د والدینو عاق

د wikishia لخوا

د والدَیْنو عاقِّ یا عُقوق والدَیْن، یا د والدینو عاق کول له لویو ګناهانو او اخلاقي رذالتونو ګڼل کیږي او مطلب یې دی په خوله یا عمل سره د مور او پلار او یا په هغوي کې د یو هر ډول ځورول او خپه کول. په روایتونو کې نافرماني، د غصې نظر، درناوی نه کول او اُف ویل د دې له مصداقونو ګڼل شوې او راغلي دي چې که تر اف ویلو کم څه وای نو خدای به له هغې هم نهي کړې وه. همداراز له جنته محرومېدا، دوزخ ته ننوتل، د قبر عذاب، د لمانځه نه قبلېدل او د دعا نه قبلېدل له هغو پایلو دي چې په روایتونو کې د عاق والدین لپاره ذکر شوې دي. ځینې اخلاقي عالمان د عمر کمی، سکرات موت او حتی په سخته سا وتل هم د دې له دنیاوي اثارو ذکر کړې دي.

مفهوم

عاق والدین په دې معنا دی چې بچی مور او پلار ازار کړي او هغوي په ژبه یا عمل سره له ځانه خپه کړي.[۱] البته د عقوق لفظ په لغت کې د پرې کولو په معنا راغلی دی، په دې بڼه کې دعقوق والدین مطلب له هغوي سره قطع رحم دی.[۲] ملا مهدي نراقي عاق والدین تر ټولو بد قطع رحم (له خپلوانو سره خپلوي پرېښودل) ګڼلی او باوري دی هر هغه څه چې د قطع رحم په غندنه دلالت کوي د عاق والدین په غندنه هم دلالت لري. همداراز عاق والدین له داسې رذایلو ګڼي چې په غضبیه او شهویه قوې پورې اړوند دی او له کینې، بخل او له دنیا سره له مینې راوځي.[۳]

مصداقونه

عاق والدین د مور پلار یا په هغوي کې د یو نافرمانۍ او هر ډول ځورولو ته ویل کیږي. په روایتونو کې تند او غصه ناک نظر[۴] د حقوقو ضایع کول[۵] د غوښتنې نه پوره کول، د حکم نه منل، درناوی نه کول[۶] د هغې له مصداقونو ګڼل شوي دي. ملا احمد نراقي ویلي هر شی چې د والدینو د ځورېدو سبب شي عاق ګڼل کیږي.[۷] له امام صادقه په یو روایت کې مور او پلار ته د اف ویل د عاق والدین تر ټولو وړوکی مصداق ګڼل شوی او ویل شوي چې که تر دې کم یو څه وای نو خدای به انسان له هغې هم منع کړی و.[۸]

پایلې

عاق والدین له اخلاقي رذایلو دی چې په روایتونو کې د هغې په ګناه کبیره یعنې لویې ګناه والي تصریح[۹] او پایلې یې بیان شوې دي:

  • له جنت او دهغې له بویه بې برخې کېدل.[۱۰] له امام صادق(ع) د یو روایت له مخې د قیامت په ورځ به د جنت له پردو یوه پرده لرې شي ، خوشبویي به یې له پینځو سوو کلونو فاصلې څخه د هر ژوندي ساري پوزې ته رسیږي، مګر هغه کسان چې والدینو عاق کړې دي.[۱۱] همداراز په ډېرو روایتونو کې د لایدخل الجنه (جنت ته به نه داخلیږی) له تعبیره استفاده شوې ده.[۱۲]
  • دوزخ ته ورتګ [۱۳]
  • د لمانځه نه قبلېدل؛ په یو روایت کې راغلي چې څوک چې خپل ظالم پلار او مور ته د دښمنۍ په نظر وګوري خدای یې لمونځ نه قبلوي.[۱۴]
  • د دعا نه قبلېدل[۱۵]
  • په دنیا کې عذاب؛ له پېغمبره په یو روایت کې عقوق والدین له داسې ګناهونو ګڼل شوې چې انسان یې په همدې دنیا کې سزا ویني.[۱۶] ملا احمد نراقي ویلي چې تجربې ثابته کړې چې عاق والدین، د عمر د لنډېدو، د ژوند د ترخېدو، فقر، پریشانۍ ، په سخته د سا وتلو او د سکرات موت د سختۍ سبب کیږي.[۱۷]
  • د قبر عذاب؛ د ملا مهدي نراقي په وینا، له چا چې مور خپه وي سکرات موت او د قبر عذاب یې سخت دی.[۱۸]

د والدینو له مرګه وروسته د هغوي عاق

د ځینو روایتونو له مخې عاق والدین یوازې د مور او پلار د ژوند په زمانه پورې مخصوص نه دی او د هغوي له مرګه وروسته هم کېدی شي. لکه څنګه چې له هغوي سره نیکي کول د هغوي په ژوند پورې مخصوص نه دی. ممکنه ده یو کس د والدینو په ژوند کې له هغوي سره مهربانه وي خو له مرګه وروسته یې عاق شي لکه هغه کس چې د والدینو له مرګه وروسته د هغوي قرض نه ادا کوي او ورپاره بخښنه نه غواړي. همداراز ممکنه ده یو بچی په دنیا کې د والدینو عاق وي خو د هغوي له مرګه وروسته نه.[۱۹]

ملا احمد نراقي له عاق والدینه د خلاصېدو لپاره، د بچي لپاره د والدینو د زحمتونو، بې خوبۍ او دلسوزۍ او د هغه لپاره د پلار د ښېرو د قبلېدو یادونه کوي.[۲۰]

فوټ نوټ

  1. نراقی، معراج السعاده، ۱۳۷۸ش، ص۵۳۲.
  2. فراهیدی، العین، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۳.
  3. نراقی، جامع السعادات، ۱۳۸۳ق، ج۲، ص۲۶۲.
  4. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۴۹.
  5. تمیمی آمدی، غرر الحکم، ۱۴۱۰ق، ص۶۷۱.
  6. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۱۵، ص۱۹۴.
  7. نراقی، معراج السعاده، ۱۳۷۸ش، ص۵۳۲.
  8. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۴۹.
  9. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۲۷۶.
  10. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۴۹.
  11. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۴۹.
  12. حمیری، قرب الاسناد، ۱۴۱۳ق، ص۸۲.
  13. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۴۸.
  14. کلینی، الکافی، ج۲، ۱۴۰۷ق، ص۳۴۹.
  15. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۴۴۸.
  16. پاینده، نهج الفصاحه، ۱۳۸۲ش، ص۱۶۵.
  17. نراقی، معراج السعاده، ۱۳۷۸ش، ص۵۳۲.
  18. نراقی، جامع السعادات، ۱۳۸۳ق، ج۲، ص۲۶۳.
  19. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۶۳.
  20. نراقی، معراج السعاده، ۱۳۷۸ش، ص۵۳۲.

سرچينې