منځپانگې ته ورتلل

اذن دخول

د wikishia لخوا
(له د دخول اذن نه مخ گرځېدلی)

اِذن دُخول یا اذن ورودیا د ننوتلو اجازت، ځانګړې جملې او عبارتونه دي چې شیعیان یې د زیارتي ځایونو او د خپلو مشرانو او بزرګانو د قبرونو د زیارت پر مهال لولي. دا جملې د قبر له خاوند څخه د ننوتلو د اجازې غوښتلو معنا لري.

اذن دخول همدارنګه د معاشرت په برخه کې د اسلامي آدابو څخه دی (د بل چا کور یا ملک ته د ننوتلو په وخت اجازت اخستل).

د زیارت آداب

اذن دخول هغه جملې دي چې معمولاً شیعیان یې د مشرانو، بزرګانو، په ځانګړي توګه د معصومینو، حرمونو ته د ننوتلو پر مهال لولي.[۱] د دعا او زیارت په کتابونو کې، اذن دخول د دیني مشرانو او بزرګانو د زیارت د آدابو په توګه ذکر شوی دی. شیخ عباس قُمي، د کفعمي[۲] او علامه مجلسي[۳] له قوله ځینې دعاوې په مفاتیح الجنان کې راوړي دي.[۴]

په هغو جملو کې چې د اذن دخول په نوم مشهورې دي، زیارت کوونکی له الله، رسول، امامانو، فرښتو او د قبر له خاوند څخه د ننوتلو اجازه غواړي. دا متنونه معمولاً د زیارتي ځایونو په دروازو کې حک یا لګېدلې وي او زیارت کوونکي د دې له لوستلو وروسته بقعو ته ننوځي.

متن
متن او ژباړه
ژباړه

اللَّهُمَّ إِنِّي وَقَفْتُ عَلَى بَابٍ مِنْ أَبْوَابِ بُيُوتِ نَبِيِّكَ، صَلَوَاتُكَ عَلَيْهِ وَ آلِهِ، وَ قَدْ مَنَعْتَ النَّاسَ أَنْ يَدْخُلُوا إِلا بِإِذْنِهِ، فَقُلْتَ: ﴿يٰا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاٰ تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلاّٰ أَنْ يُؤْذَنَ لَكُمْ﴾، اللَّهُمَّ إِنِّي أَعْتَقِدُ حُرْمَةَ صَاحِبِ هَذَا الْمَشْهَدِ الشَّرِيفِ فِي غَيْبَتِهِ، كَمَا أَعْتَقِدُهَا فِي حَضْرَتِهِ، وَ أَعْلَمُ أَنَّ رَسُولَكَ وَ خُلَفَاءَكَ عَلَيْهِمُ السَّلامُ، أَحْيَاءٌ عِنْدَكَ يُرْزَقُونَ، يَرَوْنَ مَقَامِي، وَ يَسْمَعُونَ كَلامِي، وَ يَرُدُّونَ سَلامِي، وَ أَنَّكَ حَجَبْتَ عَنْ سَمْعِي كَلامَهُمْ، وَ فَتَحْتَ بَابَ فَهْمِي بِلَذِيذِ مُنَاجَاتِهِمْ، وَ إِنِّي أَسْتَأْذِنُكَ يَا رَبِّ أَوَّلا، وَ أَسْتَأْذِنُ رَسُولَكَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ ثَانِيا، وَ أَسْتَأْذِنُ خَلِيفَتَكَ الْإِمَامَ الْمَفْرُوضَ عَلَيَّ طَاعَتُهُ، فُلانَ بْنَ فُلانٍ؛ (د فلان بن فلان په ځای دې د قبر د څښتن نوم واخلي)

وَ الْمَلائِكَةَ الْمُوَكَّلِينَ، بِهَذِهِ الْبُقْعَةِ الْمُبَارَكَةِ ثَالِثا، أَ أَدْخُلُ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ أَ أَدْخُلُ يَا حُجَّةَ اللَّهِ؟ أَ أَدْخُلُ يَا مَلائِكَةَ اللَّهِ الْمُقَرَّبِينَ، الْمُقِيمِينَ فِي هَذَا الْمَشْهَدِ؟ فَأْذَنْ لِي يَا مَوْلايَ فِي الدُّخُولِ، أَفْضَلَ مَا أَذِنْتَ لِأَحَدٍ مِنْ أَوْلِيَائِكَ، فَإِنْ لَمْ أَكُنْ أَهْلا لِذَلِكَ، فَأَنْتَ أَهْلٌ لِذَلِكَ.

نو مبارکه عتبه ښکل کړه او ورننوځه او ووایه:
بِسْمِ اللَّهِ وَ بِاللَّهِ، وَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، وَ عَلَى مِلَّةِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي وَ ارْحَمْنِي، وَ تُبْ عَلَيَّ، إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ.

