د مشورت آیت
- دا مقاله د مشورت آیت په اړه ده. د شورا په اړه د آیت په اړه پوهیدلو لپاره، د شورا آیت وګورئ.
د مشورت آیت (آل عِمران: ۱۵۹) د مسلمانانو په جذبولو کې د اسلام د پېغمبر(ص) د نیکو اخلاقو د رول د بیانولو په ترڅ کې هغه ته امرکوي چې له خلکو سره مشوره وکړي. د دغه ایت د نزول سبب په احد غزا کې له خپلو اصحابو سره په مشوره کولو کې د پېغمبر (ص)د سیرت تایید دی.
مفسرانو د مشورت ایت په ذیل کې د مشورې لپاره ډېرې فایدې ذکر کړې دي؛ منجمله د خلکو د تفکر د سویې لوړول، د ټولنې د چارو په اړه په هغوي کې د مسوولیت د پیدا کولو احساس، تر ټولو د ښه نظر غوره کول، د خلکو اصلاح او دهغوي درنښت.
د مفسرانو په وینا، له خلکو سره د پېغمبر(ص) مشوره د ټولنې په عمومي او اجرایي کارونو او د الهي احکامو د پلي کولو د څرنګوالي پورې اړه لري نه د خدای په حلالو او حرامو پورې؛ ځکه چې الهي احکام د خدای له وحي او له قرآن او سنته سرچینه اخلي.
د قرآن شورایي تعلیمات د ځینو اسلامي پوهانو له نظره د اسلامي حکومت د جوړولو لپاره تر ټولو مناسبه روده ګڼل شوې ده.
اجمالي معرفي، متن او ترجمه
د آل عمران سورې ۱۵۹ ایت د مشورت ایت په نوم معرفي شوی دی.[۱] البته مفسرانو پر دغه ایت سربېره[۲] د شورا سورې په ۳۸ ایت کې هم د مشورت مساله او اهمیت یې جاجولی دی.[۳] په مشورت ایت کې، د پېغمبر د ښو اخلاقو پر یادولو سربېره، درې عمومي حکمونه ورکړل شوې دي:عمومي عفوه، په خدای توکل او مشوره.[۴] په دې ایت کې مشورې ته سپارښتنه د اخلاقي اوامرو د یوې ټولګې په ضمن کې راغلې ده. د معاصر مفسر مکارم شیرازي په وینا، خدای تعالی په مشورت ایت کې د پېغمبر(ص) نرمو اخلاقو ته په اشارې سره چې د مسلمانانو د جلبولو سبب شوې، له هغه غواړي چې د احد جنګ د خطاکارو د بخښلو او د جنګ د وژلو شویو کسانو لپاره د بخښنې غوښتنې په ترڅ کې په کارونو کې هم له مسلمانانو سره مشوره وکړي.[۵]
دیني څیړونکي په دې باور دي چې د مشورې آیتونه په ټولنه کې د مشورې د پراخیدو لامل شوي او ټول خلک د پریکړې کولو په پروسه کې برخه اخلي. د دوى په اند په دې آيتونو كې د پيغمبر(ص) حكومتي اړخ ته اشاره شوې، نه د هغه د نبوي اړخ؛ ځکه چې پیغام لیږل د خدای سره مستقیم اړیکه ده او خلکو ته اړتیا نلري؛ په داسې حال کې چې مشوره د حکومت مثبته ځانګړنه ده، که څه هم مشر يې معصوم وي[۶]
فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللَّـهِ لِنتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّـهِ ۚ إِنَّ اللَّـهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ
نو د الهي رحمت (په برکت) له هغوي سره نرم خویه (او مهربانه) شوې، او که تندخویه او سخت زړی وې ضرور به دې له خواوشا خپاره شوې وو. نو له هغوي تېر شه او ورپاره بخښنه وغواړه، او په کارونو کې له هغوي سره مشوره وکړه، او کله چې دې اراده وکړه نو په خدای توکل وکړه، ځکه چې خدای تعالی توکل کوونکي خوښوي.
