوق په روايت کې دا خبره راغلې ده[۲۰] د دې مسئلې د تحليل له مخې د يو حدیث پوه نظر دا دی: حق الحج د حديث يوه برخه وه چې په تحف العقول کې له لیکلو پاتې شوې ده. دې ته په پام حقوق هماغه پنځوس دي او دغو لیکوالانو د حقوقو په شمېرلو کې هغه څیز هم حق شمېرلی دی چې حق نه و.[۲۱]

منځپانګه

په رسالة الحقوق حدیث کې موجود پنځوس حقونه یې په اووه برخو ویشلي دي چې دا رقم دي:

  1. د خدای حق
  2. د بدن د غړو حقوق: ژبه، غوږونه، سترګې، لاسونه، پښې، معده، شرمګاه.
  3. د اعمالو حقوق: لمونځ، حج، روژه، صدقه، قرباني.
  4. د پیشوایانو او رهبرانو حقونه: حاکم، ښوونکی، بادار (په غلام باندې د بادار حق).
  5. د رعیت حقوق: خلک (په حاکمانو باندې د خلکو حق)، شاګرد، ښځه، غلام (په بادار باندې د غلام حق).
  6. د نَسَبي خپلوانو حقوق: مور، پلار، ماشوم، ورور.
  7. د نورو حقوق: هغه څوک چې ته یې له غلامۍ څخه آزاد کړې، هغه غلام چې تا آزاد کړی، خیر خواه، مؤذن، د جماعت امام، ملګری، ګاونډی، دوست، شریک، مال، قرضدار، دعوه کوونکی، مدعی علیه، هغه څوک چې له تا سره مشوره کوي، هغه څوک چې له تا څخه مشوره اخلي، نصحت غوښتونکی، نصيحت کوونکی، مشر، کشر، هغه څوک چې له تا څخه غوښتنه لري هغه څوک چې تاسو ترې غوښتنه لرئ، هغه څوک چې تاسو سره بد کوي، هغه څوک چې تاسو خوشحاله کوي، شریک مذهبیان، اهل ذمه.[۲۲]

ژباړې

په فارسي ژبه کې د امام سجاد علیه السلام د رسالة الحقوق ډېرې ژباړې شته. د امام سجاد(ع) د کتابپیژندې په کتاب کې شاوخوا دېرش(۳۰) فارسي ژباړې ذکر شوي دي[۲۳] چې عبارت دي له:

  • د امام سجاد د رسالة الحقوق ژباړه؛ رضا بهتاش
  • د امام سجاد د رسالة الحقوق ژباړه: سیمای مؤمنین؛ محمدصادق قبادي
  • د امام سجاد د رسالة الحقوق ژباړه؛ محمدجواد مولوي¬نیا
  • د امام سجاد رسالة الحقوق؛ علي شیرواني.[۲۴]

افزون بر این، این حدیث ضمن برخی از کتاب‌ها هم ترجمه شده است؛ از جمله ترجمه خصالِ صدوق از محمدباقر کمره‌ای، زندگانی علی بن الحسین از جعفر شهیدی و ترجمه تُحَف‌العقول از احمد جنتی.[۲۵]

ویل شوي دي چې د لومړي ځل لپاره محمدباقر خاتون‌آبادي (وفات ۱۱۲۷ق) په فارسۍ ژبه ژباړلی دی.[۲۶]

رسالة الحقوق همدارنګ نورو ژبو ته هم ژباړل شوی دی. له هغو ځینې: انګلیسي، فرانسوي، یوناني، اردو، تاجیک، ارمنیایي، تای، هندي، مالای، سربی، تاګالوګ (مانیلا) او اماریک (ایتوپیا).[۲۷] او پښتو ده.

شرحې

د رسالةالحقوق ډېرې شرحې لیکلی شوي دي چې ځیې یې دا دي:

  • حقوق از دیدگاه امام سجاد(ع)؛ قدرت‌الله مشایخي
  • رساله حقوق امام سجاد(ع)؛ علي‌محمد حیدری نراقي
  • ترجمه و شرح رسالةالحقوق امام سجاد(ع)؛ محمد سپهري
  • حقوق اسلامی؛ چې په کې ټولنیز او فردي حقونه شامل دي د امام زین العابدین(ع) د رسالةالحقوق پر بنسټ؛ علی‌اکبر ناصري
  • تأملاتٌ فی رسالةالحقوق للامام علی بن الحسین(ع)؛ محمدتقي المُدَرِّسي
  • تفصیل الحقوق؛ شرحٌ روائیٌ علیٰ رسالةالحقوق للامام السجاد(ع)؛ محمدحسین الرمزي الطبسي
  • رسالةالحقوق؛ سیدحسن قبانچي
  • المائدة السماویه فی شرح الرسالة السجادیه؛ معصوم بن رضي حسیني قُهستاني
  • شرح رساله حقوق حضرت سجاد؛ مصطفی میرتقي
  • اَلنَّهجَین فی شرح رسالةِ الحقوق للامام علي بن الحسین؛ صالح بن مهدي صالحي
  • رساله حقوق؛ آيت اللّه حسین علي منتظري

متن او ژباړه

د امام سجاد(ع) د حقونو رساله متن او ژباړه
متن ژباړه
اعْلَمْ رَحِمَكَ اللَّهُ أَنَّ لِلَّهِ عَلَيْكَ حُقُوقاً مُحِيطَةً بِكَ فِي كُلِّ حَرَكَةٍ حركتها [تَحَرَّكْتَهَا أَوْ سَكَنَةٍ سَكَنْتَهَا أَوْ مَنْزِلَةٍ نَزَلْتَهَا أَوْ جَارِحَةٍ قَلَبْتَهَا أَوْ آلَةٍ تَصَرَّفْتَ بِهَا بَعْضُهَا أَكْبَرُ مِنْ بَعْضٍ وَ أَكْبَرُ حُقُوقِ اللَّهِ عَلَيْكَ مَا أَوْجَبَهُ لِنَفْسِهِ تَبَارَكَ وَ تَعَالَى مِنْ حَقِّهِ الَّذِي هُوَ أَصْلُ الْحُقُوقِ وَ مِنْهُ تَفَرَّعَ ثُمَّ مَا أَوْجَبَهُ عَلَيْكَ لِنَفْسِكَ مِنْ قَرْنِكَ إِلَى قَدَمِكَ عَلَى اخْتِلَافِ جَوَارِحِكَ فَجَعَلَ لِبَصَرِكَ عَلَيْكَ حَقّاً وَ لِسَمْعِكَ عَلَيْكَ حَقّاً وَ لِلِسَانِكَ عَلَيْكَ حَقّاً وَ لِيَدِكَ عَلَيْكَ حَقّاً وَ لِرِجْلِكَ عَلَيْكَ حَقّاً وَ لِبَطْنِكَ عَلَيْكَ حَقّاً وَ لِفَرْجِكَ عَلَيْكَ حَقّاً فَهَذِهِ الْجَوَارِحُ السَّبْعُ الَّتِي بِهَا تَكُونُ الْأَفْعَالُ ثُمَّ جَعَلَ عَزَّ وَ جَلَّ لِأَفْعَالِكَ حُقُوقاً فَجَعَلَ لِصَلَاتِكَ عَلَيْكَ حَقّاً وَ لِصَوْمِكَ عَلَيْكَ حَقّاً وَ لِصَدَقَتِكَ عَلَيْكَ حَقّاً وَ لِهَدْيِكَ عَلَيْكَ حَقّاً وَ لِأَفْعَالِكَ عَلَيْكَ حَقّاً ثُمَّ تَخْرُجُ الْحُقُوقُ مِنْكَ إِلَى غَيْرِكَ مِنْ ذَوِي الْحُقُوقِ الْوَاجِبَةِ عَلَيْكَ وَ أَوْجَبُهَا عَلَيْكَ حَقّاً أَئِمَّتُكَ ثُمَّ حُقُوقُ رَعِيَّتِكَ ثُمَّ حُقُوقُ رَحِمِكَ فَهَذِهِ حُقُوقٌ يَتَشَعَّبُ مِنْهَا حُقُوقٌ فَحُقُوقُ أَئِمَّتِكَ ثَلَاثَةٌ أَوْجَبُهَا عَلَيْكَ حَقُّ سَائِسِكَ بِالسُّلْطَانِ ثُمَّ حَقُّ سَائِسِكَ بِالْعِلْمِ ثُمَّ حَقُّ سَائِسِكَ بِالْمِلْكِ وَ كُلُّ سَائِسٍ إِمَامٌ وَ حُقُوقُ رَعِيَّتِكَ ثَلَاثَةٌ أَوْجَبُهَا عَلَيْكَ حَقُّ رَعِيَّتِكَ بِالسُّلْطَانِ ثُمَّ حَقُّ رَعِيَّتِكَ بِالْعِلْمِ فَإِنَّ الْجَاهِلَ رَعِيَّةُ الْعَالِمِ وَ حَقُّ رَعِيَّتِكَ بِالْمِلْكِ مِنَ الْأَزْوَاجِ وَ مَا مَلَكْتَ مِنَ الْأَيْمَانِ وَ حُقُوقُ رَحِمِكَ كَثِيرَةٌ مُتَّصِلَةٌ بِقَدْرِ اتِّصَالِ الرَّحِمِ فِي الْقَرَابَةِ فَأَوْجَبُهَا عَلَيْكَ حَقُّ أُمِّكَ ثُمَّ حَقُّ أَبِيكَ ثُمَّ حَقُّ وُلْدِكَ ثُمَّ حَقُّ أَخِيكَ ثُمَّ الْأَقْرَبُ فَالْأَقْرَبُ وَ الْأَوَّلُ فَالْأَوَّلُ ثُمَّ حَقُّ مَوْلَاكَ الْمُنْعِمِ عَلَيْكَ ثُمَّ حَقُّ مَوْلَاكَ الْجَارِي نِعْمَتُهُ عَلَيْكَ ثُمَّ حَقُّ ذِي الْمَعْرُوفِ لَدَيْكَ ثُمَّ حَقُّ مُؤَذِّنِكَ بِالصَّلَاةِ ثُمَّ حَقُّ إِمَامِكَ فِي صَلَاتِكَ ثُمَّ حَقُّ جَلِيسِكَ ثُمَّ حَقُّ جَارِكَ ثُمَّ حَقُّ صَاحِبِكَ ثُمَّ حَقُّ شَرِيكِكَ ثُمَّ حَقُّ مَالِكَ ثُمَّ حَقُّ غَرِيمِكَ الَّذِي تُطَالِبُهُ ثُمَّ حَقُّ غَرِيمِكَ الَّذِي يُطَالِبُكَ ثُمَّ حَقُّ خَلِيطِكَ ثُمَّ حَقُّ خَصْمِكَ الْمُدَّعِي عَلَيْكَ ثُمَّ حَقُّ خَصْمِكَ الَّذِي تَدَّعِي عَلَيْهِ ثُمَّ حَقُّ مُسْتَشِيرِكَ ثُمَّ حَقُّ الْمُشِيرِ عَلَيْكَ‏ ثُمَّ حَقُّ مُسْتَنْصِحِكَ ثُمَّ حَقُّ النَّاصِحِ لَكَ ثُمَّ حَقُّ مَنْ هُوَ أَكْبَرُ مِنْكَ ثُمَّ حَقُّ مَنْ هُوَ أَصْغَرُ مِنْكَ ثُمَّ حَقُّ سَائِلِكَ ثُمَّ حَقُّ مَنْ سَأَلْتَهُ ثُمَّ حَقُّ مَنْ جَرَى لَكَ عَلَى يَدَيْهِ مَسَاءَةٌ بِقَوْلٍ أَوْ فِعْلٍ أَوْ مَسَرَّةٌ بِذَلِكَ بِقَوْلٍ أَوْ فِعْلٍ عَنْ تَعَمُّدٍ مِنْهُ أَوْ غَيْرِ تَعَمُّدٍ مِنْهُ ثُمَّ حَقُّ أَهْلِ مِلَّتِكَ عَامَّةً ثُمَّ حَقُّ أَهْلِ الذِّمَّةِ ثُمَّ الْحُقُوقُ الْحَادِثَةُ بِقَدْرِ عِلَلِ الْأَحْوَالِ وَ تَصَرُّفِ الْأَسْبَابِ فَطُوبَى لِمَنْ أَعَانَهُ اللَّهُ عَلَى قَضَاءِ مَا أَوْجَبَ عَلَيْهِ مِنْ حُقُوقِهِ وَ وَفَّقَهُ وَ سَدَّدَهُ پوه شه چې خدای پر تاسو حقونه لري چې په هر حرکت او آرامښت کې او هر ځای کې تاسو وئ، پوښي او د بدن په هر غړي چې تاسو ګرځوئ او هر اوزار چې تاسو یې کاروئ. ځینې حقونه له نورو څخه لوی دي. تر ټولو ستر حق چې الله تعالی پر تاسو فرض کړی دی د هغه حق، لوی الله حق دی، چې د ټولو حقوقو اساس دی او ټول ترې اخیستل شوي دي. نو بیا یې په تا باندې له سره تر قدمه پورې په ټولو غړو ځینې حقونه واجب کړي دي، ستاسو سترګې په تا حق لري. او ستاسو غوږونه په تاسو حق لري او ژبه پر تا حق لري، لاس په تا حق لري، پښه پر تا حق لري، خیټه پر تا حق لري او شرمګاه هم پر تا حق لري، دا اووه اعضاء ستا دي چې ورسره کار وکړې. بیا الله تعالی په تاسو باندې د هر کار یو حق ګرځولی دی، ستاسو لمونځ په تاسو باندې حق لري، ستاسو روژه په تاسو حق لري، ستاسو زکات په تاسو حق لري، ستاسو قرباني حق لري او ستاسو عملونه. په تاسو حق لري. بيا به له تا څخه د حقوقو دايره تر نورو پورې رسيږي چې پر تا باندې حقوق لري او په تا باندې تر ټولو زيات حقونه د مشرانو (پيشوایانو) حقونه دي، بيا ستا د رعيت حقونه او بيا ستا د خپلوانو حقونه. دا حقونه دي او له هغو څخه نور حقونه هم ویشل کیږي او د مشرانو حقوق چې په تاسو باندې دي په درې ډوله دي. له ټولو واجب یې د په تاسو باندې ستاسو د باچا حق دی چې ستاسو د کار تدبیر د هغه په لاس دی؛ بیا د ښوونکي حق او بیا د مالک حق چې تاسو یې لرئ، هر تدبیر کوونکی او څارونکی پيشوا دی. ستا نه د لاندې کسانو حق هم په درې ډوله دی؛ ستا تر حکومت لاندې کسانو حق او بیا ستا د شاګرد حق، ځکه چې جاهل د عاقل د لاس لاندې دی او د هغه چا حق چې ستا د لاس لاندې دي او ته د هغوي اختیار لری لکه د ښځې او مریي. او د خپلوانو حقونه ډېر دي او ستا په مينه کې همېشه د رحمت په شان وي، چې تر ټولو واجب پر تا د مور حق دى، بيا د پلار حق، بيا د اولاد حق. د خپل ورور حق، بیا د هر نږدې خپلوال حق په ترتیب سره، بیا ستاسو د آزادونکي حق چې پر تاسو یې پرزوینه ده، بیا ستاسو د آزاد شوي حق چې ستاسو ورباندې پرزوینه ده، بیا د هغه چا حق چې پر تا یې احسان کړی، بیا ستا د لمانځه لپاره د اذان کوونکي حق، بیا ستا د جماعت د لمانځه د پیش نماز حق، بیا ستا د همنشین حق، بیا ستا د ګاونډي حق، بیا ستا د ملګري حق، بیا ستا د شریک حق. ستا مال، بیا ستا د قرض اخستونکي حق، بیا ستا د قرض ورکوونکي حق، بیا ستا د ملګری حق، بیا په تا باندې د دعوا کوونکی حق، بیا د هغه چا حق چې ته ورباندې دعوا لرې، بیا د هغه حق. څوک چې تاسو سره مشوره کوي، نو د هغه حق دی چې ته ورسره مشوره کوې. بیا د نصیحت کوونکي حق، بیا له تا څخه د مشر کس حق، بیا د هغه څخه د کشر حق، بیا د هغه چا حق چې تاسو ترې غواړئ، بیا د هغه چا حق چې له تاسو غواړي، بیا د هغه چا حق چې تاسو سره یې بدي کړې ده ستا په مقابل کې په څه ویلو یا عمل کولو یا خوشالولو سره ظلم شوی دی، په قصدي او غیر قصدي ډول ستا د خبرو مسؤل دی، بیا ستا د هم دینو حقوق، بیا د ذمي کفارو حقوق، بیا هغه حقوق چې د حالاتو او دلایلو د بدلون له امله رامنځ ته کیږي. هغه کس دې بریالی وي چې الله تعالی ورسره مرسته وکړي چې په هغه باندې کوم حقونه واجب دي هغه ادا کړي او هغه ته توفیق ورکړي چې د حقونو خیال وساتي.
فَأَمَّا حَقُّ اللَّهِ الْأَكْبَرُ فَأَنَّكَ تَعْبُدُهُ لَا تُشْرِكُ بِهِ شَيْئاً فَإِذَا فَعَلْتَ ذَلِكَ بِإِخْلَاصٍ جَعَلَ لَكَ عَلَى نَفْسِهِ أَنْ يَكْفِيَكَ أَمْرَ الدُّنْيَا وَ الْآخِرَةِ وَ يَحْفَظَ لَكَ مَا تُحِبُّ مِنْهَا وَ أَمَّا حَقُّ نَفْسِكَ عَلَيْكَ فَأَنْ تَسْتَوْفِيَهَا فِي طَاعَةِ اللَّهِ فَتُؤَدِّيَ إِلَى لِسَانِكَ حَقَّهُ وَ إِلَى سَمْعِكَ حَقَّهُ وَ إِلَى بَصَرِكَ حَقَّهُ وَ إِلَى يَدِكَ حَقَّهَا وَ إِلَى رِجْلِكَ حَقَّهَا وَ إِلَى بَطْنِكَ حَقَّهُ وَ إِلَى فَرْجِكَ حَقَّهُ وَ تَسْتَعِينَ بِاللَّهِ عَلَى ذَلِكَ وَ أَمَّا حَقُّ اللِّسَانِ فَإِكْرَامُهُ عَنِ الْخَنَى وَ تَعْوِيدُهُ الْخَيْرَ وَ حَمْلُهُ عَلَى الْأَدَبِ وَ إِجْمَامُهُ إِلَّا لِمَوْضِعِ الْحَاجَةِ وَ الْمَنْفَعَةِ لِلدِّينِ وَ الدُّنْيَا وَ إِعْفَاؤُهُ عَنِ الْفُضُولِ الشَّنِعَةِ الْقَلِيلَةِ الْفَائِدَةِ الَّتِي لَا يُؤْمَنُ ضَرَرُهَا مَعَ قِلَّةِ عَائِدَتِهَا وَ يُعَدُّ شَاهِدُ الْعَقْلِ وَ الدَّلِيلُ عَلَيْهِ وَ تَزَيُّنُ الْعَاقِلِ بِعَقْلِهِ [وَ] حُسْنُ سِيرَتِهِ فِي لِسَانِهِ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ الْعَلِيِّ الْعَظِيمِ 1.د لوي خداي حق په تا دا دے چې د هغۀ عبادت وکړې. شريک ورسره ونۀ ټاکې او که په اخلاص سره دې داسې وکړل نو خداي پاک به دې دنيا او اخرت ښۀ کړي.

