د قبر عذاب

د wikishia لخوا

د قبر عذاب له مرګه وروسته هغه سختۍ او فشارونه دي چې په عالم برزخ کې ورسره انسان مخامخیږي. د روایتونو له مخې یو بل ته د نورو د خبرو رسول، د طهارت او نجاست خیال نه ساتل، له مېرمنې سره د مېړه بدسلوکي، له کورنۍ سره بد اخلاقي او لمانځه ته سپک کتل د قبر د عذاب سببونه دي؛ له بلې خوا د امام حسین(ع) زیارت، په نجف کې ښخېدل، د پېغمبر (ص) د اهل بیتو مینه، د پنج شنبې ورځې له ماسپښینه د جمعې تر ماسپښنه پورې وخت کې مړ کېدل او.... د قبر د عذاب په لرې کېدو کې اغېزمن ګڼل شوې دي.

د واصل بن عطا له شاګرد ضرار بن عمر پرته ټول مسلمانان د قبر په عذاب عقیده لري. متکلمان د قبر د عذاب د ثابتولو لپاره د غافر سورې په یوولسم آیت استناد کوي. په دې اړه چې مثالي بدن عذاب درک کوي که دنیایي بدن، د نظر اختلاف موجود دی، خو اکثره متکلمان په دې باور دي چې د قبر عذاب په برزخي بدن راځي.

د اهل سنتو عالم محمد بن اسماعیل بخاري، په خپل صحیح کتاب کې له پېغمبر اکرم(ص) یو روایت نقل کړی چې مړی په قبر باندې د خپلوانو د ژړا په وجه په عذابیږي. د صحیح مسلم د شارح یحیی بن شرف نوَوَي په وینا اهل سنت عالمانو دغه روایت تاویل کړی دی؛ ځکه چې د ژوندیو د ژړا په خاطر د مړو سزا کول، د فاطر سورې له اتلسم ایت سره چې هیڅوک د بل پيټی نه پورته کوي،سمون نه لګوي. همداراز د عایشې په وینا، دغه روایت په صحیح توګه له پیغمبر(ص) څخه نه دی روایت شوی.

مفهوم او مقام

د قبر عذاب هغه سختۍ او فشارونه دي چې له مرګه وروسته په برزخ کې په انسان راځي. عالَم قبر هماغه عالم برزخ دی چې د مړي د ښخېدو له وخته پېل او تر قیامته جاري وي.[۱] په روایتونو کې د اور تودوښه،دد ځمکې فشار، د ځناورو چیچل او زیاته وېره د قبر د عذاب د ځینو نمونو په توګه معرفي شوې دي.[۲]

له امام صادق(ع) د یو روایت په اساس چې په من لا یحضره الفقیه کې راغلی، د قبر په عذاب کې هغه ټول کسان شاملیږي چې له دنیا ځي؛ که څه هم په ځمکه کې نه وي ښخ شوي.[۳] همداراز له امام صادق(ع) د یو بل روایت له مخې چې په بحارالانوار کې راغلی اکثره انسانان د قبر فشار لري.[۴]

په هغو دعاګانو او لمانځنو کې چې له معصومانو نقل شوې، د قبر د عذاب له سختۍ خدای ته پناه وړل شوې ده.[۵] د مثال په توګه پېغمبر(ص) هغه وخت چې خپله لور رقیه یې ښخه کړه، له هغې د قبر د عذاب د لرې کېدو دعا یې وکړه.[۶] یا د فاطمه بنت اسد له ښخولو مخکې د هغې په قبر کې څملاسته چې د هغه وعدې مطابق چې هغې ته یې ورکړې وه، خدای تعالی فاطمه بنت اسد د قبر له فشاره په امان کې وساتي.[یادداشت۱][۷] حضرت فاطمه(س) هم په خپل وصیت کې له امام علي(ع) وغوښتل چې له ښخولو وروسته یې په قبر قرآن ولولي او دعا وکړي.[۸]

