د شورا آیت

د wikishia لخوا
دا مقاله د شورا آیت په اړه ده. د مشورې په اړه د آیت په اړه پوهیدلو لپاره، د مشورت آیت وګورئ.
د شورا آیت

د شورا آیت (شوری: ۳۸) د مسلمانانو ځینې مثبتې ځانګړتیاوې منجمله د پالونکي د بلنې منل، د لمونځ اقامه کول او مشوره کول بیانوي. د مفسرانو په وینا، په دې ایت کې په خدای د ایمان او لمانځه په شان مسایلو تر څنګ د مشورې په ذکر کولو سره د مشورې په اهمیت ټینګار شوی دی.

همداراز وایي په شورا ایت کې د مومنانو تر ټولو مهمه ځانګړنه د خپل پالونکي د بلنې منل بیان شوې چې ټولې نیکۍ او ښېګړې پکې جمع دي. د مفسرانو په نظر، په دې ایت کې «استجابت» د هغو نیکو کارونو د کولو په معنا دی چې خدای له انسانه غوښتي او دا چې په هیڅ امر و نهي کې له خدای سره مخالفت ونه کړي.

معرفی، متن او ترجمه

د شورا سورې ۳۸ آیت د تېرو ایتونو په دوام کې چې د اهل ایمان د صفاتو د بیانولو په مقام کې دي د هغوي څو نورې ځانګړنې هم بیانوی؛ منجمله د پالونکي د بلنې منل، انفاق او دا چې کارونه باید په مشورې سره ترسره شي.[۱] علامه طباطبایي دا ایت په اسلامي ټولنې کې د مشوره کولو په اهمیت دلیل او مشوره د انسانانو د ترقۍ نښه ګڼلې ده. د هغه په وینا، مومنان د هر کارد کولو اراده چې ولري، یوه شورا جوړوي او صحیح نظر ته د رسېدلو لپاره، له عاقلو کسانو سره مشوره کوي.[۲]

دیني څیړاندي باوري دي چې د شورا سورې ۳۸ ایت د آل عمران سورې له ۱۵۹ ایت سره په ټولنه کې د مشورې د پراختیا سبب شو او ټول خلک په فیصله کولو کې شریک شول.[۳] طبرسي په مجمع البیان کې د مشورې په رڼا کې د سمې لارې په پېدا کولو کې له پېغمبر(ص) څخه د یو روایت د نقلولو په ترڅ کې دا ایت د مشورې په فضیلت دلیل ګڼلی دی.[۴]

وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَ‌بِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُ‌هُمْ شُورَ‌ىٰ بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَ‌زَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ


او هغو کسانو چې د خپل پالونکي (غږته) یې (مثبت) ځواب ورکړی او لمونځ یې کړی او کار یې په خپلو کې مشوره کول دي او له هغه څه چې روزي کړې مو یې دي انفاق کوي.


(شورا سوره ۳۸ ایت)



د نزول شان

په پينځمه شپږمه پیړۍ کې د قرآن مفسر فضل بن حسن طبرِسی، د شورا سورې ۳۸ ایت د انصارو په باره کې ګڼلی چې حتی له اسلامه مخکې او مدینې ته د پېغمبر(ص) له راتګه مخکې یې کارونه په مشورې سره کول، هغه وايي چې خدای په دې ایت کې د هغوي مدحه کړې ده.همداراز له ضحّاک بن مزاحم هلالى (وفات ۱۰۲یا ۱۰۵ق) چې مفسر او له تابعانو و،[۵] نقلوي چې دا ایت ځینو انصارو ته اشاره کوي چې کله یې واورېدل د اسلام پېغمبر(ص) راغی، دوي له یو بل سره د مشورې لپاره د ابو ایوب انصاري په کور کې راغونډ شول او مدینې ته د اسلام د پېغمبر(ص) له هجرته مخکې یې په هغه ایمان راوړ او په عقبه کې یې له هغه سره بیعت وکړ.[۶] د مکارم شیرازي په وینا، که څه هم د دغه ایت د نزول لپاره اسباب شته دي، خو ایت یې له شان نزول سره مخصوص نه دی او عمومي پروګرام بیانوی.[۷]

د پروردګار د بلنې استجابت څه معنا لري؟

د مکارم شیرازي په وینا په شورا ایت کې د مومنانو تر ټولو مهمه ځانګړنه د خپل رب د بلنې منل بیان شوي چې ټولې نیکۍ او ښېګړې پکې جمع دي.[۸] د مفسرانو په نظر، په دې ایت کې استجابت د هغو ټولو نیکو عملونو د ترسره کولو په معنا دی چې خدای له انسانه غوښتي او دا چې په هیڅ امر او نهي کې له خدای سره مخالفت ونه کړی.[۹] د علامه طباطبایي په وینا د نیکو عملونو په مینځ کې لمانځه ته اشاره د هغه د شرافت او فضیلت په وجه ده.[۱۰]

په ژوند کې د مشورې اهمیت

د مکارم شیرازي په وینا، د مومنانو د صفت په مینځ کې[۱۱] او په خدای د ایمان او لمانځه په ردیف کې د مشورې بیان د دې د ډېر اهمیت ښودنه کوي.[۱۲] په مشورې سره د کارونو په کولو د قرآن تاکید په دې دلیل دی چې انسان له فکري نظره هر څومره چې پیاوړی وي، بیا هم په مختلفو مسالو کې، یوازې یو یا څو اړخونو ته پام کوي او له نورو اړخونو غافله کیږي.[۱۳]

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۰، ص۴۶۱.
  2. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۶۳
  3. مبلغی، «نقش مشورت و مشارکت در فرایند تصمیم سازی با نگاهی تاریخی و تطبیقی»، مندرج در پرتال امام خمینی.
  4. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۵۷.
  5. معرفت، تفسیر و مفسران، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۲۵۹.
  6. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۵۰-۵۱.
  7. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۰، ص۴۶۳.
  8. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۰، ص۴۶۱.
  9. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۶۳؛ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۶، ص۵۲۹.
  10. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۶۳.
  11. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۱۰، ص۸۷-۸۸.
  12. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۱۰، ص۸۸.
  13. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۰ ص۴۶۲-۴۶۳.

سرچينې

  • طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • مبلغی، احمد، «نقش مشورت و مشارکت در فرایند تصمیم سازی با نگاهی تاریخی و تطبیقی»، مندرج در پرتال امام خمینی، تاریخ درج ۲ اردیبهشت ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید ۶ بهمن ۱۴۰۱ش.
  • معرفت، محمدهادی، تفسیر و مفسران، قم، موسسه التمهید، ۱۳۷۹ش.
  • مغنیه، الکاشف فی تفسیر القرآن، قم، دارالکتاب الاسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، قم، مدرسه امیر المومنین،‌ ۱۳۶۸ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۱ش.