اللَّهُمَّ إِنِّي وَقَفْتُ عَلَى بَابٍ مِنْ أَبْوَابِ بُيُوتِ نَبِيِّكَ، صَلَوَاتُكَ عَلَيْهِ وَ آلِهِ، وَ قَدْ مَنَعْتَ النَّاسَ أَنْ يَدْخُلُوا إِلا بِإِذْنِهِ، فَقُلْتَ: ﴿يٰا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاٰ تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلاّٰ أَنْ يُؤْذَنَ لَكُمْ﴾،
ای خدایه ستا د پېغمبر (سلام دې وي ستا پر هغه او پر کورنۍ یې) له کورونو څخه د یو کور په ور ولاړ یم، تا خلک له دې چې د هغه کور ته د هغه له اجازې پرته داخل شي منع کړې دي، په قرآن کې دې فرمایلی:« ای مومنانو! د پېغمبر کورونو ته مه ننوځئ مګر دا چې تاسو ته اجازه درکړي»
اللَّهُمَّ إِنِّي أَعْتَقِدُ حُرْمَةَ صَاحِبِ هَذَا الْمَشْهَدِ الشَّرِيفِ فِي غَيْبَتِهِ، كَمَا أَعْتَقِدُهَا فِي حَضْرَتِهِ، وَ أَعْلَمُ أَنَّ رَسُولَكَ وَ خُلَفَاءَكَ عَلَيْهِمُ السَّلامُ، أَحْيَاءٌ عِنْدَكَ يُرْزَقُونَ، يَرَوْنَ مَقَامِي، وَ يَسْمَعُونَ كَلامِي، وَ يَرُدُّونَ سَلامِي، وَ أَنَّكَ حَجَبْتَ عَنْ سَمْعِي كَلامَهُمْ، وَ فَتَحْتَ بَابَ فَهْمِي بِلَذِيذِ مُنَاجَاتِهِمْ،
ای خدایه زه د دغه شریف زیارت د خاوند په نشتون کې د هغه په درناوي باور لري هغه شان چې د هغه په شتون کې یې لرم او پوهېږم چې ستا رسول او ځای ناستي دي (درود دې وي پر هغوي) همېشه ژوندي دي او ستا په نزد ورته روزي ورکول کیږي، زما د ودرېدو ځای ویني او خبره مې اوري او سلام ته مې ځواب راکوي، خو تا د هغوي د خبرو له اورېدو زما په غوږ پرده اچولې او زما د پوهې ور دې د هغوي د لمنځونو د خوند څکلو ته پرانستی دی،
وَ إِنِّي أَسْتَأْذِنُكَ يَا رَبِّ أَوَّلا، وَ أَسْتَأْذِنُ رَسُولَكَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ ثَانِيا، وَ أَسْتَأْذِنُ خَلِيفَتَكَ الْإِمَامَ الْمَفْرُوضَ عَلَيَّ طَاعَتُهُ، فُلانَ بْنَ فُلانٍ؛ (د فلان بن فلان په ځای دې د قبر د څښتن نوم واخلي)
ای زما پالونکیه زه اول له تا اجازه غواړم او بیا دې له پېغمبره اجازه غواړم او بیا دې له خلیفه دې هغه امام چې تا یې اطاعت پر ما واجب کړی، اجازه غواړم؛
وَ الْمَلائِكَةَ الْمُوَكَّلِينَ، بِهَذِهِ الْبُقْعَةِ الْمُبَارَكَةِ ثَالِثا، أَ أَدْخُلُ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ أَ أَدْخُلُ يَا حُجَّةَ اللَّهِ؟ أَ أَدْخُلُ يَا مَلائِكَةَ اللَّهِ الْمُقَرَّبِينَ، الْمُقِيمِينَ فِي هَذَا الْمَشْهَدِ؟ فَأْذَنْ لِي يَا مَوْلايَ فِي الدُّخُولِ، أَفْضَلَ مَا أَذِنْتَ لِأَحَدٍ مِنْ أَوْلِيَائِكَ، فَإِنْ لَمْ أَكُنْ أَهْلا لِذَلِكَ، فَأَنْتَ أَهْلٌ لِذَلِكَ.
او په دریم ځل په دې مبارکې روضې له ګمارل شوی پرښتو اجازه غواړم، ایا ننوځم ، ای د خدای رسوله؟! ایا ننوځم ای د خدای حجته؟ ایا ننوځم ای د خدای مقربو پرښتو چې په دې زیاتر کې استوګنه لرئ؟ نو ماته ای زما مولا د ننوتلو اجازه راکړه، یوه ډېره ښکلې اجازه چې تر اوسه دې خپل یو دوست ته ورکړې، که څه هم زه د دې اجازې لایق نه یم خو ته یې وړ یې.
نو مبارکه عتبه ښکل کړه او ورننوځه او ووایه:
بِسْمِ اللَّهِ وَ بِاللَّهِ، وَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، وَ عَلَى مِلَّةِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي وَ ارْحَمْنِي، وَ تُبْ عَلَيَّ، إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ.[۵]
د خدای په نوم او په خدای او د خدای په لاره کې او د خدای د رسول (درود او سلام دې وي د خدای په هغه او پر کورنۍ یې) په دین باندې. ای خدایه ما وبخښه او پر ما رحم وکړه او توبه مې قبوله کړه، ځکه چې ته ډېر توبه قبلوونکی مهربانه یې.