2.د نفس حق په تا دا دے چې د خداي پاک په اطاعت کښې ترې کار واخلې. په ژبې سره یې حق ادا کړې په غوږونو سره یې حق ادا کړې او سترګو سره یې حق ادا کړې او خپلو لاسونو سره یې حق ادا کړې او خپلو پښو سره یې حق ادا کړې او او خیټې سره یې حق ادا کړې او شرمګاه سره یې حق ادا کړې او په دې کارونو کې له خدایه مرسته وغواړې.

3.د ژبې حق دې دا دی چې له بدو خبرو او کنځلو یې وساتې او د نيکو خبرو عادت په کې واچوې، هغه خپل کنټرول کې وساتې او یواې د دین او دینا د ګټې لپارې ترې کار واخلې او همدا شان له چټي او ډېرو خبرو یې واستې ځکه چې نقصان یې ډېر او ګټه یې کمه ده. ژبه د عقل ګواه او دلیل ګڼلی کیږي او د انسان په عقل سره د سینګاریدو لاره د هغه خوش زباني ده، او هیڅ یو حرکت او توان نیشته مګر د ژبې په وسیله.

وَ أَمَّا حَقُّ السَّمْعِ فَتَنْزِيهُهُ عَنْ أَنْ تَجْعَلَهُ طَرِيقاً إِلَى قَلْبِكَ إِلَّا لِفُوَّهَةٍ كَرِيمَةٍ تُحْدِثُ فِي قَلْبِكَ خَيْراً أَوْ تَكْسِبُكَ خُلُقاً كَرِيماً فَإِنَّهُ بَابُ الْكَلَامِ إِلَى الْقَلْبِ يُؤَدِّي إِلَيْهِ ضُرُوبُ الْمَعَانِي عَلَى مَا فِيهَا مِنْ خَيْرٍ أَوْ شَرٍّ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ بَصَرِكَ فَغَضُّهُ عَمَّا لَا يَحِلُّ لَكَ وَ تَرْكُ ابْتِذَالِهِ إِلَّا لِمَوْضِعِ عِبْرَةٍ تَسْتَقْبِلُ بِهَا بَصَراً أَوْ تَسْتَفِيدُ بِهَا عِلْماً فَإِنَّ الْبَصَرَ بَابُ الِاعْتِبَارِ وَ أَمَّا حَقُّ رِجْلَيْكَ فَأَنْ لَا تَمْشِيَ بِهِمَا إِلَى مَا لَا يَحِلُّ لَكَ وَ لَا تَجْعَلَهَا مَطِيَّتَكَ فِي الطَّرِيقِ الْمُسْتَخِفَّةِ بِأَهْلِهَا فِيهَا فَإِنَّهَا حَامِلَتُكَ وَ سَالِكَةٌ بِكَ مَسْلَكَ الدِّينِ وَ السَّبْقِ لَكَ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ 4. د غوږونو حق (له غيبته او ناجائز او حرامو څخه) د دې پاک ساتل دي. باید ستا د زړه لاروي خو د ښو خبرو لپاره چې په زړه کې دې خیر پیدا کړي یا درته ښه اخلاق درنصیب کړي ځکه چې غوږ د زړه دوازه ده، هر ډول ښه او بده معنا د دې په وسیله رسیږي. و لا قوة الا باللَّه العلى العظيم.

5. د سترګو حق دا دی چې له هر هغه څه چې ورته کتل روا نه دي سترګې پټې کړې او ککړې یې نه کړې مګر د عبرت په ځای کې چې ورباندې بصیر شې یا ترې پند واخلې ځکه چې د سترګو په ذريعه عبرت اخستل کیږي.

6. او د دوو پښو حق دا دی چې هغو ځايونو ته پرې لاړ نشې چې حلال نۀ دي او په پښو باندې هغه لاره ونه وهې چې ستا د سپکاوي سبب کیږي ځکه چې دا پښې تا وړي او د دین لارې ته دې وړي او ورمخکې کوي دې. و لا قوة الا باللَّه.

وَ أَمَّا حَقُّ يَدِكَ فَأَنْ لَا تَبْسُطَهَا إِلَى مَا لَا يَحِلُّ لَكَ فَتَنَالَ بِمَا تَبْسُطُهَا إِلَيْهِ مِنَ اللَّهِ الْعُقُوبَةَ فِي الْآجِلِ وَ مِنَ النَّاسِ بِلِسَانِ اللَّائِمَةِ فِي الْعَاجِلِ وَ لَا تَقْبِضَهَا مِمَّا افْتَرَضَ اللَّهُ عَلَيْهَا وَ لَكِنْ تُوَقِّرُهَا بِهِ تَقْبِضُهَا عَنْ كَثِيرٍ مِمَّا لَا يَحِلُّ لَهَا وَ تَبْسُطُهَا بِكَثِيرٍ مِمَّا لَيْسَ عَلَيْهَا فَإِذَا هِيَ قَدْ عُقِلَتْ وَ شُرِّفَتْ فِي الْعَاجِلِ وَجَبَ لَهَا حُسْنُ الثَّوَابِ مِنَ اللَّهِ فِي الْآجِلِ وَ أَمَّا حَقُّ بَطْنِكَ فَأَنْ لَا تَجْعَلَهُ وِعَاءً لِقَلِيلٍ مِنَ الْحَرَامِ وَ لَا لِكَثِيرٍ وَ أَنْ تَقْتَصِدَ لَهُ فِي الْحَلَالِ وَ لَا تُخْرِجَهُ مِنْ حَدِّ التَّقْوِيَةِ إِلَى حَدِّ التَّهْوِينِ وَ ذَهَابِ الْمُرُوَّةِ فَإِنَّ الشِّبَعَ الْمُنْتَهِيَ بِصَاحِبِهِ إِلَى التُّخَمِ مَكْسَلَةٌ وَ مَثْبَطَةٌ وَ مَقْطَعَةٌ عَنْ كُلِّ بِرٍّ وَ كَرَمٍ وَ إِنَّ الرأي [الرِّيَّ الْمُنْتَهِيَ بِصَاحِبِهِ إِلَى السُّكْرِ مَسْخَفَةٌ وَ مَجْهَلَةٌ وَ مَذْهَبَةٌ لِلْمُرُوَّةِ وَ أَمَّا حَقُّ فَرْجِكَ فَحِفْظُهُ مِمَّا لَا يَحِلُّ لَكَ وَ الِاسْتِعَانَةُ عَلَيْهِ بِغَضِّ الْبَصَرِ فَإِنَّهُ مِنْ أَعْوَنِ الْأَعْوَانِ وَ ضَبْطُهُ إِذَا هَمَّ بِالْجُوعِ وَ الظَّمَإِ وَ كَثْرَةِ ذِكْرِ الْمَوْتِ وَ التَّهَدُّدِ لِنَفْسِكَ بِاللَّهِ وَ التَّخْوِيفِ لَهَا بِهِ وَ بِاللَّهِ الْعِصْمَةُ وَ التَّأْيِيدُ وَ لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِهِ ثُمَّ حُقُوقُ الْأَفْعَالِ 7. او ستا د دوو لاسونو حق دا دی چې نارواو ته یې اوږده نه کړې چې د دې په لاسوهنې سره د الله تعالی د اخرت په عذاب اخته شې او په دنیا کې د خلکو د غندنې وړ شې او لاسونه له هغه کاره هیسار نه کړې چې په تا باندې واجب شوي دي او د لاسو درناوې وکړې په دې طریقه چې له ډېرو حرامو کارونو یې هیسار کړې او ډېر هغه کارونه چې درباندې واجب نه دي پکار راولې او که په دې دنیا کې دې لاس له حرامو هیسار کړ او ځای یې شریف کړ یا عقل او شرافت سره سم وچلیده نو په اخرت کې ښه ثواب لري.

8. او د خيټې حق دا دی چې د حرامو لږه یا ډېره ځاله يې نۀ کړې او حلال هم په اندازه ورکړې او له توان حده د خیټو او بې مروتۍ حد ته ونه رسې. او کله چې په لوږې تندې اخته شوې نو ویې ساتې ځکه چې دېر مړیدل خیټه بغاوت ته اشوب او کاهلۍ ته جوړوي چې له هر نیک کاره د پاتی کیدو لامل کیږي او هغه څښاک چې ورسره انسان مستيږي د سپکیدو او نادانۍ او بې مروتۍ سبب کیږي.

9. دعورتينو يا شرم ځايونو حق دا دی چې د هغې ساتنه وکړې له هغه څیزونو چې ستا لپاره حلال نه دي او دې سره له نامحرمه د سترګو ټیټول مرسته کولی شي. ځکه چې دا له ټولو ښه مرستیال دی، او همدارنګ د مرګ ډېر یادولو او د الله له وېرې ځان ویرولو سره او د خدای له خوا دي عصمت او پاکي او تایید او حرکت او توان.