په روایي جوامعو کې د قبر په اړه حدیثونه په یو پوره جدا باب کې راغونډ کړی شوې او علامه مجلسي د بحارالانوار په «أحوال البرزخ و القبر و عذابه و سؤاله و سائر ما يتعلق بذلك‏» باب کې په دې اړه ۱۲۸ روایتونه نقل کړې دي.[۹]

سببونه

اَللَّهُمَّ إِنِّی أَعُوذُ بِک مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ وَ مِنْ ضِیقِ الْقَبْرِ وَ مِنْ ضَغْطَةِ الْقبر[۱۰] (ژباړه: ای خدایه د قبر له عذاب، تنګۍ او فشاره تاته پناه ورم.)

د هغه روایت په اساس چې په علل الشرائع کې له امام علي(ع) نقل شوی، د قبر عذاب د سخن چینۍ، (د یو بل خبرې رسول) د طهارت او نجاست په اړه بې پروایۍ او له ښځې د مېړه د څنګ ته کېدو له امله ګڼل شوی دی.[۱۱]

شیخ عباس قمي دغه روایت ته په اشارې سره، د قبر زیاتره عذاب د دغه دریو له امله ګڼل شوی دی.[۱۲] ځینې نور څیزونه چې د قبر د عذاب سبب کیږي دا دي:

  • بد اخلاقي: له پېغمبر(ص) د راغلي روایت مطابق د سعد بن معاذ د قبر د عذاب وجه له کورنۍ سره بد اخلاقي وه.[۱۳]
  • لمانځه ته اهمیت نه ورکول: د یو روایت مطابق چې د علي مشکیني په المواعظ العددیه کتاب کې راغلی، د لمانځه په کولو کې سستي د قبر د تنګۍ او فشار سبب کیږي.[۱۴]
  • د خدای د نعمتونو ضایع کول:[۱۵] د یو حدیث له مخې د مومن د قبر عذاب د هغو نعمتونو کفاره ده چې ضایع کړې یې دي.[۱۶]

همداراز د روایتونو په اساس غیبت[۱۷] د معصومو امامانو[۱۸] د ولایت نه لرل. د مظلوم مرسته نه کول[۱۹] بې اودسه لمونځ کول[۲۰] د قبر د عذاب سبب کیږي. په جامع السعادات کتاب کې د مرګ سکرات، (ځان کندن) او د قبر عذاب د هغه کسانو چې مور ترې خپه وي، سخت ګڼل شوی دی.[۲۱]

د قبر د عذاب د کمولو لاملونه

په روایي کتابونو کې، د قبر له عذابه د خلاصېدو او یا کمولو لپاره یې ځینې لاملونه ذکر شوې چې یو شمېر یې دا دي:

  • د اهل بیتو(ع) مینه؛ په بحار الانوار کې له پېغمبر اکرم(ص) د یو روایت له مخې د پېغمبر (ص) او اهل بیتو مینه په اوه ځایونو کې ګټه رسوي چې یو یې قبر دی.[۲۲]
  • د خاصو مستحبي لمونځونو کول: د هغه روایت په اساس چې سید بن طاووس په اقبال الاعمال کتاب کې له معصومانو نقل کړی، د رجب او شعبان په میاشتو کې د خاصو لمونځونو کول د قبر د عذاب د لرې کېدو سبب کیږي[۲۳]
  • په نجف کې ښخېدل: په ارشاد القلوب کتاب کې د حسن بن محمد دیلمي په وینا په روایتونو کې راغلي چې د نجف د خاورې یوه ځانګړتیا دا ده چې د قبر عذاب او د نکیر او منکر د سوالونو محاسبه په نجف کې له ښخېدونکو کسانو لرې کیږي.[۲۴]
  • د قرآن قرائت: د حدیثونو په روایي سرچینو کې په باب فضائل السور کې نقل شوي چې پر اساس یې د قرآن د ځینو سورو لوستل د قبر د عذاب د لرې کېدو سبب کیږي؛ منجمله یې دا دي: د هرې جمعې د زخرف او نساء سورې لوستل.[۲۵] او د خوب په وخت د تکاثر سورې تلاوت[۲۶]
  • د مړي په څنګ کې د دوو شنو لرګو کېښودل: د یو روایت له مخې چې د حدیثو په کتاب الکافي کې له امام صادق(ع) نقل شوی، په قبر کې د مړي په څنګ کې د دوو شنو لرګو کېښودل د قبر د عذاب د لرې کېدو سبب کیږي.[۲۷] همداراز د یو بل روایت له مخې، له ښخولو وروسته د مړي په قبر د اوبو اچول له هغه د قبر د عذاب د لرې کېدو سبب کیږي.[۲۸]

