منځپانگې ته ورتلل

د قربت نیت

د wikishia لخوا

د قُربَت نیت یا قَصدِ قُربَت، د خدای د رضایت د لاسته راوړلو او هغه ته د نزدېکت په اراده د عبادت کول دی. د قربت نیت په تعبدي واجباتو لکه لمونځ، روژې او حج کې لازم دی او بې له هغه عبادت صحیح نه دی خو په توصلي واجباتو کې د قربت نیت ته ضرورت نیشته. د ځینو په باور، له ایمان سره یو ځای د قربت نیت ثواب ته د رسېدلو له شرایطو څخه دی.

مفهوم پیژندنه

د قربت له نیته مطلب د خدای د فرمان د پېروۍ او د هغه د رضا د لاسته راوړلو په اراده د عبادت کول دي.[۱] د شیعه فقیهانو له نظره، له خدایه د مننې، د هغه د رضا د لاسته راوړلو، ثواب ته د رسېدلو، له سزا د بچ کېدلو، او په عبادت کې مصحلت ته د رسېدلو په شان محرکاتو سره د عبادت ترسره کول، د قربت د نیت د تحقق ځینې لارې دي.[۲]

ځینو د قربت نیت او ایمان د اجر شرط ګڼلی دی چې بې له دې د عمل خاوند ته هیڅ اجر نه ورکول کیږي.[۳]

په تعبدي او توصلي باندې د عبادتونو د وېشلو معیار

واجب عملونه د قربت د نیت پر اساس په دوو ډلو وېشل کیږي:

  • تعبدي واجبات: هغه واجبات چې پکې د قربت نیت شرط دی او بې له هغه د خدای امر نه دی ترسره شوی. لکه لمونځ او روژه.[۴] د شیعه فقیه ایت الله مکارم شیرازي په وینا، حُسن فعلي او حُسن فاعلي، د عبادت له ارکانو دي. له حُسن فعلي مطلب دا دی چې د عبادت کوونکی، هغه د خدای قربت ته د رسېدلو لپاره وکړي نه د ریاکارۍ وغیره لپاره.[۵] البته شیعه فقیهان په دې اړه چې ایا په تعبدي واجباتو کې د قربت د نیت وجوب، عقلي دی که شرعي، د نظر اختلاف لري؛[۶] په دې مساله کې درې کلي مبناوې شته دي:
  1. د ایت الله خویي نظر: د قربت د نیت وجوب شرعي دی او شارع په عبادت باندې په امر کې، د قربت اراده او نیت هم لحاظ کړی دی.[۷]
  2. د میرزای نائیني نظر: د قربت د نیت وجوب شرعي دی او شارع په عبادت باندې له امره پرته په یو بل امر کې د قربت د نیت وجوب لحاظ کړی دی.[۸]
  3. د اخوند خراساني نظر: د قربت د نیت وجوب عقلي دی او د عمل او اطاعت د ترسره کولو په کیفیت پورې اړه لري.[۹] که د عمل له کولو د شارع غرض یوازې د هغه بهرنی تحقق وي لکه د مړي د ښخولو وجوب، عقل د قربت نیت لازم نه ګڼي. خو که د شارع غرض دا وي چې د عمل په کولو سره، هغه ته تقرب او نزدیکت حاصل شي په دې بڼه کې عقل د قربت نیت لازم ګڼي.[۱۰]
  • توصلي واجبات: هغه واجبات چې په کولو کې یې د قربت نیت شرط نه دی لکه : د هغه چا بچ کول چې ډوبیږي، د مړي ښخول او د پور ستنول.[۱۱]

په تقربي او توصلي د واجباتو د وېشلو معیار

امام خمیني په تهذیب الاصول کتاب کې واجبات په تَقَرُّبی او توَصُّلی وېشلې دي.[۱۲] په تقربي واجباتو کې د قربت نیت شرط دی او دا په خپله په دوه ډوله دي:

  • هغه واجبات چې د هغو په اړه د عبادت عنوان صدق کوي لکه لمونځ ، روژه، حج او...[۱۳]
  • هغه واجبات چې که څه هم په هغو کې د قربت نیت شرط دی؛ خو عبادت نه ګڼل کیږي. لکه د زکات ورکول.[۱۴]

فوټ نوټ

  1. ↑ فرهنگ‌نامه اصول فقه، مرکز اطلاعات و منابع اسلامی، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۶۳۶.
  2. ↑ فرهنگ‌نامه اصول فقه، مرکز اطلاعات و منابع اسلامی، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۶۳۶.
  3. ↑ مؤسسه دایرة المعارف الفقه الفارسی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۶۹۴.
  4. ↑ مظفر، اصول‌الفقه، ۱۳۷۰ش، ج۱، ص۶۵.
  5. ↑ مکارم شیرازی، حیله‌های شرعی و چاره‌جویی‌های صحیح، ۱۴۲۸ق، ص۵۸.
  6. ↑ فرهنگ‌نامه اصول فقه، مرکز اطلاعات و منابع اسلامی، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۶۳۷.
  7. ↑ خویی، محاضرات فی الاصول، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۲۲۱.
  8. ↑ خویی، اجودالتقریرات، ۱۳۶۸ش، ج۱، ص۱۱۷.
  9. ↑ مظفر، اصول‌الفقه، ۱۳۷۰ش، ص۶۶.
  10. ↑ آخوند خراسانی، کفایةالاصول، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۸۱.
  11. ↑ مظفر، اصول‌الفقه، ۱۳۷۰ش، ص۶۶.
  12. ↑ امام خمینی، تهذیب الاصول، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۱۴۷.
  13. ↑ امام خمینی، تهذیب الاصول، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۱۴۷.
  14. ↑ امام خمینی، تهذیب الاصول، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۱۴۷.

سرچينې

  • آخوند خراسانی، محمدکاظم، کفایةالاصول، قم، مؤسسه آل البیت (ع)، ۱۴۰۹ق.
  • امام خمینی، روح‌الله، تهذیب الاصول، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۰۵ق.
  • پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، فرهنگ‌نامه اصول فقه، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۹ش.
  • خویی، سید ابوالقاسم، اجودالتقریرات، قم، کتابفروشی مصطفوی، چاپ دوم، ۱۳۶۸ش.
  • مؤسسه دایرة المعارف الفقه الفارسی، فرهنگ فقه فارسی، قم، مؤسسه دایرة المعارف الفقه الفارسی، ۱۳۸۷ش.
  • مظفر، محمدرضا، اصول‌الفقه، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۳۷۰ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، حیله‌های شرعی و چاره‌جویی‌های صحیح، قم، مدرسه الامام علی بن ابی‌طالب(ع)، چاپ دوم، ۱۴۲۸ق.