فَأَمَّا حَقُّ الصَّلَاةِ فَأَنْ تَعْلَمَ أَنَّهَا وِفَادَةٌ إِلَى اللَّهِ وَ أَنَّكَ قَائِمٌ بِهَا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ فَإِذَا عَلِمْتَ ذَلِكَ كُنْتَ خَلِيقاً أَنْ تَقُومَ فِيهَا مَقَامَ الذَّلِيلِ الرَّاغِبِ الرَّاهِبِ الْخَائِفِ الرَّاجِي الْمِسْكِينِ الْمُتَضَرِّعِ الْمُعَظِّمِ مَنْ قَامَ بَيْنَ يَدَيْهِ بِالسُّكُونِ وَ الْإِطْرَاقِ وَ خُشُوعِ الْأَطْرَافِ وَ لِينِ الْجَنَاحِ وَ حُسْنِ الْمُنَاجَاةِ لَهُ فِي نَفْسِهِ وَ الطَّلَبِ إِلَيْهِ فِي فَكَاكِ رَقَبَتِكَ الَّتِي أَحَاطَتْ بِهَا خَطِيئَتُكَ وَ اسْتَهْلَكَتْهَا ذُنُوبُكَ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ الصَّوْمِ فَأَنْ تَعْلَمَ أَنَّهُ حِجَابٌ ضَرَبَهُ اللَّهُ عَلَى لِسَانِكَ وَ سَمْعِكَ وَ بَصَرِكَ وَ فَرْجِكَ وَ بَطْنِكَ لِيَسْتُرَكَ بِهِ مِنَ النَّارِ وَ هَكَذَا جَاءَ فِي الْحَدِيثِ الصَّوْمُ جُنَّةٌ مِنَ النَّارِ فَإِنْ سَكَنَتْ أَطْرَافُكَ فِي حَجَبَتِهَا رَجَوْتَ أَنْ تَكُونَ مَحْجُوباً وَ إِنْ أَنْتَ تَرَكْتَهَا تَضْطَرِبُ فِي حِجَابِهَا وَ تَرْفَعُ جَنَبَاتِ الْحِجَابِ فَتَطَّلِعُ إِلَى مَا لَيْسَ لَهَا بِالنَّظْرَةِ الدَّاعِيَةِ لِلشَّهْوَةِ وَ الْقُوَّةِ الْخَارِجَةِ عَنْ حَدِّ التَّقِيَّةِ لِلَّهِ لَمْ يُؤْمَنْ أَنْ تَخْرِقَ الْحِجَابَ وَ تَخْرُجَ مِنْهُ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ الصَّدَقَةِ فَأَنْ تَعْلَمَ أَنَّهَا ذُخْرُكَ عِنْدَ رَبِّكَ وَ وَدِيعَتُكَ الَّتِي لَا تَحْتَاجُ إِلَى الْإِشْهَادِ فَإِذَا عَلِمْتَ ذَلِكَ كُنْتَ بِمَا اسْتَوْدَعْتَهُ سِرّاً أَوْثَقَ بِمَا اسْتَوْدَعْتَهُ عَلَانِيَةً وَ كُنْتَ جَدِيراً أَنْ تَكُونَ أَسْرَرْتَ إِلَيْهِ أَمْراً أَعْلَنْتَهُ وَ كَانَ الْأَمْرُ بَيْنَكَ وَ بَيْنَهُ فِيهَا سِرّاً عَلَى كُلِ حَالٍ وَ لَمْ يَسْتَظْهِرْ عَلَيْهِ فِيمَا اسْتَوْدَعْتَهُ مِنْهَا إِشْهَادَ الْأَسْمَاعِ وَ الْأَبْصَارِ عَلَيْهِ بِهَا كَأَنَّهَا أَوْثَقُ فِي نَفْسِكَ وَ كَأَنَّكَ لَا تَثِقُ بِهِ فِي تَأْدِيَةِ وَدِيعَتِكَ إِلَيْكَ ثُمَّ لَمْ تَمْتَنَّ بِهَا عَلَى أَحَدٍ لِأَنَّهَا لَكَ فَإِذَا امْتَنَنْتَ بِهَا لَمْ تَأْمَنْ أَنْ يكون [تَكُونَ بِهَا مِثْلَ تَهْجِينِ حَالِكَ مِنْهَا إِلَى مَنْ مَنَنْتَ بِهَا عَلَيْهِ لِأَنَّ فِي ذَلِكَ دَلِيلًا عَلَى أَنَّكَ لَمْ تُرِدْ نَفْسَكَ بِهَا وَ لَوْ أَرَدْتَ نَفْسَكَ بِهَا لَمْ تَمْتَنَّ بِهَا عَلَى أَحَدٍ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ . 10. د لمانځۀ حق دا دے چې پوه شې چې مونځ د خدايې درته حاضريدل دي او په مانځۀ کښې خدايې ته ولاړ يې او که دا عقیده ولرې نو د یو ذلیل بنده په څیر به راغب او راهب او خایف او امیدوار او ګدا او زاري کوونکی اوسې. او د چا په وړاندې چې ته ولاړ یې (د هغه عظمت ته په پام) باید په سکون، آرامښت، سرټیټۍ، د غړو په خشوع او فروتنۍ سره تعظیم کوې او له زړه هغه سره د راز خبرې کوې او غواړې چې غاړه دې له هغه ګناهونو چې ته یې رانیولې یې او هغه ګناهونه چې تا هلاکت ته رسوي ازاده کړي. و لا قوة الا باللَّه.

11. د روژې حق: دا دے چې پوه شې چې روژه داسې پرده ده چې لويې خدايې ستا په خلۀ ،غوږونو، سترګو، خيټې او شرم ځايونو اچولې ده چې په دې وسيله دې له اوره وساتي لکه څه رنګ چې په حدیث کې راغلي دي «روژه له دوزخه ډال دی» او که غړي دې په روژه کې په آرام دي او هیله ده چې محفوظ پاتی شې او که په خپله پرده کې بې آرامه اوسې او پرده له اړخونو اوچته کړې او کوم ځای کې چې نباید وګوې د شهوت نظر وکړې او د ځان ساتلو له حده وځې نو له دې په آمان کې نه یې پرده دې وشلیږي او له هغه څه بهر شې. و لاقوة الا بالله.

12. د صدقې حق: دا دے چې خبر شے دا ستا په نزد د خدايې يوه صدقه ده. او داسې امانت دے چې ګواه ته يې حاجت نشته. که په دې خبره عقیده من شوې نو په هغه څۀ به دې زيات اطمينان وي چې په پټه يې د خدايې په لار کښې ورکوې. او تاسو سره همدا ښايي چې کوم څه تاسو په ښکاره کول هغه په پټه ترسره کړئ تاسو داسې صدقه ورکړئ چې نه یې غوږ واوري او نه یې سترګې وویني. بلکې په پټه یې ورکړئ او ستا په دې باندې دا باور وي چې دا به تا ته بیرته راګرځي د هغه چا په شان نه شې چې د صدقې په بیرته راتلو باندې باور نه لري بیا خپله صدقه په چا مه زباده ځکه چې دا هم ستا ده که چا باندې یې وزبادې نو ته به محفوظ نه پاتی کیږې بلکې په هماغه بدحالۍ کې به ګېر شې په کومې چې هغه سړی ګېر دی چې تا ورباندې احسان کړی دی ځکه چې دا د دې خبرې دلیل دی چې تا دا نه غوښتل چې دا مال دې ستا پاتی شي نو که تا دا غوښتل چې دا مال ستا لپاره پاتی شي نو په چا به دې نه زباده. و لاقوة الا بالله

وَ أَمَّا حَقُّ الْهَدْيِ فَأَنْ تُخْلِصَ بِهَا الْإِرَادَةَ إِلَى رَبِّكَ وَ التَّعَرُّضَ لِرَحْمَتِهِ وَ قَبُولِهِ وَ لَا تُرِدْ عُيُونَ النَّاظِرِينَ دُونَهُ فَإِذَا كُنْتَ كَذَلِكَ لَمْ تَكُنْ مُتَكَلِّفاً وَ لَا مُتَصَنِّعاً وَ كُنْتَ إِنَّمَا تَقْصِدُ إِلَى اللَّهِ وَ اعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ يُرَادُ بِالْيَسِيرِ وَ لَا يُرَادُ بِالْعَسِيرِ كَمَا أَرَادَ بِخَلْقِهِ التَّيْسِيرَ وَ لَمْ يُرِدْ بِهِمُ التَّعْسِيرَ وَ كَذَلِكَ التَّذَلُّلُ أَوْلَى بِكَ مِنَ التَّدَهْقُنِ لِأَنَّ الْكُلْفَةَ وَ الْمَئُونَةَ فِي الْمُتَدَهْقِنِينَ فَأَمَّا التَّذَلُّلُ وَ التَّمَسْكُنُ فَلَا كُلْفَةَ فِيهِمَا وَ لَا مَئُونَةَ عَلَيْهِمَا لِأَنَّهُمَا الْخِلْقَةُ وَ هُمَا مَوْجُودَانِ فِي الطَّبِيعَةِ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ ثُمَّ حُقُوقُ الْأَئِمَّةِ فَأَمَّا حَقُّ سَائِسِكَ بِالسُّلْطَانِ فَأَنْ تَعْلَمَ أَنَّكَ جُعِلْتَ لَهُ فِتْنَةً وَ أَنَّهُ مُبْتَلًى فِيكَ بِمَا جَعَلَهُ اللَّهُ لَهُ عَلَيْكَ مِنَ السُّلْطَانِ وَ أَنْ تُخْلِصَ لَهُ فِي النَّصِيحَةِ وَ أَنْ لَا تُمَاحِكَهُ وَ قَدْ بُسِطَتْ يَدُهُ عَلَيْكَ فَتَكُونَ سَبَبَ هَلَاكِ نَفْسِكَ وَ هَلَاكِهِ وَ تَذَلَّلْ وَ تَلَطَّفْ لِإِعْطَائِهِ مِنَ الرِّضَى مَا يَكُفُّهُ عَنْكَ وَ لَا يُضِرُّ بِدِينِكَ وَ تَسْتَعِينُ عَلَيْهِ فِي ذَلِكَ بِاللَّهِ وَ لَا تُعَازِّهِ وَ لَا تُعَانِدْهُ فَإِنَّكَ إِنْ فَعَلْتَ ذَلِكَ عَقَقْتَهُ وَ عَقَقْتَ نَفْسَكَ فَعَرَّضْتَهَا لِمَكْرُوهِهِ وَ عَرَّضْتَهُ لِلْهَلَكَةِ فِيكَ وَ كُنْتَ خَلِيقاً أَنْ تَكُونَ مُعِيناً لَهُ عَلَى نَفْسِكَ وَ شَرِيكاً لَهُ فِيمَا أَتَى إِلَيْكَ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ سَائِسِكَ بِالْعِلْمِ فَالتَّعْظِيمُ لَهُ وَ التَّوْقِيرُ لِمَجْلِسِهِ وَ حُسْنُ الِاسْتِمَاعِ إِلَيْهِ وَ الْإِقْبَالُ عَلَيْهِ وَ الْمَعُونَةُ لَهُ عَلَى نَفْسِكَ فِيمَا لَا غِنَى بِكَ عَنْهُ مِنَ الْعِلْمِ بِأَنْ تُفَرِّغَ لَهُ عَقْلَكَ وَ تُحَضِّرَهُ فَهْمَكَ وَ تُذَكِّيَ لَهُ قَلْبَكَ وَ تُجَلِّيَ لَهُ بَصَرَكَ بِتَرْكِ اللَّذَّاتِ وَ نَقْضِ الشَّهَوَاتِ وَ أَنْ تَعْلَمَ أَنَّكَ فِيمَا أَلْقَى رَسُولُهُ إِلَى مَنْ لَقِيَكَ مِنْ أَهْلِ الْجَهْلِ فَلَزِمَكَ حُسْنُ التَّأْدِيَةِ عَنْهُ إِلَيْهِمْ وَ لَا تَخُنْهُ فِي تَأْدِيَةِ رِسَالَتِهِ وَ الْقِيَامِ بِهَا عَنْهُ إِذَا تَقَلَّدْتَهَا وَ لَا حَوْلَ‏ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّ . 13. د قربانۍ حق: دا دے چې لوي خداي ورسره وغواړې او یواځې د هغه د رحمت غوښتې او د هغه په در کې د قبلیدو لپاره وي نه خلکو ته د ښودلو لپاره، که داسې وي نو ته خود فروش او ظاهر سازه نه یې او بیشکه چې د خدای نیت دې دی او پوه شه چې هر څه چې درته اسان دي باید خدای ورسره وغواړې نه هغه څه چې درته ګران دي ځکه چې الله تعالی هم خلکو ته حکمونه اسان کړي دي او ګران کړي یې نه دي، همدارنګ تقوا ستا لپاره له ځان ښوونې او خانۍ غوره ده ځکه چې داسې خانان شته چې خود فروشي او زیاتې خرچې کوي خو تقوا او درویشي نه تکلیف لري او نه خرچ ځکه چې د پيدایښت غرض سره سمه ده او د مخلوق طبیعت سره سمه ده. و لاقوة الا بالله.

14. او د ستا د حکومت د مشر حق په تا باندې دا دی چې پوه شې ته د هغه لپاره د ازمیښت وسیله شوی یې او هغه هم تا سره تړلی دی د هغه تسلط په خاطر چې الله ورته په تا باندې ورکړی دی باید د هغه خیر غوښتی اوسې او هغه سره په جنګ نه شې ځکه چې هغه په تا باندې نفوذ لري او د ځان او د هغه د هلاکت سبب نه شې چې خوار شې او د هغه لپاره دومره نرمي اختیار کړه چې د هغه دومره رضا ترلاسه کړې چې زیان یې تا ته ونه رسي او په دې لړ کې د خدای رضا وغواړه او هغه سره مقابله او دښمني مه کوه ځکه که داسې دې وکړل نو ځان او هغه دې ناشکره کړی دی او ځان دې بدۍ ته راکښلی دی او هغه دې له خپلې خوا هلاکت ته رسولی دی او تا سره ښايي چې د هغه مرستندوی وګڼل شې په خپل تاوان او د هغه شریک اوسې په هر هغه کښې چې له تا سره یې کوي. ولا قوة الا بالله.

15. او ستا د علمي پلار او استاد حق دا دی چې د هغه احترام وکړې او د هغه د مجلس احترام وکړې چې د هغه خبره ښې طریقې سره واورې هغه ته مخ کړې او ورسره مرسته وکړې د ځان لپاره، چې هر هغه څه درته زده کړې چې ورته اړمن یې، په دې طریقې چې خپل عقل هغه ته خاص کړې او خپله پوهه او فکر هغه سره مل کړې او خپل زړه هغه ته ورکړې او خپل لذتونه پریږدې او شهوتونه کم کړې او هغه ته سترګې ونیسې او پوه شه چې هر څه زده کوې په هغه کې ته د استاد استاذې وګرځې او هغه خبرې نادانانو ته ورسوې او په تا باندې لازمه ده چې دا رسول په ښه طریقه د هغه له خوا ادا کړې او په ادا کولو کې یې خیانت ونه کړې او خپله ذمه ښې طریقې سره ترسره کړې چې ذمه وار یې. و لاحول و لا قوة الا بالله.

