د وصیت حدیث
- د وصایت له حدیث سره غلط نه شي.
د وصیت حدیث، یو روایت دی چې په هغه کې دولس مهدیان ذکر شوي چې څوک به د امام مهدي(ع) جانشین جوړیږي. دا حدیث د شیخ طوسي په کتاب کتاب الغیبة (شیخ طوسي) کې راغلی دی. د انصار المهدي ډلې مشر احمد الحسن دې ته په اشارې سره ځان په واسطې سره د امام زمان علیه السلام زوی او له دولسو مهديانو لومړی مهدي بللی دی.
شیعه عالمان د احمد الحسن تفسیر نه مني او د مشهورو او معتبرو شیعه روایتونو سره یې په ټکر کې ګڼي. ځینو محققینو د حدیث د سند او محتوا په څیړلو سره په دې ځینې نیوکې کړې دي. د نورو په منځ کې دوي دا حدیث ضعیف السند بللی دی. دا له هغو احادیثو سره هم په ټکر کې دی چې د رسول الله صلی الله علیه وآله د جانشینانو شمېر یوازې دولس ښودلی دی.
د حدیث پیژندنه او د هغی محتوا
د وصیت حدیث هغه روایت دی چې شیخ طوسي په کتاب الغیبه کې له پیغمبر اکرم (ص) څخه نقل کړی دی.[۱]
د وصیت په حدیث کښې د اسلام پیغمبر(ص) امام علي(ع) ته په خطاب کښې له ځان وروسته د دولسو امامانو د شتون خبره کړې ده او د هغوي نومونه یې ذکر کړي دي چې دولس امامان دي. بیا یې د دولسم مهدیانو د شتون خبر ورکړی دی چې د دولسم امام له وفات وروسته به د هغه ځای ناستی شي.[۲] د حدیث وروستۍ برخه چې دې مسئلې ته اشاره کوي په لاندې ډول ده:
- «له دوی [دولسو امامانو] وروسته به دولس مهدي راځي. کله چې دولسم امام وفات شو نو زما جانشیني به خپل زوی ته ورکړه چې لومړی نږدې خپلوانو کی دی، ورکوي. هغه درې نومونه لري: یو نوم یې زما د نوم په څیر دی؛ د هغه بل نوم زما د پلار د نوم په څېر دی چې عبدالله او احمد دی. د هغه دریم نوم مهدي دی او هغه د مومنانو لومړنې دی».[۳]
دا حدیث د انصار المهدی د ډلې د مشر احمد الحسن تر ټولو مهم سند دی چې له دولسو امامانو وروسته د دولسو مهدیانو د ثابتولو لپاره دی.[۴] هغه د دغه روايت په دلیل سره ادعا کړې ده چې هغه په خپله اول مهدي او د امام زمان(ع) زوئ دی.[۵]
شیعه علماوو لومړی د دې روایت سند قطعی نه دی ګڼلی او دویم دا چې دغه تفسیر یې نه دی منلی.[۶]
حدیث سره د احمد الحسن دلیل راوړل
احمد الحسن د دې حدیث په دلیل سره وايي چې له امام زمان(ع) وروسته به دولس مهدیان راشي چې هغه یې لومړی دی.[۷] سربیره پر دې په روایت کې د «اِبنه» (د هغه زوی) د کلمې له مخې ځان په څو واسطو سره د امام زمان(ع) د زوی په توګه معرفي کوي.[۸]
په دې اساس هغه ادعا کوي چې له ظهوره مخکې او د دولسم امام په واکمنۍ کې او له هغه وروسته به رول لوبوي.[۹]
د شیعه عالمانو نظر
شیعه علماوو د وصیت حدیث د معروفو او صحیح روایتونو خلاف ګڼلی دی. په دوی کې طَبرِسی (د پنځمې پېړۍ مفسر)، اِربِلی (د اوومې پېړۍ محدث)، علامه مجلسي او حر عاملي (د يوولسمې پېړۍ محدث) دي.[۱۰]
طَبرِسي او اِرِبلي همدارنګ ويلي دي چې دغه احاديث له صحيح رواياتو خلاف دي چې وايي له امام مهدي(ع) وروسته به بل حکومت نه وي.[۱۱]
د وصیت د حدیث نیوکې
ځینې نورې نیوکې چې څیړونکو په دې حدیث کې موندلي دي په لاندې ډول دي:
- دا روایت خبر واحد دی او خبر واحد ظني(شکمن) وي. نو له دې سببه ورسره عقیدې ثابتول ممکن نه دي.[۱۲]
- د دې روايت له مخې د پېغمبر اکرم ٢٤ جانشينان دي او دا په ١٢ وصیانو کې د پېغمبر د ځای ناستو له انحصار سره سمون نه خوري.[۱۳]
- دا له هغو روایتونو سره په ټکر کې ده چې امام زمان(ع) خاتم الاوصیاء ګڼي. همدارنګه دا روايت له هغه ډېرو روايتونو سره په ټکر کې دی چې د رجعت په اړه خبر ورکوي.[۱۴]
- دا حدیث د سند له مخې ضعیف دی: راویان یې ضعیف او مجهول دي. نو له صحیح احادیثو سره د ټکرې او تعارض توان نه لري.[۱۵]
فوټ نوټ
- ↑ شیخ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۱۵۰-۱۵۱.