(آل عمران سوره ۱۵۹ آیت)
د نزول شأن
د آل عمران سورې د نزول شان په احد جنګ کې د مسلمانانو له ماتې سره اړوند ګڼل شوی دی.[۷] د هغه څه مطابق چې په نمونه تفسیر کې راغلي، له احد جنګه مخکې له دښمن سره د مخامخېدو د څرنګوالي په اړه د پېغمبر(ص) او د ځینو مسلمانانو نظر دا و چې په مدینې کې دننه جنګ وشي خو هغوي د اکثریت د نظر درناوی وکړ او له مشرکانو سره د جنګ لپاره له ښاره بهر ووتل له همدې امله دا ایت نازل شو چې دغه ډول تفکر ته ځواب ووایي او پېغمبر(ص) ته امر وکړي چې بیا هم په کارونو کې له هغوی سره مشوره وکړي.[۸]
د پېغمبر(ص) نرم خوي اسلام ته د خلکو د اوړېدلو عامل
د علامه طباطبایي په اند، که څه هم د مشورت ایت مخاطب رسول الله مبارک(ص) دی، په اصل کې، خدای تعالی ټولو مسلمانانو ته خطاب کړی او ویلې یې دي چې له هغوي سره په چلند کې د پېغمبر(ص) اساني، او له خطاګانو یې تېرېدل د خدای له خوا په مسلمانانو یو رحمت دی ځکه چې خدای دی چې پېغمبر(ص) یې نرم خویه او خوش اخلاقه ګرځولی دی.[۹] د فضل بن حسن طبرسي به وینا د پېغمبر(ص) د نرم خویۍ نتیجه د اسلام دین ته د خلکو جذبېدل وو او د دې په مقابل کې یې پېغمبر ته دا خبرداری هم ورکړی چې که زړه دې سخت وای او بد اخلاقه وای نو خلک به درنه خواره واره شوې وو.[۱۰]
علامه طباطبایي د آل عمران سورې ۱۵۹ ایت د اسلام د پېغمبر(ص) د سیرت تایید ګڼي او دا چې د خدای د رسول کړچار د خدای د امر په اساس و او خدای د هغه په کار راضي او خوشاله دی.[۱۱]
د مشورې اهمیت
مفسرانو د مشورت ایت په ذیل کې د دې لپاره ځینې فایدې ذکر کړې دي منجمله یې دا دي: د خلکو د فکر د سویې لوړول او د هغوي د مسوولیت احساس، د ښې رایې غوره کول، د ټولنې په عمومي چارو کې ګډون ته هڅول، د خلکو اصلاح او په ښو اخلاقو یې متصف کېدل او د خلکو درنښت.[۱۲]
په مشورې سره د کارونو په کولو د قرآن تاکید یې په دې وجه ګڼلی چې انسان چې له فکري لحاظه هر څومره هم پیاوړی وي، بیاهم په مختلفو مسایلو کې یو یا څو اړخونو ته ګوري او له نورو اړخونو یې غافله کیږي. همداراز ویل شوي چې د مشورت له اهمیت سره اړوند ایتونو کې دا کار یو همېشنی پروګرام ګڼل شوی چې حتی پېغمبر سره له دې چې وحي پرې راتله په اجرایي مسایلو کې له مسلمانانو سره مشوره کوله او کله کله به یې د هغوي نظر په خپل نظر مخکې کاوه.[۱۳]
د پېغمبر د مشوره کولو دایره
مفسرانو له خلکو سره د پېغمبر(ص) مشوره کول، د ټولنې په عمومي او اجرایي کارونو کې.[۱۴] د ټولنې او عمومي مصلحت سره په اړوندو چارو او د الهي احکامو د پلي کولو د څرنګوالي په مساله کې ګڼلې[۱۵] او ویل شوي چې مشوره د خدای په حلالو حرامو[۱۶] او دیني چارو کې نه جاري کیږي؛[۱۷] ځکه چې دا احکام د وحي له امله دي او د خدای له کتاب او سنتو اخستل کیږي او د خدای له تشریعي ولایت سره اړه لري.[۱۸]