وَ أَمَّا حَقُّ سَائِسِكَ بِالْمِلْكِ فَنَحْوٌ مِنْ سَائِسِكَ بِالسُّلْطَانِ إِلَّا أَنَّ هَذَا يَمْلِكُ مَا لَا يَمْلِكُهُ ذَاكَ تَلْزَمُكَ طَاعَتُهُ فِيمَا دَقَّ وَ جَلَّ مِنْكَ إِلَّا أَنْ تُخْرِجَكَ مِنْ وُجُوبِ حَقِّ اللَّهِ فَإِنَّ حَقَّ اللَّهِ يَحُولُ بَيْنَكَ وَ بَيْنَ حَقِّهِ وَ حُقُوقِ الْخَلْقِ فَإِذَا قَضَيْتَهُ رَجَعْتَ إِلَى حَقِّهِ فَتَشَاغَلْتَ بِهِ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ ثُمَّ حُقُوقُ الرَّعِيَّةِ فَأَمَّا حُقُوقُ رَعِيَّتِكَ بِالسُّلْطَانِ فَأَنْ تَعْلَمَ أَنَّكَ إِنَّمَا اسْتَرْعَيْتَهُمْ بِفَضْلِ قُوَّتِكَ عَلَيْهِمْ فَإِنَّهُ إِنَّمَا أَحَلَّهُمْ مَحَلَّ الرَّعِيَّةِ لَكَ ضَعْفُهُمْ وَ ذُلُّهُمْ فَمَا أَوْلَى مَنْ كَفَاكَهُ ضَعْفُهُ وَ ذُلُّهُ حَتَّى صَيَّرَهُ لَكَ رَعِيَّةً وَ صَيَّرَ حُكْمَكَ عَلَيْهِ نَافِذاً لَا يَمْتَنِعُ مِنْكَ بِعِزَّةٍ وَ لَا قُوَّةٍ وَ لَا يَسْتَنْصِرُ فِيمَا تَعَاظَمَهُ مِنْكَ إِلَّا بِاللَّهِ بِالرَّحْمَةِ وَ الْحِيَاطَةِ وَ الْأَنَاةِ وَ مَا أَوْلَاكَ إِذَا عَرَفْتَ مَا أَعْطَاكَ اللَّهُ مِنْ فَضْلِ هَذِهِ الْعِزَّةِ وَ الْقُوَّةِ الَّتِي قَهَرْتَ بِهَا أَنْ تَكُونَ لِلَّهِ شَاكِراً وَ مَنْ شَكَرَ اللَّهَ أَعْطَاهُ فِيمَا أَنْعَمَ عَلَيْهِ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ رَعِيَّتِكَ بِالْعِلْمِ فَأَنْ تَعْلَمَ أَنَّ اللَّهَ قَدْ جَعَلَكَ لَهُمْ قَيِّماً فِيمَا آتَاكَ مِنَ الْعِلْمِ وَ وَلَّاكَ مِنْ خِزَانَةِ الْحِكْمَةِ فَإِنْ أَحْسَنْتَ فِيمَا وَلَّاكَ اللَّهُ مِنْ ذَلِكَ وَ قُمْتَ بِهِ لَهُمْ مَقَامَ الْخَازِنِ الشَّفِيقِ النَّاصِحِ لِمَوْلَاهُ فِي عَبِيدِهِ الصَّابِرِ الْمُحْتَسِبِ الَّذِي إِذَا رَأَى ذَا حَاجَةٍ أَخْرَجَ لَهُ مِنَ الْأَمْوَالِ الَّتِي فِي يَدَيْهِ رَاشِداً وَ كُنْتَ لِذَلِكَ آمِلًا مُعْتَقِداً وَ إِلَّا كُنْتَ لَهُ خَائِناً وَ لِخَلْقِهِ ظَالِماً وَ لِسَلَبِهِ وَ غَيْرِهِ مُتَعَرِّضاً 16. او په تا باندې ستا د مالک حق هماغه د حکومت د مشر حق دی خو دا چې مالک دې په تا ډېر حق لري او په هر کمي زیاتي کې په تا باندې د مالک حق دی. او په تا باندې یې کول لازم دي مګر دا چې د الله له اطاعته دې منعې کوي نو ستا او د هغه تر مینځ د خدای حق راځي او کله چې دې د خدای حق ادا کړ نو بیا د مالک د حق وار کیږي او باید هغه تر سره کړې، و لاقوة الا بالله.

17. او ستا په خپل رعیت باندې حق دا دی چې په دې پوه شې چې تا خپل زیات توان سره هغوي خپل رعیت کړي دي او د هغوي ناتوانۍ او بدحالۍ هغوي ستا رعیت جوړ کړي دي. نو څه ښايي هغه له چې د هغوي کمزوري او ذلت ته بې نیازه کړې یې او هغه یې ستا رعیت ګرځولي دي. او ستا حکم یې په هغوي نافذ کړی دی چې خپل عزت او توان سره ستا په وړاندې نه شي ودریدی. په هغوي بادې که ستا د حمایت، ترحم او صبر او تسلۍ پرته که کومه خبره بده لږي نو په هغې باندې هغوي یواځې له خدایه مدد غواړي. او کله چې تا ته دا معلومه وي چې خدای پاک تا ته څومره عزت او توان درکړی دی چې د هغې په سبب ته په هغوي غالب شوی یې نو داسې وخت کې ستا ذمه واري دا ده چې د الله شکر وباسې او څوک چې د خدای شکر کوي خدای ورته نعمتونه زیاتوي. و لاقوة الا بالله.

18. په استاد باندې د شاګرد حق دا دے چې استاد پوه شي چې خدايې پاک چې کوم علم دۀ ته ورکړې او دې يې د شاګردانو مشر ټاکلې نو که په دې مشرۍ کې چې خدای درکړې ده ښه کار وکړې او د یو خزانه دار په ځای مهربان او خیر غوښتی اوسې یو داسې مالک چې د خپلو مریانو په نسبت صابر او له خدایه ویریدونکی دی او کله چې نیازمند وګوري نو کوم مالونه یې چې ترلاسه کړي دي له هغې څخه ورته ورکوي نو ښه مشر او باایمانه خادم یې. ګني د خدای خاین او د خلکو په نسبت ظالم او د عزت او نعمت له منځه وړلو سبب یې.

وَ أَمَّا حَقُّ رَعِيَّتِكَ بِمِلْكِ النِّكَاحِ فَأَنْ تَعْلَمَ أَنَّ اللَّهَ جَعَلَهَا سَكَناً وَ مُسْتَرَاحاً وَ أُنْساً وَ وَاقِيَةً وَ كَذَلِكَ كُلُّ أَحَدٍ مِنْكُمَا يَجِبُ أَنْ يَحْمَدَ اللَّهَ عَلَى صَاحِبِهِ وَ يَعْلَمَ أَنَّ ذَلِكَ نِعْمَةٌ مِنْهُ عَلَيْهِ وَ وَجَبَ أَنْ يُحْسِنَ صُحْبَةَ نِعْمَةِ اللَّهِ وَ يُكْرِمَهَا وَ يَرْفُقَ بِهَا وَ إِنْ كَانَ حَقُّكَ عَلَيْهَا أَغْلَظَ وَ طَاعَتُكَ لَهَا أَلْزَمَ فِيمَا أَحْبَبْتَ وَ كَرِهْتَ مَا لَمْ تَكُنْ مَعْصِيَةً فَإِنَّ لَهَا حَقَّ الرَّحْمَةِ وَ الْمُؤَانَسَةِ وَ مَوْضِعُ السُّكُونِ إِلَيْهَا قَضَاءُ اللَّذَّةِ الَّتِي لَا بُدَّ مِنْ قَضَائِهَا وَ ذَلِكَ عَظِيمٌ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ رَعِيَّتِكَ بِمِلْكِ الْيَمِينِ فَأَنْ تَعْلَمَ أَنَّهُ خَلْقُ رَبِّكَ وَ لَحْمُكَ وَ دَمُكَ وَ أَنَّكَ تَمْلِكُهُ لَا أَنْتَ صَنَعْتَهُ دُونَ اللَّهِ وَ لَا خَلَقْتَ لَهُ سَمْعاً وَ لَا بَصَراً وَ لَا أَجْرَيْتَ لَهُ رِزْقاً وَ لَكِنَّ اللَّهَ كَفَاكَ ذَلِكَ بِمَنْ سَخَّرَهُ لَكَ وَ ائْتَمَنَكَ عَلَيْهِ وَ اسْتَوْدَعَكَ إِيَّاهُ لِتَحْفَظَهُ فِيهِ وَ تَسِيرَ فِيهِ بِسِيرَتِهِ فَتُطْعِمَهُ مِمَّا تَأْكُلُ وَ تُلْبِسَهُ مِمَّا تَلْبَسُ وَ لَا تُكَلِّفَهُ مَا لَا يُطِيقُ فَإِنْ كَرِهْتَهُ خَرَجْتَ إِلَى اللَّهِ مِنْهُ وَ اسْتَبْدَلْتَ بِهِ وَ لَمْ تُعَذِّبْ خَلْقَ اللَّهِ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ الرَّحِمِ فَحَقُّ أُمِّكَ أَنْ تَعْلَمَ أَنَّهَا حَمَلَتْكَ حَيْثُ لَا يَحْمِلُ أَحَدٌ أَحَداً وَ أَطْعَمَتْكَ مِنْ ثَمَرَةِ قَلْبِهَا مَا لَا يُطْعِمُ أَحَدٌ أَحَداً وَ أَنَّهَا وَقَتْكَ بِسَمْعِهَا وَ بَصَرِهَا وَ يَدِهَا وَ رِجْلِهَا وَ شَعْرِهَا وَ بَشَرِهَا وَ جَمِيعِ جَوَارِحِهَا مُسْتَبْشِرَةً بِذَلِكَ فَرِحَةً موبلة [مُؤَمِّلَةً مُحْتَمِلَةً لِمَا فِيهِ مَكْرُوهُهَا وَ ألمه و ثقله و غمه [أَلَمُهَا وَ ثِقْلُهَا وَ غَمُّهَا حَتَّى دَفَعَتْهَا عَنْكَ يَدُ الْقُدْرَةِ وَ أَخْرَجَتْكَ إِلَى الْأَرْضِ فَرَضِيَتْ أَنْ تَشْبَعَ وَ تَجُوعَ هِيَ وَ تَكْسُوَكَ وَ تَعْرَى وَ تُرْوِيَكَ وَ تَظْمَأَ وَ تُظِلَّكَ وَ تَضْحَى وَ تُنَعِّمَكَ بِبُؤْسِهَا وَ تُلَذِّذَكَ بِالنَّوْمِ بِأَرَقِهَا وَ كَانَ بَطْنُهَا لَكَ وِعَاءً وَ حِجْرُهَا لَكَ حِوَاءً وَ ثَدْيُهَا لَكَ سِقَاءً وَ نَفْسُهَا لَكَ وِقَاءً تُبَاشِرُ حَرَّ الدُّنْيَا وَ بَرْدَهَا لَكَ وَ دُونَكَ فَتَشْكُرُهَا عَلَى قَدْرِ ذَلِكَ وَ لَا تَقْدِرُ عَلَيْهِ إِلَّا بِعَوْنِ اللَّهِ وَ تَوْفِيقِهِ 19. په تا باندې د خپلې ښځې حق دا دے چې پوه شې چې خدايې هغه ستا د آرامښت او محبت وسيله او ستا انیس ملګری او ساتونکی ګرځولې ده همدارنګ په تاسو دواړو دا فرض ده چې د خپل ژوند د ملګري په شتون باندې د خدای شکر ادا کړې او پوه شې چې دا په تا باندې د خدايې يو نعمت دے نو ضروري ده چط قدر يې وکړې او محبت ورسره وکانده. کۀ څه هم په هغې باندې ستا حق زيات دی چې څه ته خوښوې او څه نه خوښوې په هغې لازمه ده چې ستا اطاعت وکړي خو چې ګناه په کې نه وي. خو د هغې هم په تا باندې حق دی چې ورسره نرمي او مینه وکړې او هغه هم د لذت او خوند لپاره ستا د سکون ځای ده چې تیښته ترې نیشته او دا په خپل ځای یو ډېر لوی حق دی. و لاقوة الا بالله.

20. او په تا باندې ستا د غلام حق دا دی چې پوه شې هغه هم ستا د خدای مخلوق دی او ستا غوښه او وینه ده او ته د هغه اختیار لرونکی شوی یې نه دا چې د خدای په مقابله کې تا هغه پيدا کړې دی او داسې نه ده چې تا ورته غوږونه او سترګې ورکړی وي او داسې نه ده چې هغه ته روزي ورکوې، بلکې الله تعالی ورته دا هر ورکړي دي نو کوم چا چې ته په هغه باندې مسخر کړی یې او ته یې په هغه امین ګرځولی یې او هغه يې تا ته درکړی دی باید د هغه خدای د غوښتو مطابق هغه سره چلند وکړې نو باید کوم څه چې په خپله خورې په هغه یې وخوروې او څه چې اغوندې هغه ته یې واغوستوې او هغه باندې د هغه له وسه زیات بوج وانه چوې او که نه دې غوښته نو ځان د هغه له مسولیته ازاد کړه او نورو سره یې بدل کړه او د خدای مخلوق ازار نه کړې او سزا ورنه کړې، ولاقوة الا بالله.

21. د مور حق دا دے چې تۀ په دې پوه شې چې په داسې ځايې (خيټې) کښې يې ګرځولې يې چې نور څوک دې نۀ ګرځوي. او تا ته يې د خپل زړۀ ميوه(وينه) درکړې ده چې هيڅوک چاته نۀ ورکوي، تۀ يې په خپلې غوښې، پښو، ویښتو، او ټولو غړو سره وساتلې لاو په دې فداکارۍ خوشحاله وه او ستا خیال یې ساته او هره بدي درد او غم یې له تا لری ساته په دې خوشحاله وه چې پخپله وږې وي خو تۀ يې موړ کړې، تږې پاتې شوه خو تۀ يې خړوب کړې، تا په سوري کې وساتي او په خپله لمر کې وي او په سختۍ سره یې ته نعمتونو ته ورسولې او په خپله ستا په خاطر يې شپې روڼې کړې د هغې خیټه ستا د وجود ظرف وه او لمنه یې ستا د آرامښت ځای و د هغې سینه ستا د اوبو مشک و او ځای یې په تا قربان و او ستا لپاره یې د ژوند تودی سړی وزغملی نو قدر یې وکړه او د خدايې له مرستې او د هغۀ له توفيقه پرته د مور د شکريه او مننې توفيق نۀ لرې.

وَ أَمَّا حَقُّ أَبِيكَ فَتَعْلَمُ أَنَّهُ أَصْلُكَ وَ أَنَّكَ فَرْعُهُ وَ أَنَّكَ لَوْلَاهُ لَمْ تَكُنْ فَمَهْمَا رَأَيْتَ فِي نَفْسِكَ مِمَّا يُعْجِبُكَ فَاعْلَمْ أَنَّ أَبَاكَ أَصْلُ النِّعْمَةِ عَلَيْكَ فِيهِ وَ احْمَدِ اللَّهَ وَ اشْكُرْهُ عَلَى قَدْرِ ذَلِكَ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ وَلَدِكَ فَتَعْلَمُ أَنَّهُ مِنْكَ وَ مُضَافٌ إِلَيْكَ فِي عَاجِلِ الدُّنْيَا بِخَيْرِهِ وَ شَرِّهِ وَ أَنَّكَ مَسْئُولٌ عَمَّا وُلِّيتَهُ مِنْ حُسْنِ الْأَدَبِ وَ الدَّلَالَةِ عَلَى رَبِّهِ وَ الْمَعُونَةِ لَهُ عَلَى طَاعَتِهِ فِيكَ وَ فِي نَفْسِهِ فَمُثَابٌ عَلَى ذَلِكَ وَ مُعَاقَبٌ فَاعْمَلْ فِي أَمْرِهِ عَمَلَ الْمُتَزَيِّنِ بِحُسْنِ أَثَرِهِ عَلَيْهِ فِي عَاجِلِ الدُّنْيَا الْمُعَذِّرِ إِلَى رَبِّهِ فِيمَا بَيْنَكَ وَ بَيْنَهُ بِحُسْنِ الْقِيَامِ عَلَيْهِ وَ الْأَخْذِ لَهُ مِنْهُ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ أَخِيكَ فَتَعْلَمُ أَنَّهُ يَدُكَ الَّتِي تَبْسُطُهَا وَ ظَهْرُكَ الَّذِي تَلْتَجِي إِلَيْهِ وَ عِزُّكَ الَّذِي تَعْتَمِدُ عَلَيْهِ وَ قُوَّتُكَ الَّتِي تَصُولُ بِهَا فَلَا تَتَّخِذْهُ سِلَاحاً عَلَى مَعْصِيَةِ اللَّهِ وَ لَا عُدَّةً لِلظُّلْمِ بِخَلْقِ اللَّهِ وَ لَا تَدَعْ نُصْرَتَهُ عَلَى نَفْسِهِ وَ مَعُونَتَهُ عَلَى عَدُوِّهِ وَ الْحَوْلَ بَيْنَهُ وَ بَيْنَ شَيَاطِينِهِ وَ تَأْدِيَةَ النَّصِيحَةِ إِلَيْهِ وَ الْإِقْبَالَ عَلَيْهِ فِي اللَّهِ فَإِنِ انْقَادَ لِرَبِّهِ وَ أَحْسَنَ الْإِجَابَةَ لَهُ وَ إِلَّا فَلْيَكُنِ اللَّهُ آثَرَ عِنْدَكَ وَ أَكْرَمَ عَلَيْكَ مِنْهُ 22. د پلار حق: خبر شه چې پلار ستا بنياد دے او ته یې ښاخ یې که هغه نۀ ؤ نو ته به هم نۀ وې. نو کله چې دې په ځان کښې کوم خوښوونکې او ښۀ صفت وليدۀ، پوه شه چې د دې نعمت اصل ستا پلار دے د خدايې شکر کوه او په همدې اندازه د پلار منندوي اوسه.

