د سبا ملکه
د سَبا ملکه یوازینۍ ښځینه واکمنه ده چې په قرآن او عهدین کې یې ذکر راغلی دی. د هغې نوم بِلْقِیس یاد شوی دی. هغه چې د سبا (اوسني یمن) سیمې پاچاهي په غاړله لرله، په اوله کې لمر پرسته وه؛ خو له حضرت سلیمان سره له ملاقاته وروسته یې ایمان راوړ او موحده شوه. نن سبا ځینو څېړاندو د سبا ملکې مدیریت ته د قرآن مثبت نظر ته په پام سره په ټولنه کې د ښځو په رول او فعال شتون استدلال کړی دی.
له سبا قوم او ملکې یې د حضرت سلیمان خبرېدل، حضرت سلیمان ته د سترګو له رپه مخکې د سبا ملکې د سلطنت د تخت راوړل او د سلیمان په ماڼۍ کې یې شتون له قرآني کیسې دي. په قرآن او عهد عتیق کې د سبا د ملکې او حضرت سلیمان د کتنې کیسه په ځینو مواردو کې مشترکه ده؛ خو د مسلمانو څېړاندو په وینا په دغو دوو راپورونو کې مهم اختلافات شته دي چې تر ټولو لوی یې دا دی چې قرآن له هدایتي نظره دغه کیسه راپورکړې ده.
څېړاندي وایي د سبا ملکې کیسه په اسلامي سرچینو کې په اسراییلیاتو په تکیې سره ډېره پراخه او تشریح شوې ده.
په عربي فارسي ادبیاتو کې د سبا ملکې کیسې ته ډېره اشاره شوې ده. په شعرونو کې ملکه سبا د حکمت، عقل او شتمنۍ بېلګه ګڼل کیږي. د سبا ملکې په اړه مختلف کتابونه لیکل شوې چې پکې د بلقیس ابراهیم الحضراني لیکلی کتاب الملکة بلقیس؛ التاریخ و الاسطورة و الرمز، شامل دی.
اهمیت
سبا ملکه د سبا سیمې ملکه وه او له سلیمان نبي سره یې د کتنې کیسه د قرآن په نمل سورې[۱] او په سپڅلي کتاب کې راغلې ده.[۲] سبا ملکه یوازینۍ واکمنه او د خاصو توانمنیو لرونکې ښځه ده چې قرآن یې یادونه کړې ده.[۳] هغه یې ډېره هوښیاره ښځه ګڼلې ده.[۴] په قرآن کې د سبا ملکې کیسې ته په پام سره د ښځو مدیریت ته د قرآن د نظر او په ټولنه کې د ښځو د فعال شتون او رول د ثابتولو په لړ کې ځینې مقالې لیکل شوې دي.[۵] ویل شوي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د تدوین په بهېر کې ځینو غړیو د ښځو د مدیریتي مقام د بیان لپاره په قرآن کې د سبا ملکې په کیسې استدلال کړی دی.[۶] د څیړنو له مخې د سبا ملکې کیسه په اسلامي سرچینو کې ډېره سپړل او توضیح شوې او ځینې ټکي یې له اسرائیلیاتو اخستل شوې دي.[۷]
د سبا ملکې نوم، نسب او حکومت
د سبا ملکې نوم په قرآن او عهد عتیق کې نه دی راغلی؛[۸] خو د ډېرو مفسرانو او مورخانو په وینا نوم یې بلْقِیس و.[۹] د شیعه په ډېرو سرچینو کې هم همدا نوم راغلی دی.[۱۰] سره له دې په ځینو سرچینو کې د سبا ملکې لپاره نور نومونه لکه یَلمَقه راغلی دی.[۱۱] په ځینو سرچینو کې راغلي چې هغه د سام بن نوح له نسله وه.[۱۲] همداراز ویل شوي چې د هغې مور له پېریانو وه؛[۱۳] خو د دغه خبرې انکار شوی دی.[۱۴]
