قرض
قَرْض بل چاته مال ورکول دي په دې ژمنې سره چې اخستونکی به یې قرض ورکوونکي ته ستنوي. قرض ورکول د قرآن د آیتونو او روایتونو له مخې له مستحباتو ګڼل شوي او دا چې قرض ورکوونکي ته لوی اجر رسیږي. د قرض ورکولو په اهمیت کې راغلي چې قرض الحسنه خدای ته د پور ورکول دي. حَسَن قرض هغه قرض دی چې له حلال ماله وي او په احسان اړولو او ځورولو سره ضایع نه کړی شي. په روایتونو کې د پور په بیا اخستلو کې هم د خوش رفتارۍ سپارښتنه شوې ده.
د قرض په صحیح والي کې پر عمومي شرطونو لکه بلوغ، عقل، قصد و اختیار سربېره اختصاصي شرطونه هم ذکر شوې دي؛ لکه دا چې که د پور د ستنولو لپاره یوه موده وټاکل شوه پور ورکوونکی حق نه لري د هغه وخت له ختمېدو مخکې یې بیرته واخلي، همداراز د پور په بیا ستنولو کې ځنډ ګناه ګڼل شوې ده.
د پور له اندازې د زیات ستنول ربا او سود ګڼل کیږي او حرام دي.
مفهوم پېژندنه
قَرْض بل چاته مال ورکول دي په دې ژمنې سره چې اخستونکی به یې قرض ورکوونکي ته ستنوي[۱] د قرآن په ځینو آیتونو کې د قرض الحسنې تعبیر د ښه او حسن قرض په معنې کارول شوی دی.[۲] پر دې اساس قرض حَسَن هغه قرض دی چې له حلال ماله وي او په احسان اړولو او ځورولو سره ضایع نه شي.[۳] قرض الحسنه په فقهي معنې کې هغه پور ته ویل کیږي چې بې ربا (بې سوده) وي.[۴]
اهمیت او مقام
د قرآن په آیتونو او روایتونو کې د قرض الحسنې په اهمیت ټینګار شوی او هغه یې خدای ته د پور ورکول ګڼلي دي.[۵] د اسلام له پېغمبر(ص) په یو روایت کې، قرض ورکول حتی تر صدقې هم لوړ دي.[۶] د بقرې سورې ۲۴۵ او د مائدې سورې ۱۲، د حدید سورې ۱۱ او ۱۸ ، د تغابن سورې ۱۷ او د مزمل سورې ۲۰ ایت د قرض الحسنې په باره کې دی.[۷] د قرآن د ایتونو او له پېغمبر(ص) او اهل بیتو(ع) د نقل شویو روایتونو له مخې قرض ورکول له مستحباتو دي او قرض ورکوونکي ته په قیامت کې ډېر اجر ورکول کیږي.[۸] د قرض په بیرته اخستلو کې خوش اخلاقي او له پور اخستونکي سره ګوزاره کول هم هغه شی دی چې معصومو امامانو(ع) یې سپارښتنه کړې ده. له امام صادق(ع) د یو روایت له مخې څوک چې یو ضرورتمن ته پور ورکړي او په بیرته اخستلو کې یې ښه چلند وکړي، ګناهونه یې پاکیږي.[۹]
په روایتونو کې د پور ورکولو له سپارښتنې سره سره، پور اخستل غندل شوی دی؛ منجمله امام علي(ع) ته په یو منسوب روایت کې له پور اخستلو نهي شوې ده، ځکه چې د ورځې د خوارۍ او د شپې د غم سبب ګڼل شوی دی.[۱۰]
په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د ایران د اسلامي انقلاب له کامیابۍ مخکې د ایران په مختلفو سیمو کې اړمنو کسانو ته د قرض ورکولو او په بانکي پورونو کې د موجود سود څخه د ډډه کولو لپاره د قرض الحسنې صندوقونه جوړ شول[۱۱] او احکام یې هم په توضیح المسائل رسالو کې بیان شوې دي.[۱۲]
د پور فقهي احکام
قرض یا پور په فقه کې د بل چا په ملکیت کې د یو مال ورکول، د دې په بدل کې چې هغه هم وعده وکړي چې دغه مال به ستنوي.[۱۳] د قرض د صحیح والي لپاره پر عمومي شرطونو لکه بلوغ، عقل، قصد او اختیار سربېره ځینې خصوصي شرطونه هم شته دي منجمله دا چې مال باید د تملک وړ وي، لکه شراب او خنزیر نه وي. همداراز هغه شی چې قرض ورکول کیږي باید ټاکل او په ګوته شوی وي او مبهم نه وي.[۱۴]
د قرض ځینې احکام
د شیعه فقهې په اساس که د قرض په تړون (معاهدې) کې د هغه د ستنولو لپاره یو وخت ټاکل شوی وي، قرض ورکوونکی نه شي کولی د وخت له رارسېدو مخکې خپل قرض وغواړي؛ خو که موده نه وي ټاکل شوې هر وخت چې وغواړي خپل قرض غوښتلی شي.[۱۵] که پور ورکوونکی، خپل پور وغواړي، پوروړی یې باید سملاسي ورکړي او په ستنولو کې یې ځنډ ګناه ګڼل کیږي.[۱۶]
په قرض کې ربا(سود)
اصلي مقاله : قرضي ربا
یوه فقهي مساله چې د قرض له موضوع سره اړه لري، د ربا او سود مساله ده؛ په قرض کې ربا په دې معنا ده چې شرط شي چې پور ورکوونکی تر هغه اندازې زیات چې قرض یې ورکړي وي بیرته واخلي؛ که د قرض ورکولو په وخت کې یې دا خبره صفا کړې وي او که نه یې وي کړې.[۱۷] البته که پوروړی په خپله خوښه د پور ستنولو په وخت یو څه اضافي پېسې پور ورکوونکي ته ورکړي د شیعه او اهل سنتو فقیهانو له نظره ربا نه ګڼل کیږي او حرام نه دي.[۱۸]
اړونده لیکنه
فوټ نوټ
- ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ج۶، ۱۳۹۵ش، ص۵۴۹.