ای خدایه ستا د پېغمبر (سلام دې وي ستا پر هغه او پر کورنۍ یې) له کورونو څخه د یو کور په ور ولاړ یم، تا خلک له دې چې د هغه کور ته د هغه له اجازې پرته داخل شي منع کړې دي، په قرآن کې دې فرمایلی:« ای مومنانو! د پېغمبر کورونو ته مه ننوځئ مګر دا چې تاسو ته اجازه درکړي» ای خدایه زه د دغه شریف زیارت د خاوند په نشتون کې د هغه په درناوي باور لري هغه شان چې د هغه په شتون کې یې لرم او پوهېږم چې ستا رسول او ځای ناستي دي (درود دې وي پر هغوي) همېشه ژوندي دي او ستا په نزد ورته روزي ورکول کیږي، زما د ودرېدو ځای ویني او خبره مې اوري او سلام ته مې ځواب راکوي، خو تا د هغوي د خبرو له اورېدو زما په غوږ پرده اچولې او زما د پوهې ور دې د هغوي د لمنځونو د خوند څکلو ته پرانستی دی، ای زما پالونکیه زه اول له تا اجازه غواړم او بیا دې له پېغمبره اجازه غواړم او بیا دې له خلیفه دې هغه امام چې تا یې اطاعت پر ما واجب کړی، اجازه غواړم؛

او په دریم ځل په دې مبارکې روضې له ګمارل شوی پرښتو اجازه غواړم، ایا ننوځم ، ای د خدای رسوله؟! ایا ننوځم ای د خدای حجته؟ ایا ننوځم ای د خدای مقربو پرښتو چې په دې زیاتر کې استوګنه لرئ؟ نو ماته ای زما مولا د ننوتلو اجازه راکړه، یوه ډېره ښکلې اجازه چې تر اوسه دې خپل یو دوست ته ورکړې، که څه هم زه د دې اجازې لایق نه یم خو ته یې وړ یې.

د خدای په نوم او په خدای او د خدای په لاره کې او د خدای د رسول (درود او سلام دې وي د خدای په هغه او پر کورنۍ یې) په دین باندې. ای خدایه ما وبخښه او پر ما رحم وکړه او توبه مې قبوله کړه، ځکه چې ته ډېر توبه قبلوونکی مهربانه یې.

🌞
🔄

د معاشرت آداب

اذن دخول د بل چا ملک ته د ننوتلو لپاره د اجازې غوښتلو معنا لري او د معاشرت له آدابو څخه دی. په نور سوره کې د نورو کورونو ته پرته له اجازې د ننوتلو نه منع شوې ده.[۶] همدارنګه قرآن د رسول(ص) کور ته پرته له اجازې د ننوتلو نه منع کړې ده.[۷] ویل شوي چې جبرئیل له رسول سره د لیدو پر مهال د هغه د کور په دروازه (د مسجد النبي د جبرئیل دروازه) کې ودرېده او له هغه څخه یې د ننوتلو اجازه غوښته.[۸]

فوټ نوټ

  1. کفعمی، المصباح، ۱۴۰۵ق، ص۴۷۲-۴۷۳.
  2. کفعمی، المصباح، ۱۴۰۵ق، ص۴۷۲-۴۷۳.
  3. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۷، ص۳۷۱.
  4. محدث قمی، مفاتیح الجنان،‌ ۱۳۸۵ش، باب سوم (زیارات)، ص۴۶۵-۴۶۷.
  5. کفعمی، المصباح، ۱۴۰۵ق، ص۴۷۲-۴۷۳؛ محدث قمی، مفاتیح الجنان،‌ ۱۳۸۵ش، باب سوم (زیارات)، ص۴۶۵.
  6. سوره نور، آیات ۲۶-۲۸.
  7. سوره احزاب، آیه ۵۳.
  8. اذن دخول، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.

سرچينې

  • قمی، عباس، مفاتیح الجنان،‌ مؤسسة انصاریان مرکز الطباعة و النشر للمجمع العالمی لاهل البیت، ۱۳۸۵ش/۱۴۲۷ق.
  • کفعمی، ابراهیم بن علی، المصباح، قم، دار الرضی، ۱۴۰۵ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بیروت، دار احیاءالتراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • اذن دخول، مجله فرهنگ زیارت، فروردین ۱۳۸۸، ش۱، انتشار: ۵ اردیبهشت ۱۳۹۴، بازبینی: ۲۶ اردیبهشت ۱۳۹۶ش.