بلقیس یې د حمیر قبیلې معرفي کړې[۱۵] او ویل شوي چې په سبا ټاټوبي (اوسني یمن)[۱۶] کې یې یو قدرتمن او برمناک حکومت درلود[۱۷] او د حکومت پلازمېنه یې مَأرَب وه.[۱۸] د شپږمې قمري پېړۍ د محدث ابن عساکر په راپور، هغې له حضرت سلیمان سره له کتنې مخکې نه کاله او وروسته یې څلور کاله په یمن حکومت وکړ.[۱۹] البته د هغې د حکومت لپاره نور کلونه هم ذکر شوې دي.[۲۰] د هغه راپور په اساس چې د روض الجنان کتاب لیکوال ابوالفتوح رازي نقل کړی، سبا ملکه د عَرِم بند ( ډېم) جوړ کړ چې وروسته په عرم سیلاب کې وران شو.[۲۱] د دغه بند جوړول د نورو کسانو کار هم بلل شوی دی.[۲۲]
ځینو لیکوالانو له حضرت سلیمان سره د سبا ملکې هم مهال والي ته په پام سره، د بلقیس د حکومت پړاو له میلاده مخکې د لسمې پېړۍ نیمایي بللې ده.[۲۳] په همدې اساس، په یمن کې په کشف شویو کتیبو کې د هیڅ ښځینه ملوکې د نوم د نیشتوالي په وجه یې د سبا ملکې په وجود کې شک ناسم ګڼلی دی؛ ځکه چې دغه کتیبې یا تختۍ له میلاده مخکې په اتمې پېړۍ پورې اړوند دي.[۲۴] د ځینو څېړاندو په وینا د صنعا د ختیځ په ۱۲۰ کلومیټرۍ کې د بلقیس د ماڼۍ د ستنو پاتې شوونې شته دي.[۲۵] د څوارلسمې پېړۍ تاریخ څېړاندي جواد علي لیکلي چې حبشیان ځانونه د سبا ملکې بلقیس له نسله ګڼي.[۲۶]
په سلیمان پېغمبر ایمان راوړل او ورسره واده
د قرآن د ایتونو له مخې، سبا ملکې په اوله کې د لمر عبادت کاوه؛[۲۷] خو له سلیمان سره له کتنې وروسته یې په خدای ایمان راوړ.[۲۸] د ځینو تفسیري سرچینو په وینا، هغې له حضرت سلیمان سره واده وکړ.[۲۹] د هغه څه مطابق چې فارسۍ دایرة المعارف له ځینو یهودي سرچینو نقل کړي، بُختُنَصَّر د سلیمان او بلقیس د واده مېوه (بچی) وه؛[۳۰] خو د ځینو په وینا، هغې له سلیمان پرته له بل کس سره واده وکړ[۳۱] او د ځینو راپورونو له مخې هغې بیخي واده نه دی کړی.[۳۲]
د سلیمان او سبا ملکې د ملاقات په اړه د قرآن او عهدینو راپور
قرآن د حضرت سلیمان او بلقیس کیسه نقل کړې ده.[۳۳] حضرت سلیمان د هدهد په وسیله له داسې وطنه خبر شو چې یوې شان لرونکې ښځې پرې حکومت کاوه چې له خپل قام سره یو ځای یې د لمر عبادت کاوه.[۳۴] سلیمان سبا ملکې ته یو لیک ولیکه او هغه یې د ځان پېروۍ ته وبلله.[۳۵] ملکې د لیک په ځواب کې د فساد او د خلکو د وژلې د مخنیوي لپاره، سلیمان ته یوه ډالۍ ولېږله؛ خو سلیمان ډالۍ ونه منله.[۳۶] ملکه له سلیمان سره د خبرو لپاره هغې ته ورغله او حضرت سلیمان د یو کس په وسیله «چې د کتاب ځینې علم ورسره و» د ملکې تخت د سترګو له رپه په کم وخت کې د ملکې له رسېدو مخکې راوړ.[۳۷] ملکه د سلیمان دربار ته راغله او په خدای یې ایمان راوړ.[۳۸] ویل شوي چې د هغې تخت ډېر لوی او برمناک و او ډېر جواهرات او ملغلرې یې لرلې.[۳۹]