23. د زوي حق: دا دے چې پوه شې دې له تا دے او د دنيا په نيکو او بدو کښې په تا پورې تړلی دے او تۀ د هغه د روزنې، د خدايې په لور د هدايت او د خدايې د حکمونو په منلو کښې له هغۀ سره د مرستې ذمه وار يې. نو د هغۀ په کار کښې داسې اوسه چې ګوندې د هغۀ په نيکو کارونو تاته هم بدله ملاويږي. او د هغۀ په بدو تا ته هم سزا. نو د هغه په کارنو کې داسې اوسه چې دنیا کې ښه اثر ولرې او ځان هغه سره سنګار کړه او د خدای په نزد د هغه په نسبت معذور وې د هغه ښې مشرۍ په سبب چې تا يې کړې ده او هغه ښه پایله چې له خدایه دې اخستې ده. و لاقوة الا بالله.

24. د ورور حق: دا دے چې هغه ستا لاس دی چې ته ورسره کار کوې او ستا ملا ده چې پناه ورته وړې او ستا عزت دی چې ورباندې اعتماد لرې او ستا توان دے چې ورسره برید کولی شې. هغه د خدايې د نافرمانۍ او په مخلوق باندې د ظلم لپاره وسيله مۀ ګرځوه، د دښمن په وړاندې د هغۀ مرسته کوه او خير غوښتونکې يې اوسه او د هغه د شیطان تر مینځ یې خنډ شه او د هغه د نصیحت حق ادا کړه او که د خدايې له اطاعته بغير ګام پورته کوي نو د خدای د رضا لپاره هغه ته مخ کړه ګنی خداي به هغه ته ورسي.

وَ أَمَّا حَقُّ الْمُنْعِمِ عَلَيْكَ بِالْوَلَاءِ فَأَنْ تَعْلَمَ أَنَّهُ أَنْفَقَ فِيكَ مَالَهُ وَ أَخْرَجَكَ مِنْ ذُلِّ الرِّقِّ وَ وَحْشَتِهِ إِلَى عِزِّ الْحُرِّيَّةِ وَ أُنْسِهَا وَ أَطْلَقَكَ مِنْ أَسْرِ الْمَلَكَةِ وَ فَكَّ عَنْكَ حَلَقَ الْعُبُودِيَّةِ وَ أَوْجَدَكَ رَائِحَةَ الْعِزِّ وَ أَخْرَجَكَ مِنْ سِجْنِ الْقَهْرِ وَ دَفَعَ عَنْكَ الْعُسْرَ وَ بَسَطَ لَكَ لِسَانَ الْإِنْصَافِ وَ أَبَاحَكَ الدُّنْيَا كُلَّهَا فَمَلَّكَكَ نَفْسَكَ وَ حَلَّ أَسْرَكَ وَ فَرَّغَكَ لِعِبَادَةِ رَبِّكَ وَ احْتَمَلَ بِذَلِكَ التَّقْصِيرَ فِي مَالِهِ فَتَعْلَمَ أَنَّهُ أَوْلَى الْخَلْقِ بِكَ بَعْدَ أُولِي رَحِمِكَ فِي حَيَاتِكَ وَ مَوْتِكَ وَ أَحَقُّ الْخَلْقِ بِنَصْرِكَ وَ مَعُونَتِكَ وَ مُكَانَفَتِكَ فِي ذَاتِ اللَّهِ فَلَا تُؤْثِرْ عَلَيْهِ نَفْسَكَ مَا احْتَاجَ إِلَيْكَ أَبَدا وَ أَمَّا حَقُّ مَوْلَاكَ الْجَارِيَةِ عَلَيْهِ نِعْمَتُكَ فَأَنْ تَعْلَمَ أَنَّ اللَّهَ جَعَلَكَ حَامِيَةً عَلَيْهِ وَ وَاقِيَةً وَ نَاصِراً وَ مَعْقِلًا وَ جَعَلَهُ لَكَ وَسِيلَةً وَ سَبَباً بَيْنَكَ وَ بَيْنَهُ فَبِالْحَرِيِّ أَنْ يَحْجُبَكَ عَنِ النَّارِ فَيَكُونَ فِي ذَلِكَ ثَوَابُكَ مِنْهُ فِي الْآجِلِ وَ يَحْكُمَ لَكَ بِمِيرَاثِهِ فِي الْعَاجِلِ إِذَا لَمْ يَكُنْ لَهُ رَحِمٌ مُكَافَاةً لِمَا أَنْفَقْتَهُ مِنْ مَالِكَ عَلَيْهِ وَ قُمْتَ بِهِ مِنْ حَقِّهِ بَعْدَ إِنْفَاقِ مَالِكَ فَإِنْ لَمْ تَخَفْهُ خِيفَ عَلَيْكَ أَنْ لَا يَطِيبَ لَكَ مِيرَاثُهُ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ ذِي الْمَعْرُوفِ عَلَيْكَ فَأَنْ تَشْكُرَهُ وَ تَذْكُرَ مَعْرُوفَهُ وَ تَنْشُرَ بِهِ الْقَالَةَ الْحَسَنَةَ وَ تُخْلِصَ لَهُ الدُّعَاءَ فِيمَا بَيْنَكَ وَ بَيْنَ اللَّهِ سُبْحَانَهُ فَإِنَّكَ إِذَا فَعَلْتَ ذَلِكَ كُنْتَ قَدْ شَكَرْتَهُ سِرّاً وَ عَلَانِيَةً ثُمَّ إِنْ أَمْكَنَكَ مُكَافَاتُهُ بِالْفِعْلِ كَافَأْتَهُ وَ إِلَّا كُنْتَ مُرْصِداً لَهُ مُوَطِّناً نَفْسَكَ عَلَيْهَا 25. د هغه مالک حق چې ته یې ازاد کړی یې دا دی چې پوه شې هغه ستا لپاره خپل مال خرچ کړی دی او ته یې له خوارۍ او بندګۍ او ویرې ژغورلی یې او عزت، آزادۍ او آرامښت ته يې رسولې یې او د ملکیت له اسیرۍ یې آزاد کړې یې او د بندګۍ حلقې یې له تا لری کړي دي او د عزت باد نسیم یې ستا لپاره پيدا کړی دی او د قهر له زندانه یې آزاد کړی یې او ستا د سختۍ مخه یې نیولې ده او د عدالت ژبه یې ستا لپاره سپړدلې ده. او ټوله دنیا یې ستا لپاره مباح کړې ده او ته یې د خپل ځان مالک ګرځولی یې او له بنده یې ژغورلی یې او د پروردګار د عبادت لپاره درته وخت درکړی دی او خپل مال یې کم کړی دی نو پوه شه چې هغه دې له خپلوانو وروسته تا ته له ټولو زیات نږدی دی په ژوند او مرګ کې او د خدای په لارې کې په مرسته کې دې په تا باندې له ټولو زیات حق لري. نو که هغه ته ضرورت وي نو په ځان یې وړاندې کړه.

26. او ستا د آزاد کړي حق دا دی چې په دط پوه شې چې الله تعالی ته د هغه مرستندویې او پناهځای جوړ کړی یې او هغه یې ستا او د خپل ځان تر مینځ وسیله ګرځولې ده او ښايي چې تا د دوزخ له اوره بچ کړي او دا ثواب به په اخرت کې د هغه له خوا تا سره وي او په دنیا کې به هم د هغه میراث یوسې په داسې حال کې چې که څوک خپلوان ونه لري. د هغه څه په بدل کې چې خپل مال دې خرچ کړ او د هغه په حق کې دې نیکي وکړه له دې وروسته چې د هغه د ازادۍ په لاره کې خپل مال صرف کړ او که د هغه خیال ونه ساتی نو دا ویره ده چې میراث یې تا ته ونه رسي، و لاقوة الا بالله

27. په تا باندې د نيکې کوونکي حق دا دی چې د هغۀ منندوي اوسې او نيکي يې ياده وساتې، د هغۀ ښه والې ووايې. خدايې ته د هغۀ لپاره خالصه دعا وکړې که دا کار دې وکړ نو په ظاهر او باطن کې دې د هغه قدر کړی دی او که وس دې ورسيد د نيکۍ بدل يې ورکړې. او که نه وي نو دې پسې اوسې او اراده يې ولرې (چې بدل یې ورکړې).

وَ أَمَّا حَقُّ الْمُؤَذِّنِ فَأَنْ تَعْلَمَ أَنَّهُ مُذَكِّرُكَ بِرَبِّكَ وَ دَاعِيكَ إِلَى حَظِّكَ وَ أَفْضَلُ أَعْوَانِكَ عَلَى قَضَاءِ الْفَرِيضَةِ الَّتِي افْتَرَضَهَا اللَّهُ عَلَيْكَ فَتَشْكُرَهُ عَلَى ذَلِكَ شُكْرَكَ لِلْمُحْسِنِ إِلَيْكَ وَ إِنْ كُنْتَ فِي بَيْتِكَ مُتَّهَماً لِذَلِكَ لَمْ تَكُنْ لِلَّهِ فِي أَمْرِهِ مُتَّهِماً وَ عَلِمْتَ أَنَّهُ نِعْمَةٌ مِنَ اللَّهِ عَلَيْكَ لَا شَكَّ فِيهَا فَأَحْسِنْ صُحْبَةَ نِعْمَةِ اللَّهِ بِحَمْدِ اللَّهِ عَلَيْهَا عَلَى كُلِّ حَالٍ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ إِمَامِكَ فِي صَلَاتِكَ فَأَنْ تَعْلَمَ أَنَّهُ قَدْ تَقَلَّدَ السِّفَارَةَ فِيمَا بَيْنَكَ وَ بَيْنَ اللَّهِ وَ الْوِفَادَةَ إِلَى رَبِّكَ وَ تَكَلَّمَ عَنْكَ وَ لَمْ تَتَكَلَّمْ عَنْهُ وَ دَعَا لَكَ وَ لَمْ تَدْعُ لَهُ وَ طَلَبَ فِيكَ وَ لَمْ تَطْلُبْ فِيهِ وَ كَفَاكَ هَمَّ الْمُقَامِ بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَ الْمَسْأَلَةِ لَهُ فِيكَ وَ لَمْ تَكْفِهِ ذَلِكَ فَإِنْ كَانَ فِي شَيْ‏ءٍ مِنْ ذَلِكَ تَقْصِيرٌ كَانَ بِهِ دُونَكَ وَ إِنْ كَانَ آثِماً لَمْ تَكُنْ شَرِيكَهُ فِيهِ وَ لَمْ‏يَكُنْ لَكَ عَلَيْهِ فَضْلٌ فَوَقَى نَفْسَكَ بِنَفْسِهِ وَ وَقَى صَلَاتَكَ بِصَلَاتِهِ فَتَشْكُرُ لَهُ عَلَى ذَلِكَ وَ لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ الْجَلِيسِ فَأَنْ تُلِينَ لَهُ كَنَفَكَ وَ تُطِيبَ لَهُ جَانِبَكَ وَ تُنْصِفَهُ فِي مجاواة [مُجَارَاةِ اللَّفْظِ وَ لَا تُغْرِقَ فِي نَزْعِ اللَّحْظِ إِذَا لَحَظْتَ وَ تَقْصِدَ فِي اللَّفْظِ إِلَى إِفْهَامِهِ إِذَا لَفَظْتَ وَ إِنْ كُنْتَ الْجَلِيسَ إِلَيْهِ كُنْتَ فِي الْقِيَامِ عَنْهُ بِالْخِيَارِ وَ إِنْ كَانَ الْجَالِسَ إِلَيْكَ كَانَ بِالْخِيَارِ وَ لَا تَقُومَ إِلَّا بِإِذْنِهِ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ 28. د بانګ ویونکي حق دا دی تا ته خدای دریادوي او د الله لور ته دې بلي او د الله تعالی د فرایضو په ځای کولو کې دې له ټولو ښه مرسته کوونکي دی د هغه په دې خدمت باندې داسې قدر وکړه لکه د احسان کوونکي قدر چې کوې، که د کور په کارونو کې ورباندې بدګومانه یې د خدای پاک په دې کار کې ورباندې بدګومان ونه کړې او باید پوه شې چې دا خدای یو نعمت دی چې درکړی یې دی نو د خدای نعمت سره ښه چلند کوه او د خدای په هر حال کې حمد وکړه. ولا قوة الا بالله.

29. ستا د پیشنماز حق دا دی چې په دې پوه شې چې هغه ستا او د خدای تر مینځ استازې (پیک) دی او د خدای په درګاه کې ستا نماینده دی او ستا له خواه ویاند دی او ته به د هغه له خوا خبرې نه کوې هغه به ستا لپاره دعا کوي او ته د هغه لپاره دعا نه کوې او هغه ستا لپاره غواړي او ته د هغه لپاه نه غواړې او خدای په وړاندې د ودریدو او غوښتو مهم کار یې ترسره کړی او تا د هغه لپاره کوم څه نه دي کړي که په دې کې څه کمې وي نو د هغه په غاړه دي نه ستا په غاړه، او که هغه کومه ګناه وکړي نو ته ورسره نه یې شریک او هغه په تا باندې کوم لوړاوې نه لري هغه په خپله ځان ستا زغره ګرځولې ده او خپل لمونځ يې ستا د لمانځه زغره ګرځولې ده او د همدې لپاره باید د هغه په قدر پوه شې. ولاحول ولاقوة الا بالله.