- ↑ وګورئ: سوره بقره، آیه ۲۴۵؛ سوره مزمل، آیه ۲۰؛ سوره تغابن، آیه ۱۷؛ سوره حدید، آیه ۱۱ و ۱۸.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۶۰۷.
- ↑ جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۸۵ش، ج۱۱، ص۵۸۳.
- ↑ مکارم شیرازی، ربا و بانکداری اسلامی، ۱۳۸۰ش، ص۱۲۷.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۰.
- ↑ مکارم شیرازی، ربا و بانکداری اسلامی، ۱۳۸۰ش، ص۱۲۷.
- ↑ فلاحزاده، احکام دین، ۱۳۷۴ش، ص۱۸۶؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۶۵۲.
- ↑ صدوق، ثواب الاعمال، ۱۴۰۶ق، ص۲۸۹.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۹۵، ح۱۱؛ همداراز وګورئ: آمدی، غررالحکم، ۱۴۱۰ق، ص۳۶۳، ح۸۲۱۴؛ ابن ابیالحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۹۶۴م، ج۲۰، ص۳۰۶، ح۵۰۳.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: احمدی میانجی، خاطرات آیت الله علی احمدی میانجی، ص۸۶؛ شریفرازی، گنجینه دانشمندان، ۱۳۷۰ش، ج۹، ص۱۰۲ و ۲۰۹ و ۲۷۰ و ۳۴۳.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: صافی گلپایگانی، جامع الاحکام، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۳۰۲-۳۰۳.
- ↑ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۶۵۱.
- ↑ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۶۵۲.
- ↑ اصولی، رساله توضیح المسایل (مراجع)، دفتر انتشارات اسلامی، ج۲، ص۳۹۱، مسئله ۲۲۷۵.
- ↑ اصولی، رساله توضیح المسایل (مراجع)، دفتر انتشارات اسلامی، ج۲، ص۳۹۲، مسئله ۲۲۷۶.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۵، ص۵-۷؛ مکارم شیرازی، بررسی طرق فرار از ربا، ۱۳۸۰ش، ص۱۷-۱۹.
- ↑ شفیعی مازندرانی، وام و ربا در نگرش اسلامی، ۱۳۷۹ش، ص۷۵.
سرچينې
- قرآن کریم.
- آمدی، عبدالواحد بن محمد، غررالحکم و دررالکلم، قم، دارالکتاب الاسلامی، ۱۴۱۰ق.
- ابن ابیالحدید، عبدالحمید، شرح نهج البلاغة، قم، مکتبة آیةالله المرعشی النجفی، ۱۹۶۴م.
- احمدی میانجی، علی، خاطرات آیتالله علی احمدی میانجی، بر اساس نسخه کتابخانه دیجیتال نور.
- اصولی، احسان و محمدحسن بنیهاشمی خمینی، رساله توضیح المسایل (مراجع)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، بیتا.
- امام خمینی، سید روحالله، تحریرالوسیلة، النجف الأشرف، مطبعة الآداب، ۱۳۹۰ق.
- جوادی آملی، عبدالله، تسنیم، قم، نشر اسراء، ۱۳۸۵ش.
- شریفرازی، محمد، گنجینه دانشمندان، ج۹، قم، ناشر: نویسنده، ۱۳۷۰ش.
- شفیعی مازندرانی، محمد، وام و ربا در نگرش اسلامی، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۷۹ش.
- صافی گلپایگانی، لطفالله، جامع الاحکام، قم، دفتر نشر آثار حضرت آیت الله العظمی صافی گلپایگانی، ۱۳۸۵ش.
- صدوق، محمد بن علی، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، قم، دارالشریف الرضی للنشر، ۱۴۰۶ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه محمدجواد بلاغی، تهران، انتشارات ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
- فلاحزاده، محمدحسین، احکام دین: مطابق با فتاوای مراجع بزرگ تقلید، تهران، نشر مشعر، ۱۳۸۶ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، بررسی طرق فرار از ربا، تهیه و تدوین ابوالقاسم علیاننژادی، قم، مدرسة الامام علی بن ابیطالب، ۱۳۸۰ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، ربا و بانکداری اسلامی، تهیه و تنظیم ابوالقاسم علیاننژادی، قم، مدرسة الامام علی بن ابی طالب، ۱۳۸۰ش.
- مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت، قم، مرکز دایرةالمعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۲ش.
- نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام فی شرح شرائع الإسلام، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۳۶۲-۱۳۶۹ش.