د عهد عتیق د راپور له مخې، سبا ملکه چې د حضرت سلیمان ډېره اوازه یې اورېدلې وه هغه ته ورغله او ځینې پوښتنې یې ترې وکړې او له سلیمانه یې مناسب ځوابونه واورېدل.[۴۰] پر دې سربېره، د ښکلې ماڼۍ او پاچاهي خوراکونو لیدلو، د درباریانو او چارواکو تشریفاتو، د خدمتکارانو او ساقیانو منظم خدمت او هغه قربانۍ چې د خدای په کور کې وړاندې او نذر شوې هغه حق حیرانه کړه.[۴۱] اخر سبا ملکې د سلیمان او د هغه د خدای ستاینه وکړه[۴۲] او دواړو لورو یو بل ته ډېرې ګرانبیه ډالۍ ورکړې او سبا ملکه خپل وطن ته ستنه شوه.[۴۳] د عهد جدید په ځینو برخو کې سبا ملکې ته اشاره شوې ده.[۴۴]
د یوې څېړنې له مخې د قرآن او عهد عتیق راپور په ځينو ځایونو کې مشترک دی؛ خو ډېر لوی اختلافونه هم لري.[۴۵] منجمله دا چې د قرآن راپور د عهد عتیق د راپور په پرتله زیات مفصل دی او د قرآن نظر او کړچار هدایتي دی.[۴۶] همداراز په قرآن کې د سلیمان او سبا ملکې د لیدلو ځای ته اشاره نه ده شوې؛[۴۷] خو په عهد عتیق کې اورشلیم ذکر شوی دی.[۴۸] سره له دې د هغه څه مطابق چې په اسلامي سرچینو کې راغلي، دغه کتنه له اورشلیم پرته په بل ځای کې او مکې ته د سلیمان د سفر په وخت شوې ده.[۴۹]
وفات او د ښخېدو ځای
د ځینو تاریخي سرچینو په وینا، بلقیس له سلیمان سره له لیدلو اوه کاله څو میاشتې وروسته وفات شوه او د شام په تَدمُر ښار کې یې خاورو ته وسپارله.[۵۰] هیڅوک د هغې د قبر له ځایه نه وو خبر تر دې چې د ولید بن عبد الملک د حکومت په وخت یې قبر راڅرګند شو او د هغه پر امر پرې یوه ودانۍ جوړه کړی شوه.[۵۱]
په ادبیاتو کې د سبا ملکې ذکر
د مولوی یو شعر چې پکې سبا ملکې ته اشاره شوې ده:
رحمت صد تو بر آن بلقیس باد | که خدایش عقل صد مرده بداد | |
هدهدی نامه بیاورد و نشان | ز سلیمان چند حرفی با بیان | |
خواند او آن نکتههای با شمول | ||
با حقارت ننگرید اندر رسول[۵۲] |
د سبا ملکې کیسه په عربي او فارسي ادبیاتو کې ډېره راغلې ده.[۵۳] په شعر کې بلقیس د شتمنۍ، حکمت او عقل بېلګه ذکر شوې ده.[۵۴] ځینو شاعرانو په دې اړه پوره پوره مثنویانې لیکلې دي. منجمله حیاتي ګیلاني په لسمې پېړۍ کې د «سلیمان و بلقیس» په نوم یوه پوره مثنوي ولیکله.[۵۵] احمد خان صوفي هم په دولسمې قمري پېړۍ کې د نظامي د اثر « خسرو و شیرین» په تقلید د « بلقیس و سلیمان» مثنوي ولیکله.[۵۶]
لیکنې
د سبا ملکې په موضوع مختلف کتابونه لیکل شوي چې ځینې یې دا دي:
- الملکة بلقیس؛ التاریخ و الاسطورة و الرمز، په قلم د بلقیس ابراهیم الحضرانی. په دې کتاب کې د دینونو، تاریخ او د یمن د ادبیاتو له نظره د سبا ملکې رول جاجول شوی دی.[۵۷] دا اثر ای. ایم. ګرافیک خپرنځي په ۱۹۹۴ میلادي کې په قاهرې کې چاپ کړی دی.[۵۸]
- بلقیس؛ امرأة الاَلغاز و شیطانة الجنس، لیک د زیاد منی. دا کتاب په اته څپرکو او ۳۴۷ مخونو کې برابر شوی دی. پکې د اسلام، مسیحیت او یهودیت په تاریخ کې د سبا ملکې شخصیت جاجول شوی دی.[۵۹] د بیروت الرئیس خپرنځي دا کتاب په ۱۹۹۸ کال کې خپور کړ.[۶۰]
فوټ نوټ
- ↑ سوره نمل، آیات ۲۰-۴۴.