30. او د ملګري حق دا دی چې نرمي ورسره وکړې او ورته هر کلی ووایې او په خبرو کښې انصاف هغۀ ته ورکړې. او ناڅاپه ترې مخ وانه ړوې او هغه سره د خبرو کولو ستا مراد د هغه پوهول وي او که ته ورغلی او د هغه ملګری شوې نو اختیار لرې چې کله وغواړې پاڅیږې و که هغه راغلی دی او تا سره ناست دی نو اختیار د هغه په لاس کې دی چې کله پاڅي او ته له ځایه پانه څیږې مګر د هغه په اجازت سره. ولاقوة الا بالله.

وَ أَمَّا حَقُّ الْجَارِ فَحِفْظُهُ غَائِباً وَ كَرَامَتُهُ شَاهِداً وَ نُصْرَتُهُ وَ مَعُونَتُهُ فِي الْحَالَيْنِ جَمِيعاً لَا تَتَبَّعْ لَهُ عَوْرَةً وَ لَا تَبْحَثْ لَهُ عَنْ سَوْأَةٍ لِتَعْرِفَهَا فَإِنْ عَرَفْتَهَا مِنْهُ مِنْ غَيْرِ إِرَادَةٍ مِنْكَ وَ لَا تَكَلُّفٍ كُنْتَ لِمَا عَلِمْتَ حِصْناً حَصِيناً وَ سِتْراً سَتِيراً لَوْ بَحَثَتِ الْأَسِنَّةُ عَنْهُ ضَمِيراً لَمْ تَتَّصِلْ إِلَيْهِ لِانْطِوَائِهِ عَلَيْهِ لَا تَسْتَمِعْ عَلَيْهِ مِنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُ لَا تُسْلِمْهُ عِنْدَ شَدِيدَةٍ وَ لَا تَحْسُدْهُ عِنْدَ نِعْمَةٍ تُقِيلُهُ عَثْرَتَهُ وَ تَغْفِرُ زَلَّتَهُ وَ لَا تَذْخَرْ حِلْمَكَ عَنْهُ إِذَا جَهِلَ عَلَيْكَ وَ لَا تَخْرُجْ أَنْ تَكُونَ سِلْماً لَهُ تَرُدُّ عَنْهُ لِسَانَ الشَّتِيمَةِ وَ تُبْطِلُ فِيهِ كَيْدَ حَامِلِ النَّصِيحَةِ وَ تُعَاشِرُهُ مُعَاشَرَةً كَرِيمَةً وَ لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ الصَّاحِبِ فَأَنْ تَصْحَبَهُ بِالْفَضْلِ مَا وَجَدْتَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَ إِلَّا فَلَا أَقَلَّ مِنَ الْإِنْصَافِ وَ أَنْ تُكْرِمَهُ كَمَا يُكْرِمُكَ وَ تَحْفَظَهُ كَمَا يَحْفَظُكَ وَ لَا يَسْبِقَكَ فِيمَا بَيْنَكَ وَ بَيْنَهُ إِلَى مَكْرُمَةٍ فَإِنْ سَبَقَكَ كَافَأْتَهُ وَ لَا تُقَصِّرَ بِهِ عَمَّا يَسْتَحِقُّ مِنَ الْمَوَدَّةِ تُلْزِمْ نَفْسَكَ نَصِيحَتَهُ وَ حِيَاطَتَهُ وَ مُعَاضَدَتَهُ عَلَى طَاعَةِ رَبِّهِ وَ مَعُونَتَهُ عَلَى نَفْسِهِ فِيمَا يَهُمُّ بِهِ مِنْ مَعْصِيَةِ رَبِّهِ ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِ رَحْمَةً وَ لَا تَكُونُ عَلَيْهِ عَذَاباً وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ الشَّرِيكِ فَإِنْ غَابَ كَفَيْتَهُ وَ إِنْ حَضَرَ سَاوَيْتَهُ لَا تَعْزِمْ عَلَى حُكْمِكَ دُونَ حُكْمِهِ وَ لَا تَعْمَلْ بِرَأْيِكَ دُونَ مُنَاظَرَتِهِ تَحْفَظُ عَلَيْهِ مَالَهُ وَ تَنْفِي عَنْهُ خِيَانَتَهُ فِيمَا عَزَّ أَوْ هَانَ فَإِنَّهُ بَلَغَنَا أَنَّ يَدَ اللَّهِ عَلَى الشَّرِيكَيْنِ مَا لَمْ يَتَخَاوَنَا وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ 31. د ګاونډي حق د هغۀ په نشتوالي کښې د هغۀ د حقوقو خيال ساتل دي، او کله چې حاضر وي نو احترام يې کول دي له هغۀ سره مرسته کول دي په هر حال کې د هغه عیبو پسې مه ګرځه او بدۍ یې مه لټوه چې پوه شې ورباندې او که په بدۍ یې پوه شوې نو په څه چې پوه شوې یې د هغه لپاره د یوې مزبوتې کلا په شان اوسه او مزبوته پرده اوسې که په تیزو نیزو یې څوک وشلوي هم ورته ونه رسي. او په بې خبرۍ کې یې خبرې مه اوره هغه په سختۍ کې یوازې مه پریږده او په نعمتونو کې ورسره حسد مه کوه د هغه له غلطۍ تیر شه او په ګناه یې سترګې پټې کړه او که تا سره یې ناداني وکړه ورسره نرمي وکړه او ښې طریقې سره ورسره چلند وکړه او د کنځلو ژبه ترې تاو کړه او که کوم نصیحت کوونکي ورته دهوکه ورکړه نو ته یې مخ نیوی وکړه او هغه سره ښه وخت تیر کړه، و لاقوة الا بالله.

32. او ستا د دوست حق دا دی چې په انصاف او عزت سره ورسره ناسته پاسته وکړې او څنګه چې ستا قدر کوي، قدر يې وکړې چې په دې کښې تر تا مخکښې نشي او که مخکښې شو نو بدله ورته ورکړې داسې مهربان ورسره اوسه لکه له تا سره چې مهربانه دی او تر کوم حده چې توان لرې په دوستۍ کې یې سستي مه کوه په ځان باندې دا لازمه وګڼه چې د الله په اطاعت کې د هغه خیرغوښتی، ساتندویې او ملاتړی وې که د ګناه خيال او نيت وکړي نو منعې يې کړې او د هغۀ لپاره رحمت جوړ شه نۀ عذاب. و لاقوة الا بالله.

33. په کار اومال کښې د شريک حق دا دی چې که غائب وي نو د هغۀ په ځايې کار وکړې او که موجود وي نو ورسره یو شان کار وکړې او د هغۀ له مشورې پرته کار ونۀ کاندې. د هغۀ د مال خيال وساتې، او په کم زیات کې ورسره خيانت ونۀ کړې ځکه چې تر څو دوه شريکه له يو بل سره خيانت ونۀ کړي خدايې ورسره ملګرې وي.

وَ أَمَّا حَقُّ الْمَالِ فَأَنْ لَا تَأْخُذَهُ إِلَّا مِنْ حِلِّهِ وَ لَا تُنْفِقَهُ إِلَّا فِي حِلِّهِ وَ لَا تُحَرِّفَهُ عَنْ مَوَاضِعِهِ وَ لَا تَصْرِفَهُ عَنْ حَقَائِقِهِ وَ لَا تَجْعَلَهُ إِذَا كَانَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ وَ سَبَباً إِلَى اللَّهِ وَ لَا تُؤْثِرَ بِهِ عَلَى نَفْسِكَ مَنْ لَعَلَّهُ لَا يَحْمَدُكَ وَ بِالْحَرِيِّ أَنْ لَا يُحْسِنَ خِلَافَتَكَ فِي‏ تَرِكَتِكَ وَ لَا يَعْمَلَ فِيهِ بِطَاعَةِ رَبِّكَ فَتَكُونَ مُعِيناً لَهُ عَلَى ذَلِكَ أَوْ بِمَا أَحْدَثَ فِي مَالِكَ أَحْسَنَ نَظَراً لِنَفْسِهِ فَيَعْمَلُ بِطَاعَةِ رَبِّهِ فَيَذْهَبُ بِالْغَنِيمَةِ وَ تَبُوءُ بِالْإِثْمِ وَ الْحَسْرَةِ وَ النَّدَامَةِ مَعَ التَّبِعَةِ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ الْغَرِيمِ الطَّالِبِ لَكَ فَإِنْ كُنْتَ مُوسِراً أَوْفَيْتَهُ وَ كَفَيْتَهُ وَ أَغْنَيْتَهُ وَ لَمْ تَرُدَّهُ وَ تَمْطُلْهُ فَإِنَّ رَسُولَ اللَّهِ ص قَالَ مَطْلُ الْغَنِيِّ ظُلْمٌ وَ إِنْ كُنْتَ مُعْسِراً أَرْضَيْتَهُ بِحُسْنِ الْقَوْلِ وَ طَلَبْتَ إِلَيْهِ طَلَباً جَمِيلًا وَ رَدَدْتَهُ عَنْ نَفْسِكَ رَدّاً لَطِيفاً وَ لَمْ تَجْمَعْ عَلَيْهِ ذَهَابَ مَالِهِ وَ سُوءَ مُعَامَلَتِهِ فَإِنَّ ذَلِكَ لُؤْمٌ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ الْخَلِيطِ فَأَنْ لَا تَغُرَّهُ وَ لَا تَغُشَّهُ وَ لَا تَكْذِبَهُ وَ لَا تُغْفِلَهُ وَ لَا تَخْدَعَهُ وَ لَا تَعْمَلَ فِي انْتِقَاضِهِ عَمَلَ الْعَدُوِّ الَّذِي لَا يَبْقَى عَلَى صَاحِبِهِ وَ إِنِ اطْمَأَنَّ إِلَيْكَ اسْتَقْصَيْتَ لَهُ عَلَى نَفْسِكَ وَ عَلِمْتَ أَنَّ غَبْنَ الْمُسْتَرْسِلِ رِبًا وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ 34. د مال پانګی حق دا دی چې هغه ترلاسه نه کړې مګر له حلالې لارې او خرچ یې نه کړې مګر په حلاله طریقه او بې ځایه یې خرچ نه کړې او له سمې لارې یې بل اړخ ته بونه ځې، او له دې سببه چې خدای درکړی دی نو هغه بې د خدای له لارې او کوم څه چې د خدای وسیله ده ونه لګوې، او کوم کس چې ستا قدر ونه کړي نو که ته ورته محتاج وې هغه ته يې ورنه کړې او ښايي چې د مال په معامله کې د خدای اطاعت پریږنه دی ځکه چې ستا په ځای به دا نورو ته میراث پاتی کیږي او وارث سره مرسته وکړې چې له تا یې ښه استعمال کړي او د خدای په اطاعت کې یې ولګوي هسې نه چې ګټه ترې هغه واخلي او د ګناه او افسوس او پښیمانۍ او سزا پیټې تا ته پاتی شي، و لا قوة الا بالله.

35. او له چا چې دې پور اخستی دی د هغه حق په تا دا دی چې که پیسې درسره وي نو وریې کړې او کار یې جاري کړې او شته من او بې نیازه یې کړې او هغه په منډو نه کړې او هیسار یې نه کړې ځکه چې د خدای رسول(ص) فرمایلي دي د پور وړي خپل پور نه ادا کول ظلم دی، او که درسره نه وي نو په ښه طریقه ورته ځواب ورکړې او په خوږه ژبه ترې مهلت وغواړې او خوشحال یې له ځانه ستون کړې او له دې سببه چې مال دې ترې اخستی دی نو ورسره بدچلند ونه کړې ځکه چې دا پست کار دی، ولاقوة الا بالله.

36. کوم کس چې له تا سره ناسته پاسته کوي(معاشر) د هغه حق دا دی چې هغه ته دهوکه ورنه کړې او دغلي ورسره ونه کړې او ورته دروغ ونه وایې او غافل یې نه کړې او ویې نه غولوې او کارونه ورته خراب نه کړې لکه د یو دښمن په څیر چې د خپل دښمن خیال نه ساتي. او که په تا یې اعتماد وکړ نو هرڅومره چې درنه کیږي د هغه لپاره کوشش وکړې او په دې پوه شه چې هغه چاته دهوکه ورکول چې په تا یې اعتماد کړی دی د ربا(سود) په څېر دی. ولاقوة الا بالله.

وَ أَمَّا حَقُّ الْخَصْمِ الْمُدَّعِي عَلَيْكَ فَإِنْ كَانَ مَا يَدَّعِي عَلَيْكَ حَقّاً لَمْ تَنْفَسِخْ فِي حُجَّتِهِ وَ لَمْ تَعْمَلْ فِي إِبْطَالِ دَعْوَتِهِ وَ كُنْتَ خَصْمَ نَفْسِكَ لَهُ وَ الْحَاكِمَ عَلَيْهَا وَ الشَّاهِدَ لَهُ بِحَقِّهِ دُونَ شَهَادَةِ الشُّهُودِ وَ إِنْ كَانَ مَا يَدَّعِيهِ بَاطِلًا رَفَقْتَ بِهِ وَ رَوَّعْتَهُ وَ نَاشَدْتَهُ بِدِينِهِ وَ كَسَرْتَ حِدَّتَهُ عَنْكَ بِذِكْرِ اللَّهِ وَ أَلْقَيْتَ حَشْوَ الْكَلَامِ وَ لَفْظَةَ السُّوءِ الَّذِي لَا يَرُدُّ عَنْكَ عَادِيَةَ عَدُوِّكَ بَلْ تَبُوءُ بِإِثْمِهِ وَ بِهِ يَشْحَذُ عَلَيْكَ سَيْفَ عَدَاوَتِهِ لِأَنَّ لَفْظَةَ السُّوءِ تَبْعَثُ الشَّرَّ وَ الْخَيْرُ مَقْمَعَةٌ لِلشَّرِّ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ الْخَصْمِ الْمُدَّعَى عَلَيْهِ فَإِنْ كَانَ مَا تَدَّعِيهِ حَقّاً أَجْمَلْتَ فِي مُقَاوَلَتِهِ بِمَخْرَجِ الدَّعْوَى فَإِنَّ لِلدَّعْوَى غِلْظَةً فِي سَمْعِ الْمُدَّعَى عَلَيْهِ وَ قَصَدْتَ قَصْدَ حُجَّتِكَ بِالرِّفْقِ وَ أَمْهَلِ الْمُهْلَةِ وَ أَبْيَنِ الْبَيَانِ وَ أَلْطَفِ اللُّطْفِ وَ لَمْ تَتَشَاغَلْ عَنْ حُجَّتِكَ بِمُنَازَعَتِهِ بِالْقِيلِ وَ الْقَالِ فَتَذْهَبَ عَنْكَ حُجَّتُكَ وَ لَا يَكُونَ لَكَ فِي ذَلِكَ دَرَكٌ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ الْمُسْتَشِيرِ فَإِنْ حَضَرَكَ لَهُ وَجْهُ رَأْيٍ جَهَدْتَ لَهُ فِي النَّصِيحَةِ وَ أَشَرْتَ عَلَيْهِ بِمَا تَعْلَمُ أَنَّكَ لَوْ كُنْتَ مَكَانَهُ عَمِلْتَ بِهِ وَ ذَلِكَ لِيَكُنْ مِنْكَ فِي رَحْمَةٍ وَ لِينٍ فَإِنَّ اللِّينَ يُونِسُ الْوَحْشَةَ وَ إِنَّ الْغِلَظَ يُوحِشُ مِنْ مَوْضِعِ الْأُنْسِ وَ إِنْ لَمْ يَحْضُرْكَ لَهُ رَأْيٌ وَ عَرَفْتَ لَهُ مَنْ تَثِقُ بِرَأْيِهِ وَ تَرْضَى بِهِ لِنَفْسِكَ دَلَلْتَهُ عَلَيْهِ وَ أَرْشَدْتَهُ إِلَيْهِ فَكُنْتَ لَمْ‏تَأْلُهُ خَيْراً وَ لَمْ تَدَّخِرْهُ نُصْحاً وَ لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ 37. او د هغه کس حق چې پر تا دعوا لري دا دی چې که صحیح وايي نو دلیل یې مات نه کړې او ځان په خپله د هغه په ځای وګڼې او حکم وکړې او بې د شاهدانو له شهادته د هغه ګواه شې ځکه چې دا په تا باندې د خدای حق دی او که د هغه دعوا باطله ده هغه سره نرمي وکړې او هغه وویروې او د خپل دین قسم ورته ورکړې: او خدای ورته یاد کړې چې غصه یې کمه شي او ناروا مه وایه ګنی د دښمن تیری به له تا ونه ګرځوي بلکې د هغه په ګناه به اخته شې او د هغه د دښمنۍ توره به تاته نوره تیره شي ځکه چې بده خبره شر جوړوي او ښه خبره شر ختموي، ولاقوة الا بالله.

