د عرم سیلاب

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د یمن په مأرب سېمه کې د عرم بند آثار.

د عَرِم سیلاب، یو لوی سیلاب چې د خدای د عذاب په توګه په یمن کې د سبا په قام نازل شو. د سبا سورې ۱۶ ایت، دغه کیسې ته اشاره لري چې پر اساس یې وروسته یې د چې خدای تعالي په اوسنۍ صنعا، مَأرَب کې د خلکو د هدایت لپاره ځینې پېغمبران ولېږل او خلکو د پېغمبرانو انکار وکړ، عرم بند مات شو او په ښار اوبه راماتې شوې. د سیلاب راتګ سبب شو چې د ښار په ختیځ او لویدیځ کې دوه اباد بڼونه په ښوره ځمکه بدل شي.

د ختیځ پیژاندو او لرغون پېژاندو د څېړنو له مخې عرم سیلاب په یمن کې د اوسنۍ صنعا په شمال ختیځ کې راغلی و. د دغه پېښې د واقع کېدو وخت ۵۳۲ م کال بلل شوی دی.

د عرم د سیلاب کیسه

عرم سیلاب، یو لوی سیلاب چې په یمن کې د مارب ښار پکې د بند (ډیم) د ورانېدو له امله وران شو او د میوو باغونه او کروندې هم له مینځه لاړې.[۱] ابن قتیبه دینوري او علي بن حسین مسعودي چې د دریمې هجري پېړۍ مورخان دي، باوري دي چې د سبا قام په دغه ښار کې اوسېده.[۲] د مسعودي په باور، د سبا ټاټوبي ډېر ښایسته بڼونه ابادۍ او پریمانه نعمتونه لرل او دغه نعمتونه د ډیم له اوبو د استفادې په وجه وو.[۳]

د ځینو تاريخي راپورونو او څېړنو له مخې د عرم سیلاب له ۴۴۷ تر ۴۵۰ م کال یا د اسلام له راتګه ۴۰۰ کاله مخکې په شپږمې قمري پېړۍ کې راغلی دی.[۴] همداراز ځینو تاریخي سرچینو جوته کړې چې د ښار خلک د سیلاب له راتګه مخکې خواره واره شول او عراق، شام او یثرب ته یې مهاجرت وکړ.[۵]

لکه څنګه چې مسعودي په مروج الذهب کې جوته کړې د عرم بند کابو دوه ویشت مربع کلومیټره مساحت درلود.[۶] دغه بند یا ډیم په مَأرَب یا عَرِم بند مشهور و.[۷] مسعودي، د دغه بند جوړېدل د لقمان بن عاد بن عاد کار ګڼلی دی.[۸]، خو د هغه راپور په اساس چې ابوالفتوح رازي نقل کړی هغه سبا ملوکې جوړ کړی دی.[۹]

د عرم ټکي د معنا په اړه مختلف احتمالونه بیان شوې دي؛ منجلمه دا چې عرم د هغه سیلاب نوم و چې د ښار د خرابۍ سبب شوی دی،[۱۰] یا یو لوی باران چې د سیلاب سبب شو،[۱۱]یا دهغه ډیم نوم چې د سبا قام جوړ کړی و.[۱۲] همداراز عرم د هغه منږک نوم بلل شوی چې د مارب بند د ورانېدو سبب شو.[۱۳] په یو بل احتمال کې، عرم د سور رنګه اوبو نوم ګڼل شوی چې د الهي عذاب په توګه په سبا قام نازل شو.[۱۴]

د قرآن اشاره

په قران کریم کې د سبا سورې ۱۶ ایت، د عرم سیلاب پېښې ته اشاره لري. د دغه ایت متن په دې ډول دی:

لَقَدْ كَانَ لِسَبَإٍ فِي مَسْكَنِهِمْ آيَةٌ ۖ جَنَّتَانِ عَن يَمِينٍ وَشِمَالٍ ۖ كُلُوا مِن رِّزْقِ رَبِّكُمْ وَاشْكُرُوا لَهُ ۚ بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ ﴿۱۵﴾ فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنَاهُم بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَيْ أُكُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَيْءٍ مِّن سِدْرٍ قَلِيلٍ ﴿۱۶﴾


د سبا د قام لپاره په خپل استوګنځای کې د (الهي رحمت او طاقت) یوه نښه وه:دوه باغونه له ښي او کیڼه،[هغوی ته مو وویل:]«  د خپل پالونکي روزي خورئ او دهغه شکر وباسئ. یو پاک ښار او بخښونکی پروردګار»(۱۵) نو [له خدایه یې]مخ واړوه. اومونږ په هغوي عرم (ویجاړوونکی) سیلاب ولېږه او د هغوي دوه بڼونه یې په دوو داسې بڼونو چې ترخې مېوې او د شوره ګز (ونې) او یو څه د بېرې ونې یې لرلې، بدل کړل.(۱۶)


مسلمانو مفسرانو د سبا سورې د شپاړسم ایت په تفسیر کې د عرم سیلاب کیسه بیان او تفسیر کړې ده.[۱۵] په شپږمې هجري پېړۍ کې د شیعه مفسر ابوالفتوح رازي د تفسیر له مخې خدای تعالی د سبا قوم د هدایت لپاره پېغمبران ولیږل او خلکود هغوي پېغمبري رد او د خدای انکار به یې کاوه او ابادي او د ښارونو نعمتونه یې د خپل لوړاوي په وجه بلل.[۱۶] د ایت معنا ته په پام سره، مفسرانو د عرم سیلاب سبب د خلکو کفران نعمت او ناشکري ګڼلې ده.[۱۷] ابوالفتوح رازي او مکارم شیرازي د عرم سیلا د ړنګولو لپاره یو منږک د خدای له خوا مامور ګڼلی دی.[۱۸] پر دې اساس، د سیلاب راتګ سبب شو چې دوه اباد باغونه چې تر دې مخکې د ښار په دوو لورو کې وو، په دوو ورانو، شاړو او ښوره زارو باغونو بدل شي.[۱۹] په روایي کتابونومنجمله کافي او مرآةالعقول کې د عرم سیلاب کیسه او د الهی عذاب علت او څرنګوالی بیان شوی دی.[۲۰]

د لرغون پېژاندو څېړنې

په نولسمه میلادي پېړۍ کې د ځینو ختیځ پېژاندو او لرغون پېژاندو د څېړنې له مخې، د عرم سیلاب د اوسني صنعا ښار په شمال ختیځ کې چې هماغه مارب و راغلی دی.[۲] د دغه څیړاندو په نظر، د عرم بند له سمندره ۱۱۶۰ میټره لوړ او په خپله زمانه کې د ډېرو پرمختللو انجنیرنګ اصولو په اساس جوړ شوی او له ۴۴۷ تر ۴۵۹ م کاله پکې سیلاب راغلی او خلکو به مرمت کاوه، خو اخر په ۵۳۲م کال کې مات شو.[۲۲] د بند ځای ته نزدې، د سبا قام د تاریخچې او د عرم سیلاب په اړه ډېر خطوط او نقوش او کتیبې یا تختۍ لاسته راغلي دی.[۲۳] سید صدرالدین بلاغي په خپل کتاب قصص قرآن کې، د عرم سیلاب د واقع کېدو ځای ته کې د ختیځ پېژاندو او لرغون پېژاندو د ورتګ په اړه تفصیلات وړاندې کړې دي.[۲۴]

فوټ نوټ

سرچينې