- ↑ کتاب مقدس، کتاب اول پادشاهان، باب ۱۰.
- ↑ کریمیان و هوشنگی، «بلقیس»، ص۷۴.
- ↑ ابنحبیب البغدادی، المحبر، دار الآفاق الجدیدة، ص۳۶۷.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: عقیلی، «بررسی حاکمیت زن از نگاه عهد قدیم و قرآن کریم با تکیه بر داستان ملکه سبا»، ۱۳۹۴ش؛ روحانیمنش، «الگوهای مدیریت زنان در قرآن»، ۱۳۹۳ش؛ رعایی، «بلقیس اشارتی بر زن از دیدگاه قرآن»، ۱۳۷۷ش؛ کریمی و دیگران، «کارآمدی زنان در عرصههای سیاسی - اجتماعی»، ۱۴۰۰ش.
- ↑ ذاکری، «ولایت زنان»، ص۵۶.
- ↑ الحضرانی، الملکة بلقیس، ۱۹۹۴م، ص۱۴۴.
- ↑ نافع، عصر ما قبل الاسلام، ۲۰۱۸م، ص۷۲.
- ↑ جواد علی، المفصل فی تاریخ العرب، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۲۶۴.
- ↑ ر.ک: صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۲۰۸، ۲۰۹ و ۲۱۰؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۳۰؛ شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۳۲۷؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۰۳؛ شیخ مفید، الاختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۲۱۳.
- ↑ عوتبی صحاری، الأنساب، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۲۰۹.
- ↑ شبستری، اعلام القرآن، ۱۳۷۹ش، ص۱۹۱.
- ↑ قمی، تفسیر قمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۱۲۸.
- ↑ اصفهانی، تاریخ سنی ملوک الارض، دار مکتبة الحیاة، ص۹۹.
- ↑ ابنصاعد اندلسی، التعریف بطبقات الأمم، ۱۳۷۶ش، ص۲۰۴.
- ↑ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۱۶۱.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۳۴۱.
- ↑ شبستری، اعلام القرآن، ۱۳۷۹ش، ص۱۹۱.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۶۹، ص۶۷.
- ↑ اصفهانی، تاریخ سنی ملوک الارض، دار مکتبة الحیاة، ص۹۹.
- ↑ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱۶، ص۶۱.
- ↑ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۱۶۱.
- ↑ نافع، عصر ما قبل الاسلام، ۲۰۱۸م، ص۷۲.
- ↑ خزائلی، اعلام قرآن، ۱۳۷۱ش، ص۳۷۶.
- ↑ بیآزار شیرازی، باستانشناسی و جغرافیای تاریخی قصص قرآن، ۱۳۸۲ش، ص۳۲۲.
- ↑ جواد علی، المفصل فی تاریخ العرب، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۲۳۷.
- ↑ سوره نمل، آیه ۲۴.
- ↑ سوره نمل، آیه ۴۴.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۱۲۸.
- ↑ مصاحب و دیگران، «بلقیس»، ص۵۲۷.
- ↑ ابنکلبی، نسب معد و الیمن الکبیر، ۱۴۲۵ق، ج۲، ص۵۴۶.
- ↑ عوتبی صحاری، الأنساب، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۲۱۰.
- ↑ سوره نمل، آیات ۲۰-۴۴.
- ↑ سوره نمل، آیات ۲۳-۲۴.
- ↑ سوره نمل، آیات ۲۸-۳۱.
- ↑ سوره نمل، آیات ۳۵-۳۶.
- ↑ سوره نمل، آیات ۳۸-۴۰.
- ↑ سوره نمل، آیات ۴۲-۴۴.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۳۴۱.
- ↑ کتاب مقدس، اول پادشاهان، باب ۱۰، آیات۱-۳.
- ↑ کتاب مقدس، اول پادشاهان، باب۱۰، آیات ۴-۵.