ځینې نور موارد چې د روایتونو په اساس د قبر د عذاب د لرې کېدو یا کمېدو سبب کیږي دا دي:

د څلویښتو حدیثونو کتاب په شرحه کې د امام خمیني په وینا، د قبر او عالم برزخ د اوږدېدو معیار دنیاوي پییلتیاوې او له دنیا سره مینه ده او په دې اساس هر څومره چې دنیاوي تعلقات کم وي د انسان قبر او برزخ روښانه او پراخ وي او د انسان پاتې کېدل پکې کم وي.[۳۷]

ایا د خپلوانو ژړا د قبر د عذاب سبب کیږي؟

د اهل سنتو په روایي سرچینو کې یو روایت پېغمبر اکرم(ص) ته نسبت ورکړی شوی چې پر اساس یې مړی د قبر لپاسه د خپلوانو د ژړا په وجه عذابیږي.[۳۸] د دغه حدیث راویان دوهم خلیفه او عبدالله بن عمر دي چې د عایشې بي بي په وینا دغه حدیث یې له پېغمبر اکرمه(ص) صحیح نه دی نقل کړی؛[۳۹] ځکه چې پېغمبر فرمایلې وو:«مړی په قبر کې د خپلو ګناهانو په وجه په عذابیږي، په داسې حال چې خپلوان یې هم په دغه وخت کې په هغه ژاړي»[۴۰] د صحیح مسلم د شارح نوَوَی، په وینا اهل سنت د دغه حدیث د تاویل په اړه د نظر اختلاف لري؛ ځینې یې د هغو مړو په اړه ګڼي چې وصیت یې کړی چې له مرګه وروسته پرې ژړا وکړی شي او ځینې نور بیا د ژوندیو د کارونو په وجه د مړو عذاب کېدل د دغه آیت چې «وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ؛ هیڅوک د بل چا (د ګناه) پېټی په اوږه نه وړي»[۴۱] سره په ټکر کې ګڼي.[۴۲]

د برزخي بدن عذاب که د دنیاوي؟

په دې اړه چې د قبر عذاب په دنیاوي بدن سره احساسيږي که په برزخي بدن سره د نظر اختلاف موجود دی؛ ویل شوې چې د مشهورو متکلمانو او فلسفیانو په باور، د انسان روح له مرګه وروسته په مثالي بدن(د دنیاي بدن په شان بدن خو په دې فرق سره چې د دنیاوي بدن خواص لکه وزن او جِرم نه لري) کې ننوځي.[۴۳] سره له دې سید مرتضی او سدیدالدین حمصي رازي چې امامیه متکلمان دي ته نسبت ورکړل شوی چې دوي عقیده لري له مرګه وروسته روح بدن ته ستنیږي او د قبر فشار په دنیایي بدن سره درک کیږي.[۴۴] د عبدالرزاق لاهیجي په وینا هغه کسان چې عقیده لري روح نه دی باقي د قبر عذاب د بدن ګڼي، خو کوم کسان چې د روح په بقا قایل دي باوري دي چې له مرګه وروسته روح بدن ته ستنیږي او د قبر عذاب له روح سره مخصوص دی، یا دا چې روح او بدن دواړو ته رسیږي.[۴۵]

