د قرقرة الکدر غزوه
د قَرْقَرَةُ الْکُدْر غزوه، د پېغمبر یوه غزا ده چې د هجرت په دریم کال او په یو نقل دوهم کال په کُدر سیمه کې پېښه شوه. په دې غزا کې د بني سلیم او غطفان قبیلو یو شمېر کسان په کدر نومې سیمې کې راغونډ شول چې په مدینه برید وکړي، خو د اسلامي ځواکونو په راغونډېدو سره له هغه ځایه لاړل. په دې غزا کې د مسلمانانو د لښکر بیرغچي امام علي(ع) و او مسلمانانو ته ځينې ولجې په لاس ورغلې.
د نومَونې علت
کُدر سیمه له مدینې اته منزله (کابو۱۷۹کلومیټره) لرې ده.[۱] ځینو قَرقَرة الکُدْر او ځینو قرارة الکدر نومولې ده.[۲] په دې سیمه کې د اوبو یوه کوهی و چې د بني سلیم قبیلې و.[۳] له دې امله چې دا سیمه له مسلمانانو سره د جنګېدو لپاره د دوو قبیلو غطفان او بني سلیم د راغونډېدو ځای و، د قرقرة الکدر غزوه په نوم مشهور شوه.[۴] له دې پېښې د «قرقرة بنیسلیم و غطفان غزوه» په نوم هم یادونه کیږي.[۵]
پېښه
په دریم قمري کال د بني سلیم او غطفان قبیلو یو شمېر کسان راغونډ شول چې په مدینې برید وکړ، خبر یې پېغمبر(ص) ته ورسید[۶] پېغمبر ابن ابي مکتوب[۷] او په یو روایت محمد بن مسلمه انصاري[۸] یا سباع بن عرفطه غفاري[۹] په خپل ځای په مدینه کې وټاکل او له ځواکونو سره د هغوي په لور وخوځېد.[۱۰] د مسلمانو سپایانو بېرغوال امام علي(ع) و.[۱۱] د مسلمانانو د لښکر له رسېدلو مخکې د بني سلیم او عطفان لښکر هغه ځای پرېښې و. پېغمبر خپل عسکر د دښمن له حاله د خبرېدو لپاره لوړو ته ولیږه. هغوي له یو شمېر اوښبنو او شپنو سره مخامخ شول چې پکې د یسار په نوم یو زلمی و. اصحابو هغوي له اوښانو سره یو ځای پېغمبر(ص) ته وروستل. مسلمانان مدینې ته ستانه شول او د صرار په کور کې یې ولجې ووېشلې. هغوي یسار له دې امله چې لمونځ یې کاوه د پېغمبر په ونډه کې راوسته. پېغمبر هغه ازاد کړ.[۱۲]
وخت
تاریخي سرچینو قرقرة الکدر غزوه له سویق غزوه وروسته ګڼلې ده.[۱۳] ځینو تاریخ لیکونکو د دغه پېښې وخت د دوهم قمري کال د وړوکي اختر میاشته[۱۴] او ځینو د دریم قمري کال محرم میاشته ګڼلې ده.[۱۵] له مدینې د پېغمبر(ص) له روانېدو تر ستنېدو پورې پینځلس ورځې وخت لګېدلی دی.[۱۶]
فوټ نوټ
- ↑ حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۴، ص۴۴۱.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۱۰.
- ↑ حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۴، ص۴۴۱.
- ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۳.
- ↑ مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۲۴.
- ↑ ابن سعد،الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۳؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۱۰.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۱۰؛ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۳.
- ↑ ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۳۷۷.
- ↑ ابن هشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ج۲، ص۴۳.
- ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۳.
- ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۳.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۸۳.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۷۴؛ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۸۱-۱۸۲.
- ↑ ابن هشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ج۲، ص۴۳.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۱۰؛ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۸۲؛ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۳.
- ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۳.
سرچينې
- ابنعبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق: علی محمد بجاوی، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
- ابنسعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق: محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
- ابنهشام، عبدالملک، السیرة النبویه، تصحیح: مصطفی سقا و ابراهیم ابیاری و عبد الحفظ شبلی، بیروت، دار المعرفة، بیتا.
- بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف(ج۱)، تحقیق: محمد حمیدالله، مصر ، دار المعارف، ۱۹۵۹م.
- حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دار صادر، ۱۹۹۵م.
- مقریزی، احمد بن علی، امتاع الاسماع، تحقیق: محمد عبدالحمید نمیسی، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۲۰ق/۱۹۹۹م.
- واقدی، محمد بن عمر، المغازی، تحقیق: مارسدون جونس، المغازی، بیروت، مؤسسة الاعلمی، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.