- ↑ کتاب مقدس، اول پادشاهان، باب ۱۰، آیه ۹.
- ↑ کتاب مقدس، اول پادشاهان، باب ۱۰، آیات۱۰-۱۳.
- ↑ انجیل متا، باب۱۲، آیه۴۲؛ انجیل لوقا، باب۱۱، آیه ۳۱.
- ↑ حسینی بجدنی، و دیگران، «بررسی و تحلیل تفسیری داستان سلیمان(ع) و ملکه سبا در نگاه قرآن کریم و تطبیق آن با عهد قدیم»، ص۲۲۲.
- ↑ حسینی بجدنی، و دیگران، «بررسی و تحلیل تفسیری داستان سلیمان(ع) و ملکه سبا در نگاه قرآن کریم و تطبیق آن با عهد قدیم»، ص۲۲۲-۲۲۴.
- ↑ سوره نمل، آیات ۲۰-۴۴.
- ↑ کتاب مقدس، کتاب اول پادشاهان، باب ۱۰، آیه ۲.
- ↑ ابنهشام، التیجان فی ملوک حمیر، ۱۳۴۷ق، ص۱۶۳-۱۷۰؛ بیضاوی، انوار التنزیل، ص۱۴۱۸ق، ج۴، ص۱۵۸.
- ↑ دیار بکری، تاریخ الخمیس، دار صادر، ج۱، ص۲۴۹.
- ↑ دیار بکری، تاریخ الخمیس، دار صادر، ج۱، ص۲۴۹.
- ↑ مولوی، مثنوی معنوی، دوهم دفتر ۳۳ برخه.
- ↑ کریمیان و هوشنگی، «بلقیس»، ص۷۵.
- ↑ حمزه، نساء حکمن الیمن، ۱۴۲۰ق، ص۹۵.
- ↑ اسماعیلزاده، «تحقیق در مثنوی سلیمان و بلقیس حیاتی گیلانی».
- ↑ پشتدار و دیگران، «معرفی مثنوی بلقیس و سلیمان احمدخان صوفی»، ص۲۹.
- ↑ الحضرانی، الملکة بلقیس التاریخ و الاسطورة و الرمز، ۱۹۹۴م.
- ↑ الحضرانی، الملکة بلقیس التاریخ و الاسطورة و الرمز، ۱۹۹۴م.
- ↑ زیاد منی، بلقیس امرأة الألغاز و شیطانة الجنس، ۱۹۹۸م.
- ↑ زیاد منی، بلقیس امرأة الألغاز و شیطانة الجنس، ۱۹۹۸م.
سرچينې
- قرآن.
- ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامی، ۱۴۰۸ق.
- ابنحبیب البغدادی، محمد، المحبر، تحقیق ایلزه لیختن شتیتر، بیروت، دار الآفاق الجدیدة، بیتا.
- ابنصاعد اندلسی، صاعد بن احمد، التعریف بطبقات الأمم، تصحیح غلامرضا جمشیدنژاد، تهران، مرکز پژوهشی میراث مکتوب، ۱۳۷۶ش.
- ابنعساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۵ق.
- ابنکلبی، هشام بن محمد، نسب معد و الیمن الکبیر، تحقیق ناجی حسن، لبنان، عالم الکتب، ۱۴۲۵ق.
- ابنهشام، عبدالملک، التیجان فی ملوک حمیر، صنعاء، مرکز الدراسات و الابحاث الیمنیة، ۱۳۴۷ق.
- اسماعیلزاده، یوسف و دیگران، «تحقیق در مثنوی سلیمان و بلقیس حیاتی گیلانی»، در مجله پژوهش زبان و ادبیات فارسی، شماره ۱۲، بهار ۱۳۸۸ش.
- اصفهانی، حمزة بن حسن، وتاریخ سنی ملوک الارض و الانبیاء، بیروت، دار مکتبة الحیاة، بیتا.
- الحضرانی، بلقیس ابراهیم، الملکة بلقیس التاریخ و الاسطورة و الرمز، قاهره، ای. ام. گرافیک، ۱۹۹۴م.
- بیضاوی، عبدالله بن عمر، انوار التنزیل و اسرار التأویل، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ص۱۴۱۸ق.