38. او د هغه کس حق چې ستا ورباندې دعوا ده، دا دی چې که ته کومه دعوا کوې هغه صحیح وي نو له دعوې نه د وتلو لپاره خبرو کې آرامه اوسې ځکه چې دعوا د بل طرف په غوږونو بده لږي او خپل دلیل په ارام سره هغه ته بیان کړې مهلت سره، روښانه بیان سره، بشپړې مینې سره، او هغه سره د بحث او مباحثې له سببه له خپل دلیله لاس وانه خلې چې دلیل دې له لاسه ورکړې چې بیا یې نه شې جبران کولې، ولا قوة الا بالله.

39. له تا سره د مشوره کوونکي حق دا دی چې که د هغه په کار کې کوم روښانه نظر لرې او نو د هغه په نصیحت کولو کوشش وکړه، او چې په څه پوهیږې هغه ورباندې پوه کړې او ورته ووایه چې که د هغه په ځای ته وې نو داسې به دې کول، او دا د دې لپاره ده چې د هغه له خوا مینه او نرمش وي ځکه چې نرمش ویره له منځه وړي او سختي مینه په ویرې بدلوي، او که نۀ پوهيږې نو داسې کس وروښيې چې ستا ورباندې اعتماد وي او د خپل مشورت لپاره یې خوښوې نو هغه کس وروښایه، او د هغه په هکله سستي مه کوه او په نصیحت کې يې کمی مه کوه. ولاحول و لاقوة الا بالله.

وَ أَمَّا حَقُّ الْمُشِيرِ عَلَيْكَ فَلَا تَتَّهِمْهُ فِيمَا يُوَافِقُكَ عَلَيْهِ مِنْ رَأْيِهِ إِذَا أَشَارَ عَلَيْكَ فَإِنَّمَا هِيَ الْآرَاءُ وَ تَصَرُّفُ النَّاسِ فِيهَا وَ اخْتِلَافُهُمْ فَكُنْ عَلَيْهِ فِي رَأْيِهِ بِالْخِيَارِ إِذَا اتَّهَمْتَ رَأْيَهُ فَأَمَّا تُهَمَتُهُ فَلَا تَجُوزُ لَكَ إِذَا كَانَ عِنْدَكَ مِمَّنْ يَسْتَحِقُّ الْمُشَاوَرَةَ وَ لَا تَدَعْ شُكْرَهُ عَلَى مَا بَدَا لَكَ مِنْ إِشْخَاصِ رَأْيِهِ وَ حُسْنِ وَجْهِ مَشُورَتِهِ فَإِذَا وَافَقَكَ حَمِدْتَ اللَّهَ وَ قَبِلْتَ ذَلِكَ مِنْ أَخِيكَ بِالشُّكْرِ وَ الْإِرْصَادِ بِالْمُكَافَاةِ فِي مِثْلِهَا إِنْ فَزِعَ إِلَيْكَ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ الْمُسْتَنْصِحِ فَإِنَّ حَقَّهُ أَنْ تُؤَدِّيَ إِلَيْهِ النَّصِيحَةَ عَلَى الْحَقِّ الَّذِي تَرَى لَهُ أَنْ يَحْمِلَ وَ يَخْرُجَ الْمَخْرَجَ الَّذِي يَلِينُ عَلَى مَسَامِعِهِ وَ تُكَلِّمَهُ مِنَ الْكَلَامِ بِمَا يُطِيقُهُ عَقْلُهُ فَإِنَّ لِكُلِّ عَقْلٍ طيقة [طَبَقَةً مِنَ الْكَلَامِ يَعْرِفُهُ وَ يُجِيبُهُ وَ لْيَكُنْ مَذْهَبُكَ الرَّحْمَةَ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ النَّاصِحِ فَأَنْ تُلِينَ لَهُ جَنَاحَكَ ثُمَّ تَشْرَئِبَّ لَهُ قَلْبَكَ وَ تَفْتَحَ لَهُ سَمْعَكَ حَتَّى تَفْهَمَ عَنْهُ نَصِيحَتَهُ ثُمَّ تَنْظُرَ فِيهَا فَإِنْ كَانَ وُفِّقَ فِيهَا لِلصَّوَابِ حَمِدْتَ اللَّهَ عَلَى ذَلِكَ وَ قَبِلْتَ مِنْهُ وَ عَرَفْتَ لَهُ نَصِيحَتَهُ وَ إِنْ لَمْ يَكُنْ وُفِّقَ لَهَا فِيهَا رَحِمْتَهُ وَ لَمْ تَتَّهِمْهُ وَ عَلِمْتَ أَنَّهُ لَمْ يَأْلُكَ نُصْحاً إِلَّا أَنَّهُ أَخْطَأَ إِلَّا أَنْ يَكُونَ عِنْدَكَ مُسْتَحِقّاً لِلتُّهَمَةِ فَلَا تَعْنِي بِشَيْ‏ءٍ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى كُلِّ حَالٍ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ 40. د هغه کس حق چې تا ته مشوره درکوي دا دی چې که تاسره یې نظر یو شان نه وي او ستا بدو ته اشاره وکړي نو تور ورباندې ونه لګوې ځکه چې په نظریو کې خلک ډول ډول دي او اختلاف لري او که د هغه نظر باندې بدبین وې ته اختیار لرې خو په هغه باندې تور لګول صحیح نه دي په داسې حال کې چې د مشورې خاوند دی او د دې لپاره چې تاسو ته يې مشوره درکړې ده او په ښه طریقه راغلی دی باید له هغه مننه وکړې، او که ستاسو د زړه مطابق یې نظر درکړ نو د خدای شکر وکړه او خپل ورور قدر دې وکړه او چمتو اوسه که چرې یوه ورځ یې تا سره مشوره وکړه هغه ته بدل ورکړې، ولاقوة الا بالله.

41. د هغه کس حق چې له تا یې نصیحت غوښتی دی دا دی چې د هغه د حق او زغم په اندازه ورته نصیحت وکړې او له داسې لارې خبرو ته ننوځي چې د هغه خوښیږي او د هغه د عقل مطابق ورسره خبرې وکړې ځکه چې هر یو عقل سره باید په بیله طریقه خبرې وکړې چې په هغې پوه شي او باید طریقه دې د مهربانۍ وي، ولا قوة الا بالله.

42. او ستا د نصیحت کوونکي حق دا دی چې د هغه په وړاندې عاجزي وکړې هغه ته زړه ورکړې او غوږونه ورته وسپارې چې د هغه په نصیحت پوه شې، او بیا په کښې فکر وکړې او که صحیح خبره يې کړی وي نو د خدای شکر وکړې او نصیحت ترې قبول کړې او د نصیحت يې قدر وکړې، او که صحیح یې نه يې ویلي نو ورسره مهربان اوسې او ورباندې تور ونه لګوې او په دې پوه شې چې ستا په خیر غوښتو کې يې سستي نه ده کړی مګر دا چې غلطي ترې شوې ده، مګر دا چې ستا په نظر کې د تور مستحق وي نو هغه وخت د هغه په یوه خبره هم غوږ مه ګروه، ولاقوة الا بالله.

وَ أَمَّا حَقُّ الْكَبِيرِ فَإِنَّ حَقَّهُ تَوْقِيرُ سِنِّهِ وَ إِجْلَالُ إِسْلَامِهِ إِذَا كَانَ مِنْ أَهْلِ الْفَضْلِ فِي الْإِسْلَامِ بِتَقْدِيمِهِ فِيهِ وَ تَرْكُ مُقَابَلَتِهِ عِنْدَ الْخِصَامِ لَا تَسْبِقُهُ إِلَى طَرِيقٍ وَ لَا تَؤُمُّهُ فِي طَرِيقٍ وَ لَا تَسْتَجْهِلُهُ وَ إِنْ جَهِلَ عَلَيْكَ تَحَمَّلْتَ وَ أَكْرَمْتَهُ بِحَقِّ إِسْلَامِهِ مَعَ سِنِّهِ فَإِنَّمَا حَقُّ السِّنِّ بِقَدْرِ الْإِسْلَامِ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ الصَّغِيرِ فَرَحْمَتُهُ وَ تَثْقِيفُهُ وَ تَعْلِيمُهُ وَ الْعَفْوُ عَنْهُ وَ السَّتْرُ عَلَيْهِ وَ الرِّفْقُ بِهِ وَ الْمَعُونَةُ لَهُ وَ السَّتْرُ عَلَى جَرَائِرِ حَدَاثَتِهِ فَإِنَّهُ سَبَبٌ لِلتَّوْبَةِ وَ الْمُدَارَاةُ لَهُ وَ تَرْكُ مُمَاحَكَتِهِ فَإِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى لِرُشْدِهِ‏ وَ أَمَّا حَقُّ السَّائِلِ فَإِعْطَاؤُهُ إِذَا تهبأت [تَهَيَّأَتْ صَدَقَةٌ وَ قَدَرْتَ عَلَى سَدِّ حَاجَتِهِ وَ الدُّعَاءُ لَهُ فِيمَا نَزَلَ بِهِ وَ الْمُعَاوَنَةُ لَهُ عَلَى طَلِبَتِهِ وَ إِنْ شَكَكْتَ فِي صِدْقِهِ وَ سَبَقَتْ إِلَيْهِ التُّهَمَةُ لَهُ لَمْ تَعْزِمْ عَلَى ذَلِكَ وَ لَمْ تَأْمَنْ أَنْ يَكُونَ مِنْ كَيْدِ الشَّيْطَانِ أَرَادَ أَنْ يَصُدَّكَ عَنْ حَظِّكَ وَ يَحُولَ بَيْنَكَ وَ بَيْنَ التَّقَرُّبِ إِلَى رَبِّكَ وَ تَرَكْتَهُ بِسَتْرِهِ وَ رَدَدْتَهُ رَدّاً جَمِيلًا وَ إِنْ غَلَبَتْ نَفْسُكَ فِي أَمْرِهِ وَ أَعْطَيْتَهُ عَلَى مَا عَرَضَ فِي نَفْسِكَ مِنْهُ فَإِنَّ ذلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ 43. د لويو حق دا دی چې د هغوي د عمر او په اسلام کښې تر تا له مخکښې کيدو په وجه يې عزت وکړې او که په اسلام کې د فضیلت خاوند وي نو هغه په ځان مخکې کړې او مقابله کې یې نه شې او تر هغۀ مخکښې روان نۀ شې او مخې مخې ته يې نۀ ځې او هغه سره ناداني ونه کړې او که تاسره يې ناداني وکړه نو ویې زغمې د هغه عزت وکړې د هغه مسلمانۍ او مشروالۍ له مخې، ځکه چې د عمر د زیاتوالي حق د مسلمانۍ په اندازه دی، ولا قوة الا بالله

44. د وړوکي حق دا دی چې مهرباني ورسره وکړې د ښوونې، بخښنې او د هغۀ د عيب د پټولو په وخت او په نرمۍ کې او مرسته کې او د هغه د وړوکوالي د خطاګانو په پټولو کې هم ورسره مهربانه اوسې ځکه چې دا د توبې سبب دي، او له هغه سره مزل وکړې او هغه هسې تحریک نه کړې ځکه چې دا د هغه د ترقۍ مخه نیسي.

45. د سوال کوونکي حق په تا دا دے چې که درسره تیاره صدقه وي نو هغه ته یې ورکړې او د هغه اړتیا ختمه کړې او د هغه د فقر د ختمیدو لپاره دعا وکړې او د هغه د غوښتې مطابق ورسره مرسته وکړې، او که د هغه په ريښتیاوالي کې دې شک وي او هغه متهم ګڼې خو یقین درته نیشته نو کیدی شي چې شیطان درته چل جوړ کړی وي او غواړي چې تا له ګټه هیسار کړي، او ستا او د خدای د تقرب په مینځ کې خنډ کیږي. هغه په خپل حال پریږده او په خوشحالۍ ورته ځواب ورکړه او که بیا هم ورته څه ورکړې نو دا کار په ځای دی.