د صادقی تهراني او مکارم شیرازي په شان مفسران د خلافت په چاره کې مشوره هم بې اعتباره ګڼي؛ ځکه چې د هغوي عقیده دا ده چې په دې مساله کې د خدای له خوا خاص حکم نازل شوی او د وحي له لارې د پېغمبر(ص) د وصي او خلیفه په ټاکل کېدو سره نور د شورا لپاره ځای نه پاتې کیږي.[۱۹] ځینو اهل سنتو عالمانو لکه زَمَخشَری، د عمر بن خَطّاب په دې خبره په استناد سره چې «اَلخِلافةُ شوریٰ» (خلافت شورایی دی)، د خلافت مساله د شورا په حدودو کې ګڼلې ده.[۲۰]
په نهایي فیصله کولو کې د مشورې له نتیجې د پېغمبر پیروي
ځینو کسانو په مشورې د پېغمبر(ص) مامور کېدل د مسلمانانو شخصیت ته د درناوي په خاطر ګڼلي او باوري دي چې اخري فیصله کوونکی، لکه څنګه چې ایت ویلي، د اسلام پېغمبر دی او پېغمبر(ص) لازمه نه ده چې د دغه مشورې پېروي وکړي. د دې په مقابل کې بیا ویل شوي چې د دې خبرې مطلب چې د ایت په اخر کې پېغمبر آخري فیصله کوونکی معرفي شوی، دا نه دی چې هغه له خلکو سره مشوره وکړي او بیا یې په نظرونو سترګې پټې کړي؛ ځکه چې دا د ایت له هدف سره سمون نه خوري او عمومي افکارو ته د بې پامۍ او په نتیجه کې د مسلمانانو د خپه کېدو سبب کیږي. او اپوټه نتیجه ورکوي. همداراز د پېغمبر په سیرت کې هم لیدل شوي چې که څه هم هغه به د جَمعې نظر د خپل نظر خلاف لیده خو بیا یې هم د جمعې او ټولي په نظر عمل کاوه چې د مشورې اصل پیاوړی کړي.[۲۱]
د معاصرو مفسرینو له ډلې څخه د سید محمود طالقاني په وینا، وروستۍ پریکړه د نورو له نظرونو خبرتیا او مشورو وروسته واکمن ته پاتې کیږي. په دې وضاحت سره چې واکمن بايد د ټولنيزو مسايلو د مختلفو اړخونو د څيړنې او بیاکتنه لپاره په ګډه په توګه د مشترک نقطې ته ورسیږئ؛ خو کله چې د پرېکړې مرحلې ته ورسېږي، که نه په قاطع ډول پریکړه کیږي او او شکمن شي، کارونه به د ګډوډۍ لامل شي.[۲۲]
د قرآن د شورایي تعلیماتو په اساس د حکومت جوړول
د ځینو اسلامي پوهانو منجمله سید محمود طالقاني او رشید رضا، له نظره د قرآن شورایي تعلیمات، په نوې زمانه کې د اسلامي حکومت د جوړولو لپاره تر ټولو مناسبه محتوا ګڼل شوې چې کولی شي د اسلامي ټولنې بحرانونه ختم کړي.[۲۳] طالقاني د آل عمران سورې په ۱۵۹، د شوری سورې په ۳۸ او د بقرې سورې په ۲۳۳ ایتونو په استناد سره باور لري چې کله چې قرآن په کورنیزو مسایلو کې مشوره اصل ګرځولی، باید هر کور د مشورې لپاره یو مرکز وي او مشوره د هیواد یا ټولنې اداره کولو ته هم وغځوو.[۲۴] د طالقاني په باور شورایي نظام له یوې خوا استبداد او ډکټیټر شپ نفي کوي او له بلې خوا له ولسواکۍ سره سمون خوري او حتی تر دې لوړ، باوري دی چې ولسواکي یوازې په مادي اړخونو تاکید لري په داسې حال کې چې د اسلام شورایي نظام، له دې امله چې انسان د خدای خلیفه ګڼي، لوی انساني ارمانونه د وحي په رڼا کې د هغه لپاره په نظر کې نیسي.[۲۵]
فوټ نوټ
- ↑ مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۱۰، ص۸۷–۸۸.