د اشعري مکتب د بنسټ ګر ابوالحسن اشعري په وینا، د قبر د عذاب په اړه په مسلمانانو کې اختلاف موجود دی؛ هغه اکثره مسلمانان د قبر په عذاب عقیده من ګڼلي او ویلې یې دي چې معتزله او خوارج د قبر په عذاب باور نه لري.[۴۶] خو ابن ابی الحدید په طبقات المعتزله کې له قاضی القضا نقل کړی دی چې د وصال بن عطا شاګرد ضرار بن عمر د قبر په عذاب عقیده نه لرله نو دغه عقیده یې ټولو معتزله و پورې تړلې ده، په داسې حال کې چې معتزله د قبر عذاب جایز ګڼي، که څه په هغوي کې ګوته په شمېر د قبر په عذاب باور نه لري خو اکثره یې باوري دي چې د قبر عذاب شته دی په دې فرق سره چې هغه د روح ګڼي نه د جسم.[۴۷]

قرآني استناد

د هغه څه مطابق چې علامه مجلسي له شیخ بهایي نقل کړي، په کلامي کتابونو کې د قبر عذاب د ثابتولو لپاره په دغه ایت «قالُوا رَبَّنا أَمَتَّنَا اثْنَتَيْنِ وَ أَحْيَيْتَنَا اثْنَتَيْنِ؛ ای ربه مونږ دې دوه ځله مړه کړو او دوه ځله دې ژوندي کړو»[۴۸] استدلال کیږي؛ په دې ډول چې لومړی مرګ په دنیا او دوهم مرګ په قبر کې دی، همداراز لومړي ژوندي کېدل په قبر کې او دوهم د قیامت په ورځ دي.[۴۹] د علامه مجلسي په وینا ځینې مفسرانو لکه عبدالله بن عمر بیضاوي او فضل بن حسن طبرسي په جوامع الجامع کې په دغه ایت کې دوو مرګونو او دوو ژوندنونو ته اشاره، له نطفې مخکې مړ کولو او په دنیا کې مړ کولو او له نطفې وروسته ژوندي کېدو او په قیامت کې ژوندي کېدو ته اشاره ګڼلې ده.[۵۰] ده همداراز لومړی نظر په مجمع البیان کې فضل بن حسن طبرسي او فخر رازي ته نسبت ورکړی دی.[۵۱]

علامه مجلسي په دغه ایت کې «وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ؛» هر څوک چې زما له یاده مخ واړوي په تحقیق سره چې معیشت یې تنګیږي او د قیامت په ورځ به یې ړوند مشحورو،[۵۲] «معیشة ضنکاً» د قبر په عذاب تفسیر کړی دی.[۵۳]

همداراز په مجمع البیان کې (لیک په ۶ قمري پېړۍ کې) له ځینو مفسرانو نقل شوي چې په دغه ایت کې «سَنُعَذِّبُهُمْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَىٰ عَذَابٍ عَظِيمٍ؛ هغوی به دوه ځله عذابوو او اخر به د دوزخ سخت ابدي عذاب ته ستانه کړې شئ،[۵۴] له دوو عذابونو یو ځل عذاب د قبر عذاب او بل ځل د قیامت په عذاب تفسیر شوی دی.[۵۵] د شیعه مفسر علامه طباطبایي (وفات ۱۳۶۰ لمریز) په وینا دغه ایت «النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ اور هر سهار او ماښام هغوي ته وړاندې کیږي او هغه ورځ چې قیامت جوړ شي غږ به وکړي چې د فرعون کورنۍ په ډېرو سختونو عذابونو کې ننباسئ»[۵۶] په دې خبره دلالت لري چې له آل فرعون سره دوه چلنده کیږي، لومړي دا چې هغوي به اور ته وروړاندې کیږي او بیا به په اور کې ننباسل کیږي. اور ته وړاندې کول، له قیامته مخکې اور هماغه د برزخ (قبر) عذاب دی.[۵۷]

کتابونه

د قبر د عذاب په اړه د شیخ عباس قمي په منازل الآخره کتاب، د محمد شجاعي په عروج روح، او د نعمت الله صالحي په کتاب انسان از مرګ تا برزخ کې خبرې شوې دي. همداراز د قبر د عذاب په اړه پوره پوره کتابونه هم لیکل شوې چې ځینې دا دي:

  • «تحقیقی قرآنی و روایی درباره عذاب قبر»، لیک د مهدی فَربودی چې په ۱۳۸۶ کې خپور شو او همداراز د «‌ تحقیقی قرآنی و روایی درباره عالم قبر» په نامه هم چاپ شوی دی.[۵۸]
  • «عالم قبر: راز بزرگ»، لیکوال جابر رضواني.[۵۹]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۵، ص۶۸؛ اردبیلی، تقریرات فلسفه، ۱۳۸۵ش، ج۳، ص۲۳۹-۲۴۰.
  2. قمی، منازل الآخره، مؤسسة النشر الاسلامی، ص۱۳۷-۱۴۹.
  3. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۳۶۷ش، ج۱، ص۲۷۹.
  4. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۲۶۱.
  5. وګورئ:‌ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۲۶؛ ابن‌طاووس، اقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۳۸، ۴۳۹.
  6. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۲۶۱.
  7. کلینی، اصول کافی، ج۱، ص۴۵۴.
  8. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۹، ص۲۷.
  9. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۰-۲۸۲.
  10. طبرسی، مکارم الأخلاق، دعای هر صبح و شام، ۱۳۷۰ش، ص۲۷۹.
  11. شیخ صدوق، علل الشرائع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۱۰.
  12. قمی، منازل الآخره، مؤسسة النشر الاسلامی، ص۱۳۸.
  13. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۲۶۱.
  14. مشکینی، تحریر المواعظ العددیه، ۱۳۸۲ش، ص۲۳۲-۲۳۳.
  15. شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۰۹.
  16. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۵۰.
  17. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۲۴۵.
  18. وګورئ: علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۲۶۲.
  19. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ج۱، ۱۴۱۳ق، ص۵۸.
  20. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ج۱، ۱۴۱۳ق، ص۵۸؛ علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۰۹.
  21. نراقی، جامع السعادات، ۱۳۸۳ش، ج۲، ص۲۶۳.
  22. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷، ص۲۴۸.
  23. وګورئ: سید بن طاووس، اقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۶۶۴،۶۲۹، ۶۵۶، ۶۶۵، ۶۸۳، ۷۲۳.
  24. دیلمی، ارشاد القلوب، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۴۳۹.
  25. قمی، سفینة البحار، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۳۹۷.
  26. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۹، ص۳۳۶.
  27. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۱۰۳.
  28. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۲۰۰.
  29. ابن‌قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۱۴۲-۱۴۳.
  30. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۳۲۱.
  31. قمی، سفینة البحار، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۳۹۷.
  32. ابن‌طاووس، اقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۶۵۱.
  33. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۳۶۷ش، ج۱، ص۸۳.
  34. مشکینی، مواعظ العددیه، ۱۳۸۲ش، ص۷۵.
  35. مشکینی، مواعظ العددیه، ۱۳۸۲ش، ص۷۵.
  36. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳-۴.
  37. امام خمینی، شرح چهل حدیث، ۱۳۸۰ش، ص۱۲۴.
  38. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۸۰، بَابُ مَا يُكْرَهُ مِنَ النِّيَاحَةِ عَلَى المَيِّتِ، ح۱۲۹۱-۱۲۹۲.
  39. نووی، المنهاج شرح صحیح مسلم بن الحجاج، ۱۳۹۲ق، ج۶، ص۲۲۸.
  40. نووی، المنهاج شرح صحیح مسلم بن الحجاج، ۱۳۹۲ق، ج۶، ص۲۲۸.
  41. سوره انعام، آيه ۱۶۴.
  42. نووی، المنهاج شرح صحیح مسلم بن الحجاج، ۱۳۹۲، ج۶، ص۲۲۸.
  43. ملایری، «نظریه‌های بدن برزخی-بررسی و نقد»، ص۱۰۹-۱۱۵.
  44. ملایری، «نظریه‌های بدن برزخی-بررسی و نقد»، ص۱۱۳-۱۱۵.
  45. لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۶۴۹-۶۵۰.
  46. اشعری، مقالات الاسلامیین، ۱۴۰۰ق، ص۴۳۰.
  47. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۶، ص۲۷۳.
  48. سوره غافر، آیه ۱۱.
  49. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۲۱۱.
  50. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۲۱۴.
  51. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۲۱۴.
  52. سوره طه، آیه ۱۲۴.
  53. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۲۱۵.
  54. سوره توبه، آیه۱۰۱.
  55. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۱۰۰.
  56. سوره غافر، آیه ۴۶.
  57. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۷، ص۳۳۵.
  58. «عالم قبر»، سایت بازار کتاب.
  59. «عالم قبر، راز بزرگ»، سایت کتابخانه ملی.