وَ أَمَّا حَقُّ الْمَسْئُولِ إِنْ أَعْطَى فَاقْبَلْ مِنْهُ مَا أَعْطَى بِالشُّكْرِ لَهُ وَ الْمَعْرِفَةِ لِفَضْلِهِ وَ اطْلُبْ وَجْهَ الْعُذْرِ فِي مَنْعِهِ وَ أَحْسِنْ بِهِ الظَّنَّ وَ اعْلَمْ أَنَّهُ إِنْ مَنَعَ مَالَهُ مَنَعَ وَ أَنْ لَيْسَ التَّثْرِيبُ فِي مَالِهِ وَ إِنْ كَانَ ظَالِماً فَ إِنَّ الْإِنْسانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ وَ أَمَّا حَقُّ مَنْ سَرَّكَ اللَّهُ بِهِ وَ عَلَى يَدَيْهِ فَإِنْ كَانَ تَعَمَّدَهَا لَكَ حَمِدْتَ اللَّهَ أَوَّلًا ثُمَّ شَكَرْتَهُ عَلَى ذَلِكَ بِقَدْرِهِ فِي مَوْضِعِ الْجَزَاءِ وَ كَافَأْتَهُ عَلَى فَضْلِ الِابْتِدَاءِ وَ أَرْصَدْتَ لَهُ الْمُكَافَاةَ وَ إِنْ لَمْ يَكُنْ تَعَمَّدَهَا حَمِدْتَ اللَّهَ وَ شَكَرْتَهُ وَ عَلِمْتَ أَنَّهُ مِنْهُ تَوَحَّدَكَ بِهَا وَ أَحْبَبْتَ هَذَا إِذْ كَانَ سَبَباً مِنْ أَسْبَابِ نِعَمِ اللَّهِ عَلَيْكَ وَ تَرْجُو لَهُ بَعْدَ ذَلِكَ خَيْراً فَإِنَّ أَسْبَابَ النِّعَمِ بَرَكَةٌ حَيْثُ مَا كَانَتْ وَ إِنْ كَانَ لَمْ يَتَعَمَّدْ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ أَمَّا حَقُّ مَنْ سَاءَكَ الْقَضَاءُ عَلَى يَدَيْهِ بِقَوْلٍ أَوْ فِعْلٍ فَإِنْ كَانَ تَعَمَّدَهَا كَانَ الْعَفْوُ أَوْلَى بِكَ لِمَا فِيهِ لَهُ مِنَ الْقَمْعِ وَ حُسْنِ الْأَدَبِ مَعَ كَبِيرِ أَمْثَالِهِ مِنَ الْخَلْقِ فَإِنَّ اللَّهَ يَقُولُ وَ لَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولئِكَ ما عَلَيْهِمْ مِنْ سَبِيلٍ إِلَى قَوْلِهِ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ وَ قَالَ عَزَّ وَ جَلَّ وَ إِنْ عاقَبْتُمْ فَعاقِبُوا بِمِثْلِ ما عُوقِبْتُمْ بِهِ وَ لَئِنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِلصَّابِرِينَ هَذَا فِي الْعَمْدِ فَإِنْ لَمْ يَكُنْ عَمْداً لَمْ تَظْلِمْهُ بِتَعَمُّدِ الِانْتِصَارِ مِنْهُ فَتَكُونَ قَدْ كَافَأْتَهُ فِي تَعَمُّدٍ عَلَى خَطَاءٍ وَ رَفَقْتَ بِهِ وَ رَدَدْتَهُ بِأَلْطَفِ مَا تَقْدِرُ عَلَيْهِ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ 46. د هغه کس حق چې له هغه څه وغوښتی شي، دا دی چې که څه یې درکړل نو په مننې سره یې ترې واخلې او قبول يې کړې او قدر يې وکړې او که دریې نه کړل نو په خوشخالۍ سره هغه معذور وګڼې او د هغه په هکله خوشبین اوسه او پوه شه که څه یې درنه کړل نو خپل مال یې نه دی درکړی او په خپل مال باندې څوک نه ملامته کیږي او که ظالم وي نو انسان ظلوم او کفار دی.

47. د هغه کس حق چې ستا د خوشحالۍ سبب شوی دی که د هغه مطلب ستا خوشحالول وو نو د خدای ستاینه وکړه او له هغه مننه وکړې تر کومه چې ښايي. او هغه له بدله ورکړې او په دې پسې اوسې چې بدل ورکړې، او که د هغه مطلب ستا خوشحالول نه وو نو بیا هم د خدای شکر وکړه او پوه شه چې دا خوشحالي د هغه له خوا ده او هغه دی چې ستا د خوشحالۍ سبب شوی دی او هغه سره له دې سببه مینه وکړې چې د الله تعالی د نعمت سبب شوی دی او د هغه خیر وغواړې ځکه چې د نعمتونو سببونه چې هر چرته وي، برکت وي که څه هم هغه یې اراده ونه لري. و لا قوة الا بالله.

48. او د هغه کس حق چې له بده مرغه یې تا سره بدي کړې ده نو که دا یې قصدا کړې ده نو ښه دا ده چې له هغه تیر شې چې کینه له منځه لاړه شي، او داسې کسانو سره په ادب سره چلند وکړه ځکه چې الله تعالی فرمايي: بیشکه چې په چا ظلم شوی دی که هغه انتقام واخلي نو هغه ذمه واري نه لري، تر دې حده چې دا په ځای او صحیح کار دی او الله تعالی فرمايلي دي: که له چا بدل اخلئ نو په هماغه اندازه چې تا زخم خوړلی دی، او که صبر وکړې او تیر شې ترې نو د صبر کوونکیو لپاره غوره ده، دا په قصدي ډول، خو که د هغه بدي عمدي نه وي نو عمدا د هغه په انتقام کې ظلم مه کوه چې عمدا هغه ته د یوې خطا په بدل، بدي ورسوې او تر خپل توانه پورې هغه سره نرمي وکړه. ولا قوة الا بالله.

وَ أَمَّا حَقُّ أَهْلِ بَيْتِكَ عَامَّةً فَإِضْمَارُ السَّلَامَةِ وَ نَشْرُ جَنَاحِ الرَّحْمَةِ وَ الرِّفْقُ بِمُسِيئِهِمْ وَ تَأَلُّفُهُمْ وَ اسْتِصْلَاحُهُمْ وَ شُكْرُ مُحْسِنِهِمْ إِلَى نَفْسِهِ وَ إِلَيْكَ فَإِنَّ إِحْسَانَهُ إِلَى نَفْسِهِ إِحْسَانُهُ إِلَيْكَ إِذَا كَفَّ عَنْكَ أَذَاهُ وَ كَفَاكَ مَئُونَتَهُ وَ حَبَسَ عَنْكَ نَفْسَهُ فَعُمَّهُمْ‏ جَمِيعاً بِدَعْوَتِكَ وَ انْصُرْهُمْ جَمِيعاً بِنُصْرَتِكَ وَ أَنْزِلْهُمْ جَمِيعاً مِنْكَ مَنَازِلَهُمْ كَبِيرَهُمْ بِمَنْزِلَةِ الْوَالِدِ وَ صَغِيرَهُمْ بِمَنْزِلَةِ الْوَلَدِ وَ أَوْسَطَهُمْ بِمَنْزِلَةِ الْأَخِ فَمَنْ أَتَاكَ تَعَاهَدْتَهُ بِلُطْفٍ وَ رَحْمَةٍ وَ صِلْ أَخَاكَ بِمَا يَجِبُ لِلْأَخِ عَلَى أَخِيهِ وَ أَمَّا حَقُّ أَهْلِ الذِّمَّةِ فَالْحُكْمُ فِيهِمْ أَنْ تَقْبَلَ مِنْهُمْ مَا قَبِلَ اللَّهُ وَ تَفِيَ بِمَا جَعَلَ اللَّهُ لَهُمْ مِنْ ذِمَّتِهِ وَ عَهْدِهِ وَ تُكَلِّمَهُمْ إِلَيْهِ فِيمَا طُلِبُوا مِنْ أَنْفُسِهِمْ وَ أُجْبِرُوا عَلَيْهِ وَ تَحْكُمَ فِيهِمْ بِمَا حَكَمَ اللَّهُ بِهِ عَلَى نَفْسِكَ فِيمَا جَرَى بَيْنَكَ وَ بَيْنَهُمْ مِنْ مُعَامَلَةٍ وَ لْيَكُنْ بَيْنَكَ وَ بَيْنَ ظُلْمِهِمْ مِنْ رِعَايَةِ ذِمَّةِ اللَّهِ وَ الْوَفَاءِ بِعَهْدِهِ وَ عَهْدِ رَسُولِهِ ص حَائِلٌ فَإِنَّهُ بَلَغَنَا أَنَّهُ قَالَ مَنْ ظَلَمَ مُعَاهَداً كُنْتُ خَصْمَهُ فَاتَّقِ اللَّهَ وَ لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ فَهَذِهِ خَمْسُونَ حَقّاً مُحِيطَةً بِكَ لَا تَخْرُجْ مِنْهَا فِي حَالٍ مِنَ الْأَحْوَالِ يَجِبُ عَلَيْكَ رِعَايَتُهَا وَ الْعَمَلُ فِي تَأْدِيَتِهَا وَ الِاسْتِعَانَةُ بِاللَّهِ جَلَّ ثَنَاؤُهُ عَلَى ذَلِكَ وَ لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعالَمِين‏ 49. د هم مذهبه حق دا دی چې په عامه توګه هغوي سره حسن نیت او مهرباني اوسې او نرم چلند سره د هغوي زړه ځان ته مایل کړې او د هغوي اصلاح وکړې او د هغوي ځان او تا سره د ښه چلند شکریه ادا کړې ځکه چې که هغوي ځان سره هم ښه کړي دي نو دا يې له تا سره ښه کړي دي ځکه چې ستا له آزاره يې ځان ساتلی دی، او تا ته يې تکلیف نه دی درکړی او ځان یې ساتلی دی نو د ټولو لپاره دعا وکړه او د ټولو مرسته ورکړه او هر یو کس ته یو مقام ورکړه لکه مشر ته پلار وایه او کشر ته زوی او مینځ عمر ته ورور، او په دوي کې چې کوم یو هم تا ته راغی نو مهربانۍ او رحمت سره د هغوي زړه ساته او وروڼه سره دې د وروڼو د حق مطابق چلند کوه.

50. او د اهل ذمه حکم دا دی چې له هغوي هغه څه قبول کړې چې خدای ترې قبول کړي دي، او هغه ذمه او عهد چې خدای ورته مقرر کړی دی په هغې باندې وفادار اوسې او هغوي هغه څه ته حواله کړې چې کوم څه غواړي او ورته مجبور دي او هغوي سره په معامله کې د خدای پاک په حکم عمل وکړې او د دې خیال وساتی چې هغوي د اسلام په پناه کې دي او د خدای او د رسول د ژمنې سره په وفادارۍ کې په هغوي ظلم ونه کړې ځکه چې مونږ ته رارسیدلي دي چې فرمايي: څوک چې اهل ذمه باندې ظلم وکړي نو زه يې دښمن یم، له خدایه وویریږئ، ولاحول و لاقوة الا بالله.

دا د الله تعالی په تا باندې پنځوس حقونه دي چې په هیڅ حال کې له دې نه جدا کیږې او په تا باندې د دې رعایت کول لازم دي او د دې د ادا کولو کوشش پکار دی او له خدای تعالی نه د دې په ترسره کولو کې مرسته غوښتل. و لا حول و لا قوة الا باللَّه و الحمد للَّه رب العالمين

اړونده لیکنې

د امام سجاد کتاب پیژندنه، صحیفه سجادیه او د حقونو رساله (کتاب)

فوټ نوټ

  1. وګورئ: ابن‌شعبه حرانی، تحف‌العقول، ۱۳۶۳ش، ص۵۵-۲۷۲؛ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۵۶۴-۵۷۰؛ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۶۱۸-۶۲۵؛ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۳۶۸-۳۷۵.
  2. صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۵۶۴.
  3. حسینی جلالی، جهاد امام سجاد، ۱۳۸۲ش، ص۲۹۳.
  4. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ق، ص۱۱۵.
  5. ابن‌شعبه حرانی، تحف‌العقول، ۱۳۶۳ش/۱۴۰۴ق، ص۲۵۵-۲۷۲.
  6. صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۵۶۴-۵۷۰.
  7. صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۶۱۸-۶۲۵.
  8. صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۳۶۸-۳۷۵.
  9. محدث نوری، مستدرک‌الوسایل، ۱۴۰۸ق، ج۱۱، ص۱۶۹.
  10. وګورئ: محدث نوری، مستدرک‌الوسایل، ۱۴۰۸ق، ج۱۱، ص۱۶۹ (پانویس).
  11. حسینی جلالی، جهاد امام سجاد، ۱۳۸۲ش، ص۲۸۹.
  12. وګورئ: ابن‌شعبه حرانی، تحف‌العقول، ۱۳۶۳ش/۱۴۰۴ق، ص۲۵۵و۲۵۶؛ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۵۶۴و۵۶۵.
  13. وګورئ: صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۶۱۸؛ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۳۶۸.
  14. وګورئ: صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۳۶۸.
  15. وګورئ: ابن‌شعبه حرانی، تحف‌العقول، ۱۳۶۳ش/۱۴۰۴ق، ص۲۵۵؛ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۵۶۴؛ من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۶۱۸.
  16. وګورئ: ابن‌شعبه حرانی، تحف‌العقول، ۱۳۶۳ش/۱۴۰۴ق، ص۲۷۲.
  17. صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۵۷۰؛‌ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۶۲۵؛ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۳۷۵.
  18. وګورئ: صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۵۶۴.
  19. حسینی جلالی، جهاد امام سجاد، ۱۳۸۲ش، ص۲۹۴.
  20. حسینی جلالی، جهاد امام سجاد، ۱۳۸۲ش، ص۲۹۴.
  21. حسینی جلالی، جهاد امام سجاد، ۱۳۸۲ش، ص۲۹۴-۲۹۷.
  22. حسینی جلالی، جهاد امام سجاد، ۱۳۸۲ش، ص۳۰۵-۳۰۷.
  23. حبیبی و شمس‌الدینی مطلق، ۱۳۹۴ش، ص۳۲۱-۳۲۸.
  24. حبیبی و شمس‌الدینی مطلق، ۱۳۹۴ش، ص۳۲۱-۳۲۴.
  25. سپهری، ترجمه و شرح رسالةالحقوق امام سجاد، ۱۳۸۴ش، ص۲۹و۳۰.
  26. حسینی جلالی، «رسالةالحقوق»، ص۷۰۷.
  27. حبیبی و شمس‌الدینی مطلق، ۱۳۹۴ش، ص۳۲۹-۳۳۲.

سرچينې

  • ابن‌شعبه حرانی، حسن بن علی، تحف‌العقول عن آل‌الرسول، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، چاپ دوم، ۱۳۶۳ش/۱۴۰۴ق.
  • حبیبی، سلمان و مختار شمس‌الدینی مطلق، کتاب‌شناسی امام سجاد، صحیفه سجادیه و رساله حقوق، تهران، مجمع جهانی اهل‌بیت، چاپ اول، ۱۳۹۴ش.
  • حسینی جلالی، سیدمحمدرضا، جهاد امام سجاد، ترجمه موسی دانش، مشهد، بنیاد پژوهش‌های اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۲ش.
  • حسینی جلالی، سیدمحمدرضا، «رسالةالحقوق»، دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۳ش.
  • سپهری، محمد، ترجمه و شرح رسالةالحقوق امام سجاد، قم، دارالعلم، چاپ هشتم، ۱۳۸۴ش.
  • صدوق، محمد بن علی، الامالی، تهران، کتابچی، چاپ ششم، ۱۳۷۶ش.
  • صدوق، محمد بن علی،الخصال، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، چاپ اول، ۱۳۶۲ش.
  • صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • نجاشی، احمد بن علی، رجال‌النجاشی، قم، جامعه مدرسین، چاپ ششم، ۱۳۶۵ش.
  • محدث نورى، حسين بن محمدتقی، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل‏، مؤسسه آل‌البیت علیهم‌السلام، چاپ اول، ‏۱۴۰۸ق.