- ↑ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۱۸۹؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ۱۴۲–۱۴۸.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۶۳
- ↑ رضائی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۳۰۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۴۰–۱۴۳.
- ↑ مبلغی، «نقش مشورت و مشارکت در فرایند تصمیم سازی با نگاهی تاریخی و تطبیقی»، مندرج در پرتال امام خمینی.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۵۶؛ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۱۸۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۴۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۴۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۵۶.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۸۶۹.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۵۶.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۸۶۹؛ موسوی سبزواری، مواهب الرحمان، ۱۴۰۹ق، ج۷، ص۹؛ طیب، احسن البیان، ۱۳۷۸ش، ج۳، ص۴۰۹؛ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش، ج۲، ص۱۸۴–۱۸۵.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۰ ص۴۶۲–۴۶۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۵۷.
- ↑ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۶، ص۵۲۹.
- ↑ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۶، ص۵۲۹.
- ↑ موسوی سبزواری، مواهب الرحمان، ۱۴۰۹ق، ج۷، ص۸.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۵۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۰، ص۴۶۳.
- ↑ صادقی تهرانی، الفرقان، ۱۳۶۵ش، ج۶، ص۶۱–۶۲؛ مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۱۰، ص۸۹.
- ↑ الزمخشری، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، ج۴، ص۲۲۹.
- ↑ مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۱۰، ص۸۸.
- ↑ طالقانی، پرتوی از قرآن، ۱۳۶۲ش، ج۵، ص۳۹۸.
- ↑ خانمحمدی و جعفری، «جایگاه شورا در حکومت اسلامی …» ص۲۳.
- ↑ طالقانی، تبیین رسالت برای قیام به قسط، ۱۳۶۰، ص۱۵۸.
- ↑ خانمحمدی و جعفری، «جایگاه شورا در حکومت اسلامی …» ص۳۲–۳۳.
سرچينې
- خانمحمدی، یوسف و جعفری، سید نادر، «جایگاه شورا در حکومت اسلامی از دیدگاه محمد رشیدرضا و سید محمود طالقانی»، در فصلنامه سیاست متعالیه، شماره ۲۲، ۱۳۹۷ش.
- صادقی تهرانی، محمد، الفرقان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات فرهنگ اسلامى، ۱۳۶۵ش.
- طالقانی، سید محمود، پرتوی از قرآن، تهران، شرکت سهامی انتشار، ۱۳۶۲ش.
- طالقانی، سید محمود، تبیین رسالت برای قیام به قسط، تهران، شرکت سهامی انتشار، ۱۳۶۰ش.
- طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
- طیب، سید عبدالحسین، اطيب البيان في تفسير القرآن، تهران، انتشارات اسلام، ۱۳۷۸ش.
- قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز درسهایی از قرآن، ۱۳۸۲ش.
- مبلغی، احمد، «نقش مشورت و مشارکت در فرایند تصمیم سازی با نگاهی تاریخی و تطبیقی»، مندرج در پرتال امام خمینی، تاریخ درج ۲ اردیبهشت ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید ۶ بهمن ۱۴۰۱ش.
- مغنیه، محمدجواد، الکاشف فی تفسیر القرآن، تهران، دارالکتاب الاسلامی، ۱۴۲۴قق.
- مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، قم، مدرسه امیر المومنین، ۱۳۶۸ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۱ش.
- موسوی سبزواری، عبدالاعلی، مواهب الرحمان، بیروت، موسسه اهل بيت(ع)، ۱۴۰۹ق.