- بیآزار شیرازی، عبدالکریم، باستانشناسی و جغرافیای تاریخی قصص قرآن، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۲ش.
- پشتدار، علیمحمد و دیگران، «معرفی مثنوی بلقیس و سلیمان احمدخان صوفی»، در فصلنامه مطالعات شبهقاره، سال ۴، شماره ۱۲، پاییز ۱۳۹۱ش.
- جواد علی، المفصل فی تاریخ العرب، بیروت، دار الساقی، ۱۴۲۲ق.
- حسینی بجدنی، سید حسین و دیگران، «بررسی و تحلیل تفسیری داستان سلیمان(ع) و ملکه سبا در نگاه قرآن کریم و تطبیق آن با عهد قدیم»، در مجله پژوهشهای تفسیر تطبیقی، شماره ۱۳، بهار و تابستان ۱۴۰۰ش.
- حمزه، عفت وصال، نساء حکمن الیمن، بیروت، دار ابنحزم، ۱۴۲۰ق.
- خزائلی، محمد، اعلام قرآن، تهران، امیرکبیر، ۱۳۷۱ش.
- خطیب عمری، یاسین، الروضة الفیحاء فی تواریخ النساء، تحقیق حسام ریاض عبدالحکیم، لبنان، مؤسسة الکتب الثقافیة، ۱۴۲۰ق.
- دیار بکری، حسین بن محمد، تاریخ الخمیس فی احوال انفس النفیس، بیروت، دار صادر، بیتا.
- ذاکری، علیاکبر، «ولایت زنان»، در مجله حوزه، شماره ۱۶۳ و ۱۶۴، بهار و تابستان ۱۳۹۱ش.
- رعایی، فهیمه، و مریم گلاببخش، «بلقیس: اشارتی بر زن از دیدگاه قرآن»، در مجله حکمت سینوی، شماره ۴، اردیبهشت ۱۳۷۷ش.
- روحانیمنش، معصومه، «الگوهای مدیریت زنان در قرآن»، فصلنامه تحقیقات مدیریت آموزشی، سال پنجم، شماره سوم، بهار ۱۳۹۳ش.
- زیاد منی، بلقیس امرأة الألغاز و شیطانة الجنس، بیروت، ریاض الرئیس، ۱۹۹۸م.
- شبستری، عبدالحسین، اعلام القرآن، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۳۷۹ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۶۲ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا(ع)، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الاختصاص، قم، المؤتمر العالمی لألفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
- صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمد(ص)، ۱۴۰۴ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
- عقیلی، فاطمه، «بررسی حاکمیت زن از نگاه عهد قدیم و قرآن کریم با تکیه بر داستان ملکه سبا»، در مجله هفت آسمان، شماره ۶۵ و ۶۶، ۱۳۹۴ش.
- عوتبی صحاری، سلمة بن مسلم، الأنساب، تصحیح محمد احسان نص، عمان، وزارة التراث القومی و الثقافة، ۱۴۲۷ق.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تحقیق و تصحیح سید طیب موسوی جزائری، قم، دار الکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
- کتاب مقدس، بیروت، دار المشرق، ۱۹۹۴م.
- کریمی، فاطمه و دیگران، «کارآمدی زنان در عرصههای سیاسی - اجتماعی»، در مجله سیاست اسلامی، شماره ۲۰، ۱۴۰۰ش.
- کریمیان، محمدباقر، و لیلا هوشنگی، «بلقیس»، در جلد ۴ دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دائرة المعارف اسلامی، ۱۳۷۷ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، قم، مؤسسة دار الهجرة، ۱۴۰۹ق.
- مصاحب غلامحسین و دیگران، «بلقیس»، در جلد ۱ دایرة المعارف فارسی، تهران، امیرکبیر، ۱۳۸۱ش.
- نافع، محمد مبروک، عصر ما قبل الاسلام، قاهره، مؤسسه هنداوی، ۲۰۱۷م.
- نووی، یحیی بن شرف، تهذیب الأسماء و اللغات، تصحیح عامر غضبان و عادل مرشد، دمشق، دار الرسالة العالمیة، ۱۴۳۰ق.