سرچينې

  • قرآن.
  • اردبیلی، سید عبدالغنی، تقریرات فلسفه، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۵ش.
  • ابن‌ابی‌الحدید، عبدالحمید بن هبةالله، شرح نهج البلاغة، تصحیح محمد ابوالفضل، قم، مکتبة آیةالله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌طاووس، علی بن موسی، اقبال الاعمال، تهران، دارلکتب الاسلامیه، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌قولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، تصحیح عبدالحسین امینی، نجف، دارالمرتضویه، ۱۳۵۶ش.
  • اشعری، ابوالحسن، مقالات الاسلامیین و اختلاف المصلین، آلمان-ویسبادن، فرانس شتاینر، ۱۴۰۰ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، شرح چهل حدیث، قم، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۰ش.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، تحقیق محمدزهیر بن ناصر الناصر، دارالطوق، ۱۴۲۲ق.
  • دیلمی، حسن بن محمد، ارشادالقلوب الی الصواب، قم، الشریف الرضی، قم، ۱۴۱۲ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الامالی، تهران، کتابچی، ۱۳۷۶ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تهران، نشر صدوق، ۱۳۶۷ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرائع، قم، کتابفروشی داوری، ۱۳۸۵ش/۱۹۶۶م.
  • طبرسی، حسن بن فضل، مکارم الاخلاق، قم، الشریف الرضی، ۱۴۱۲ق/۱۳۷۰ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه محمدجواد بلاغی، تهران، انتشارات ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، الامالی، تصحیح: موسسة البعثة، قم، دارالثقافة، قم، ۱۴۱۴ق.
  • قمی، شیخ عباس، سفینه البحار و مدینه الحکم و الاثار، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۷۸ش.
  • قمی، شیخ عباس، منازل الآخره، منازل الآخرة والمطالب الفاخرة، تحقیق سید یاسین موسوی، مؤسسة النشر الاسلامی.
  • «عالم قبر، راز بزرگ»، سایت کتابخانه ملی، تاریخ بازدید: ۱۰ مهر ۱۳۹۹ش.
  • «عالم قبر»، سایت بازار کتاب، تاریخ بازدید: ۱۰ مهر ۱۳۹۹ش.
  • علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، مکتبة النشر الاسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، کافی،‌ تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • لاهیجی، عبدالرزاق، گوهر مراد، مقدمه زین‌العابدین قربانی، تهران، سایه ۱۳۸۳ش.
  • مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، بحار الانوار، تصحیح جمعی از محققان، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مشکینی اردبیلی، علی، تحریر المواعظ العددیه، قم، انتشارات الهادی، ۱۳۸۲ش.
  • ملایری، موسی، «نظریه‌های بدن برزخی-بررسی و نقد»، پژوهش دینی، شماره۲۱، زمستان ۱۳۸۹ش.
  • نراقی، محمدمهدی، جامع السعادات، قم، مؤسسه مطبوعاتی ایرانیان، ۱۳۸۳ش.
  • نوری، میرزاحسین، مستدرک الوسائل، قم، مؤسسه آل البیت لاحیاء التراث، ۱۴۰۷ق.
  • نووی، یحیی بن شرف، المنهاج فی شرح صحیح مسلم بن الحجاج، بیروت، دارحیاء النراث العربی، ۱۳۹۲ق.