- ↑ شیخ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۱۵۰-۱۵۱.
- ↑ شیخ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۱۵۰.
- ↑ مجتهد سیستانی، لوح و قلم، دار التفسیر، ص۱۳.
- ↑ محمدی هوشیار، درسنامه نقد و بررسی جریان احمد الحسن، ۱۳۹۶ش، ص۳۷-۳۹.
- ↑ مثال په توګه وګورې: علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۳، ص۱۴۹-۱۵۰؛ حر عاملی، الایقاظ من الهجعة، ۱۳۶۲ش، ص۳۶۸.
- ↑ احمد الحسن، الجواب المنیر، ج۱، ص۳۸.
- ↑ محمدی هوشیار، درسنامه نقد و بررسی جریان احمد الحسن، ۱۳۹۶، ص۳۷-۳۹.
- ↑ محمدی هوشیار، درسنامه نقد و بررسی جریان احمد الحسن، ۱۳۹۶، ص۳۷-۳۹.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۲۹۵؛ اربلی، کشف الغمة فيمعرفة الائمه، ۱۳۸۱، ج۲، ص۴۶۷؛ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۳، ص۱۵۰؛ حر عاملی، الایقاظ من الهجعة، ۱۳۶۲ش، ص۳۶۸؛ حر عاملی، الفوائد الطوسیة، ۱۴۰۳ق، ص۱۱۵.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۲۹۵؛ اربلی، کشف الغمة فيمعرفة الائمه، ۱۳۸۱، ج۲، ص۴۶۷؛ عاملی نباطی، الصراط المستقیم، ج۲، ۱۳۸۴ق، ص۱۸۶.
- ↑ آل محسن، الرد القاصم، ۱۴۳۴ق، ص۳۶.
- ↑ آل محسن، الرد القاصم، ۱۴۳۴ق، ص۳۶؛ مجتهد سیستانی، لوح و قلم، دار التفسیر، ص۱۲۹.
- ↑ شهبازیان، محمد، ره افسانه، ۱۳۹۶ش، ص۱۳۸؛ محمدی هوشیار، درسنامه نقد و بررسی جریان احمد الحسن، ۱۳۹۶ش، ص۱۵۰.
- ↑ مجتهد سیستانی، لوح و قلم، دار التفسیر، ص۵۹.
سرچينې
- آل محسن، علی، الرد القاصم، نجف، مرکز الدراسات التخصصیة للامام المهدی، ۱۴۳۴ق.
- احمد الحسن، الجواب المنیر عبر الاثیر، اصدارات انصار الامام المهدی.
- اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة في معرفة الائمة، با مقدمهٔ جعفر سبحانی و سید هاشم رسولی محلاتی، تبریز، نشر بنیهاشمی، ۱۳۸۱ش.
- حر عاملی، محمد بن حسن، الإیقاظ من الهجعة بالبرهان علی الرجعة، تصحیح سید هاشم رسولی محلاتی، ترجمه احمد جنتی، تهران، انتشارات نوید، ۱۳۶۲ش.
- حر عاملی، محمد بن حسن، إثبات الهداة بالنصوص و المعجزات، تصحیح علاءالدین اعلمی، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۲۵ق/۲۰۰۴م.
- شهبازیان، محمد، ره افسانه، قم، انتشارات مرکز تخصصی مهدویت حوزه علمیه قم، ۱۳۹۶ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، قم، مؤسسة آل البیت لاحیاء التراث، ۱۴۱۷ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الغیبة، تحقیق عبدالله طهرانی و علی احمد ناصح، قم، مؤسسه معارف اسلامی، ۱۴۱۱ق.
- عاملی نباطی، علی بن یونس، الصراط المستقیم الی مستحقی التقدیم، تصحیح میخائیل رمضان، نجف، المکتبة الحیدریة، چاپ اول، ۱۳۸۴ق.
- علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- مجتهد سیستانی، مهدی، لوح و قلم: بررسی روایت موسوم به وصیت در کتاب الغیبة شیخ طوسی، قم، دار التفسیر، بیتا.
- محمدی هوشیار، علی، درسنامهٔ نقد و بررسی جریان احمد الحسن البصری، قم، انتشارات تولی، ۱۳۹۶ش.